د هند او پاکستان وروستۍ جګړه: اغیز یې په افغانستان
وایي مار دې لنډی کړ خو مړ دې نه کړ. هند حمله وکړله خو اوږدمهاله ستراتیژي یې نه درلوده چې څنګه جنګ کنترول او یا په مخ لاړ شي. پاکستان هم اوږدمهاله ستراتیژي نه درلوده چې څنګه د هند د حملو مخه ونیسي.
په مجازي خوالو رسنیو کې دواړو ملکونو کافي د دروغو ویډیوګانې خپرې او لاپې شاپې وکړلې. دا چې دواړه ملکونه د داخلي ستونځو او فشار سره مخامخ دي نو دواړو غوښتل چې د خپل ولس توجه بلې خواته واړوي.
د هند ستونځه زیاته سیاسي ده خو د پاکستان ستونځه سیاسي، اقتصادي او امنیتي ده.
دا جنګ به د موډي حکومت محبوبیت به هند کې کم کړي خو پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونځې به لا نورې هم پیچلې شي ځکه پاکستان د پوځ ستراتیژي کې تغیر نه دی راغلې.
د پاکستان پوځ به بلوچستان، خیبر پښتونخواه او سند کې د اوږدمهاله مقاومت سره مخ شي. څومره چې د پاکستان پوځ د شدت او زور نه کار واخلي هماغومره به د پوځ په ضد مقاومت او د پوځ نه انزجار زیاتیږي.
د پاکستان پوځیان نشي کولې چې د داخلي مقاومت د ځپلو لپاره د غرب یا عربو نه پروژه واخلي. دا وضعیت به د پاکستان اقتصادي او ساسي وضعیت نور هم خرابوي.
دغه جنګ وښودله چې امریکا اوس هم په سیمه کې نفود لري او د امریکا د مداخلې له امله اوربند وشو. دغه اوربند د موډي حکومت موقف به د هند په داخل کې او هم نړیواله کچه راټیټ کړي ځکه هند د امریکا د نفوذ او فشار لاندې اوربند وکړ.
د افغانستان معلوم الحاله سیاسیونو په خپلو تبصرو کې وښودله چې دوی څومره ژورې اړیکې د پاکستان سره لري او د پاکستان د لاس نیانځکې دي.
همدوی چې اکثره يې د جمهوریت په وخت کې د پاکستان په ضد چیغې وهلې او پښتانه مشران یې اکثره د پاکستان سره په اړیکو تورنول، اوس دوی ثابته کړله چې همدوی د پاکستان اصلي ګوډاګیان و او دي.
د دغه اشخاصو او ډلو مقاومت د طالب په ضد هم جعلي او د پاکستان په اشاره دی. طالبان به هم ونشي کړې چې پس له دې لس هندوانې په یوه لاس کې ونیسي. طالبان د مار په څیر سوړې ته نږدې شويدي. یا به سیده کیږي او یا به یې لکۍ پریکړ کیږي.
لکه ځنګه چې سیمه او نړۍ د هند او پاکستان جګړه نشوه زغملې زما په اند، سیمه او نړۍ د افغانستان دا اوسنې وضعیت هم نشي زغملې چې په افغانستان کې یو غیر مشروع او قانونمند حاکمیت دوام وکړي او افراطیت ورځ تر بلې زیات شي.
یوازې د افراطي طالبانو محدود کسان د قدرت ساتلو لپاره د جنګ شوقیان دي. همداشان د طالبانو په ضد په نامه مقاومتیان هم کوښښ کوي چې کومه جنګي پروژه واخلي خو اوس د جنګ د پروژو د تمویل لپاره په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د نورو هیوادونو لخوا اشتها نشته دی.
یوازې دسپورتونو مقاومت به دوام کوي خو په عمل کې به څه نه وي.
د هند او پاکستان جګړې وښودله چې په دغه سیمه کې د جنګ لپاره د سیمې او نړۍ انګیزه او اشتها نشته دی. په دېتوګه افغانستان کې د جنګ لپاره د سیمې او نړۍ اشتها نشته دی. خامخا به یو مثبت تغیر بې له جنګه رامنځته کیږي.
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.