د یو ښه پولي واحد ځانګړنې

لیکوال : استاد تاج محمد تمکین

171

پولي واحد د یو هیواد هویت او شناخت دی او همدا شان د هر هیواد پولي واحد د تبادلې د وسیلې په توګه د هغه هیواد د خلکو د راکړو ورکړو ټولې ستونزې حلوي او یو ستر سهولت په کاروبار کې رامنځته کوي، که فکر وکړو چې کاغذي بانکنوټونه او یا د پولي واحدونو عصري شکل نه وای نو تبادله به څومره ستونزمنه او د مشکلاتو څخه ډکه وه او ان د جنس په جنس تبادلې وخت انسان ته یادوي چرته چې انسان په بارتر سیستم کې د تبادلې د سترې او حیاتي ستونزې سره مخ وو. د هر هیواد مرکزي بانک هڅه کوي چې داسې پولي واحد ولري چې د هرې نګاه نه جامع او ټولمنلي خصوصیات ولري او د هیواد دخلکو د باور او اعتماد د لاسته راوړلو باعث وګرځي. دلته په دې خبره کوو چې د یو ښه پولي واحد خصوصیات او ځآنګړنېکومې دي ، يو ښه پولي واحد لاندې ځانګړتياوې لري

د انتقال وړ وي: يو ښه پولي واحد هغه پولي واحد دي چې په اسانئ سره د انتقال وړ وي، پخوا چې کله د جنسي پيسو نه استفاده کيده نو د اجناسو انتقال ډير ستونزمن وو چې خوشبختانه د بانکنوټونو په رامنځته کيدو سره اوس په اسانئ سره هر څوک کولاي شي چې پيسې د ځان سره انتقال کړي. بانکنوټونه دا ظرفيت لري چې د يو څه ارزښت هم ځآن سره انتقال کړي، مثلا که ځمکه څوک خرڅوي ياي هم تعمير خرڅوي يا هر بل غير منقول جنس خرڅوي نو په پيسو يې چې خرڅ کړي دغه پيسې د غيرمنقولواجناسو ارزښت په اصل کې په پولي معنا ارايه کوي، يعنې په دې معني چې دغه پيسې  د غير منقولو اجناسو د ارزښت په معني دي او د انتقال په برخه کې یې پولي واحد تر ټولو ستر، ارزښته او ښه رول ادا کوي او یوه غټه اسانتیا د خلکو په ژوند کې رامنځته کوي.

مقاومت ولري: يو ښه پولي واحد هغه پولي واحد دي چې د باران او موسم د تغيراتو مقابل کې کافي مقاومت ولري او داسې نه وي چې د معمولي رطوبت يا زور مقابل کې وشليږي، دې سره د خلکو د خپل پولي واحد نه زړه توريږي او هڅه کوي چې هغه بانکنوټ وکاروي چې مقاومت يې زيات وي. د اکثرو پرمختیایي هیوادونو ټولنې داس ېوي  چې تر اوسه پکې کلاسيک کاروبارونه او همدا شان کلاسيک دودونه وجود لري او دومره پرمختللي نه وي چې د صنعتي هيوادونو غوندې دودونه پکې وپالل شي،  او کلاسیک دودونه ددې باعث ګرځي چې نوټ یا پیسه زر خرابه شي نو د پيسو د چاپ په وخت بايد فکر وشي چې پيسې د ټولنې د دودونو په نظر کې نيولو سره کافي مقاومت ولري او ددې کار لپاره پلاستیکي بانکنوټونه ښه انتخاب دی

د ويش وړ وي: يو ښه پولي واحد هغه واحد دي چې د ويش وړ وي په دې مانا چې کوچني او لوي واحدونه ولري تر څو په کمه اندازه، متوسطه او لويه اندازه عايد لرونکي خلک يې د خپل وس مطابق راکړه ورکړه کې وکاروي. ښه پولي واحد هغه دي چې ارزښت يې باثباته وي نو هتما بايد کوچني واحدونه ولري لکه يوګوني، دوه ګون، پنځه ګون او همداسې نور او دا ددې په خاطر چې دخرید قوت مختلفې اندازې په نظر کې ونیول شي ځکه په ټولنه کې د ثروت له لحاظه او د عاید له لحاظه مختلفې کتګورئ خلک وجود لري او د مصارفو او خرید کچه یې هم فرق کوي نو اړینه ده چې پولي واحد کوچني واحدونه هم ولري تر څو د هرې طبقې عاید لرونکي خلک ترې استفاده وکړي .

واحده کرنسي وي : يو ښه پولي واحد هغه دي چې په هيواد کې په يواځيني او انحصاري شکل موجود وي. کوم هيواد کې چې دوه کرنسئ وي په هغه هيواد کې د اقتصادي ثبات راتګ ستونزمن وي او يا هم اصلي کرنسئ د انفلاسيوني څپو څخه متاثره کيږي. که چرته په یو هیواد کې د یو څخه زیاتې چاپیدونکي کرنسي یا پولي واحدونه وجود ولري نو د هیواد د اقتصاد لپاره ستره ضربه رسوي په همدې اساس لازمه ده چې د یو هیواد پّه اقتصاد کې یواځې یو ډول پولي واحد وچلیږي او خلک ترې په راکړه ورکړه کې استفاده وکړي که چرته د هیواد په مختلفو برخو کې مختلف پولي واحدونه چاپ شي او د استفادي لپاره وړاندې شي نو دا په اصل کې د هغه هیواد پولي حریم سخت زیانمنوي او پانګوال هم دداسې هیوادونو څخه د پانګې فرار کوي

محدوده اندازه باندې وي: يو ښه پولي واحد هغه دي چې په انحصاري شکل د مرکزي بانک لخوا چاپ ته رسيږي او هر څوک يې د چاپ واک ونلري، همدا لامل دي چې د نړئ تقريباټول هيوادونه مرکزي بانکونو ته په سياسي او اقتصادي لحاظ استقلاليت ته قايل دي. که چرته هر واکمن او زورواکي يا هم څو کسان په هيواد کې د پيسو د چاپ واک ولري نو له حده زياته ګډوډي او د پيسو ارزښت ورسره له منځه ځي.

عمومي قبولوالي ولري: يو ښه پولي واحد هغه دي چې د هيواد په ټول حريم کې خلکو ته د قبليدو وړ وي او څوک يې د اخستلو نه په داخل د هيواد کې انکار ونکړي او بل بانکنوټ ته ترجيح ورنکړي.

د خلکو لپاره قابلِ اعتماد وي: کله چې د پولي واحد ارزش باثباته وي نو ټول خلک پرې اعتماد کوي او کاروي يې. قابل د اعتماد په دې معنی چې پولي واحد هر څوک په خپل هیواد کې د خرید او فروش لپاره قبول کړي او ورباندې باور ولري.

ارزښت یې باثباته وي : په دې معنی چې د پولي تورم د څپو له امله ضعیف نه شي او د خلکو په منځ کې د باثباته پیسې په توګه باندې وپیژندل شي، څومره چې یو پولي واحد د ارزښت له نګاه څخه باثباته وي په هماغه اندازه یې قدر هم زیات وي. دا د یو هیواد د مرکزي بانک مسولیت دی چې د پولي واحد د باثباته ساتلو له پاره د مختلفو اسبابو او وسایلو څخه کار واخلي کوم چې د پولي اقتصاد غوره موضوع هم ده او پولي وسایلو څخه مناسب کار اخستل د هیواد د پولي واحد د ارزښت د باثباته کیدو باعث کیږي.

څومره چې پورتني صفات په یو پولي واحد کې زیات وي په هماغه اندازه موثر او اغیزمن تمامیږي.

اخځلیکونه:

  1. https://study.com/academy/answer/what-are-characteristics-of-currency.html
  2. http://www.preservearticles.com/banking/monetary-standards-qualities/265
  3. http://www.economicsdiscussion.net/money/top-8-qualities-of-an-ideal-money-material/609
  4. https://simplicable.com/new/money
  5. https://studylib.net/doc/8145925/characteristics-of-money

پولي سیاست څه ته وايي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.