کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د برېتانیا یو شمېر مخکنیو سرتېرو په افغانستان او عراق کې پر جنګي جنایتونو اعتراف کړی او ویلي یې دي، ځانګړو برېتانوي ځواکونو ملکي وګړي «د شپې په خوب کې» وژل او ان هغه ماشومان چې لا د جګړې عمر ته نه وو رسېدلي، اعدامول یې.
د بيبيسي نړۍوالې برخې نن (دوشنبه) د «د برېتانیا پخوانیو ځانګړو ځواکونو د خپلو همکارانو له لوري د جنګي جنایتونو په اړه خپل سکوت مات کړ» تر عنوان لاندې یو راپور خپور کړی دی.
راپور کې د یادو سرتېرو له قوله راغلي چې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو ملکي کسان «د شپې په خوب کې وژل» او ان هغه ماشومان یې چې لا د جنګېدو عمر ته نه وو رسېدلي، «اعدامول» یې.
په راپور کې دغهراز زیاته شوې، یو سابقهدار سرتېری چې په افغانستان کې یې د برېتانیا له ځانګړو ځواکونو سره کار کاوه، وايي: «هغوی (د بریټانیا ځانګړي ځواکونه) ځوان هلک ولچک کړ او ډز یې پرې وکړ؛ هغه په څرګنده یو ماشوم و، ان د جنګېدو عمر ته هم نه و رسېدلی.»
په راپور کې د یاد سابقهدار سرتېري له قوله راغلي چې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو کې د اسیرانو وژنه یوه «عادي کړنه» ګرځېدلې وه.
یاد سرتېري بيبيسي ته زیاته کړې: «هغوی (برېتانوي ځانګړي ځواکونه) خلک تلاشي کول، ولچک کول یې او بیا یې ډزې پرې کولې، له هغه وروسته یې پلاستیکي ولچک پرې کاوه او د مړي ترڅنګ یې تومانچه اېښوده.»
په یادو تازه څرګندونو کې د څه باندې یوې لسیزې جنګي جنایتونو ادعاوې شاملې دي؛ هغه ادعاوې چې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې په برېتانیا کې د یوه قاضي په مشرۍ د عمومي تحقیق په وسیله څېړل کېږي.
د بيبيسي د یاد راپور له مخې، د برېتانیا د دفاع وزارت د دغه هېواد له نورو پخوانیو سرتېرو هم غوښتي، که څه معلومات لري، هغه دې وړاندې کړي څو په روانو څېړنو کې ترې استفاده وکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.