زموږ قوت څه دی؟

اسدالله ملکزی

179

قدرمنو لوستونکو!

څنګه چې ښکاري، نړۍ په بدلون کې ده . هر وخت زمونږ ورځينی ژوند د منډو، سيليو او د زوروروالي تر اغيزې لاندی دی . په دغه وخت کې مو خپل قوت په خيال کې راولو، کوم چې دا مونږ سره نږدی کوي، يوځای کوي او روغتيا راکوي . دا قوت کوم دی؟
مورنئ ځواک يا قوت

مورنی ځواک ياقوت د ځان قربانونې رومانتيک انځور په حېث نه، بلکه د يو بنيادي، د يوې نوې انرژي منځ ته راتلونکي په حېث، کوم چې بې د کوم جنس پورې تړلی، زمونږ د پاره ژوند کوي . دا د ټولو د پاره يو نظر دی . چېرته چې مفهوم موجود نه وي نو هلته بايد توان يا استعداد  احساس شي . نعمت نه يواځې د ساتلو د پاره وجود لري، بلکه  د يو غټ شي په حېث ورڅخه ګټه واخستل شي .
څه شی مونږ ډېر وخت نه دی ليدلی

د سلو کلونو څخه زيات ښځينه ځواک يا قوت د ټولنيز  جوړښت څخه  شړل شوی دی . د هغې د ورکېدو سره د هغې ځرنګوالی یا کيفيت، کوم چې دا نړۍ اوس زښت ډېر ورته ضرورت لري، هغه توان، پوهه، غمخواري، څرګنتيا يا وضاحت او استعدادونه دي .

دا بدلون هغه وخت شروع کيږي، کله چې مونږ دغې ځواک يا قوت ته بيا يوه فضأ جوړه کړو . نه يواځې زمونږ په کورنۍ کې، بلکه زمونږ په خپل فکرونو، عمل کولو او احساس سره .

ورځيني کارونو د پاره ښه کار

نن د ځانه ښه شعوري پوښتنه وکړه :

کوم مورنی ځواک يا قوت اوس زه لرلی شم؟ کېدی شي تاته په ډېر ژور ساه راښکلو سره ځواب درکړل شي .  زړه سواندي –  خپله ستا په مقايسه . يا د هغه پرېکړې سره، کوم چې په يوې مباحثه کې نه بريالی کېږي، بلکه  اړيکه تر لاسه کولائ شی . دا د شروع ډېره وړه لاره ده، خو ډېره ليرې اغيزه لرلی شي .

د  ENKI انستيتوت ليکنې څخه ژباړه

اسدالله ملکزی

د زلزلې منځ ته راتلو نه مخکې وړانديينه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.