نوميالۍ فرهنګي څېرې صایمه مقصودي

یوسف هېواد دوست

182

نوميالۍ فرهنګي څېرې صایمه مقصودي
له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو قدرمنو اورېدونکو او د دې څو لنډو کرښو ګرانو لوستونکو سلامونه.
په ننۍ خپرونه کې د پښتو تياتر تمثیل او ژورنالیزم د يوې غوره څېرې او تلپاتې ستوري ارواښادې صايمه مقصودي په باب يوه لنډه يادونه لرو.
عرض وکړم چې زه په ۱۳۴۶ ل کال کې راډيو افغانستان ته ورتلم او د کمکیانو ،تنکیو،ځلميانو او تمثیل د څانګې په پروګرامونو کې مې برخه اخيسته .د اعلحضرت ظاهر شاه بابا د پاچاهي وخت و ،وطن کې امن او په کابل کې موږ په شان تنکيو ځلميانو ته د سالمو بوختياوو له هغې ډلې په راډيو افغانستان کې د برخې اخيستنې ښه امکانات و .
زما د همکاريو په پيل کې چا چې ماسره ډېره مرسته وکړه ارواښاد عبدالغفور وياند ،ارواښاد ويندوی او وروسته بیا ارواښادې صايمه مقصودي خور وه چې ځینو د نطاقۍ او ارواښاد ف.فضلي او ارواښادې صايمې مقصودي خور د تمثیل په برخه کې راسره ډېره مرسته وکړه ‌صایمه جانه مقصودي د لغمان د يوې منوری او فرهنګي کورنۍ لور ده.پلار يې ارواښاد (ښاه مقصود ګرم )د خپل وخت نوميالی فرهنګي شخصیت او خوږ ژبی شاعر و ، چې ټولنې ته يې غوره زده کړيال او فرهنګي بچیان وړاندې کړل .د صایمه جانې ،ماشاالله د علم او فرهنګ په جامه نور سمبال وروڼه او خويندی هم شته چې د بېلګې په توګه قدرمن فرهنګي شخصيت داود مقصودي ، غوره ممثل او پخوا د کابل پوهنتون استاد جناب ممنون مقصودي ،پياوړې فرهنګي څېره سایره جانه مقصودي او داسې نور د دوي خويندی او وروڼه چې له راډيو افغانستان او وروسته بیا له لومړني ملي ټلويزيون سره يې د خپلو بې ساري همکاريو کارنامې ،د راډيو تلويزيون او افغانفلم په تاريخ کې ثبت کړی.
ارواښاده صايمه مقصودي ډېره تکړه ممثله وه .د اوونۍ په پرله پسې راډيويي داستانونو او د جمعې د شپې ډرامونو کې به يې لومړي رولونه لوبول .په هغه وختونو کې په تېره بیا د سردار محمد داود خان په وخت کې د هېواد زیاتره فرهنګ دوستان او د راډیو تلویزیون اورېدونکي او ليدونکي د صايمې خور له نوم ،ښکلي غږ او پياوړي تمثیل سره آشنا ول .هېر مې نشي چې مرحومه صايمه جانه مقصودي د راډيو افغانستان او د لومړني ملي ټلويزيون یوه ډېره مجربه،مستعده او د ښه آواز او غوره فصاحت- بلاغت لرونکې نطاقه هم وه ، چې د راډيو افغانستان او ټلويزيون مهم خبري سرويسونو به يې لوستل.
خوږ غږ ،صميمي کرکټر، يې درلود.لکه يوه مشره خور مهربانه او لارښوده او تکړه پرودیسره هم وه .ښه مې په یاد دي چې د راډيو ډرامونو لپاره يې څو ځلې له ارواښادې مېرمن قمرګلې ، اغلې رابعه بهاند ( هما) او يو شمېر نورو سندرغاړو سره ښکلی ترانې هم ثبتولې .
صایمه مقصودي يوه لارښوده وه ،هغه د افغاني تياتر،تمثیل او وياندۍ یوه غوره بېلګه وه .هغې په خپل ښکلي غږ سره د افغاني خويندو ميندو لپاره د نېکمرغه کورنۍ ژوند پيغامونه خپرول . صایمه مقصودي د تمدن ،کلتور او افغان فرهنګپاله ولس تاريخي هويت راوي وه .
خو له بده مرغه تور زړو او کرکجنو په تمانچو وویشته او پښتون قام يې له يوې فرهنګي لارښودی خور بې برخې کړ .
د ارواښادې صايمه مقصودي يادونه دې تلپاتې وي.
وياړ د ( مقصودي) پر سترې کورنۍ
( لیکونکی: يوسف هېواددوست – افغان غږ راډیو -ډنمارک)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.