د غلامۍ زولنې:
د ببرک کارمل له خیانته تر ژړا پورې
پدې وروستیو کې د کاکتوس یوتیوب چینل خپرونې له لوري یوه تاریخي مرکه خپره شوه چې خبریال مختار لشکري د ببرک کارمل ساتونکي اسدالله ندیم سره یې ترسره کړې وه
. اسدالله ندیم چې د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال درې کاله ارګ ماڼۍ کې د هغه د ساتونکي په توګه دنده ترسره کړې وه یوه زړهبوږنونکې کیسه یې شریکه کړه. هغه وایي یوه شپه کله چې د شپې له نهو بجو څخه تر دولسو بجو پورې د حرم سرای پر دروازې پهره دار او ولاړ و هلته د حرام سرای ماڼۍ له خونې څخه دننه د ژړا غږونه ، او اخ و ډب آوازونه یې واورېدل. ندیم وایي کله چې هغې خونې ته ورنژدې او ورته غوږ شوم دا د ببرک کارمل ژړا وه . د ببرک کارمل مشاور چې پیتروف نومیده او قزاقی و پر هغه غوسه شوی و او ورته یې ویل « تا مونږ ته ویل که چیرې واک ته ورسیږي خلک به دې پر اوږو ګرځوي. اما دا ولس خو ټول پر تا پاڅېدلی!» د ببرک کارمل دا ژړا د هغه د بیوسۍ ، درواغو، غلامۍ او پردیو ته د بیحده وفادارۍ پایله وه.
ببرک کارمل د افغانستان په سیاسي ډګر کې هغه څېره وه چې د وطندوستۍ دعوا یې کولې، خو عمل یې د یو زبرځواک په خدمت کې د جاسوسۍ تر حده رسېدلی و. هغه چې د پرچم ډلې له لارې د واک خوبونه لیدل، له شوروي اتحاد او د هغو استخباراتي کړیو سره یې داسې ژمنې کړې وې کوم چې د هیواد ملي ګټو ، ملي خپلواکۍ او د ملت د خوښې او ارادې خلاف وې. شوروي چارواکو ته یې ویل که زه واک ته ورسیږم، افغان ولس به ما په غېږ کې ونیسي له کمونیزم څخه به ملاتړ وکړي او افغانستان به د شوروي دوستانو لپاره یوه باثباته اډه شي. دا درواغ چې د یوه ملت له روحیې سره ټکر درلود شوروي ته د یو خطرناک تصمیم لامل شو.
په ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي میاشتې په شپږمه نیټه شوروي اتحاد پر افغانستان وسلوال یرغل وکړ. د زرګونو ټانکونو او عسکرو په مټ یې حفیظ الله امین په ډیرې بیرحمۍ او قصاوت سره وواژه ، خپلواکه واکمنۍ یې ورته ړنګه کړه او ببرک کارمل یې د یوه ګوډاګي په بڼه ارګ ته راوست. دا د افغان ملت د واک او ازادۍ پر ضد څرګند برید و، خو د کارمل له نظره دا یرغل د “دوستي مرستې” نوم درلود. هغه خو ارګ ته ننوت اما ولس له ارګ څخه ووت . ارګ نور د ولس کور نه بلکې تر اشغال لاندې د مزدورو غلامانو په ډیرې بدله شوه . خلک پوه شول چې واک نور د دوی په لاس کې ندی، بلکې د ټانکونو له میلو راځي او د پردیو له خولې خپریږي.
خو ولس چوپ پاتې نشو. له ښاره تر کلي، له سپین ږیري تر ځوانه ، له هلک څخه تر نجلۍ د هر چا روحیه په ملي قیام سمباله او په زړونو کې یې د آزادۍ اور بل شو.
په کابل کې د نجونو ښوونځیو زده کوونکې، چې د ملت د وجدان نښې وې سړکونو ته راووتې. دوی د شوروي اشغال او د ببرک کارمل پر ضد شعارونه ورکړل. د امنیتي ځواکونو سخت تاوتریخوالي سره سره، نجونې ولاړې وې. ځینې ووهل شوې، ځینې بندي شوې، ځینې د پیغلې ناهیدې په شان شهیدانې ، ځینې ټپیانې شوې خو د ازادۍ فریاد یې تاریخ ته وسپاره.
د افغان ملت قیام او مقاومت احساساتي نه ، بلکې منظم، دیني، ملي ، سراسري او دوامداره شو. دا ملي قیام او مقاومت د شوروي اتحاد لپاره یوه اوږده، ګرانه ، د شرمه ډکه او د ذلت جګړه شوه. د شوروي اقتصاد مات شو، عسکر یې د مرګ ژوبلې سره مخ او نړیوال حیثیت یې هم د لاسه ورکړ . په پای کې دا جګړه د شوروي د سترې امپراتورۍ د زوال پیل باندې بدل شو .
کله چې شورويان له ماتي سره مخ شول او پوه شول چې نور پاتې کیدل ورته د سیاسي، اقتصادي او نظامي لحاظه نه یوازې ګټه نلري، بلکې نوره هم د سر په بدله ورته تمامیږي نو بله لوبه یې پیل کړه. هغوی هڅه وکړه چې د غلامانو څېرو په بدلولو سره یوه نوې نوې څیره او نوی شعار وړاندې ترڅو خپلې پښې سپکې کړي .
شورویانو ببرک کارمل له واک څخه لیرې او تر اشغال لاندې حکومت کې نجیب الله د خاد عمومي ریس چې د دوی استخباراتي شبکې ( KGB ) ته ډیر نژدې او د باور کس و د “روغې جوړې” او “ملي مصالحې” تر شعار لاندې د یوې بلې ناوکۍ په توګه د ارګ په څوکۍ یې کښیناوه او د ارګ د دروازې کلي یې په جیب کې ورته کیښوده چې لدې وروسته ببرک کارمل پر ځای ته د ارګ او حرم سرای واکمن یې .
خو دا هم د بل استعماري فریب یوه نوې بڼه وه. شورويانو هڅه کوله د جعلي ملي یووالي له لارې خپله تیروتنه توجیه او داسې ښکاره کړي چې ګواکې افغانانو خپله ستونزه حل کړه. مګر حقیقت کاملا بل ډول و ، شورويانو ته دا مهمه نوه چې د دوی مزدورانو سره څه پېښیږي؛ مهمه دا وه چې څنګه لدې تباهکوونکي کندې څخه ځانونه وباسي، حتی که د خپلو لاسپوڅو په قربانۍ ورته هم تمامیږي ځکه چې د شطرنج لوبه د سوسیال امپریالیزم او وحشي ځناورو په ماتې زغملو سره نوره ختمه شوه .
د ببرک کارمل، نجیبالله پرچمي ډله او ورسره یو شمیر نورو خرڅ شوو خلقیانو چې د اشغالګرو سره یې د ملت پر وړاندې تړونونه کړي وو، په پای کې د خپل خیانت سزا وکتله. نه د تاریخ له سترګو او نه هم د ملت له حافظې څخه پټیدلای شي . دا درس دی هغه هم یو ژور درس .
هر هغه څوک چې واک د ملت پر سر د پردیو په بیعت غواړي تاریخ به یې یا ژړوي او یا هم پرې لعنت وایي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.