د ادارو د محرمیت پالیسۍ او د کارکوونکو مسؤولیتونه

نصيراحمد څپاند

160

مقدمه:
د یوه مصون، سالم او مسلکي کاري چاپېریال د رامنځته کولو، د ادارې د اعتبار د خوندي کولو او د اړوندو اشخاصو د حقونو د تضمین په موخه، اداره ژمنه ده چې د محرمیت اصل په ټولو سطحو کې رعایت کړي او د دې اړوند د کارکوونکو مسؤولیتونه په واضح ډول وټاکي.
لومړۍ ماده: د محرمیت تعریف
محرمیت هغه حالت ته ویل کېږي چې معلومات، اسناد یا اړیکې چې افشاء کول یې اشخاصو، ادارې یا عامه ګټو ته زیان رسولی شي، له غیرمجاز لاسرسي او افشاء څخه خوندي وساتل شي. دا معلومات ممکن لاندې موارد شامل وي:
۱. د کارکوونکو، مراجعینو یا شریکانو شخصي معلومات
۲. مالي، حقوقي او قراردادي اسناد
۳. د پروژو، داخلي پرېکړو او راپورونو اړوند معلومات
۴. رسمي داخلي یا خارجي مکاتبات چې محرمانه محتوا ولري
دوهمه ماده: د کارکوونکو مسؤولیتونه
۱. مطلق رازپالي: ټول کارکوونکي مکلف دي چې د ادارې رازونه او محرمانه معلومات خوندي وساتي او له غیرمجاز اشخاصو سره یې شریک نه کړي.
۲. د شخصي ګټې مخنیوی: د محرماتو څخه د شخصي، سیاسي یا تجارتي استفادې حق نه لري.
۳. د معلوماتو خونديتوب: کارکوونکي باید لازم تدابیر ونیسي تر څو محرمانه معلومات د غیرمجاز لاسرسي څخه وژغوري (لکه رمز، قفل، خوندي فایلونه، او محدود لاسرسي).
۴. د تخطیو راپور ورکول: که کوم کارکوونکی د محرمیت د نقض یو مورد وویني، مکلف دی چې سمدستي یې مربوطه مسوول ته راپور ورکړي.
۵. کتبي ژمنتیا: ټول کارکوونکي مکلف دي چې د استخدام پر مهال د محرمیت کتبي ژمنتیا لاسلیک کړي.
دریمه ماده: د محرمیت د نقض پایلې
هر ډول تخلف یا سرغړونه له دې پالیسۍ څخه، کیدای شي د انضباطي اقداماتو، د قرارداد د لغوه کېدو یا قانوني تعقیب سبب شي؛ د تخطۍ د ډول او شدت په اساس.
څلورمه ماده: د پالیسۍ د تطبیق حدود
دا پالیسي په ټولو کارکوونکو، مشاورینو، روزنیزو کارکوونکو، او قرارداديانو چې له ادارې سره دندې ترسره کوي، تطبیق کېږي.

په سویس کې د پښتنو پر ضد روانې توطئې او د هغې شالید

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.