ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- (۲۱مه برخه)

محمد داؤد مومند

186

د پوهاند صاحب داکټر حفیظ الله جبارخیل د علمی لیکنی تداوم:

وزیرمحمد ګل مومند د پښتنو د ژبی، نظام او کلتور تر څنګ، د پښتو ژبی د ادبیاتو په وده کی هم د احترام لوړ مقام لری، دی پوخ شاعر، زیرک لغت جوړونکی، د ګرامر استاد او حقیقت خوښونکی محقق و.

په کند هار کی د طلوع افغان اخبار، د وزیر صاحب په امر پښتو شو، چی استاد حبیبی صاحب چلولو، همدا راز د کندهار دفتری چاری چی په فارسی ژبه وی، پښتو ژبی ته واړول شوی، په ننګرهارکی اتحاد مشرقی جریده پښتو شوه، او پکتیا کی د وړانګی جریده پر پښتو وچلیده.

مومند بابا د بچه سقو، د تیاره او ظلمانی دوری په مهال، په ننګرهارکی یی د ولس د ذهنیت د روښانولو دپاره، د «کورغم» مجله د یوه انقلابی او منور شخصیت، جنرال سید حسن خان حسن چی «شیون» یی تخلص کاوه او سید غلام حیدر پاچا سره په ګده چلوله.

د ۱۳۳۴ ل کال د لویی جرګی د پریکړو، لنډیز یی په پښتو د پاڼو په بڼه خپور کړو او د پارلمان غړی یی په پښتو ژبه بلد کړل.

وزیر بابا د پښتو ژبی په لیک دود کی ډیر بدلونونه راوستی دی، چی وروسته ورته نورو لازمه پاملرنه ونکړه، یواځی دده جوړی شوی دوه یاګانی، یو لکۍ لرونکۍ یا (ۍ) اوبله مجهوله (اوږده) یا (ي) چی د ټولو پښتنو لخوا، ومنل شوی او هیڅوک حق نلری چی له ځانه په کی ګوتی ووهی.

وزیر صاحب دا نظر هم درلود چی که پښتو ژبه د نسخ پرځای پر نستعلیق ولیکل شی دا به د ژبی د غنا موجب وګرزی.

یوه مهال د بابا لیکدود، ډیرو پښتنو منلی و، اوس هم داسی کندهاریان شته چی د وزیر بابا پر لیک دود، لیکنی کوی او د لری پښتنونخوا د (باړه ګړۍ) په سیمینار کی یی د (یا) د لیک دوده ژوره استفاده وشوه.

وزیربابا یو شمیر نوی لغات هم جوړ کړی دی چی ګڼ شمیر پښتانه یی اوس هم په لیکونو او ویلو کی کاروی لکه : خج (د آواز فشار، د ژبی دپاره (قانون)، وتوځی (مخرج)، ننوتوځی (مدخل)، ایرڼۍ د خاکستردانی، (هڅوب ) د فرهنګ او (اڅل) د (ګیلاس) دپاره او داسی نور، چی اوس هم د کارونی وړ دی.

د پښتو ژبی د ګرامر په برخه کی وزیر صاحب لوی لاس لرولو، هغه په ۱۹۳۸ م کی د (پښتو ژبی لیار) یا صرف او نحو پر نامه په څلور۴۹۵ مخونو کی یو لار ښود، د یوه کتاب په بنه لیکلی او لاهور کی د عبدالعظیم ساپی پر زیار او اهتمام چاپ شوی دی. ډیرو پوهانو فکر کاوه چی دا به د پښتو ژبی د ګرامر لمړی کتاب وی.

د وزیر صاحب افغانی قاموس (پښتو سیند) چی د پوهنی او روزنی وزارت لخوا په ۱۹۳۷ م کال چاپ شوی دی، بابا ددی کتاب لغات په نهو کلونو کی راټول کړی دی، د لغت معنا او پیژندګلوی یی په فارسی ژبه کړی ده.

د بابا بل کتاب (پښتو او پښتواله) ده چی پوهاند استاد رشتین ورته د پښتو او پښتونولۍ (وظیفات) نوم ورکړی دی.

د یادولو وړ ده چی دا دری کتابونه د (د ساپی د پښتو څیړنو او پراختیا مرکز) د امام الدین ساپی په مشرۍ د وزیر بابا د څلویشتم تلین د یاد په وړیار، په خپل لګښت، بیا چاب او د وزیر بابا روح ته یی ډالۍ کړی دی.

د ژبی ملی او ادبی اصطلاحات د وزیر بابا یو بل کتاب دی، همدارنګه ملمستون، سیمه، ټوکی او پښتنی تربیه او پخلی، هغه کتابونه دی چی له چاپه پاتی شوی دی.

لکه چی مو ولوستل، په شمالی ولایاتو کی، سرحدی پښتانه ځای په ځای کول، د ستمی معاندینو لخوا نیوکو لاندی راغلی دی، ځکه چی د پښتنو ټاټوبی کندهار کی ایرانی قزلباشان او شیعه ګان د نادرافشار له واکمنۍ وروسته، احمد شاه بابا د خپلی آسیایی امپراتورۍ اداری او سیاسی غړی وګڼل او ایرانیان د افغانستان په ټاټوبی کی میشت پاتی شول، تیمورشاه درانی، چی مور یی ایرانی او یوه میرمن یی د نادر افشار لمسۍ کیده، ورته مهمی مالی، اداری، فرهنګی او اقتصادی دندی هم ورته وسپارلی، چی ګڼ شمیر یی کابل کی د کورونو او جایدادنو خاوندان شول. متأسفانه تیمورشاه ، پښتو ژبه په مکمله توګه د دربار نه وویستله، او ایرانی فرهنګ او تهذیب په دربار او د دولت په ټولو برخو کی حاوی او حاکم شو، چی دا، د پښتو ژبی سره د تیمورشاه لوی خیانت و، له بده مرغه دا عنعنه وروسته د افغانستان د ټولو پادشاهانو په دوره کی (د متجدد او ملیت پال، لوی امیرشیرعلی خان پرته) د یوی ژبنی آپارتاید په توګه په میراث پاتی شوه.

همدا رنګه چی کله روسانو د آزربایجان، سمرقند او بخرا سیمی د خپل تیری او تسلط لاندی راوستی، نو په لکونو بخارایانو، آذربایجانیانو او سمرقندیانو، افغانستان ته راوتیښتیدل  چی په هلمند ولایت، پنجشیر او شمالی صفحاتو کی میشت شول او دولتی ځمکی ورته ورکړای شوی چی تر ننه په دغو سیمو کی ژوند کوی او د تجارت او جایدادونو خاوندان شول.

لا ځینی مغرض وګړی ادعا کوی چی محمد ګل بابا، پښتانه له سرحدی منطقو نه افغانستان ته راوستل او دلته په لویو دندو او وظایفو منصوب شول.

حال دا چی وزیرصاحب د ننګرهار د سیمی اوسیدونکی او په ملی سویه یو ستر شخصیت دی او په نازوکو وختونو کی یی مهمی او تاریخی دندی سر ته رسولی دی، چی د پښتنو او د ملی احساس ټولو وطنوالو ته د ویاړ او افتخار یو ستر شخصیت دی، خو د مغرضو معاندینو، سقویانو او تجزیه غوښتونکو وګړو او ډلو دپاره ترنن ورځی پوری د سترګو اغزی دی. دا هغه وګړی او ډلی دی چی په ملی هویت، ملی تاریخ، ملی ژبه او ملی واقعیتونو اعتقاد نلری.

مومند بابا فرمایی:«ژبه د ملی موجودیت، هویت، هوساتوب، سعادت، یو والی، لوړوالی او جګوالی سټه ده، ساتل او پالل یی په کار دی. د تاریخ پر کتنی، افغانستان له شماله تر جنوبه او له ختیزه تر لویدیزه، تر دی دمه د افغانانو وطن دی، او سیاسی او فرهنګی مغرضین او ستمی او تجزیه غوښتونکی ډلی خو له تاجکستان، ترکمنستانو ازبکستان، ایران او ننی آذربایجان نه چی د شوروی اتحاد یا د نادر افشار او ایرانی حکمرانانو د مظالمو نه راتښتیدلی او افغانستان ته یی پناه راوړی ده، او موږ ورته د زړه په اخلاص د ښه او هوسا ژوند تول امکانات ورته برابرکړی دی، پښتانه خو د زرګونو کلونو په ترڅ کی ددی خاوری سکه او اصیل بچیان دی، نو ولی پښتانه دا حق ونلری چی د خپل پلرنی هیواد په هر ګوټ کی چی وی، د ښه د ژوند اومعیشیت نه بی برخی پاتی شی؟»

وزیربابا، په شمال کی په خپله د زروګونو پاردریایی کورنیو هرکلی کړی دی او هغوی یی د اسلامی ورورګلوۍ په رڼا کی، د استوګنی او ځمکی خاوندان ګرزولی دی.

وزیر بابا په سیاسی پوهه، تدبیر او تدبر سره هیواد د ټوکړه کیدو او تجزیی نه ژغورلی او د روسیی د سیاسی نفوذ مقابل ته یی بشری ټینګ سنګر جوړ کړی دی، څرنګه چی د افغانستان له جنوب او جنوب لویدیز او جنوب ختیځو سیمو څخه یی، بی وزلی او بی ځمکو پښتانه د شمالی لویو سیمو بی حاصله ځمکو باندی میشته کړل او د هیواد دولتی بی حاصلی ځمکی او دښتی یی پری ودانی کړی، چی له یوی خوا یی د افغان ملت مظلومی او ځپل شوی پرګنی پرکار واچولی، او د بلی خوا یی د افغان قومونو پر یو ځای اوسیدو یی د نوی متحد او متفق افغان، ملی کولتورد پخلی لپاره، تاریخی تیږه کیخوده او د آمو سیند په اوږدو کی یی د افغان نظریی او د افغانستان د جغرافیی د دفاع او ملی یو والی د خوندی ساتلو لپاره یی، تاریخی، ملی، انسانی او نه ماتیدونکی سنګر جوړکړ.

خو د روس وسله وال یرغل وښودله، چی د آمو د سیند په اوږدو کی، ازبک، ترکمن او تاجک پر بیلابیلو پلمو بیل شول، د وزیر بابا سیاسی تدابیرو، د هغوی شومی سیاسی هیلی شنډی کړی.

خو دلته په کابل کی پنځمه ستنه جوړه شوه او د افغان ضد ایرانی دسیسی  پرکارولو، د خپل وخت پرساړه جنګ یی د افغان او افغانیت تفکر او ناسیونالستی ایدیالوژی د ختمولو لپاره، د هیواد یو بل ملی او وطن پال شخصیت،  یعنی غلام محمد فرهاد باندی یی هم له غرضه ډکی نیوکی پیل کړی.

د افغان ایدیالوژی له مخی، د یوه ملت ملی جوړښت لپاره، لاندی اساسی بنیادونه شرط بلل کیږی:

لمړی د هغه ملت تاریخ – دوهم دهغه ملت جغرافیه – دریم د هغه ملت ملی اقتصاد – څلورم د هغه ملت ملی کولتور او ملی مقدسات، د ملی کولتور برخه یی پر دوه برخو ویشل کیږی:

الف – یوه برخه یی د ملت د سیاسی او ټولنیزی پوهی او مدنیت سره اړخ لګوی.

ب – دوهمه برخه، د هغه ملت دود، ثقافت، ادب او مخصوصا ژبی پوری اړه نیسی.

په کلتوری ساحه کی د ژبی برخی، نه یواځی ټوله کولتوری ساحه، بلکه د ملی جوړښت، څلور نور بنسټونه هم تراغیز لاندی راوړی .

دا یو حقیقت دی چی د یوه قوم ژبه ژوندۍ، درنه، علمی او د دربار او رسمیاتو ژبه وی، نو قوم به یی ورسره دروند او د  نړیوال اعتبار څښتن وی، همدا راز که د یوه قوم ژبه ورکه شی، یا سپکه شی، هغه قوم ورسره ورکیږی او سپکیږی.

دی ملی اصل ته ټوله نړۍ توجه کړی، د اکثریت ژبه یی ملی او رسمی ژبه منلی، د ملی یو والی او پرمختګ، عمومی سبب یی ګرځولی ده.

افغانانو ته هم لازمه ده چی د پښتو ژبه چی په هیواد کی د قومی اکثریت ژبه، او ملی او رسمی ژبه منل شوی، ټول وطنوال یی زده کړی.

نورو هیوادونو کی هم د اکثریت ژبه، ملی او رسمی وی او پر ټولو باندی یی زده کړه حتمی ګڼل کیږی، لکه انګلیسی ژبه، چی پر خپل ملت او پر مستعمراتو زده کیږی، یا هم عربی چی پر خپل ملت او تقریبا ټولو مسلمانانو زده کیږی، فارسی چی په ایران کی د اکثریت ژبه ده، په ټولو اقلیتونو په حتمی توګه زده کیږی، پاکستان کی هم اردو د ملی او رسمی ژبی په توګه په ټولو ایالتونو، منل شوی ده.

په ۱۸۷۲ م کی چی کله پروس (موجوده جرمنی) فرانسی ته ماته ورکړه او دوه جرمن نژاده ولایتونه (الزاس) او (لورن) یی تری ونیول، فرانس پری فرانسوی زده کړی وه، خو جرمنانو چی جرمنی پوری ملحق کړل، بیرته یی جرمنی ژبه ورباندی زده کړه.

یو مهال جنرال دوګول چی د کانادا کیوبک ایالت ته تللی و، څرنګه چی د کیوبک ایالت خلک په فرانسوی ژبه خبری کوی، جنرال دوګول وویل چی کیوبک د فرانسی پوری اړه لری، چی د دوګول خبره، د کانادا په حکومت د سیاسی حساسیت موجب وګرزید.

منظور داچی د ژبی مسئله د ملتونو د جوړخت یو خورا مهم فکتور دی او ټولو ملتونو دا مسئله درک کړی ده، خو زموږ په هیواد کی زموږ بیړا مشرانو او پادشاهانو، سیاسی واک د هیواد د ملی ژبی، کلتور، ثقافت او ملی  سیاست،  ایرانی مشربو وګړو او ډلو ته سپارلی، او د خپلی ملی ژبی اهمیت ورڅه هیر شوی دی.

په جوماتونو کی د سعدی بوستان او ګلستان تدریس کیږی، رسمی لیکونه ټول په فارسی دی، د فارسی ژبی ددی اپارتاید پالیسی د تغییر دپاره دوه ستر مشران او باباګان یعنی محمد ګل مومند په افغانستان کی او فخرافغان پاچا خانصاحب په لری پښتونخوا کی د تظلم او حق غوښتنی ږغ پورته کړ چی:

« د هر قوم او ملت ژوند او فنا د خپل ملت پرملی ژبی پوری تړلی ده.»

دا د استعمار کار دی چی د ملت د مغلوبولو لپاره، یو ملت او یوه جغرافیه اوخاوره په دوه برخو ویشی، لکه لره او بره پښتونخوا، او یا هم د مخربو اقلیتونو او لږکیو پلوی او روزنه او حمایت کوی، څرنګه چی چرچل وایی:(د یوه د ملت د تسلط په منظور دوه اصله خورا مهم دی: خائن اقلیت او بیده اکثریت)

څرنګه چی د سردارداؤد خان د شهادت نه وروسته، د استعماری قوتونوپه مداخله، د چرچل د وینا پر بنسټ، اصلی اقتدار، د دپاره د فاسدو اقلیتونو په لاس کی پاتی شوی دی.

خو بیا هم د یوی تیاری دوری نه وروسته، داسی ګوډاګی واکدارانو سره به هغه حساب کیږی، څرنګه چی د سقاویانو د حکمرانۍ سره، د غازی نادر خان اوملی اتلانو، لکه محمد ګل مومند لخوا وشو.

وزیربابا، پښتانه، پښتو ویلو، پښتو لیکلو او د پښتنی روایاتو او کولتور ژوندی ساتلو ټه هڅولی، دا ځکه چی ده ته معلومه وه چی یو ملت پر خپل تاریخ، ژبی، ملی روایاتو، او ملی تشخص باندی ژوندی وی.

همدا رنګه پوهیده چی پښتانه د خپل فطرت، طبیعت له مخی وطن پال او د هیواد د پولو تاریخی ساتونکی او محافظان دی. د ساری پرتوګی، کله چی روس بخارا، تاجکستان، تاشکند، ارمنستان، ترکمنستان او آذر بایجان ښکیل کړل او زموږ د هیواد ګاونډی شو، امیر عبدالرحمن خان د هیواد د سرحدونو د پیاوړتیا به منظور د هرات والی ته امر وکه چی ددی سیمی جمشیدی، ایماق او هزاره قامونه د ترکستان سرحدونو ته ولیږدوی، چی د همدی سپارښتنی له مخی یی دی قومونو ته د کفایت په قدر پیسی او نور امکانات او سهولتونه برابر او په شمال کی یی میښت کړل، خو کله چی روسانو پرافغان (پنجده) برید وکړ، نو دی نامرده لیږدول شوی قومونو، پر یوی منډی راوتښتیدل او افغان سرحدی قطعه یی د غوث الدین خان پرنامه د یوه قوماندان پرمشرۍ یواځی پریښوده، چی دی غازیانواو اصیلو افغانانو د روسی کرنیل علی خانوف تر مشر تابه لاندی د یوی لویی او مجهزی قوی سره د مرګ تر وروستۍ سلګۍ پوری مقاومت وکړ او د غوث الدین په ګدون ټولو د شهادت جامونه وڅښل او روسانو پنجده ونیوله.

امیرعیدالرحمن خان د جمشیدی قوم مشر (الیسګتوش) کابل ته راوغوښت او د بی غیرتۍ او نامردۍ په ګناه یی د قام له مشرۍ څخه معزول کړ، نو امیرعبدالرحمن خان بیا وروسته ددی ترخی تجربی څخه، هوتک، توخی او اڅکزی پښتانه شمالی سیمو ته په زور ولیږل، چی له یوی خوا په مرکز کی خپل مخالفین لږ کړی او له بلی خوا پوهیده چی یواځی پښتانه د خپل هیواد د پولو ساتنه کولای شی، او دا هغه حقیقت دی چی د هیواد تاریخ ثابت کړه، چی په شمالی سیمو کی د پښتنو تر میښت کیدو وروسته تر سلو کالو پوری ، روسان بریالی نشول چی زموږ یوه لویښت خاوره لاندی کړی، نو لدی امله ده چی وزیر بابا پښتانه خپلی ژبی، افغان فطرت، خصلت، ثقافت، پښتونولی او د کلتور او روایاتو تحفظ ته هڅولی دی، ځکه چی یو قوم خپله ژبه، کولتوراو روایات هیر کړی، بیا په طبیعی توګه د خپل هیواد سره کلکه  مینه او د جغرافیویی شتون د ساتلو روحیه هم د لاسه ورکوی.

څرګند مثال یی هغه بی ایمانه او د ملی شعور او تفکر نه بی برخی، ولی له موره پښتانه وګړی دی لګه تره کی، حفیظ الله امین، نجیب، حامد کرزی، اجمل خټک، ګلبدین، سلیمان لایق، سیاف، ملا نبی، حاجی قدیر، ظاهر قدیر، ګل آغا شیر زوی او په سلګونو نور، چی لراو برخرڅ شول.

کمونستانو دین او هیواد سره مینه د روسانو پر لارښونی د فیودالی دوری پاتی شوی نظریات او ارتجاعی مظاهر وبلل، او اخوانیانو د خپل هیواد، ملی کولتور، ژبی او ملی هویت د تحفظ سره، کفر ګڼلی، ګلبدین په پیښور کی وویل چی :«زه پښتون نه یم، زه مسلمان یم»

نو کله چی د روس یرغل، پیل او افغانان مهاجر شول، هر ذیدخل اړخ زموږ په تباهۍ کی خپله آبادی ولیدله، څوک مو خاوری ته غله شوه او څوک او څوک مو د ژبی، پښتونولۍ، فرهنګ، کلتور او ملی هویت دشمنان دشمنان شول، نو ځکه هر اړخ د افغانستان په لږکیو تکیه وکړه او د مادی امتیازاتو پر ورکولو یی د خپلو ګټو لاسته راوړلو ته استخدام کړل او دا ذیدخل اړخونه د خپلو ضد ملی غوښتنو د راپورته کولو ترڅنګ، د قام پرنابودۍ او د افغانستان د تاریخی اوسیاسی شتون د له مینځه وړلو او د پولو د ړنګولو پر لوبو کی سره یو او همغږی شول.

په دی ډله کی د روانی سدۍ او دوری، خونړی ناتار اصلی لوبغاړی : دوستم، ربانی، ببرک، مسعود او نورو نومونه د اخستلو وړ دی، چی د لوی تاجکستان جوړولو ته د روسانو له خوا ګمارل شوی و.

ببرک له کابله، ربانی له پیښوره، مسعود له پنجشیره، په مسکو کی سره یوځای شول، له روسیی سره یی خپل پروګرامونه جوړ کړل او له مسکو د راستنیدو سره سم، ربانی په پیښور کی د مجاهدینو تر مینځ د خپل مینځی جګړو پروګرام پیل کړ او د بلی خوانه یی د افغانستان د نوم بدلولو لپاره ګډه جبهه پرانستله او د «خراسان» نوم یی ورته تجویز کړ.

دی لړکی ستمی سید مخدوم رهین د اطلاعاتو فرهنګ او ګرځندوی وزیر و، ټول افغان مفاهیم او اصطلاحات یی ایرانی کړیدی. د «اشک خراسان» په نوم یی یو کتاب ولیکه، بچه سقو ته یی د «غوث» خطاب ورکړ.

ربانی د مهاجرینو پڼد غالی باندی، د کمپ خراسان نوم کیښود، او نور ډیر صحی مرکزونه د خراسان په نوم ونمول شول.

استاد خلیلی د ربانی په امر د «عیار خراسان» مبتذله رساله ولیکله چی د ډاکو بچه سقو، بیسوادی یی د حضرت سرور کائنات د نه لوستلو سره انډول  کړه، په داسی حال کی چی قرآن د حضرت سرور کائنات د زړه او خولی څخه جاری شوی دی.

مسعود د روسانو سره تلپاتی اور بند امضاء کړ او د سالنګ له لاری یی پوځی تجهیزات د افغانانو د تباه کولو لپاره تیرول.

په پای کی د پښتو او پښتنو سره جګړه شروع کړه او پښتانه یی یو بی فرهنګه قوم وباله.

د مسعود دپاره د کابل په هوتل کی ځای ریزرف شوی و، چی په هفته کی به یی یو ځل د ببرک کارمل سره تماس نیوه او له روسانو څخه به یی کاری پلانونه تر لاسه کول.

که د افغانستان قومی ویش، د روسانو ملګرتیا او د لوی تاجکستان جوړول قهرمانی وی، بیا خو ببرک، ربانی، سید مخدوم رهین، قسیم فهیم، دین محمد جرئت، لطیف پدرام، حفیظ منصور، قوماندان داود، صدیق چکری، قوماندان عطاء او نورتول ستمیان د خپلو خبیثو اذهانو او کثیفو نیتونو له مخی هم حق لری چی قهرمانان وبلل شی.

په دی برخه کی د محمد ګل مومند د معاندینو په لړکی میرغلام محمد غبار او میر محمد صدیق فرهنګ او ستمی عناصر او ممکن ځینی بی شعوره او د پښتنی تفکر نه بی برخی صرف په نژادی لحاظ پښتانه، نیوکی وکړی چی په مشرقی کی د استقلال د استرداد د جګړی په ماته کی، محمد ګل خان مومند هم مسئول دی.

دلته ددی خبری صراحت په کار دی چی د مشرقی د محاذ لوی قوماندان نائب سالار صالح محمد خان و، صالح محمد خان د هغه لمړیو کسانو څخه و، چی د غازی امان الله د سلطنت د اعلان سره یی، خپل بیعت امان الله خان ته څرګند کړ، نو له همدی له امله، امان الله خان دی ونازاوه او د نائب سالاری مقام یی ورته ورکړ، او د مشرقی د محاذ د لوی قوماندان په توګه یی منصوب کړ، چی په حقیقیت کی دا دامان الله خان شخصی لطف او عنایت و، نه د صالح محمد خان حربی او نظامی لیاقت، اهلیت، مسلکی توب، نظامی تجارب او عسکری کفایت او درایت، همداسی یوه تجربه سردار صاحب داؤد خان هم د غلام حیدر رسولی په ارتباط تکرار کړه، چی هغه یی د ډګرجنرالۍ مقام ته ورساوه او هم یی د دفاع د وزیر په حیث منصوب کړ، چی د ثور د کوړتا په ورځ یی، په ځای ددی چی د ریشخور د فرقی قوماندانی او عسکری سوقیات په لاس کی اخستی وای، د ریشخور د فرقی خواته ولاړ، او په نتیجه کی د یوه دهقان کور ته د امن دپاره پناه یوړه، چی کمونستانو ونیو او اعدام یی کړ.

صالح محمد خان چی د سپه سالار نادرخان د نظامی تدبر، او تجاربو نه بی برخی و، د دارالسلطنت بی اجازی او د انګریز د نظامی طاقت او جنګی ستراتیږی نه کاملاْ بی خبره و، د ټولو جبهاتو نه د مخه د جنګ کولو امر  صادرکړ، چی ګوندی ده ته په د جنګی جبهاتو د لمړی فاتح په توګه افتخار حاصل شی، همدا و، چی کوم مردکی (کارتوس) دده په خپی ولګید او ویول چی زما خپه شهیده شوه او شاتګ او ماتی ته مجبورشو.

محمد ګل مومند په دی محاذ کی د صالح محمد خان سره د غوڼډ مشر په رتبه یاور و، یعنی صالح محمد خان پنځه عسکری رتبی تر محمد ګل مومند هم د رتبو په لحاظ اوهم د آمر په لحاظ په خورا لوړ مقام کی و.

برسیره پردی، انګریزانو په دی جګړه کی د هوایی جهازونو او خورا قوی توپخانی نه کار واخست، چی په نظامی لحاظ د افغان قوتونو دپاره د مخامخ جګړی او بری، محال معلومیده.

څه مهال چی انګریزی جهازونه کابل ته راغلل، کابلیانو چی په عمر داسی آسمانی بلاوی نه وی لیدلی، له ډاره پغمان او نورو کلیو خواته و تښتیدل.

په خپله امان الله خان چی په شجاعت مآبی او تهور باندی مشهور و، دومره ویرید چی له ډاره د خپل قصر (ګردان سرای) په تهکوی کی پټ شو.

که امان الله د افغانستان په مرکز، کابل کی، د حربیی وزارت د حربی او نظامیی تجهیزاتو او عسکرو د لرلو سره او د خپل ولس په مینځ کی د انګریز د یوی عسکری طیاری نه دو مره وډارشو، نو ولی صالح محمد خان خوارکۍ، د دومره غندنی مستحق وګرزی؟

دلته ددی خبره وضاحت په کار دی، چی امان الله ددی شکست په نتیجه کی یو تکړی د صالح محمد خان په سر واچاوه، خو هیڅکله یی د محمد ګل مومند بی عزتی ونکړه، بلکه هغه یی د هغه هیئت د غړی په توګه وټاکه چی د افغانستان د رسمیت پیژندنی په منظور، اروپایی هیودانو ته سفر وکړ.

همدا راز امان الله خان محمد ګل مومند توظیف کړ، چه هغه، د روس لخوا د هغه مرکزی آسیایی سیموته ، چی د روسانو لخوا اشغال شوی وی، د نفوذ د د مخنیوی  په منظور، ولاړ شی، چی په نتیجه کی د شوروی دولت لخوا ونیول شو او په داسی شاقه جزا ګانو محکوم شو چی د ژوند تر آخره پوری ورڅخه  ځوریده، تر څو د امان الله په مرسته خلاص او هیواد ته راستون شو.

د یادولو وړ ده چی په ۱۳۰۳ کال د خوست عسکری قشله او ولایت، چی د وزیرو او شا او خوا قامونو لخوا چی شمیر یی ۷۰۰۰ تنو ته اټکلیده، لخوا محاصره شوی و، د عسکری قوماندان جنرال محمد ګل مومند، په داسی حربی او ولسی درایت د حل لاری ته ورسیده چی د عسکری قشلی لخوا د یوه ډز پرته، د مخالفو قومونو مشران مصالحی ته حاضر او محمد ګل خان سره یو ځای د امان الله خان د لیدو دپاره کابل ته ولاړل، امان الله خان ددی ستر بری له امله، نوی اعلی حاکم، عبدالحکیم بارکزی معزول او په عوض یی محمد ګل مومند د عسکری قوماندنۍ بر سره د اعلی حاکم په توګه مقرر کړ.

تذکر: د پوهاند صاحب داکتر جبارخیل د کتاب نوری برخی زما لاس ته رانغلی، نو دپوهاند صاحب لیکنی پرهمدی خای خاتمه مومی، خو د نورو لیکوالانو، لیکنی دوام لری.

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا (۲۰مه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.