Electronic commerce بریښنایي سوداګري

لیک: استاد تاج محمد تمکین

174

بریښنایي سوداګري Electronic commerce

لکه څنګه چې د بشر د پیدایښت سره سم انسان د اړتیا محسوسولو سره جنس په جنس تبادله پیل کړې وه، دغه پروسه ستاتیکه پاتې نشوه او همداشان د پرمختګ د دور څخه برخمنه شوه او پرمختګ یې وکړ. مبادله د بارتر نه وروسته د پیسو مقابل کې کیده او همداشان په اوسنیو وختونو  کې دغه مبادله اوس د انټرنیټ او کمپوتر له لارو نه کیږي.

بريښنايي سوداګري هغه پدیده ده چې څو لسیزې شاوخوا مخینه لری او خوشبختانه په ډیرې چټکې سره په مخ روانه ده او هیوادونه اکثریت پکې دخیل شوي دي چې خپل کاروبارونه لا څه چې حتی حکومتولئ هم بریښنایی کړي. د انترنیت په راتګ سره تجارانو ته تر حده زیات سهولتونه رامنځته شوي او ورسره د سوداګرئ ریسک هم کم شوی دی چې ډیره خوشبینه او خوشبخته نقطه ګڼل کیږي. سوداګر تل هڅه کوي چې په اسانه شرایطو د مشتریانو لپاره اجناس ورسوي او همداشان مشتریان  غواړي چې به اسانه شکل د کم فرصتي مصرف سره په سهولت باندې اجناسو ته لاسرسي پیدا کړي نو پّه همدې اساس بريښنایي سوداګري کې د دواړو  غاړو ګټه ده او په اسانئ سره دا پدیده ترسره کیږي.

د نړ ئ تجاربو ښودلې ده چې هغه شرکتونه چې خپل کاروبارونه یې بريښنایی کړي دي نو ګټه یې هم لوړه شوې ده او همدا شان د نورو شرکتونو په نسبت په ډیره چټکې د پرمختګ په زینو باندې پورته درومي او وخت تربلې ترقي کوی. دغې پدیدو ته په کتو د نړئ اکثره شرکتونه اوس کوشش کوي چې تر خپل امکانه پورې خپل فعالیتونه بريښنایی او د انترنیت په وسیله سمبال کړي تر څو روڼتیا، اسانتیا او ګټه دریواړه د کاروباري لپاره تضمین شي او همداسې مشتریان هم په اسانه باندې د اجناسو او خدماتو نه مستفید شي

بريښنایي سوداګري څه ته وايي؟

        بريښنایي سوداګري هغه پروسه ده چې په ترڅ کې یې د اجناسو او خدماتو خرڅلاو، اخستل او تبادله صورت نیسي او ددې لپاره د انترنیت او کمپوتر شبکې څخه کار اخستل کیږي.بريښنایی سوداګري نن سبا په نړئ کې په تیزئ سره مخکې روانه ده او ټول لوی شرکتونه کار کوي چې خپل کاروبار بريښنایی شکل ته واړوي . د نړئ اکثره هیوادونو کې په تیرو دریو لسیزو کې یا څلور لسیزو کې بريښناییي سوداګري له حده زیات پرمختګ کړی دی او دا پدیده ورځ تر بلې زیاتیږي.

بريښنایي سوداګري ددې باعث کیږي چي خلک خپل فرصتي مصارف د حده زیات کم کړي او همدا شان په اسانئ سره د ژوند چاري پرمخ بوځي . بريښنايي سوداګري د سوداګرئ په اسانتیا او همدا شان په ښه شان ترسره کولو کې زیاته ونډه لري.په افغانستان کې هم دا بهیر ورځ تر بلې پیاوړی کیږي. د بريښنایی سوداګرئ په لړ کې بریښنایی بانکوالي هم راځي چې ورځ تر بلې په افغانستان کې بریښنایی شکل ته اوړي. بریښنایي سوداګري ورځ تربلې د خلکو دخوښې باعث ګرځي او مفید تمامیږي.

بريښنایی سوداګري د لاندې زاویو نه هم تعریفیدلای شي

  • مفاهمه
  • سوداګری
  • کاروباری پروسه
  • خدمات
  • زده کړه
  • ټولنه

د پورته ټولو زاویو نه مونږ کولای شو چې بريښنایی سوداګرئ ته وګورو. مثلا بریښنایی سوداګري مفاهمه ده ځکه چې پکې دخرڅونکی او مشتري تر منځ اړیکه صورت نیسیي
بريښنایي سوداګري پخپله تجارت ده ځکه چې بکې د اجناسو او خدماتو تبادله صورت نیسي.همدا شان یوه کاروباري پروسه ده ځکه چې د ګټې د لاسته راوړلو لپاره ترې کار اخستل کږي او دا فعالیت د ګټې د لاسته راوړلو پخاطر پیل کیږي.

بريښنایی سوداګري یو ډول خدمت هم دی چې په نړئ کې په چټک شکل خپریږي او ورځ تر بلې دخلکو د خوښې باعث ګرځي.

بريښنایی سوداګري د خلکو لپاره یوه نوې پدیده او ورځ تر بلې پکې نوې سافټویرونه او طریقې بدلیږي رابدلیږي. همدا شان د ټولنې د ارامش او سهولت لپاره غوره وسیله ده چې پکې انسان ته په راحت شکل اجناس او خدمات ملاویږي.ځینې وختونه خلک د بریښنایی کاروبار کلمه د بریښنایي سوداګرئ سره یو شان کاروي خو د بريښنایی کاروبار کلمه د بریښنایی سوداګري څخه لوی مفهوم ارایه کوی لکه څنګه چې مونږ او تاسوته معلومه ده چې کاروبار د سوداګرئ څخه لویه کلمه ده په همدې اساس بریښنایی کاروبار هم د بریښنایی سوداګرئ څخه لویه کلمه ده. بلکه ویلای شو چې تجارت یا سوداګري په اصل کې د کاروبار یو جز دی نو په همدې اساس بريشنایی سوداګري هم په اصل کې د بريښنایی کاروبار یو جز ګڼل کیدای شي. بریښنایی سوداګري اصلا په تمامه مانا هغه مفهوم ارایه کوي چې د انترنیټ د کلمې په اضافه کولو سره یې کاروبار ارایه کوي.

په بريښنایی کاروبار کې بريښنایی صنعت، بريښنایی تجارت، د تجارت حمایوي عناصر وغیره ټول راځي. په بريښنایی سوداګرئ کې معلومات اکثره د لټون ماشین search engine

 په ذریعه ترلاسه کیږي او د لټون ماشین هغه انترنیټي اسانتیا ده چې پکې مونږ د مختلفو لارو نه معلومات لټوو لکه ګوګل، یاهو وغیره.

په دې کی مالومات یا د کلیدي کلمو او یا د مختاړو د کارولو په ذریعه لټول کیږي، مونږ کولای شو چې د هرې موضوع باره کې زمونږ مالومات پکار وي د ګوګل یاهو یا نورو لټون ماشینونو نه په استفادي هغه ولټوو او نور تړوني خلاص کړو. مختلفو ویبپاڼو د لټون ماشین سره خپلې پاڼې لینک کړې وي او په اسانئ سره مونږ کولای شو چې هغوی ته لاسرسی پیدا کړولکه د مثال په ډول که مونږ د راډو ساعتونو د رانیولو لپاره معلومات په انلاین شکل ترلاسه کړو نو په اړونده لټون ماشین کې راډو کلمه یا غټ توري لیکو نو مونږ ته نور تړونی مخې ته راځې چې پکې د موضوع اړوند زیات شمیر معلومات پکې ځای په ځآی وي.

د سوداګرئ سره تړلې خلک په خصوص د مارکیټنګ سره تړلی خلک باید پوه شي چې د لټون ماشین څنګه کارول کیږي او معلومات پکې څنګه لټولو کیږي تر څو زیات وخت یې مصرف نشي، په بریښنایي سوداګري کې انترنیت باندې لاندې شیان  ښه خرڅیږی

  • برانډ ولری یعنې د خلکو په ذهن کې یې ځآی نیولی وي
  • ګارنټي ولري او د اعتماد وړ ګرځیدلي وي
  • ارزانه وی او قیمته نه وي
  • مشهور شوی وی او اکثریت خلک ورکې معلومات ولري
  • ښه پیک شوی وي او پیکجنګ سیسټم یې د ښکلا نه برخمن وي

په بریښنایی سوداګرئ کې درې عناصر مهم دي او دا عناصر د بريښنايي سوداګرئ د پیژندلو لپاره کلیدي حیثیت لري چې پلاندې  ډول دي

  • تولید به یا بریښنایی وي یا فزیکي
  • پروسه
  • تادیه

په پورته شیانو کې چې یو عنصر هم بريښنایی وي نو پروسې ته بریښنایي سوداګري ویلی شو. دا سمه ده چې یوه پروسه به په کامله توګه بريشنایی پروسه نه وي ولې چې انټرنیټ او کمپیوتر چې  پکې دخیل شو نو مونږ ورته د بريښنايي سوداګرئ نوم ورکولای شو، په اکثره هیوادونو کې په پورته درې عناصرو کې یې شاید یو عنصر بريښنایی وي ولې بیا هم یاده پروسه مونږ په بريښنایی پروسه کې شاملولای شو.

د بريښنایي سوداګرئ له لحاظه سازمانونه درې ډوله دي

        brick-and-mortar organizations

هغه سازمانونه دې چې ټوله پروسه پکې فزیکي شکل باندې په مخ ځي یعنې د سوداګرئ هغه دری مهم عناصر جنس، تادیه او پروسه پکي په فزیکی شکل په مخ وړل کیږي. دا سازمانونه عموما کلاسیک سازمانونو په نوم هم یادیږي

        virtual (pure-play) organizations

هغه سازمانونه دې چې ټوله پروسه پکې بريښنایی وي یعنې د اول نه تر اخره پوري پکې دسوداګریز جنس څخه نیولې تر تادیې پورې هر څه په انترنیتی یا بريښنایی شکل ترسره کیږي.

        click-and-mortar (click-and-brick) organizations

        هغه سازمانونه دي چې نیمه بریښنایی سوداګریزه پروسه ولري یعنې ممکن یوه یا دوه عنصره پکې د تجارت فزیکي شکل سره وجود ولري.

بريښنایی سوداګري په بريښنایی بازارونو کې ترسره کیږي چرته چې مشتري او خرڅونکی یو بل سره اړیکه نیسی چې دی ته په انګلیسي کې

electronic market (e-marketplace) وایی او دا هغه  انلاین بازار دی چې چرته خرڅونکی او اخستونکی د جنس د تبادلې په موخه یو بل سره اړیکه کوي .په بريښنایی سوداګرئ کې اولنی اهمیت د بازار د ساختار دی.همدارنګه ځینې مهم اصطلاحات بريښنایي سوداګرئ کې کارول کیږي چې پلاندې ډول دي

               Intranet

               هغه شبکه ده چې په داخل د سازمان کې ديپارتمنتونه نښلوي

               Extranet

               هغه انترنیتی شبکه چې سازمان د نورو سازمانو سره د انرنیت له لاری نښلوي

د بريښناي سوداګرئ ساختار کې لاندې عناصر شامل دي یعنې دا عناصر بريښنایی سوداګري تشکیلوي

  • خلک
  • حکومتی کړنلاره
  • بازاریابی
  • حمایوی خدمات
  • کاروباري شراکتونه

یعني پورتنی پنځه عناصر د بريښنایی سوداګري د تر سره کولو لپاره ضروري دی. خلک اجناس اخلی ، حکومت ورته پالیسي جوړوي او اجناسو ته بازاریابي هم کیږي ورسره بانکداري د حمایوي خدماتو په لړ کې راځي او همدا شان کاروباري شراکتونه دکاروبارونو مخه نوره هم اسانه کوي.

په لنډه توګه ویلای شو چې بريښنایی سوداګري ډیره په تیزئ سره د نړئ په بازارونو باندې خپریږي او علت یې دا دی چې د بريښنایی سوداګرئ په راتګ سره مشتریانو ته زیات سهولتونه ایجادیږي او وخت پکې کم مصرفیږي.په افغانستان کې هم ځینې سایټونه جوړ شوي چې خلکو ته په انلاین شکل د خپلو تولیداتو معلومات ورکوي او مشتري په اسانئ سره د جنس د خرید لپاره اقدام کولای شي.

د یو ښه پولي واحد ځانګړنې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.