پر افغانستان د بلوچستان د احتمالي خپلواکۍ اغیزې: یو لنډ اقتصادي تحلیل

لیکوال: محمدالله ابراهیمي

202

په بلوچستان کی د آزادي غوښتونکو سرکښي او له حکومت سره مستقیمه جګړه له کلونو راهیسی جریان لري. بلوڅان چی د پاکستان اداری له خوا له خپلو ډیرو اساسي حقونو محروم کړل شوي، اوس نه یوازی خپل اساسي حقوق بلکه د دایم لپاره له پاکستان څخه خپله آزادي غواړي. دا نظریه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي چې د پاکستان له اړخه بېلتون ‌پاله غورځنګونه، په ځانګړې توګه د بلوچستان د ازادۍ تحریک، یوه احتمالي واقعي بڼه خپله کولای شي. نن د ایکانامیکس ټامیز خبرپاڼی په خپل راپورونو کی په دی هکله یو راپور خپور کړی چی په کی د بلوچستان د خپلواکۍ ته په کی اشاره شوی ده. په راپور کی راغلي چی:

د (د بلوچستان جمهوریت اعلان شو) تر نوم لاندې یو شعار پر ټولنیزو رسنیو خپور شو چی په دی کی یو شمېر بلوڅ مشران، په ځانګړې توګه لیکوال او د بلوڅو د حقونو فعال میر یار بلوچ ګډون درلود، او د پاکستان څخه یی د بلوچستان د خپلواکۍ رسمي اعلان وکړ. دا اعلامیه د ایکس (پخوانی ټویټر) له لارې خپره شوې، چې په کې نوموړي له هندي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د بلوچستان لپاره دې سفارت ته اجازه ورکړي. دا اعلان د هند او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هممهاله شوی، چې دغه تحول نور هم حساس کړی دی. دا پېښه، که عملي بڼه غوره کړي، نو کولای شي نه یوازې پر پاکستان، بلکې پر ټولې جنوبي آسیا پراخ سیاسي او اقتصادي اغېز وکړي

که بلوڅان، چې له کلونو راهیسې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري بې‌عدالتۍ له امله ناراضه دي، خپله خپلواکي اعلان کړي، نو دا به یوازې د پاکستان د تجزیې مسأله نه وي، بلکې پر ټولې سیمې به ژور اغېز ولري. افغانستان، د بلوچستان احتمالي خپلواک دولت له مهمو ګاونډیانو څخه، به له اقتصادي پلوه د دې بدلون له مستقیمو اغېزو سره مخ شي. راځۍ چې مونږ او تاسو یی له اقتصادي لید لوري د افغانستان لپاره د دغه تحول مثبت او منفي اړخونه تحلیل کړو.

افغانستان ته د ترانزیت او سوداګرۍ نوی فرصت

افغانستان په وچه کی راګیر هیواد دی او سمندر ته لاسرسی نه لري. له همدې امله، د هر ډول بدیل ترانزیتي لارې ایجاد د دې هېواد لپاره حیاتي ارزښت لري. د بلوچستان احتمالي خپلواکۍ په صورت کې، افغانستان کولای شي له نوي دولت سره د سوداګریزو اړیکو پراخېدو ته زمینه برابره کړي. د ګوادر بندر، چې د بلوچستان په خاوره کې پروت دی، که د پاکستان له کنټرول څخه ووځي او له افغانستان سره همکاره شي، نو دا به د افغانستان د ترانزیت او صادراتو- وارداتو لپاره ستراتیژیک ارزښت ولري. تر اوسه پورې، افغانستان د خپلو صادراتو لپاره یا د پاکستان بندرونه کاروي یا د ایران چابهار بندر باندی  متکي دی. که ګوادر ته لاسرسۍ اسانه او ارزان شي، نو دا به د وخت او پیسو دواړو په لحاظ افغانستان ته ګټور وي.

د افغانستان لپاره تر ټولو اوږدمهاله اقتصادي فرصت د یوه درې اړخیزه سیمه ا‌ییز اقتصادي ځنځیر جوړېدل دي؛ یعنې افغانستان، ایران، او آزاد بلوچستان کولای شي د ترانزیت، انرژۍ، انټرنټ، او ګمرکي همکاریو لپاره ګډ چوکاټ جوړ کړي. د چابهار بندر، چې له مخکې نه د افغانستان لپاره یو ستراتیژیک انتخاب بلل شوی، کولای شي له بلوچستان سره د ترانزیتي دهلېز په توګه عمل وکړي. همداراز، که د انرژۍ شبکې لکه برېښنا او ګاز، له ایران څخه تر افغانستان او بلوچستان پورې وغځېږي، دا به ټولې سیمې ته اقتصادي ثبات راولي.

که بلوچستان یو مستقل هیواد شي نو دوی مجبور دي چی پله اقتصادي اړخ څخه هرڅه له صفر څخه پیل کړي. دا دولت به د اساسي توکو اړتیا ولري، د بیلګې په توګه خوراکي توکي، درمل، ساختماني مواد، انرژي او نور مصرفي توکي دي. افغانستان حتی ایران کولی شي له همدې اړتیاوو ځینې برخې پوره کړي. د افغانستان کرنیز محصولات، لکه غنم، اوړه، وچې مېوې، سبزیجات، لبنیات او نور توکي، په اسانۍ سره کولی شي د بلوچستان بازار ته لاره پیدا کړي. دغه ډول صادرات به نه یوازې د افغان بزګر لپاره نوی بازار برابر کړي، بلکې د هېواد د کرنیز اقتصاد لپاره هم د ودې نوې دروازې پرانیزي.

د سوداګرۍ تر څنګ، د افغانستان خصوصي سکتور ته هم په دې تحول کې فرصتونه پیدا کېږي. داچی د پاکستان حکومت افغان سوداګرو ته او پولی اخوا سوداګرو ته ډیری ستونزی جوړی کړی دي، نو که بلوچستان خپلواک شي او دا دولت سیاسي او امنیتي ثبات ولري او تر ټولو مهمه مسله داده چی د پانګوالو لپاره جاذبه او پرامنه فضا رامنځته کړي، نو افغان پانګه ‌وال به کولای شي د خدماتو، ترانسپورت، ساختماني شرکتونو، ذخیره ‌سازۍ، لوژستیک او نورو برخو کې پانګونه وکړي. په ځانګړي ډول، د افغانستان جنوبي ولایتونه لکه کندهار، نیمروز، زابل او هلمند کولی شي له نوي بلوچستان سره د مستقیمې اقتصادي همکارۍ لپاره پلونه جوړ کړي. د سرحدي بازارونو د پراخولو امکانات شته، او که مناسبه پالیسې موجوده وي، کولای شي دوه اړخیزه ګټه تضمین کړي.

ډیر زیات احتمال شته چی نوي خپلواک بلوچستان به د انساني منابعو له تشی سره مخ شي. افغانستان، چې یوه لويه برخه نفوس یې ځوان دی او بیکارۍ ورسره جدې ستونزه ده، کولی شي دغه تشه ډکه کړي. افغان کاریګر، په ځانګړې توګه فني کسان، لکه موټرچلوونکي، خیاطان، مستریان، او نور خدماتي متخصصین کولی شي د نوي دولت تر سیوري لاندی کار پیدا کړي. دا به نه یوازې د بیکارۍ کچه راټیټه کړي، بلکې د کورنیو لپاره به د بهر څخه راجع شوې پیسې هم زیاتې شي، چې دا د ملي اقتصاد لپاره یو مثبت فکتور دی.

د نوي بلوچستان خپلواکي سره د دومره مزایاوو، احتمال لري چی د افغانستان لپآره ستونزمنه هم شي. ځکه که د بلوڅانو دغه خطرلرونکی سفر له تاوتریخوالي سره مخ شي، نو امکان شته چی د کډوالۍ څپی د افغانستان خاوری په لور زور واخلي. دا ډول ناڅاپي بشري خوځښتونه، په ځانګړې توګه د نیمروز، هلمند، او زابل ولایتونو لپاره، چې له بلوچستان سره مستقیمه پوله لري، اقتصادي فشار رامنځته کوي. د خوراک، سرپناه، او روغتیایي خدمتونو اړتیاوې به زیاتې شي، او د دولت او مرستندویه ادارو منابع به تر ستر فشار لاندې راشي. برسېره پر دې، د کډوالو یو شمېر به ښایي د غیر رسمي اقتصاد برخه شي، لکه د کار موندنې لپاره په غیر قانوني فعالیتونو کې ښکېلتیا، چې دا به د اقتصادي نظم لپاره یو جدي ګواښ وي.

د بلوچستان له آزادۍ سره به د چین او پاکستان ترمنځ د CPEC پروژه په مستقیم ډول تر اغیز لاندی راشي، ځکه دا پروژه نیغ په نیغه د بلوچستان په خاوره کی عملي کیږي او د ګوادر بندر هم د بلوچستان به خاوره کی موجود دی. د CPEC پروژی د نه عملي کیدلو له وجهی به آن ډیر احتمال شته چی د چین بله لویه پروژه چی ( یو کمربند یوه لار) BRI نومیږي هم له احتمالي خطرونو سره مخ شي او په ډير احتمال چی بیخي به له منځه لاړه شي. که چیره د بلوچستان خپلواکي دومره اغیز ولري نو کیدلای شي چی هندوستان هم دی میدان ته په لیوالتیا سره را ودانګي، ځکه چی هندوستان د BRI پروژی له سرسختو مخالفینو څخه دی، او ددی مخالفت ریښی یی له پاکستان سره د کشمیر په سر شخړی ته رسیږي. پاکستان په یو ډير لوی ازمون کی راګیر دی، نو وبه لیدل شي چی کولای شي ځآن له دی آزمون څخه روغ وباسي او که نه؟ دا به په راتلونکی کی معلومه شي.

پایله

په ټوله کی د بلوچستان تر نوم لاندی یو نوی خپلواک دولت او جغرافیه جوړیدل د افغانستان لپآره له احتمالي ګټو او تاوانونو ډک دی. دلته په افغانستان کی د موجوده نظام مسولیت دی چی په ډیر مدبرانه شکل سره ګام واخلي تر څو وکولای شي افغانستان ته اعظمي ګټی ترلاسه کړي. که څه هم له یوې خوا، دا تحول کولی شي افغانستان د ترانزیت، صادراتو، وارداتو، کارګر ځواک، او سیمه‌ ییزو همکاريو له پلوه له یوې نوې مرحلې سره مخ کړي. له بلې خوا، که حالت بې‌ثباته او جګړه‌ ایز وي، نو ناوړینونه لکه کډوالي، ناامني، او اقتصادي بې‌نظمي به افغانستان ته هم ورسېږي.

د افغانستان دولت، خصوصي سکتور، او مدني ټولنې ته پکار ده چې له اوسه د داسې تحول لپاره تیاری ونیسي. واضح اقتصادي پالیسۍ، ګمرکي اسانتیاوې، د سرحدي ولایتونو انکشاف، او د سیمه‌ییزو همکاريو میکانیزمونه باید طرحه او چمتو شي. یوازې د همداسې مخکېني چمتووالي له لارې افغانستان کولای شي له ممکنه تحول څخه تر ډېره اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.

Reference:

https://economictimes.indiatimes.com/news/new-updates/republic-of-balochistan-announced-trends-on-social-media-as-baloch-leaders-declare-independence-from-pakistan/articleshow/121153664.cms?from=mdr

د چین او امریکا ترمنځ اقتصادي کړکېچ او د تعرفو زیاتوالی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.