نور باید د هغو رهبرانو تر شا ونه درېږو، چې موږ یې له لسیزو راهیسې د وینې، ویر، مهاجرت او فقر پر لور روان کړي یو. دا هماغه څېرې دي چې د ملت له قربانیو یې ماڼۍ جوړې کړې، له ملي احساس نه یې معامله وکړه، او هر ځل یې د وطن نوم د خپلو شخصي ګټو قرباني کړ!
د ملت سترګې باید خلاصې شي!
رهبر هغه نه دی چې له دروغو، شعارونو او کورنۍ نومونو یې خلک وغولوي، رهبر هغه دی چې وطن ته ژمن وي، عمل وکړي، نه یوازې وینا!*بس نور! موږ باید له ازمایل شوو رهبرانو او د هغوی له زادګانو سره احساساتي چلند ونه کړو. هغه څوک چې تاریخ یې د ناکامیو، تجزیو او خیانتونو شاهد دی، بېرته باید د ملت پر اوږو ونه سپور شي.
راځئ، اوس وخت د شعور، بدلون او نوي فکر دی!
ملتونه هغه وخت خپل سرلیکونه بدلوي، چې له تاریخ، تېروتنو او خیانتونو نه زدهکړه وکړي.
افغانستان ته رښتینی بدلون هغه مهال راځي، چې ولس د تاریخ د بیا تکرار مخه ونیسي.
هو! نور نه! دا ځل فکر کوو، احساس نه!
په درنښت
حضرت حسین مومند
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.