لنډۍ، د ثبتولو ستونزه، ۳۲۵مه‌برخه

آصف بهاند

165

پۀ ميراثي دستور دې پالم

لايق مې نه يي، مور او پلار درکړې‌يمه

 

زما له غمه سترگې سرې دي

خلک گومان د نشهٔ راباندې کړینه

 

پر ما دې هسې قسم مات کړ

نه دې د ځان کړم، نه دې بل ته پرېښودمه

 

درنو لوستونکو! په دې برخه کې دا لنډۍ ستاسو درانه حضور ته وړاندې کېـږي:

 

که دیدن کړې بیـړه راوکړه

د زیارت خاورې مې پر ژبه دوړوینه

 

دا چې سازونه ورته وايي

سازونه نه دي، حقیقت کې دي سوزونه

 

زه د یورپ جنکۍ څه‌کړم

چې خړه‌پـړه‌پښتنه لیلا لرمه

 

درته ولاړ لکه غنم یم

د بېلتانه مې سیلۍ ټیل‌ماټېل کوینه

 

لالیه گرم نه يې چې خاندې

تا د بيلتون دردونه څه ليدلې دينه

 

د زړه رضا دې وه، چې لاړې

گنې قرآن دې پر سر چا نیولی‌ونه

 

پۀ رنگ بدرنگ، پۀ عمر تنگ شوم

پۀ زړۀ څو رنگ د خپل جانان له لاسه یمه

 

پۀ ریبارانو پوره نۀ شوه

اوس بە لمن یار ته پە خپله غوړومه

 

په زيارتونو چې جوړ نه‌شوم

ما به د خوارو څه ازار اغستې وينه

 

پټ به په زړه دردونه تېر کړم

بې‌دردوخلکو ته به نه‌وایم حالونه

 

د مدرسې طالب مې یار شو

چې خوله ترې غواړم، مسألې راته کوینه

 

غم مې په زور ځان ته پيدا کړو

نن د جانان په کوڅه بیا راغلی يمه

 

له‌ما دې نغدې روپۍ واخلي

په شاه‌لیلا دې راله نه‌راوړي پنډونه

 

خاونده څنګه بۀ زۀ نۀ مرم

چې مورته شا کړي، ما ته شنه لۀ خندا شینه

 

دا زۀ چې غټې غټې وایم

ما ته مې یار پۀ سپینه خولۀ خندلي دینه

 

نازبه دې وړم، نازدې چلیـږي

د زورورو اوبه تل په لوړه ځینه

 

لالیه سخت ساړه مې کېـږي

غېـږه بړستن کړه، ما درپټه کړه میٔنه

 

پر ما دې هسې قسم مات کړ

نه دې د ځان کړم، نه دې بل ته پرېښودمه

 

نه به غنم من په روپۍ شي

نه به دا سپینې جنکۍ ارزانه‌شینه

 

ملا دې ځان ته تعویذ وکړي

زه مې لالی په وظیفو راخپله‌ومه

 

ما خو دَ زړه ټوټه ګڼلې

تا له مجبورې ورځې راکړل پېغورونه

 

اوس مې د عمر تاوان غواړم

نرۍ نرۍ خندا دې کړه، رنځور دې کړمه

 

پۀ ميراثي دستور دې پالم

لايق مې نه يي، مور او پلار درکړې‌يمه

 

په چوپه خولۀ باندې گویایم

د یارانې لۀ رنځه تکه‌زېـړه شومه

 

په خوله دې وایي چې څوک نه‌شته

جنۍ چې خال پر تندي ږدي، څوک به لرینه

 

هېواد به بيا بېرته ودان شي
ودان به نه‌شي اوبووړي ارمانونه

 

زما له غمه سترگې سرې دي

خلک گومان د نشهٔ راباندې کړینه

 

د بېلتانه غم دې را کم شو

لالیه ته ټگ وې، که زه نامرده یمه

 

د دله‌گانو په اختیار یم

کیسې به اورم، سر به کښته‌گرځومه

 

په تا چې څوک نه‌میٔنېـږي

یا به واړه وي، یا به سترگې نه‌لرینه

 

مانه دې څټه غنم واخلي

په لېونۍ دې وږي نه راټولوینه

 

په تا می هر غړې پیرزو دی

لاس می درکش کړه، سینه خپله درکومه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه-۳۲۴مه‌برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.