چې څه کری، هغه به ریبې (۹مه برخه)

شاه ولي ارین

236

جنګسالار عطامحمد نور

  

عطامحمد نور د حاجي نور محمد زوی په بلخ ولايت کې زيږېدلی دی، د ده د نيکونو په اړه ويل کيږي، چې ډېر پخوا د تاجکستان له کولاب څخه مزار ته راکډه شوي وو.

پلار يې د‌ پوستکو خرڅولو کاروبار کاوه، عطامحمد نور ښوونځی په مزار شريف کې بشپړ کړه، داسې ویل کېږی، چې وروسته یې د قدرت په وخت کې د خیالي زده کړو اسناد له تاجکستان او امريکايي پوهنتونونو نه  د ماسټري تر کچې تر لاسه کړي دي.

عطامحمد نور د ۱۹ کلو په عمر و، چې د احمد شاه مسعود په مشرۍ د شورا نظار سره يوځای شو او هلته د یو جنګي قومندان په توګه وګمارل شو.

پر افغانستان د روس د یرغل په مقابل کې یې د روسانو سره جګړه کړی، دا چې دی د احمدشاه مسعود د پلویانو په ډله کې راځي، د مسعود پروتوکولونه ته چې له روسانو سره د جګړې نه کولو په اړه تر سره شوي، دی هم ورته وفادار پاتې شوی او د روسانو له غلامي نه ځان نه شي خلاصولی.

معلم عطامحمد د کورنیو جګړو پر مهال د طالبانو خلاف جنګیدلی، چې پر طالبانو د امریکا د یرغل وروسته د کرزي په مشري جمهوریت کې چې د بن د ننګینې معاهدې وروسته را مینځته شو، او د چور، تالان د هېواد د مادي اومعنوي ارزښتونو د سپکاوي دوره ورته ویلای شو له ۲۰۰۴ ز کال نه تر ۲۰۱۸ زکال پورې د مزار والي تېر شوي، چې پلویانو یې ورته د مزار د امپراطور اعزازی لقب ورکړي دی.

په معلم مشهور عطامحمد نور په بلخ ولایت کې ستر جنایتونه تر سره کړی دي. هغه د شوروي د اجنټ کیدو تر څنګ د پاکستان د (ای اس ای) د ایران د جاسوسي شبکو او د امریکا د استخباراتي کړیو پوره وفادار غلام تېر شوي او د دغو صادقانه خدمتونو په مقابل کې یې په میلیونو ډالر او نور امتیازات تر لاسه کړي دي.

څرنګه چې ویل کېږی دی په خټه افغان نه دی، دا ځکه یو حقیقت ګڼلی شو، چې دي د افغانستان، افغانانو او په خاص ډول د پښتنو سره بې دریغه دښمني لري.

معلم عطا په مزار شریف کې شخصي زندانونه درلودل، شخصي حکمونه یې چلول او د مرکزی حکومت د تصمیمونو په هکله به چې دده په خوښه نه وو، تل بغاوت کاوه او ویل به یې چې:

« د چا پلار هم ما له واليتوب څخه نه شي لرې کولی».

غواړم د بلخ د په نوم امپراطو یو شمېر نورو جنایتونو ته اشاره وکړم:

 په ( ۱۹۹۳) م کال کې کله چې د مجاهدينو په نامه مسلکي غله راغلل عطامحمد نور او دوستم د شمال د قدرت پر سر نښتې وکړې چې ډيربې ګناه خلک يې ووژل.

د بشر د حقوقو د څار د ادارې د يوه راپور له مخې« په (2001) م کال کې د‌ دوستم، محقق او عطامحمد نور کسانو په شمال کې د پښتنو په کورونو چوروچپاول پيل کړ، ډير پښتانه يې په دې تور ووژل، چې اکثره پښتانه ګواکې طالبان دي، او دغو کسانو ته به یې ویل چې تاسې هم طالبان ياستئ او هم د هغوي سره مرستې کوئ».

په همدې کال کې يې په شمال کې له طالبانو سره جنګونه وکړل، چې د دشتې ليلې بګنونکې پېښه هم د یادولو وړ ده.

د بلخ دغه په نوم امپراتور د ایران د جاسوس په توګه د هغوي د لا اعتماد د لاسته راوړلو او د ايران ملاتړ له ځانه سره د لرلو په خاطر په 2012 م کال کې د ابومسلم خراساني واټ د هغو ايراني د يپلوماتانو په نوم کړ، چې طالبانو وژلي وو.

نوموړی په شمال کې، د ځمکو غصب، د نشه يي توکو قاچاق، د ګمرکونو، مؤسیسو او پروژو څخه پيسې خوړل، باج اخېستل، قتل او ترور د ده اساسي مسلک او دنده ګرزیدلې وه.

کله چې ولسمشر غني ټاکنو ته ودرېد خلکو ترې غوښتنه وکړه، چې که بریالی شي نوعطامحمد نور به له واليتوب څخه ګوښه کوي، هغه هم د خلکو دغه وړاندېز ومنه.

۲۰۱۷م کال کې د بلخ د ولايتي شورا وکيل اصف مهمند عطامحمد نور په بلخ کې په فساد تورن کړ او ادعا يې وکړه ، چې له ګمرکونو نه يې يو ميليارد ډالر غلا کړي او دی يې اسناد هم لري. خو کله چې نوموړی مزار ته لاړ له هوايي ډګر نه وتښتول شو، عطامحمد نور او زامنو يې وهلی او ټکولی و، چې غوږ يې هم د عطامحمد نور يوه زوی ترې خوړلی و. اصف مومند ډيرې چيغې او نارې وکړې، خو د غني په جمهوريت کې دومره زور نه و، چې عطا محمد نور یې محکمې ته راکش کړي وای.

ټولو ته معلومه ده چې د جمهوریت د پرځیدو په درشل کې یو ځل بیا عطامحمد نور، دوستم، د دفاع وزير بسم الله خان محمدي، تورن اسماعیل او یو شمېر نورو د شمالي ټلوالې غړو په شمال کې یو ځل بيا اراده درلوده تر څو د  لیلې دښتې سناریو تکرار او افغانستان تجزيه کړي، خو ویل کېږی چې ولسمشر غني له دغه پلان سره موافق نه شو. د دوحې د پریکړو او له هېواده د جمهور رئیس اشرف غني د وتلو سره سم طالبانو ته بیا موقع په لاس ورغله چې هېواد ته له تجزیې نجات ورکړي او خپل حاکمیت ټینګ کړي.

د خورا تعجب خبره داده چې دغسي د پردیو مزدوران هېواد خرڅونکي، هېواد ورانونکي لوټماران  په کومو سترګو په کوم وجدان، چې نه یې لری بیا هېوادوالو ته د خدمت او مقاومت چیغې او نارې وهي او یا به افغانان د کوم باور او اطمنان په اساس په دوي پسي تړلی سترګي روان شي. ځکه دوي چې څه کرلي همغه به ریبي.

نور بیا

چې څه کری، هغه به ریبې – (اتمه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.