د ۲۰۲۵ کال د مې ۷مې پیښه
لیکنه: روډرا چودهري
سرچینه: کارنیګې انډیا
پښتو ژباړه: نوروهاب څپاند
د ۲۰۲۵ کال د مې په ۷مه، د شپې له ۱:۰۵ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې (د هندوستان په وخت)، د هند هوایي ځواکونو له خوا په پاکستان او د پاکستان تر اشغال لاندې کشمیر (PoK) کې نهه ځایونه بمبار شول. دې عملیاتو ته د “سِندوُر عملیات” نوم ورکړل شوی و.
د پام وړ دا ده چې دا لومړی ځل دی چې له ۱۹۷۱ کال راهیسې هند (د هند او پاکستان) ترمنځ د نړیوالې کرښې (IB) هاخوا برید ترسره کوي، یعنې پر هغه سرحد چې دواړه هېوادونه یې دایمي او منل شوی ګڼي.
دا بریدونه د هغو ترهګریزو بریدونو غچ و، چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۲مه د جمو و کشمیر په پهلګام کې ترسره شول، چې له امله یې ۲۵ هندي او یو نېپالي ګرځندوی ووژل شول. د مې په ۷مه د سهار له خوا، د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم میسري په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې دا هوايي بریدونه د نورو احتمالي بریدونو د مخنیوي او مخکینۍ دفعې لپاره ترسره شول.
د برید هدف دا و چې “د ترهګرۍ جوړښت له منځه یوسي او هغه ترهګر بېوسه کړي چې ښایي د هند لور ته واستول شي.”
یو پاکستانميشتي ډله چې ځان “د مقاومت جبهه” (TRF) بولي، د پهلګام د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست، خو وروسته له هغه یې دا ادعا بېرته واخیسته، کله چې پر پاکستان د هند فشار زیات شو. دا چاره د ۲۰۱۹ کال د “جیش محمد” له خوا هم شوې وه، چې یو برید یې منلی و، خو وروسته یې انکار وکړ. TRF یوه داسې ډله ګڼل کېږي چې د لشکر طیبه (LeT) غوندې ملاتړ یې د پاکستان له خوا کېږي.
هند دا ډله د ملګرو ملتونو ۱۲۶۷ کمېټې ته د ترهګرو د نوملړ لپاره وړاندې کړې، خو پاکستان دا هڅې ځنډولې دي.
د مومبۍ د نومبر ۲۰۰۸ له ترهګریزو بریدونو وروسته، دا تر ټولو ستر برید و، چې پر ملکیانو وشو. په پهلګام کې پنځه وسلهوالو له نېږدې واټن څخه ډزې وکړې. د برید طریقه داسې ښکارېده چې هدف یې دا و چې د سیلانیانو کورنۍ له دې خونړیو صحنو سره مخ شي او دا پیغام خپور کړي چې جمو و کشمیر د ګرځندوی لپاره خوندي ځای نه دی.
میسري وویل: “محاسبه ښايي دا وه چې د سیمې پر اقتصادي ودې برید وشي، او دا سیمه وروسته پاتې وساتل شي، څو د پاکستان له لورې د ترهګرۍ لپاره زمینه برابره وي.”
د هند د بهرنیو چارو سکرتر دا هم زیاته کړه چې دا برید د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د همغږۍ ګډوډولو لپاره و. د عیني شاهدانو وینا ده چې بریدګر هندوان یې په نښه کړي وو.
د اپرېل له ۲۲مې راهیسې دا تمه کېده چې هند به پوځي غچ اخلي. د هند د دفاع وزیر او نورو چارواکو هم دا خبره کړې وه. تر مې ۶مې پورې، هند له پاکستان سره د فشار لپاره ګڼ اقدامات وکړل، لکه:
• د اندس د اوبو تړون وځنډول شو. دا تړون، چې په ۱۹۶۰ کال کې د هند او پاکستان ترمنځ د نړیوال بانک په منځګړیتوب شوی و، د اوبو ویش تنظیموي.
• د پاکستان لپاره د پوست خدمات ودرول شول.
• د اتاري-واګا سرحد (یوازینی قانوني پولهتېرې نقطه) وتړل شو.
• د پاکستان ټولنیزې رسنۍ بندې شوې.
• پاکستاني وګړي د وېزې له معافو شویو امتیازاتو بېبرخې شول.
• پاکستاني وګړو ته امر وشو چې د ۴۸ ساعتونو په موده کې هند پرېږدي.
• د پاکستان ټولې وېزې لغوه اعلان شوې.
• د پاکستان په سفارت کې پوځي مشاورین د “نامطلوبو اشخاصو” په توګه اعلان شول او د وتلو لپاره یوه اونۍ وخت ورکړل شو. هند هم خپل پوځي سلاکاران له پاکستانه راووستل.
که څه هم دا اقدامات شدید و، خو دا هم تمه کېده چې د یو نظامي برید پیل وي، چې اوس د “سِندوُر عملیات” په نوم ترسره شو.
هندي رسنۍ ادعا کوي چې ۷۰ ترهګر وژل شوي، خو دا شمېره تر اوسه تایید شوې نه ده. پاکستاني چارواکي وایي چې ۲۶ ملکیان وژل شوي او له ۴۰ زیات ژوبل شوي دي. د پام وړ خبره دا ده چې د برید هدفونه هغه ښارونه و، چې د ترهګرو ډلو مرکزونه پکې شته، لکه لاهور.
ناسمو راپورونو ښودلې چې د جیش محمد مشر، مسعود اظهر، د کورنۍ غړي هم د بهاولپور په بریدونو کې وژل شوي. تر مې ۷مې پورې، د کنټرول کرښې دواړو خواوو ته شاوخوا ۱۵ هندي ملکیان وژل شوي او له ۴۰ زیات ژوبل شوي دي.
اوسنۍ وضعه بدلېدونکې ده. خو مهمه دا ده چې هند یوازې ترهګریز هدفونه په نښه کړي،نه دا چې د پاکستان پوځ په نښه شوی. میسري دا خبره روښانه کړه چې هدف یوازې د “ترهګرۍ بنسټونه” له منځه وړل و.
د هند حکومت په ټول هېواد کې د ملکي دفاع تمرینونه پیل کړي، لکه ښوونځیو، روغتونونو او مارکیټونو ته د هوايي بریدونو خبرداری ورکول. دا ښايي پاکستان ته دا پیغام وي چې هند هر ډول حالاتو ته چمتو دی.
همداراز، ښکاري چې د هند حکومت له بالاکوټ عملیاتو څخه درسونه اخیستي. د دې بریدونو شواهد، ویډیوګانې او سټلایټ انځورونه د مې په ۷مه خپاره شول. دا ځل، هیڅ شواهد پټ نه شول، او ټول دقیق معلومات خلکو ته وړاندې شول.
نور بیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.