د افغانستان په  اقتصاد کې د لاسي صنایعو اړوند ستونزې

لیک: استاد تاج محمد تمکین

163

لاسي صنایع د پرمختیایی هیوادونو په اقتصاد کې زیات رول لري ځکه چې دې سره د ټولنې دغریبو خلکو ژوند تړلی او دهمدې لارې نه خپل روزمره اړتیاوې رفع کوي، لاسي صنایع بیخي د ابتدايي صنعت اساسي شکل دی چې عموما د دوه ګوني اقتصاد لرونکي هیوادونو د اقتصاد په خصوص د اطرافي اقتصاد ستر قشر تشکیلوي. زمونږ هیواد افغانستان هم د لاسي صنایعو په برخه کې په نړئ کې ځآنګړی نوم لري، که نورستان کې وګورو نو د وړیو څخه قسما قسم صنعتي تولیدات لکه د پوشاک وسایل وغیره جوړوي، همدا شان به ټول هیواد کې په خصوص مزار شریف یا نورو شمالي ولایتونو کې د غالیو صنعت خپله ځآنګړې ښکلا لري، په میدان و بامیان او ځینو نورو ولایتونو کې نو بیا کلالي لوښي جوړښت ځآنګړی اهمیت لري. همدارنګه ټغر جوړونه، لیمڅی جوړونه، سترنجئ، زرګري، ترکاڼي، دستکول جوړونه، فلزکاري او قره قل جوړونه هغه صنعتونه دي چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د زیاتو خلکو ژوند ورسره تړلی دی او لا زیات تشویق، مرستو و پرمختګ ته اړتیا لري.

لاسي صنایعو تولیدات ملي عاید لوړاوي کې لوی رول لري یواځې که غالیو حځه یادونه وکړ، غالئ د افغانستان د مهموصادراتوله جملې څخه دي ، د احصائې له مخې په ۱۳۸۵ هـ ش كال كې د (۱۸۳۶۷۵۰۰۰ ) امريكايې ډالروپه ارزښت اوپه ۱۳۸۶ ه ش كال كې د ( ۱۷۵۷۶۰۰۰۰ ) ډالروپه ارزښت اعلى غالي بهرنيوبازارونوته وړاندې شوې دي .( د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو وزارت ( ۱۳۸۷) . سالنامه احصائيوي سال ۱۳۸۶ اداره مركزي احصا ئيه . ص ۲۳۳.)

متاسفانه په افغانستان کې د لاسي صنایعو په وړاندې زیاتې ستونزې دي چې دلته پرې لڼد شکله یادونه کوو.

  • متاسفانه د لاسي صنایعو برخه کې یو موثر او ګټور مدیریت شتون نلري، مدیریت یا منجمنټ د توليددعواملو مهم عامل دي د دغه عامل اهميت د توليد په برخه كې ورځ تربلې زياتېږي . منجمنت د توليد د عواملوڅخه هغه عامل دي چې د هغه په واسطه د توليد نورعوامل په مناسبه اوصحيح بڼه تركيب اوديوه صحي محصول د منځ ته راتګ سبب ګرځي . څرنګه چې زموږپه هېوادكې يوسالم منجمنت وجود نه لري اوهمدارنګه دكارګرانوله پاره په دې برخه كې د زده كړې زمينه هم برابره نه ده . چې داهم د توليد د زياتوالي په برخه كې لوى خنډ ګرځېدلى ځكه د موثر منجمنت د نشتوالي په صورت كې د توليد عوامل په غيرمناسب اونادرست ډول تركيب اوبالاخره د محصول پايله منفي یا کمه راځي . هغه اشخاص بايد دصنعتي تصديود اداره كولوله پاره غوره شي چې په دغه څانګه ( اداره اومنجمنت ) كې پوره بلد تيا ولري  او ظرفیت یې لوړ وي تر څو د هر ډول امکاناتو څخه سمه استفاده وکړي او کار مثبت لور ته ودرومي.
  • د خاموموادو د پروسس د مركزونونشتوالى ددې باعث شوی چې زیاتې ستونزې رامنځته کړي، د دغه ستونزې له كبله د هېواد له داخل څخه خام مواد بهرته د پروسس له پاره استول كېږي او وروسته بيا د دوهم ځل له پاره په دري يا څلوربرابره قېمت هېواد ته واردېږي چې ښه مثال يې وړئ دي چې بلژيك اونوروهېوادونوته په ارزانه قېمت صادرېږي اووروسته له پروسس څخه بيا په ډېرلوړ قيمت د دوهم ځل له پاره افغانستان ته د غاليو او ټغرو د توليد له پاره واردېږي . كه چېرې دا وړئ د هېواد په داخل كې پروسس اود غاليو په تارباندې واړول شي د تمام شد مصارف ئې كمېږي اوپه نړيوالوبازارونوكې ئې رقابتي قدرت زياتېږي . همدا شان زمونږ د کندهار او نورو ولایتونو څخه هم وړئ د پاکستان کویټې ته لیږل کیږي او بیرته د پروسس څخه وروسته افغانستان ته د د غالیو د تولید لپاره په لوړه بیه واردیږي. زمونږ هیواد کې دا ستونزه له حده زیاته جدي ده.
  • په ګران هیواد افغانستان کې د کافي پانګې نشتوالی بله ستونزه ده، څرنګه چې سرمايه د توليد د اساسي عواملوله جملې څخه ده نودهغه كمښت د توليد په مقداراوكيفيت باندې په نيغ ډول اغېزه لري . زموږپه ګران هېواد افغانستان كې د كافي سرمائې د نشتوالي له كبله زموږد هېواد مؤلدين د زياتوستونزوسره لاس اوګرېوان دي او نه شي کولای چې خپل کاروبار ته توسعه یا پراختیا ورکړي، کنه د هیواد په سترو ولایتونو کې که پانګه چمتو شي د لاسي صنایعو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه سازي کوي
  • د موادو د لیږد رالیږد ستونزه هم جدي ده. په افغانستان كې د صنايعوپه برخه كې د حمل اونقل ستونزې د صنايعوپه انكشاف اوپراختياكې لوى خنډ ګرځېدلې دي . څرنګه چې افغانستان په وچه پورې تړلى هېواد دي اوله بحرسره نښتى نه دي اوهم بحري ترانسپورت د وچې (بري ) اوهوايې ترانسپورت څخه په مراتبو ارزانه دي او افغانستان له هغه څخه ګټه نشي اخيستلاى چې دامسئله د افغاني توليداتود قيمت (كاست ) د زياتوالي سبب كېږي اود رقابت كچه ئې ټيټېږي . اوهم د خاموموادو لپاره د ترانسپورت د ستونزويادول ضروري برېښي يعنې د ترانسپورت د ستونزې له كبله يا په وخت سره اومه مواد توليدي ځايونوته نه رسېږي اويا ئې هم د قېمت كچه ډېره لوړه بيايې . په همدې وجه زمونږ همسایه هیوادونو زمونږ د کاروباریانو له دې ستونزې څخه ناوړه ګټه اخلي او مواد ارزانه زمونږ د کاروباریانو څخه نیسي.
  • د خارجي مشابه اجناسو افغانستان ته راواردېدل بله ستونزه ده چې زمونږ په صنعتي سکتور بد تاثیر لري : افغانستان ځينې صنعتي توليدات نشي كولاى د بهرنيواجناسوپه مقابل كې رقابت وكړي ځكه چې د بهرنيو امتعو قېمت د كورنيواجناسوپه پرتله ټيټ دي . څرنګه چې د افغانستان خلك فقيردي نو دوى د خپلو احتياجاتود پوره كولوپه خاطربهرني اجناس د هغه د قېمت د ټيتوالي په خاطررانيسي اود هېواد د توليداتو له پاره تقاضاء كمېږي اوبالاخره د هغه د سقوط سبب كېږي . تر څو چې زمونږ لاسي صنعتونه زیات تقویه نه شي نو تر هغو به دا ستونزه په افغانستان کې موجوده وي.
  • صادراتي تعرفې سلنه باید کمه وضع شي. دا ډول تعرفې د يوملك يا يوهېواد د سرحداتوڅخه د اجناسود وتلوپه خاطروضع كېږي په اكثره پرمختيايې هېوادو كې د دغه ډول تعرفو څخه د دولت له پاره د عايد دلاسته راوړلوپه خاطراستفاده كېږي چې نن ورځ د افغانستان په شمول د دغه ډول تعرفوڅخه په نړي كې په زياتوپرمختيايې هېوادونوكې استفاده كېږي . څرنګه چې دا ډول تعرفې د توليداتو ( صاداراتو) قېمت په نړيوالوبازارونوكې لوړبيايې نودصادروونكو د نارضايت اوخواه بدي سبب كېږي اوخپل صادرات كموي چې بالاخره د توليداتو د كمښت سبب ګرځي . د امنيت نشتوالى يوه بله موضوع ده چې د صنايعوپه برخه كې خنډونه رامنځ ته كوي او نه پریږدي چې د نامساعدو زمینو په شتون سره لاسي صنایعو برخه کې پرمختګ وشي. په افغانستان کې د لاسي صنایعو د پرمختګ له پاره زیات ظرفیت شته او باید ترې استفاده وشي ګټه به یې دا وي چې خلک به کاروبارونو او تولیدي پروسه کې ښکیل شي، کورنیو لپاره به عواید پیدا شي، ملي عاید لوړیږي او د استخدام کچه هم لوړیږي چې په ټوله کې د اقتصادي ثبات ترڅنګ هراړخیزې ګټې له ځآنه سره لري.

اخځلیکونه

  1. د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو وزارت ( ۱۳۸۷) . سالنامه احصائيوي سال ۱۳۸۶ اداره مركزي احصا ئيه .
  2. آذرخش حافظي (۲۰۰۹).APEAدرمورد ايجاد يك مليون جاي كار براي مردم افغانستان . كابل . ص ۲۱ .
  3. http://outlookafghanistan.net/topics.php?post_id=5462
  4. https://iwpr.net/global-voices/afghanistans-declining-handicrafts-sector

Electronic commerce بریښنایي سوداګري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.