په پلازمینه کابل کې ځایې سرچینې وایي، چې د دې ښار په احمدشاه بابا مېنه کې د يوې کورنۍ څلور کسان د فاضلابو یوې څاه ته تر لوېدو وروسته د ګاز نيونې له امله مړه شوي دي.
یوې سرچینې وویل، چې یاده پېښه تېره ورځ (شنبه، ۲۶ دغویي) د کابل ښار احمدشاه بابا مېنې په دویم بلاک کې رامنځته شوې.
سرچینې څرګندوي، چې په دې پیښه کې لومړی یو ماشوم یوې سیپټیک څاه ته لوېدلی چې ګازنيولی او وروسته نور درې کسان هم يو پر بل پسې د ژغورنې لپاره څاه ته ورښکته شوي چې څلور واړه د ګاز نيونې له امله مړه شوي دي.
د یوې سرچینې د معلوماتو له مخې په مړو شويو کې دوه وروڼه، یو د ماما زوی او یو د کاکا زوی شامل دي او په اصل د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ د «ملکانې» کلي اوسېدونکي وو، چې دا مهال د ګرمۍ له امله کابل ته کډه شوي وو.
له دې وړاندې په پکتیا کې هم په ورته پېښه کې د یوې کورنۍ دري غړو خپل ژوند بایللی وو.
اطلاعات روز
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.