کنګره څه شی ده؟

نور محمد غفوری

176

یادونه:

له ټولو هغو ځوانانو څخه چې د فیسبوک او نورو ویبسایټونو له لارې زما لیکنې لولي او خپل سوالونه مطرح کوي، د زړه له کومي مننه کوم. دا کار ماته د مقالو د لیکلو موضوع راښئي چې زما د فیسبوک ملګري او د مقالو لوستونکي د کومو معلوماتو سره مینه او څه شي ته اړتیا لري؟ د کنګرې او دوو نورو موضوعاتو په اړه د پوښتونکي ځوان څخه ځانګړې مننه کوم چې د ځوان نسل د استازي په حیث یې زما په لیکنه کې د ورته پیداشوو سوالونو په اړه په زغرده خپلې پوښتنې وړاندې کړې دي. ددې پوښتنو په اړه معلومات به نه یوازې د پوښتونکي له پاره، بلکې د ډیرو نورو کسانو له پاره هم ګټورې وي. ددې ځوان پوښتنې ډیرې عالی او پیچلې دی. په نظر کې لرم چې هرې پوښتنې ته یې په جدا جدا توګه داسې ځوابونه وړاندې کړم چې لوستونکی ترې ښه ګټه پورته کړای شي. په دې لیکنه کې به د [کنګرې] په اړه معلومات وړاندې شي او د دوو نورو موضوعاتو په اړه به بیا په بل فرصت کې لیکنې وکړم.

 کنگره یا کانگرس (Congress):

 د قاموس کبیر افغانستان په حواله د کنګرې یا کانګرس لغت له فرانسوی ژبې څخه د نړۍ نورو او زموږ د هېواد پښتو او دري ژبو ته داخل شوی دی. د لغوي لحاظه، کنګره د زیاتو خلکو د یو ځای راټولېدنې معنا لري، کوم چې د یو بل سره په یوه تخصصي برخه کې (لکه علمي، مسلکي، کلتوري، سیاسي او نور) د نظر تبادله کوي. کنګره اکثره د یوې ځانګړې موضوع په اړه د بحث له پاره جوړېږي، څو د هغې حل ولټول شي یا نظرونه وړاندې شي. دا ویلای شو چې کنګره د معنا له پلوه په خاصه موضوع باندې د ماهرانو «مجلس» دی، خو لوی او نسبتاً دوامداره مجلس چې د موضوعاتو د حل پایله راباسي.

په سیاسي او په ګوندي سازماني اصطلاح کې د یوه حزب کنګره د هغه د غړو سترې غونډې ته ویل کېږي چې یو سیاسي ګوند یې د مهمو تصمیمونو د نیولو له پاره جوړوي. په دې ځای کې دا ډول لویه او پراخه ګوندي غونډه چې د ګوند د صفوفو استازولی کوي، د پریکړو نیولو تر ټولو لوړ ارګان هم بلل کیږی. په ګوندي کنګره کې د ټولو ګوندي سازمانونو څخه د معینو سازماني اصولو او ټاکلو نورمونو پر بنسټ استازی رابلل کیږي. ګوندي کنګره ددې واک لري چې د معین وخت له پاره د ګوند مشرتابه وټاکي، د ګوند مرامنامه جوړه او یا ورپکې تغیر راولي، د ګوندي فعالیت له پاره د اوږدې مودې ستراتیژی او پلانونه جوړوي، د انتخاباتي کمپاین لپاره برنامې تصویبوي. د ولسمشرۍ، وکیلانو یا نورو مهمودولتي څوکيو له پاره خپل نوماندان غوره کوي، د ګوند اساسنامه یا د داخلي نظم د نارمونو او قوانینو جوړول، بدلول او اصلاح کول هم د کنګرې له لوري کېږي.  د  ګوند مشر، مرستیالان، عمومي منشي، یا نور مهم پُستونه د کنګرې له لارې ټاکل کېږي. د ګوند مشرتابه د تېرې مودې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او ننګونو راپور وړاندې کوي.

 معمولاً ټول ګوندونه په ټاکلي وخت کې خپله کنګره (د غړو په استازولۍ لویه او واکمنه غونډه) چې د ګوندي فعالیتونو د تنظیم له پاره ټر ټولو لوړ ارګان دی، جوړوي. ځینې ګوندونه هر کال کنګره جوړوي، ځینې بیا هر ۲ یا ۵ کاله وروسته. ځینې ګوندونه خپله کنګره په نورو نومونو هم یادوي، مثلاً د ګوند لویه غونډه …

په لنډ ډول ویلای شو چې د یوه حزب کنګره د ګوند تر ټولو مهمه، رسمي او ستراتیژیکه غونډه ده، چې د پریکړو، ټاکنو او راتلونکو پلانونو لپاره جوړېږي. کنګره معمولاً څو ورځې دوام کوي او ډیرې هم‌مهاله ناستې لري.

 په حکومتونو، پارلمانونو، او سیاسي جوړښتونو کې «کنګره» هغه غونډه یا بنسټ ته وايي چې خلک یا استازي د بحث، پرېکړو یا قانون جوړونې لپاره پکې سره راټولیږي. مثلاً د امریکا کانګرس (Congress)  د هغوی لوی قانون جوړوونکی ارګان دی.

په ساده ژبه کنګره یوه رسمي، لویه غونډه ده چې خلک پکې د نظر، پرېکړو یا قانون جوړولو لپاره سره راټولیږي. مثلا د ژبې د ودې له پاره  د پښتو ژبې نړیواله کنګره جوړيږي.

16.05.2025

یوغلط خبر د جنجال منبع

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.