د لنډیو اصلي منابع خلک دي /دیارلسمه برخه

آصف بهاند

166

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

دیارلسمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه، ۳۲۶مه‌برخه

د یوې لنډۍ تفسیر:

محمدالله همیم یو مبتکر ځوان دی چې ډېری کارونه یې له نوښت سره مل وي. د لنډیو پًه برخه یې هم ډېر کار کړی دی، چې ما د ««بوډۍ ټال» د لنډیو نوې ټولگه» ترسرلیک لاندې یوه مفصله مقاله پرې لیکلې ده.

 یووخت به محمدالله همیم په خپله پاڼه کې نوې لنډۍ خپرولې، خو د نورو نویو فرهنگي کارونو په وجه یې اوس لږشانتې لنډۍ هېرې شوې دي؛ خو نن (۰۴/۰۴/۲۰۲۵) یې یوه نوې لنډۍ په خپله پاڼه کې خپره کړې او ورسره یې د هغې لنډۍ سپـړنه او تفسیر هم لیکلی دی. دا لاندې یې له لنډۍ سره د سپړنې او تفسیر بشپـړ متن وړاندې کوم:

«پرون مې عجیبه لنډۍ واورېده:

ایتو د شګې چکلېټ غ.ی.م

زهٔ سپینه خولهٔ پهٔ سرو لوټو نه وېرکومه

لنډیو کې ډېر حالتونه همدغسې شدید رسم شوي. یا د ډېرې خوشالۍ، د ډېر خپګان، د ډېر زړهٔ سوي، د ډېرې ګیلې… هر څهٔ پکې لهٔ تېره زړهٔ ویل شوي.

د پورته لنډۍ خبره کوم. دا هم د یو حالت (غوسې) شدید بیان دی. د پښتنو د یوې کلیوالې غږ دی. پهٔ چکلېټ د خولې ست یې پهٔ طبعیت بد لګېدلی. ډېر بد. شاید پهٔ جمالیاتي ذوق ښه نهٔ لګیږي خو د « غــ..یم » لفظ لکه د یو شي د غندلو کلیواله اصطلاح داسې راغلې.

موږ چې کلي کې وو. یو بزګر کلیوال مو نوې غوا اخیستې وه. چا یې د جوماتکي پیتاوي ته پوښتنه ترې وکړه. دهٔ ورته ووې: « ولې بهٔ نهٔ وي ښهٔ سره لوټونه مې پې ورکړي. » لنډۍ کې د سرو لوټونو خبره هم کلیوالي اصطلاح غوندې ده.

د کلي ژوند کې ډېرې خبرې وي. هلته ډېره سوچه ژبه او کلیمې موندل کېږي. د غوسې، خپګان، ښېرا، ناخوال، خندا، تاید… پر وخت ډېرې داسې اصطلاحاوې ویل کېږي، چې ډېرې جالبې او نوې دي.»

 دا هم د دې برخې له پاره یوڅو نوې لنډۍ:

اور د یارۍ مي زړه کې بل شو

بیلتون مي مل شو، واویلا نارې وهینه

 

که دیورند په منځ کې نه‌وای

لکه فقیر به دې کوڅو کې گرځېدمه

 

د خولې خندا دې راسره ده

د زړۀ خبرې دې له بل چا سره دینه

 

خولۀ مې غوښته، غېـږه یې راکړه

خدایه خیالي لیلا ته ورکړې جنتونه

 

خولگۍ مې ټوله درنه ځار کړه

د لارې سر دى، اوس مې پرېـږده مړوندونه‏

 

سترگې پۀ چل غړوه یاره

سوداگر گرځي، ښکلې سترگې ټولوينه

 

خدای دې د دوو زامنو مور که

چې یوډاکتر شی، بل والي د پکتیا شینه

 

چې سا مې وزي، رانږدې شه

پردواړو سترگو راته کېـږده سر‌لاسونه

 

ځان کې مې څاڅکی وینه نه‌شته
په ریکارد شوي غږ دې بیا ورپېښه شومه

 

ډوډۍ زما کاسه کې وخوري

چې بل ته کېني، ما په سپکو یادوینه

 

پر صداقت دې خاورې واوړه

زړگې مې راوړه، په یارۍ پښېمانه یمه

 

پە پخواني اشنا بە ورشم

غږ بە پرې وکړم، کە مې واوري فریادونه

 

پە ظاهر روغ درته ښکارېـږم

تر زړە مې تاو دي د سرکو وینو ډنډونه

 

باران یې مه بولئ عالمه
زموږ په غم باندې اسمان ژړلي دینه

 

قبر مې سم ورسره جوړ کړئ

چې د لحد مړي پېغور نه‌راکوینه

 

زما د مینې لالی مړ دی

بره حجره کې مې لیور له ورکوینه

 

په جنازه کې مې گل کېـږده

دا به دې نښې د یارۍ راسره وینه

 

بیا به زما لارو ته گورې

ما به توبه ستا له یارۍ ویستلې‌وینه

 

تر جنازې مې مخکې مه‌ځه

وروسته راځه چې دې ترسترگو لاندې یمه

 

لکه چې خاورې مې په خوله شوې

د جانان کور نه د سخوندرو غږ راځینه

د لنډیو اصلي منابع خلک دي-دولسمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.