غزې ته مرثیه

نعمان دوست

144
غزه لمبه شوه، غزه ایره شوه
غزه بدله، په هدیره شوه
له خلکو ډک، دې ارت جهان کې
غزې ته ګوره، څه بې اسره شوه
***
غزه کې اور دی، غزه سوزیږي
لمبې دي بلې، خلک وریتیږي
نیم یې راوویست، نیم خاورو لاندې
مور ته یې ګوره، څومره چغیږي
***
بوی د باروتو هره خوا خور دی
چې سترګې اړی، لوګی دی، اور دی
هغه خندانه، هغه مستانه
هر یو ماشوم اوس، سوی دی سکور دی
***
ړنګ دیوالونه په وینو سره دي
سپین مړوندونه، ځای ځای پراته دي
تور اوربلونه، تر خاورو لاندې
نازک جسمونه، وراسته، وراسته دي
***
ځوانان نه ښکاري، ټول تري تم دي
دا لګیدلي، هر یو په بم دي
لارو کوڅو کې ککرۍ رغړي
ټول قتل شوي، په بل رقم دي
***
کورونه ړنګ شول، مینې ویجاړې
په مرګ ترې کډې د خلکو لاړې
ادمخواره دي، په قهقه خاندي
سرې دي په وینو، د هر یو داړې
***
دیوان ډاډه ږدي، خپل قدمونه
ماتئ خپو لاندې، نازک هډونه
خلک ورګوري او نندارې کړي
نه کوم اخطار شته، نه کوم ګواښونه
***
شېخه! چلتار دې، باد په هوا کړه
اصلي څیره دې، الله رسوا کړه
په تېلو مسته، څومره ناځوان یې
ګاونډ دې سوزي او تا نڅا کړه
***
د اوښ بچی دې، وریت او کباب کړ
ډک جام دې تش کړ، ځان دې خراب کړ
جنازې پورته شوې، د نهرو
قیلون دې ډک کړ، سُر دې رباب کړ
***
بشري حق، تش یو شعار دی
لفظ د اخوت، اوس صرف ابزار دی
چې په چا راغله، په هغه راغله
دا حقیقت دی، عبث انکار دی
***
غزې قسم دی، ډېر پریشان یم
در کتی نشم، په زړه نالان یم
چې شې را یاده، بس خپل زړګی خورم
دومره بې وسه، غریب (نعمان) یم
نعمان دوست، ثور ۲۹، ۱۴۰۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.