غوړګه او چتی (د ماشومانو کیسه)

هاجره حرکت

245

غوړګه (۱) او چتی

د دوبې موسم په يوه ښېرازه او لمريزه ورځ کې، د شنې کروندې پر غاړه يو چتی پر غوړګه کښيناست او له ناستې سره سم، د غوړګې تيره څوکه باندې يې نس غوڅ شو. چتی سمدستې په کرونده کې په بزګر پسې، چې په قلبه کولو بوخت و، ورغی او داسې يې ورته وويل:
اي بزګره اوس راځه!
لور په لاس شه راروان
غوړګه پريکړه، ته له سټې
زما نس يې دی پريکړی
زه يې ډير يم دردولی
بزګر چې ییوو کوله، چتي ته په غوصه شو او داسې يې ورته وويل:
پام به دې کړی و، چې خپل نس دې نه وایې غوڅ کړی. ځه په خپله مخه، زه دومره بيکار نه يم.
چتی لاړ پولیس پسې او داسې يې ورته وويل:
اي پوليسه تاته وايم!
ته د خلکو خدمتګار یې
تل چوپړ ته يې تيار يې
اوس راځه دا بزګر سم کړه
چې يې غوړګه داسې پرايښې
هيڅ يې پرې نه کړه له سټې
او فرياد ته مې غوږ نه ږدي
پولیس پرې برچ وهل، چې ځه وړوکې چتې يې خپل کار دې کوه، موږ نور ډير کارونه لرو.
چتی سيده د پولیسو قوماندان ته ورِغی او داسې فرياد يې وکړ:
قومندان صاحبه واوره
د ټپې چتي اواز
فريادي او درديدلی
يم راغلی غږ مې واوره
ستا پلیس يم راشړلی
هم بزګر يم ډير رټلی
قوماندان ورته لا په غصه شو، چې ځه په خپله مخه، موږ خپل کارونو ته پريږده.
چتی بيا لاړ سيده د قاضي دقتر ته او داسې عرض يې وړاندې کړ:
 قاضي صيبه يم راغلی
درديدلې پرزيدلې
نس مې غوړګې دی څيرلی
او بزګر يم راشړلی
پوليس هم يم ځغلولی
غوړګی څيرې راته نس کړ
ټول بدن يې راته خس کړ
قاضي ورته وويل:
زه به ضرور ستا د سوري شوی نس پوښتنه کوم، چې چا تا باندې ظلم کړی دی.
قوماندان يې راوغوښت او خپله پريکړه یې ورته واوروله، چې د چتي سوري شوي نس پوښتنه وکړه او هغه پليس راوغواړه، چې ولې يې د ده عریضه نه ده اخيستې.
په دې ډول هغه پوليس ته سزا ورکړل شوه، چې بيا  د کوم مظلوم فرياد له پامه ونه غورځوي. ورپسې، د بزګر وار شو، په هغه يې توبه ويستله، چې بيا  له کوم ټپي سره بې توپیره پاتې نه شي.
بزګر لاړ او خپل لور يې راواخیست،  غوړګه يې پريکړه.
چتی ډير خوشاله شو او داسې سندره يې ويله:
چت چت زما نس روغ شو
چت چت زما نس روغ شو
قانون ظالم چپه کړ
قانون ظالم چپه کړ
چت چت زما نس روغ شو
پاي
غوړګه (۱)
غوړګه چې شیرغشی هم ورته وایې، يو داسې واښه دی، چې ونه يې غټه او لوړه وي، خو دا واښه ډير تیره دی، که لاس ورسره ووهل شي، نو غوڅوي يې. کله چې تنکي وي بزګران يې ريبې او څارويو ته يې د خوراک له پاره ورکوي.
https://dawatmedia24.com/?p=174682#

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.