ولې ځینې ماشومان له ښوونځي وېرېږي

روزنه

152

دا چې ځینې ماشومان په لومړیو وختونو کې ښوونځي ته نه ځي یا ژاړي، یوه طبیعي پدیده ده چې ډېری کوچني ماشومان یې تجربه کوي. دا حالت اکثراً د جدايئ له وېرې، نااشنا چاپېریال، یا د پاملرنې او مینې د اړتیا له امله رامنځته کېږي. دلته د دې ستونزې په مهمو علتونو او حل‌لارو لنۍدې خبرې کوو:

علتونه:
1. مور یا پلار نه جلا کېدل:
کوچني ماشومان عموماً له خپلو والدینو سره عاطفي تړاو لري. ښوونځي ته تلل د دوی لپاره د یو ډول “جلا کېدلو” احساس لري، ځکه نو ژاړي.
2. نوی چاپېریال:
ښوونځی، نوي خلک، نوي اصول او نوی نظم د ماشوم لپاره یو نابلده او ځورونکی وضعیت وي.
3. د پاملرنې یا مینې اړتیا:
ځینې ماشومان ښايي د کور چاپېریال کې ډېر پام، مینه او نازونه لیدلي وي ځکه خو ښوونځی ورته بې‌مینې ښکاري.
4. وېرېدونکې خبرې:
کله کله ماشومان د ښوونځیو په هکله وېروونکې حادثې ویني، لکه د ماشومانو وهل، ټکول، د ښوونکو جدیت دغه وېره د ماشومانو د نه تللو لامل کیږي.
5. احساساتي یا رواني فشارونه:
ځینې ماشومان په فطري ډول ډېر حساس وي، نو هر نوی بدلون ورته فشار زېږوي.

حل‌لارې:
1. تدریجي عادت :
د ښوونځي له پیل مخکې باید ماشوم له ښوونځي، ښوونکي او ملګرو سره ورو ورو بلد شي. مثلاً، لومړۍ ورځ یوازې یو ساعت، بله ورځ دوه ساعته، تر څو ماشوم عادت شي.
2. مثبت انګېزه ورکول:
له ماشوم سره د ښوونځي په اړه ښې خبرې وکړئ، مثلاً: “هلته به نوې لوبې وي، ملګري به پېژنې او ښه کیسې به واورې.”
3. د مور/پلار ملاتړ:
ماشوم ته ډاډ ورکړئ چې تاسو به بېرته راشئ. لنډه خداى پاماني وکړئ او په خوښئ یې رخصت کړئ. د اندېښنې خبرې مه کوئ.
4. له ښوونکو سره همکاري:
له ښوونکي سره همغږي وکړئ چې د ماشوم لپاره د ښه او خوښ چاپېریال زمینه برابره کړي.
5. ثابت مهال‌وېش او نظم:
د ماشوم خوب، خوراک او لوبو ته منظم مهال‌وېش جوړ کړئ چې ارام ذهن ولري.
6. د نورو ماشومانو مثالونه:
که ماشوم نور هم‌زولي ماشومان ګوري چې خوشحاله ښوونځي ته ځي، دا پرې مثبته اغېزه کوي.
7. کورنۍ همکاري:
ټولې کورنۍ باید د ماشوم ملاتړ وکړي، نه دا چې ورته وویل شی چې ته “بزدله یې ځکه ښوونځي ته نه ځې” او داسې نور منفي الفاظ وکاروي.
8. دا ډول ماشومان له هغو تلویزیوني خپرونو او د مبایل له ویډیوګانې لرې وساتئ چې زورونکي، وېروونکي خبرونه او ګزارشونه خپروي. د ماشومانو پر وړاندې له ښوونځیو، ښوونکو، د ماشومانو له زورونکو، قاچاقچیانو او اختطاف چیانو شکایت او په هکله خبرې مه کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.