هجوم-ذهنيت (د ریوړ فکر)

ژباړه: نصيراحمد څپاند

151

د انسانانو د هجوم یا ریوړ ذهنيت (Herd Mentality)، یوه علمي اصطلاح ده چې د ړندې تقلید او بې فکره تکرار ښکارندویي کوي. هغه څوک چې خپله عقل نه کاروي، یا د خپلواک تصمیم نیولو وړتیا نه لري، یا د احساساتي هجوم تر تاثیر لاندې احساساتي او ناپییله چلند غوره کوي، نو دغه ډول سړی د ریوړ ذهنیت لرونکی ګڼل کېږي.
ژوندۍ بېلګې یې د سیاسي فعالیتونو بې تجربې ګډونوال، د لوړو تحصیلي سندونو لرونکي کسان، او هغه کسان دي چې په ټولنیزو رسنیو (فیسبوک) کې پرته له فکره هر څه شریکوي.
نن سبا ډېر لوستي، تحصیل کړي خلک، سره له دې چې معلومات لري، خو بیا هم شخصي نظریه یا مستقل فکري دریځ نه لري. داسې خلک تر ډېره د “معلوماتو ګودام” ګڼل کېږي، یعنې یوازې د معلوماتو ذخیره لري، خو تحلیلي فکر نه لري.
دا هم باید ومنو چې انسان د شعور، عقل او بصیرت له اړخه له حیواناتو او ریوړو څخه لوړ مقام لري. نو ځکه ضروري ده چې هر ذی‌شعور انسان د فرد او ټولنې، او د اجتماعیت او انفرادیت ترمنځ یو متوازن حد وساتي.
په حق او باطل، رښتیا او دروغ، خالص او ناخالص باندې د پوهېدو لپاره باید خپله عقل، فکر او حواس پنځه وکاروو.
هېر مو نه شي: هغه څوک چې د نورو په اشاره پورته، ښکته، یا شاته، مخ ته حرکت کوي، نو تل د خپل ضمیر او شخصیت مخې ته شرمېدلی وي.
لا هم وخت شته. د نورو باغ ته اوبه اچول پرېږدئ، خپل وجود، پوهه، او حکمت وکاروئ. د یو مصرفوونکي (consumer) پر ځای د یو تولیدوونکي (contributor) رول ولوبوئ.
اصطلاحات;
په پښتو کې د ريوړو مانا ده: ډله‌ډله روان شوي یا یو ځای راټول شوي څاروي (لکه: مېږې، وزې، غواګانې)، او مجازي معنا یې ده: یو شمېر خلک چې بې له فکره د بل چا تقلید کوي یا له یوه جمعي احساس سره بې اختیاره یو شان چلند کوي.
نو کله چې ووایو “د ریوړ ذهنيت” (Herd Mentality)، معنا دا ده:
د خلکو هغه چلند چې پرته له خپلواکه فکره، د نورو په تقلید یا فشار عمل کوي.
مثال:
“په ټولنیزو رسنیو کې ډېری خلک د ریوړ ذهنیت ښکار شوي دي.”
یعنې: خپل نظر نه لري، یوازې د نورو خبرې او کړنې تقلیدوي.

ليکوال: پايندخان خروټی
ژباړه: نصيراحمد څپاند

سوداګریز اعلانات او تبليغات

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.