د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو تشویق د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دی

لیکوال: استاد تاج محمد تمکین

170

زمونږ ګران وطن افغانستان اقتصاد په جغرافیاوي لحاظ یو څه متفاوت دی ځکه خو ورته ددوه ګوني اقتصاد لرونکي هیواد نوم ورکولای شو، په دې مانا چې یو یې ښاري اقتصاد دی چې د ژوند د هرډول سهولتونو او اسانتیاوو څخه په مقایسوي توګه برخمن دی، په ښارونو کې ښوونځي شته، دکار زمینه شته، روغتونونه شته ، هره کوڅه په کې پخه ده او همدا شان د خصوصي پوهنتونو په لرلو سره د لوړو زده کړو ښه فرصتونه هم لري، اما متاسفانه زمونږ د اطرافي یا کلیوال اقتصاد سیناریو بیا کاملا متفاوته ده، په کلیوال اقتصاد یا اطرافي اقتصاد کې بیا د ژوند حتی بنیادي سهولتونه هم په مشکل سره پیدا کیږي، روغتونونه د نشت برابر، خصوصي ښوونځي نشته، پارکونه نشته، پوهنتونونه نشته او همدا شان لوی یا وړې کارخانې هم نشته چې خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شي، عموما خلک د کار او روزګار لپاره د ښارونو خواته مخه کوي او دا دې باعث ګرځي چې په ښارونو کې په کمو فرصتونو باندې زیات خلک نازل شي، بیا نو مالومات نشته چې څو کسانو ته به د کاروبار زمینه برابره شي او یا هم څو کسان به په کار وګمارل شي.

زمونږ د اطرافي خلکو لپاره د کار د زمینې برابرولو مسولیت تر ډیره پورې د کومک کونکو موسساتو او یا هم د کار وزارت پورې تړل کیږي، ولی ویلای شو چې د کوچنیو کاروبارونو په تشویق او یا هم هڅونه کې ټولې ادارې رول لوبولای شي.د اطرافي اقتصادونو غوړول او ښیرازه کول د پرمختیا لپاره زیات اړین دی ځکه که وګورو د هیواد اتیا سلنه نفوس په اطرافو کې ژوند کوي او اطراف د یو هیواد د اقتصاد او ژوند ښه نماینده ګې کوي، په ښارونو کې خو بې له هغې هم د ژوند هر ډول اسانتیا وجود لري او ساحه یې هم محدوده وي ‎، اساسي خبره دا ده چې دوه ګونیزم له منځه ویوړل شي او د اطرافي اقتصادونو د پیاوړتیا لپاره کار وشي.

د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو لکه خامک دوزي، ماهي روزنه، قالین بافي وغیره لپاره که واقعا هم زمینه سازي وشي نو نه یواځې دا چې د ګڼ شمیر خلکو لپاره به د کار زمینه برابره شي بلکه د خلکو د فقر ستونزه او د غربت ستونزه به هم حل شی او نتیجتا یې د کاروبارونو تر څنګ د هیواد په ملي عاید ښه اغیز غورځي.

بانکونه کولای شي چې د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو لپاره بالخصوص په اطرافي سیمو کې خلکو ته قرضې ورکړي ، همدا شان کوپراتیفي ټولنې کولای شي په زراعتي محصولاتي کاروبار برخه کې د هقانانو ته قرضې ورکړي  او یا هم کومک کونکي موسسات و ادارې کولای شي خلکو ته په اسانه شرایطو د پور ورکونې له لارې کاروبارونو تشویق ته زمینه مساعده کړي او په ښه ډول د کاروبارونو د ښیرازه کولو لپاره زمینه چمتو کولای شي، که رښتیا هم یو ځل په افغانستان کې د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو لپاره زمینه سازي وشوه نو ډیر زیات تولیدات او محصولات به په دغو برخو کې زمونږ د اطرافو نه راځي او دا زمونږ د ښاري اقتصاد سره هم مرسته کوي او نتیجتا د مساعدو شرایطو په شتون سره هغه تفاوت چې د دوه ګوني اقتصاد په نامه په هیواد کې شته، له منځه ځي او ټول هیوادوال کولای شی د ژوندانه د یو شان وسایلو او سهولتونو څخه استفاده وکړي.

د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو د تشویق موضوع ډیره مهمه ده او دې سره نه یواځې دا چې مالي سهولتونو ته د خلکو لاسرسی پيدا کیږي بلکه تر څنګ یې تولیدات زیاتیږي، خلک د بیکارئ څخه خلاصون مومي، د اجناسو د مصرف لپاره عاید پیدا کیږي او مصرف زیاتیږي چې نتیجتا په عرضه د اجناسو یا تولیداتي برخه باندې هم د پام وړ تاثیر  غورځوي او ورسره ورسره سړی سر عاید زیاتیدو سره ملی عاید کې هم زیاتوالی راځي، تر ټولو مهم ی دا چې د دوه ګوني اقتصاد ځآنګړتیا ختمیږي او هیواد وال کولای شي علی السویه په ښاري یا اطرافي دواړو سیمو کې د ژوندانه اساسي سهولتونو ته لاسرسی پیدا کړي.

په دې هیله چې افغانستان د معیاري اقتصادي پرمختګ څخه برخمن شي او زمونږ افغانان په سوکالئ او خوشالئ سره لکه د نورې نړئ د ژوندانه د سهولتونو څخه برخمن او مستفید شي.

تفتیش او کنترول څنګه کیږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.