زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اونۍ نه زیاته موده مې مور هم په روغتون کې وه. د مور ورځ موهم په روغتون کې د مورجانې سره تېره کړله. اوس دواړه ښه او په کور کې یو. په روغتون کې د وخت نه مې استفاده وکړله او د خپلې کلیزې په پار مې دا لیکنه پیل او بشپړ کړله.
سریزه
متل دې چې وایي د شپیتو شي نو د ویشتو شي. پخوا به چې د ژوند شپته کاله چا پوره کړل نو ورته به یې شیخ فاني وایه او د شیخ فاني مجلا به یې هم کوله. یعنې که یو ځوی به یې درلود، نو عسکرې خدمت ته به نه تله تر څو د کور سرپرستې وکړي. که څه هم زه د شیخ فاني د عمر نه لږ اوښتې یم، خو په امریکا کې د تقاعد رسمي عمر ۶۷ کاله دی. لازمه مې وګڼله چې د خپل د زوکړۍ په پار د خپل شخصي ژوند او تجربو یوه برخه د دوستانو سره شریکه کړم.
په تیرو شپږو لسیزو کې د اکثره افغانانو ژوند د ستونځو او امیدونو یو کتاب او د تراژیدیو داستان دی. زما ژوند هم د نورو افغانو د ژوند نه ډېر توپیر نه لري. دا لیکنه د ژوند د یو سرنوشت او عبرت په پار نشروم. هیله ده چې قدرمنو لوستونکو او په خاصه توګه زما کورنۍ او د ځوانانو لپاره د عبرت یو درس شي.
د ظاهر شاه د دورې د اخرو کلونو نه تر اوسه پورې زه د ډیرو مهمو پېښو او حالاتو ناظر پاتې شوې یم. ډیرې مهمې تاریخي پېښې زما په مخ کې تېرې شوي چې وروسته یې زما په ژوند تاثیر درلودلې دی. د ژوند د حرکت په پړاونو کې دا مهمه ده چې د ستونځو سره څنګه مبارزه وشي او د فرصتونو نه څنګه ګټه واخستل شي. پدیتوګه د ژوند د حرکت مخه څوک نیولې نشي او د هرانسان ژوند په هر پړاو کې مبارزه ده. د مبارزې په دغه پړاونو کې ډه ډه اچول او نا امیدي د ژوند د مسایلو د حل لپاره لار نه ده. مور جانې به مې راته همیشه ویلې چې د پروت زمري نه ګرځنده ګیډړ هم ښه دی. نا راستي د انسان نه ابتکار اخلي او د ژوند په چارو کې انسان وروسته پاتې کیږي.
یو انسان چې د خپل ځآن لپاره د ستونځو نه د وتلو لارې چارې پیدا نه کړي، هغه انسان د خپل کور او کلي، د هیواد او کورنۍ په درد هم نه خوري او د انسان ژوند بیا پرازیتي ژوند شي. پرازیتونه ژوندي وي خو د بل ژوندي موجود په بدنه کې ژوندي پاتې کیږي. دا مهمه ده چې هر څوک د پرازیتي ژوند نه راووځي او په خپلو پښو پخپله ودریږي.
د کومې ورځې نه چې په ښه او بد لږ پوه شوې یم، د ځان سره مې لوړه کړې وه چې زه به پرازیتي ژونه نه کوم او خپلې هلې ځلې به تر امکان تر حده کوم چې چاته محتاج نشم. په غریبي او مزدورې شرمیدلې نه یم خو چاته مې د سوال لاس نه دی نیولې. همیشه مې د خپلې شړۍ سره پښې غځولي دي. کله چې انسان د خپلې شړۍ سره پېښې وغځوي نو هغه په ژوند کې هیڅکله نه محتاج کیږي. د مشروع عاید نه زیات مصرف کول انسان مجبوروي چې د خپلو مصارفو لپاره د بدو او غیر مشروع لارو نه د مصرف عاید پيدا کړي.
د ژوند د حرکت په بیلابیلو پړاونو کې کله کله د ځان سره چورت وهم چې څنګه ژوندی پاتې شوې یم. څنګه مې وکړې شول چې د ټولنیزو ستونځو، ضعیفه اقتصاد او د ګڼو کورني ستونځو سره سره په داسي حالت کې پرمختګ وکړ چې د هیواد راتلونکې هم زما د ژوند د رشد په بیلابیلو پړاونو کې په نامعلومه خوا روان و؟ څنګه په داسې حالاتو کې تر یوه حده د خپلې کورنۍ، ولس او هیواد لپاره تر خپلې وسې د خدمت جوګه شوم؟ یعنې نه يوازې کورني، محیطي او په هیواد کې د تحولات له امله شرایط زما د رشد لپاره مساعد نه و بلکې زما د رشد په وړاندې جدي خنډونه و.
هغه معقوله ده چې وایي چې اجل نه وي نو مرګ هم نشته. ته حرکت کوه الله تعالی به ستا په ژوند کې برکت اچوي. پوهیږم چې د ډیرو لپاره او حتې زما خپلې کورنۍ، دوستانو او هیوادوالو لپاره به هم زما لاسته راوړنې او خدمت د قناعت وړ نه وي خو دا فرق نه کوي ځکه په افغاني ټولنه کې د ژوندیو قدر نه وي. وایي د افغانانو په مړو کې بد او په ژوندو کې ښه څوک نشته دی. که نه تر ډیره حده مې د خپلې کورنۍ نه نیولې تر زرګونو کسانو پورې تر خپلې وسې مشروع مرسته کړیده. په فرهنګي او تعلیمي برخه کې مې هم د خپلې وسې نه زیات څه کړيدي. په سل ګونو کسانو ته د درس، رشد او خدمت زمینه مساعده کړیده.
ولې دا زمونږ دوره مهمه ده؟ ځکه په تیرو شپږو لسیزو کې دومره پېښې او تحولات په افغانستان، سیمه او نړۍ کې رامنځته شول. که دا پېښې او پرمختګ د بشریت د ټول تاریخ سره یې مقایسه کړې، دا د مقایسې وړ نه دی ځکه په شلمه سدۍ کې او په خاصه توګه په اخرو پنځو لسیزو کې زیاتې پېښې او پرمختګونه په دنیا کې رامنځته شویدی.
افغانستان کې زمونږ په مخکې مطلقه او مشروطه شاهي، په نامه جمهوري، کمونیستي، اسلامي، طالباني او جمهوري حکومتونه او نظامونه جوړ او ړنګ شول. د شرق او غرب رقابتونه، د عربو او عجمو مداخلې او اشغال، سیمه ایزې او نړیوالې نیابتي جګړې ټولې تیرې شولې. د جنګونو نوعیت د روایتي جنګونو نه تغیر وکړ. انتحار او انفجار او پرمخ تللې سلاوې استعمال شولې. په نړۍ کې د دویمې نړیوالې جګړې نه روسته یو نوې دوه قطبي نظم ایجاد او بیا هغه نظم له منځه لاړو. نوي یو قطبي نړیوال نظم رامنځته شو او اوس دا نوې نړیوال نظم هم د رکود سره مخامخ دی او راتلونکې نظم شاید یو بل تحول په نړۍ کې رامنځته کړي.
د معلوماتو او انترنیت په نړۍ کې او په خاصه توګه د مصنوعي زیرکتیا رامنځته کیدل یو بل خاص تحول دی چې هیڅ سارې نه لري. دا تحول د ژوندانه په ټولو اړخونو کې په ډیره چټکې سره روان دی. که څه هم ټولنیز ارزښتونه په تدریجي توګه د یو نسل نه بل نسل سره توپیر لري او تکامل کوي، خو د Gen-Z او د الفا نوې نسلونه بیخې د روبوټانو په شان دي. ډیر ارزښتونه چې پخوانیو نسلونو ته یې ارزښت درلود، شاید د دوی د نسل لپاره ارزښت ونه لري.
زما زوکړه:
زما د پلار، مدیر سید محمود حسرت زوکړه د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د منګوال په کلي کې شویده[1]. د منګوال کلي د غره په لمن کې پروت دی او د اوړي په موسم کې هلته زیاته ګرمي ده ځکه ونې او روانې اوبه د کلي په شاوخوا کې نشته او اکثره کورونه د خټو او ګټو نه جوړ شویدي. ځینې کورنیو چې د خپلو ځمکو سره کورونه او دیرې درلودلې، د اوړي په موسم کې به هلته اوسیدل. زمونږ کورنۍ هم د اوړي په موسم کې د ځمکو سره نږدې چې بانډه یې ورته ویله، اوسیدله. زما د پيدایښت نه د مخه تره مې، وکیل سید عبدالقادر په ۱۳۱۷ل کال کې، د باغ تر څنګ په بانډه کې یوه لویه قلا جوړه کړله. ټوله کورنۍ (زما ترونه او پلار) هلته اوسیدل. د باغ اثرات اوس نشته خو زما یادیږي چې د قلا مخې ته یوه باغچه پاتې وه. باغ ځکه ختم شو چې د پلار ورونو مې د قلا او د شاوخوا ځمکې سره تقسیم کړلې.
پدی توګه زما د زوکړې نیټه چې پلار مې د قران شریف په سپینه پاڼه کې لیکلی وه، د ۱۳۳۷ل کال د ثور د میاشتې یولسمه نیټه او ځآی د زوکړې د منګوال د کلي سره نږدې د بیلام د باڼډې سیمه ده.
تر اوه کلنې پورې ډیر څه مې په یاد نه دي. خو د دویم صنف نه راپدیخوا مې ډیرې پېښې په یاد دي. په ۱۳۴۴ل کال کې زه د کابل ښار د واصل اباد په سیمه کې د عمراخان په ابتداییه ښوونځي کې چې روسته د عمراخان د لیسې په نوم یادیدله، د دویم صنف زده کوونکې وم. په دغه وخت کې زمونږ کور د دهمزنګ په سیمه و. د پلار اراده مې وه چې کور واصل اباد سیمې ته انتقال کړي، نو ځکه یې د عمراخان ابتداییه ښوونځې ته سه پارچه کړم.
اول صنف مې د کولوله پشتې په سیمه کې ویلې ځکه هلته زمونږ کور و، خو د ښوونځي نوم راته په یاد نه دی. کیدې شي چې د کلوله پشتې د تپې لاندې د برج برق سره د شهر نو ابتداییه ښوونځې و ځکه هغه وخت پلار مې د کورنیو چارو په وزارت کې مامور و.
د دهمزنګ نه واصل اباد ته په لومړي ورځو کې زما د کاکا زوی، سید فیض الله چې د خوشال خان په لیسه کې درس وایه، راسره یو ځای تګ او راتګ کاوه تر څو زه د چهلستون په بسونو کې تر سیمنا پامیره او د شاه دوشمشیرې د زیارت نه د دهمزنګ پورې بلد شم. کور زمونږ د دهمزنګ د زندان نه لږ د پاسه وه او همیشه به د همزنګ د زندان مخې ته تیریدلو. د دهمزنګ د زندان د لوی دروازې سره به یو مسلح پیره دار ولاړ و. په هغه وخت کې نه پوهیدم چې په دهمزنګ کې څوک بندیان دي او څه ډول ظلم په دغه زندان کې د بندیانو سره تر سره کیږي.
کله چې په پوهنتون کې وم، یو ځلې د دهمزنګ زندان ته د مرحوم ډګروال شیر افضل خان مومند لیدو ته ورغلې وم. ډګروال شیر افضل خان مومند، زمونږ خپل او کلیوال و. هغه د داود خان د حکومت لخوا د محمد هاشم میوند وال په نامه کودتاه کې په پنځه کاله بند محکوم شوې و. د دهمزنګ په زندان کې د ظلم د خاطراتو یوه برخه د محمد هاشم زماني د زندان په خاطراتو کې لوستلې شئ چې د ډیرو بوګنونکو پېښو یادونه یې د خپلې کورنۍ او د همزنګ د بندیانو په هکله په تفصیل سره لیکلې ده.
د ۱۳۴۴ل کال د عقرب په اومه نېټه چې د ۱۹۶۵ز کال د اکتوبر نه ویشتمه نیټه شي، د چهلستون په بس کې مازدیګر ناوخته سیمنا پامیر ته ورسیدم، خو د شاه دوشمشیرې په سیمه کې د بسونو تګ او راتګ بند و. مظاهره وه او زه د مظاهرې په هدف او مقصد نه پوهیدم چې ولې او د څه لپاره خلک مظاهره کوي. مظاهره د پوهنتون محصلینو پیل کړې وه. د دې نه یو کال د مخه، نوې اساسي قانون په کال ۱۳۴۳ل کې د افغانستان پادشاه، محمد ظاهرشاه توشیح کړې و. په نوې اساسي قانون کې د بیان ازادي سیاسي احزابو ته ورکړل شوې وه خو د احزابو قانون وروسته د پادشاه لخوا توشیخ نه شو.
ما هم بله چاره نه درلوده او ورو ورو د کور په خوا په پښو روان وم. زمونږ درسونه د ماسپښین لخوا و او د درسونو نه وروسته به چې کور ته رسیدم نا وخته کیده ځکه د مني شپې وې. دا چې وخت ناوخته شوې و نو پلار او کاکا زوی مې راپسې هم په پښو راروان شوي و چې ما پیدا او د ځان سره کور ته یوسي. هغوي زه نه وم پیدا کړې او تشویش یې زیات شوې و، خو ما وکولې شول چې د کور لاره تعقیب او د ماښام نه وروسته کورته ورسیږم. پلار او مور مې زیات خوشاله شول او شاباسې یې هم راکړ چې لار دې پیدا کړله او کورته په خیر راورسیدې.
دغه مظاهره د عقرب د مظاهرو په نوم هم یادیږي، څو ورځې یې دوام کړې و او د پارلمان د مخې نه پیل شوې وه. په دغه مظاهرو کې د پوهنتون درې کسه محصلین د پولیسو په ډزو کې وژل شوي او یو شمیر کسان زخمیان شوي و. شاید همدا علت و چې وروسته پادشاه د احزابو قانون توشیح نه کړ. په قانون کې دا ماده هم وه چې د پادشاه د کورنۍ نه څوک وزیر او صدراعظم کیدلې نشي. زما په اند، یو له علتونو نه چې داود خان کودتاه وکړله، همدا علت و ځکه دغه ماده په اصل کې د داود خان د برکنارې لپاره په اساسي قانون کې درج شوې وه. داود خان د پادشاه د زوم جنرال سردار ولي سره د کورني ستونځو او رقابتونو په اساس مناسبات خراب و.
ځینې کسان چې اوس وایي په افغانستان کې متمرکز جمهوري سیستم کار نه ورکوي، باید پارلماني سیستم وي، داکسان د خپل هیواد د تاریخ نه هم نا خبره دي ځکه د دیموکراسې په لسیزه کې (۱۹۶۳-۱۹۷۳ز) پارلماني سیستم هم په افغانستان کې کار ورنه کړ. په لسو کلونو کې پنځه صدراعظمانو (ډاکتر محمد یوسف، محمد هاشم میوندوال، ډاکتر عبدالظاهر، ډاکتر نوراحمد اعتمادي او محمد موسی شفیق) یو هم خپله دوره تکمیل نه کړې شوله او یو د بل پسې د پارلمان د فشار او سلب اعتماد له امله لرې کړې شول. اخري صدراعظم محمد موسی شفیق د داود خان د کودتاه سره لرې او په کور کې نظر بند شو.
هغه وخت هم د پارلمان یو شمیر وکیلانو د بهرنیو هیوادونو سره اړیکې درلودې او د بهرنیو هیوادونو د ګټو اجندا یې لکه د تیر جمهوریت په دور کې په مخ وړله. په افغانستان کې نه کمونیزنم، نه سوسیالیزم، نه امپریالیزم، نه اسلامیزم، نه جمهوریت، نه پارلماني سیستم، او نه د داخلې جنګونو فدرالي ملوک الطوایفې سیستم تر اوسه پورې کار ورکړې دی. دا سوال باید مونږ ټول د ځان نه وکړو چې ولې دغه ایډیالوژیو او سیستمونو کار ورنه کړ او ستونځه چیرته ده؟
د امیر عبدالرحمن نه د مخه هم د قدرت د نیولو په سر جنګونه و خو بیا امیر عبدالرحمن ملوک الطوایفې ته د پاې ټکې او د نوې افغانستان تهداب کېښود. امیر عبدالرحمن د هر قوم سرکشان ځپل او د هیڅ یو قوم سره یې جوړجاړې د نظام په جوړونه کې نه دی کړې نو ځکه ورته فولادي امیر ویل کیږي. آمیرعبدالرحمن په اولس ځلې لښکر کشیو کې څلور ځلې لښکر یوازې کونړ ته لیږلې و تر څو هلته محلي ملوک الطوایفي د سید محمود پاچا او د اسمار د خانانو ختمه کړي او هم کافرستان چې وروسته نورستان شو، د کنترول لاندې راولي.
خبره په سیستمونو کې نه ده بلکې پخپله په افغانانو کې ده چې په سیستمونو عقیده نه لري. کمونیستانو په کمونیزم عقیده او باور نه درلود، اسلامپالو په اسلام باور او عمل نه درلود، جمهوریتانو په ولسواکۍ باور او اعتماد نه درلود، مدنیانو په مدنیت باور او اعتماد نه درلود، او داسې نور. که د یو هیواد اکثره لوبغاړي او مشران یا نخبه ګان په عمل کې په ملي، اسلامي او نړیوالو ارزښتونو باور ونه لري نو څنګه به په هغه هیواد کې مشروع، ولسواکه او قانونمند نظام رامنځته او یا به کار ورکړي؟
د پنځم ټولګي نه زه د ډیرو کورني چیلنجونو سره مخامخ وم او دا چیلنجونه ورځ تر بلې زیاتیدل، کمیدل نه. په پنځم صنف کې وم چې پلار مې د دویمې میرمنې خاوند شو او د دولسم صنف نه چې فارغ شوم، پلار مې درېیمه میرمن واده کړله. په پنځم ټولګي کې وم چې پلار مې د کابل نه د بلخ ولایت ته تبدیل شو او مونږ هم مزارشریف ښار ته کډه شولو. بلخ ولایت ته چې سه پارچه (تبدیل) شوم نو زما په فکر کې یو څه بدلون او فکري پرمختګ رامنځته شو.
د پلار سره به د دوستانو د لیدو لپاره مجلسونو ته تلم او هم به مو په خپله حجره کې د مشرانو خبرو او بحثونو ته غوږ نیوه. د ښوونځي په درسونو کې هم ښه شولم او په پنځم صنف کې دریم نمره او په شپږم صنف کې دویم نمره د قاضي حمیدالدین د ابتداییه ښوونځي نه فارغ شولم. د قاضي حمیدالدین ابتداییه ښوونځۍ هم روسته په لیسه بدل شوې و. د یادونې وړ ده چې کله د شپږم تولګي نه فارغیدو، زمونږ د ټولګي اول نمره حبیب الله نومیده او پلار یې نجار و. ډیر با استعداه هلک و، خو هغه د شپږم ټولګي د فراغت نه وروسته خپلو درسونو ته دوام ورنه کړې شو ځکه راته ویلې چې مجبور یم د خپل پلار سره کار وکړم چې د کورنۍ لګښت پوره کړو. نه پوهیږم چې اوس به ژوندی وي او که نه خو اقتصادي ستونځې استعدادونه وژني.
د ابتداییه په دوره کې مې اخبارونه لکه انیس، هیواد، بیدار، افغان ملت، خلق او ځینې مجلې لکه ژوندون لوستلې. دا اخبارونه او مجلې به مې پلار کور ته راوړې. د بیدار اخبار په سر به یې لیکلي و چې: خنده نمک زندگی است. د افغان ملت اخبار یو لیکنه مې په یاد ده چې د پادشاه امان الله خان سره کوم ایټالوي اخبار مرکه کړې وه. په مرکه کې یې د امان الله خان نه پوښتنه کړې وه چې یو وخت ته پادشاه وې، لوی شخصیت وې خو اوس په ایټالیا کې اوسي، د ژوند په هکله څه احساس لرئ؟ امان الله خان ورته ویلې و چې ایټالیا ما ته د هوټل حیثیت لري او لویي په چوکۍ کې نه بلکې د خلکو په خدمت کې ده. دا واقعیت دی چې د افغانانو لویي په څوکۍ او مقام کې نه ده او لویي یوازې په خدمت کې ده چې د چا څومره په هر ډګر کې وسه کیږي، باید خدمت وکړي.
په ابتداییه ښوونځې کې د پلار نه مې د مشق خط یادوه. د پلار خط مې ډیر ښه او د هغه وخت په اصطلاح، ښه میرزایي خط یې درلود. پلار مې د کابل د دارالمعلمین نه په خپل وخت کې اول نمره فارغ شوې و او شپږ کاله یې معلمي او سرمعلمي هم کړې وه. زما خط هم د پلار د زحمت او ښودنې له برکته ښه شوې و. پلار به مې کله کله خپل دفتر ته هم د ځان سره بیولم. هغه وخت د فوتوکاپي ماشینونه نه و او کاربن پیپر کاغذ باندې به مکتوبونه دوه یا درې نقله کیدل. کله کله به مې پلار راته مکتوبونه راکول چې نقل یې کړم او په دې توګه د اداري کارونو سره اشنا شولم. صادره او وارده د مکتوبونو یا مراسلاتو مې هم زده کړله. دکال په اخرو کې به جلب نامې جوړیدلې او هغه به درې نقله کیدلې. پلار به مې راته دا دنده هم کله کله راکوله چې د هغه د همکارانو سره مرسته وکړم. په دغه ډول د ابتداییه ښوونځي نه د اداري کارونو په خاصه توګه د احصاییې د کارونو سره یو څه اشنا شولم. پلار مې په اول کې د بلخ ولایت د احصاییه مامور او وروسته د احصاییه مدیر شو. مدیریت هغه وخت لویه خبره وه او اوس هم زما د پلار نوم په خپله ولسوالۍ کې په درنه توګه اخستل کیږي.
د احصاییې مدیریت به جلبنامې داسې جوړولې چې د احصاییه ټول کتابونه به یې صفحه په صفحه، کرښه په کرښه لټول چې د هغه کسانو عمر چې راروان کال کې به ۲۲ کلن کیدل، د هغوي نومونه به یې بیرون نویس او جدولونو کې د نوم، د پلار نوم، د نیکه نوم، د تذکرې عمومي شمیره، دکتاب جلد، صفحه او مسلسل شمیره به سره ثبتول. دمامورنیو تعداد به کم او کله کله به یې د نورو شعباتو نه خدمتي کسان هم مؤظف کول. دا چې دا حساسه مسله وه نو د احصاییه مامورینو باید د پوره دقت نه کار اخستلې وې ځکه څوک د عسکرې د خدمت نه باید پاتې شوې نه وې او یا د عمر د پوره کیدو نه د مخه د عسکرې خدمت ته سوق شوې نه وې. دیټابسونه همدا کتابونه و او بله طریقه نه وه چې دا کار یې په اسانې سره تر سره کړې وې.
په اوم صنف کې د نادرشاهي په متوسطه کې چې تازه جوړه شوې وه، داخل شولم. هغه وخت د بلخ په ټول ولایت کې یوازې یوه د باختر لیسه وه. په نادرشاهې متوسطه کې زمونږ د انګلیسي ژبې معلم یو امریکایي پیسکور (Peace Corps) چې پال نومیده، و. اخرې نوم راته یې په یاد نه دی. د دغه استاذ موجودیت زما په انګلیسي ژبه کې مرسته وکړله او وروسته چې لغمان ته لاړو نو د لغمان د روښان په لیسه کې په لسم ټولګي کې زمونږ د انګلیسي او فزیک استاذان هم پیسکوران و.
د مزارشریف په ښار کې د اوسیدو یوه بله ګټه هم ما ته ورسیده چې په کال ۱۳۴۸/۱۳۴۹ل کې د کابل په پل خشتي جومات کې ملایانو د حکومت په ضد مظاهرې پیل کړې وې. هغه وخت د اصلاح اخبار یو کارتون نشر کړې و په نامه د مرد نه زنه او پیغمبر صل الله علیه وسلم ته یې توهین کړې و. وروسته د پرچم اخبار هم یو شعر د بارق شفیعي د شیپور انقلاب په نوم خپور کړې و چې په لینن یې درود ویلې و.
که څه هم دا مظاهرې په لومړۍ سر کې د حکومت په اشاره پیل شوې وې چې د چپي مفکورې او احزابو مخه ونیسي خو وروسته د پل خشتې مظاهرې د حکومت په ضد منسجم شولې چې حکومت ولې د دغه احزابو مخه نه نیسي او باالاخره امنیتي قواو په پل خستې جومات حمله وکړله او د مظاهرې مهم کسان یې ونیول او اکثره ملایان یې په بسونو او موټرو کې واچول او بیرته یې خپل ولایتونو ته ولیږل.
په همدغه کال، دا مظاهرې د مزارشریف په ښار کې هم وې او هر مازدیګر به د روضې شریفې په صحن کې علماو تقریرونه کول. مازدیګر به مونږ هم د پلار سره د لمانځه لپاره روضې ته تلو او اکثره وطنداران او دوستان به چې د سخي صیب زیارت ته تلل، کله کله هلته لیدل.
د روضې صحن د مازدیګر او ماښام لخوا یو ښه تفریحي ساحه وه او د ماښام لمانځه نه وروسته به کورته تلو. په دغه وخت کې زمونږ کور د چغدک په سیمه کې د قلندرشاه د جومات تر څنګ و. تصادفا، د استاد عطا محمد نور د تره او پلار کور هم زمونږ د کور سره دیوال شریک و. د هغه تره کلانتر امیرمحمد، ډیر ښه سړی و. د سیمې مشر او د قالین خرڅوونکو د صنف کلانتر یا مشر و. د قلندر شاه جومات تر څنګ یې لویه حجره درلوده چې پراخه چمن او صحن یې هم درلود.
په پنځم او شپږم صنفونو کې زمری چې وروسته یې کامګار تخلص اختیار کړ، او د کام هوایي شرکت مالک دی، زما ټولګیوال و. هغه هم د چغدک په سیمه کې اوسیدو او تګ او راتګ مو سره درلود. کله چې د کورنیو چارو معین وم او بلخ ولایت ته لاړوم نو یو ماښام مو د کامګار سره دهغوي په پخواني کور کې چې په ډیر ښه شکل یې نوې جوړ کړې و، یو چای وخوړ. هغه وخت هم دی د ښکار شوقي و. مونږ هم یو ګل چاپ چریز روسی ټوپک درلود او کله کله به مو ښکار سره کاوه. د زمري کامګار نیکه، حاجي امین جان چې په حاجي پلاسکو یې شهرت درلود، د هغه وخت ښه تجار و. حاجي امین جان اول ځل لپاره یې پلاسکو لوښې افغانستان ته وارد کړي و، ځکه په حاجي پلاسکو یې شهرت پیدا کړې و او دوکان یې د روضې جنوبي برخې په دوکانونو کې و.
په روضه کې مو هر مازدیګر د ملایانو او علماو خبرې اوریدلې. کله به چې ماښام بیرته کور ته راغلو، پلار مې راته وړه چپن اخستلې وه، نو هغه به مې واغوستله او کله کله د صندلې میز ته به یې وخیژولم او راته به یې وویلې چې څه دې نن اوریدلي هغه تقریر دلته کور کې مورګانو او د کور نورو غړو ته وکړه.
د دغه مظاهرو بحثونه او هم د دوی په ضد بحثونه، د پلار د دوستانو سره مې په مجلسونو کې اوریدل. په روسته کلونو کې او هم د پوهنتون په دوره کې دغه بحثونو یو ګټه راته ورسوله چې د هیڅ یو چپي او یا ښي سیاسي حزب غړی نشوم ځکه د دغه بحثونو نه ما دومره استنباط کړې و چې دا حزبونه د بهر نه تقویه کیږي او د نورو هیوادونو اجنداوې په مخ وړي. که نه زه د ځینو خپلوانو او انډیوالانو سره د ناستې پاستې له امله باید یو له دغه حزبونو او په خاصه توګه د چپي حزبونو غړی شوې وې. هغه وخت ملي حزبونو هم رشد ونه کړ او یا ملي حزبونو وجود نه درلود. د افغان ملت په ګوند هم د المان د سوسیال دیموکرات د پلوي ګوند په نوم ټاپه وه.
په کور کې زما مسوولیت ورځې تر بلې زیاتیده ځکه زه د پلار د دریو میندو په ۲۳ اولادونو کې ( شپاړس ورونه او اوه خویندې) د ټولو نه مشر زوی وم. مشهوره متل دی وایي چې د پښتنو په کور کې مې خدایه مشر مه کړې او ډله کې کشر. کله چې د کور مشر شولې نو ټولو درته پښې غځولې وي او هغه بله مشهوره متل دی چې یو یې ګټي او سل یې څټي. هر یو د خپل ځان په ګټه کې وي خو مسوولیت یوازې د مشر په غاړه وي. هر یو طمعه لري خو مقابل کې د مسوولیت احساس د کور او مصارفو په اړه نه وي. همدا شان کله چې ډله کې کشر وې نو بیا مشرانو ډه ډه اچولي وي او کشران باید خدمت وکړي.
دلته د مشرتوب او کشرتوب تر منځ تعادل او بیلانس شتون نه لري. دا مسولیتونه دې یا ورمیږ ماتوي او یا دې د کار او پرمختګ مانع ګرځي ځکه ته باید هر څه د کور د لسهاو په خولو او سلیقو په بنیاد عیار کړې که نه هرچا به اوربوزونه کاږه نیولې وي.
په هر لحاظ زما د خویندو او ورونو دا دومره اولادونه او بیا د اولادونو اولادونه چې تعداد یې اوس تقریبا ۱۴۰ نفرو ته رسیږی، یو لوی مدیریت غوښته. په متوسط او ضعیفه اقتصاد کې د دومره میندو او اولادونو تر منځ توازن ساتل هم اسانه کار نه و او نه دی. همداشان د کاکانو، ماماګانو، عمه ګانو او خالاګانو او د هغوي د اولادونو او نورو سل ګونو خپلوانو او دوستانو د توقعاتو او خدمت مدیریت او د دې تر څنګ ځآن رسول او ځانته حلاله روزي پیدا کول هم خورا ډیر چیلنجونه درلودل.
کله چې د اوم صنف نه اتم صنف ته بریالۍ شوم، پلار مې غوښتل چې د کابل ته نږدې کوم ولایت ته ځان تبدیل کړي. هماغه و چې کونړ ته ولیږلو. په اتم صنف کې چې خاص کونړ لیسې ته سه پارچه شوم، په ښکته کچه تجارت مې د شولو او د خاورو تیلو د خرڅلاو نه پیل کړ. سرمایه زیاته نه وه فقط لس زره افغانۍ مې راته مور راکړې وې او هغه هم هغه وخت زیاتې پیسې وې. د یادونې وړ چې زما د ماماګانو کورنۍ نسبتا زمونږ په ولسوالۍ کې زمینداره وه او نیا مې دې خدای وبښي کله کله به یې زما په مور د نورو اولادونو نه زیاته پیرزو کوله او ویلې چې دا لور مې طالع منه یا بختوره ده ځکه زما درې ماماګان، وکیل عبدالجلیل ملنګ، ډاکتر کبیر ستوری او څارنوال محمد نعیم، زما د مور نه وروسته پیدا شوي و او مشرانې ټولې خویندې وې. پښتنو کې دا روایت دی چې کومه کورنۍ کې نارینه اولاد نه وي او د کومې خور نه روسته ورور پیدا شي نو بیا هغې ته بختوره یا طالع منه وایي.
د اتم صنف نه وروسته ما بیا د پلار نه جیب خرڅ نه و غوښتې او که خپله به یې کله څه راکول نو نه مو هم نه کوله خو اکثره به ما ورسره مرسته کوله. یو کلیوالي وړوکي دوکان د خاص کونړ د برې غاړې کلي کې د یو باجه د ورور سره شریک جوړ کړې و او د پوهنتون په دوره کې مې هم د شهزاده په سرای کې کله کله ډالر او افغاني اخستلې او خرڅولې.
اصلي ستونځه دا ده که څومره زیات مسوولیت اخلي او هر چاته په هر لحاظ ځان رسوي نو دا مسوولیت نور هم زیاتیږي او توقعات لوړیږي. که سل ځلې مرسته هم وکړې خو که یو ځل دې مرسته ونشو کړلې، بیا هغه تیر هر څه هیر وي. زما یو کشر ورورڅو کاله د مخه راته یوه ورځ په خبرو کې وویلې چې زه یوازې ستا ښه تر شل کلنې پورې منم چې درسونه دې راباندې وویل او امریکې ته دې راوستم خو وروسته دې ما سره څه نه دي کړي. ما ورته وخندل او ورته ومې ویلې چې ته خو انجینر شولې، په خپلو پښو ودریدې نو اوس ستا دنده ده چې ته نور په پښو ودروې.
اکثره په کورنیو کې د مشر ورور مرسته او زحمت خپل حق ګڼي چې ته باید همیشه مرسته وکړې او که کله دې مرسته ونشوه کولې، نو بیا د کورنې غړي داسې کارونه ستا په وړاندې کوي چې ستا د کارونو او پرمختګ مانع ګرځي. که ته باالمثل عکس العمل ښکاره کوې نو خبره جنګ، دښمنې او یا د علایقو مطلق قطع کولو ته رسیږي. هغه بل مشهور متل دی چې وایي اخره کې هندو ستړی او خدای ناراضه. اکثره د کورنۍ غړي، دا فکر نه کوي چې زه اوس تقاعد یم، تجارت او بزنسونه نه لرم او دا اوس د دوی وخت دی چې مرسته وکړي خو اوس هم فکر کوي چې زه دوی ته مزدوري وکړم او د دوی سره مرسته وکړم. دا ښه خبره ده چې انسان د یو بل سره مرسته وکړي خو د ژوند په مرحلو کې د همیشه لپاره دا امکان نه لری چې یو انسان د بل انسان سره مرسته وکړې شي. اوس زما وخت دې ته رارسیدلې دی چې هغه څه وکړم چې ما ته اولویت لري.
زما پلار چې ما ورته پلار جان وایه، ډیر پوه، زیرکه، با جرئته، سخي، میلمه دوسته، صادفه، مسلمان او په هیواد مین انسان و. دا صفتونه مبالغه نه دي ځکه هغه کسانو چې پلار مې د نږدې نه پیژنده، هغوي شاید د دې صفتونو تاید وکړي. په زرګونو شاګردان او دوستان یې درلودل. د هغه د دوستانو پالل هم مهمه مسله وه ځکه هره ورځ به ورته دوستان او خپلوان کور ته راتلل او بې له میلمه به ورته ډوډۍ خوند نه ورکاوه.
کله چې په اتم صنف کې د بلخ نه د خاص کونړ لیسې ته سه پارچه شولم، د کابل او مزار ښار کې د اوسیدو نه وروسته بیرته کونړ ته تګ هم یو نوې چیلنج و. لومړۍ چیلنج دا و چې زمونږ د کور او لیسې ترمنځ یو ساعت او پنځلس دقیقې د بایسکل مزل و چې هره ورځ به مو دوه نیم ساعته لیسې ته په تګ او راتګ تیرول. په اقتصادي لحاظ مونږ متوسط ژوند درلود. د اقتصادي فرمولې په اساس، Low Middle Class و چې هغه وخت نه غریب و او نه پیسه داره. د خپلې شړۍ سره مو باید خپلې پښې غځولې وې. د خپلې شړۍ سره پښې غځولو فرموله زما د ژوند په کاري دوره کې ډیره مرسته وکړله ځکه هیڅکله مې خپل مصرف د خپل عاید نه نه زیاتوو. هر کله چې یو څوک خپل مصرف د خپل عاید نه زیات نه کړي نو بیا نه مجبوریږي چې د عاید د زیاتولو لپاره د غیر مشروع لارو په لټه او تکل کې شي.
د ښوونځي د تګ او راتګ نه برسیره، درسې ستونخې زیاتې وې. په ژمي کې یخني، د ګرمو جامو مناسب لباس نه درلودل، سهار وختي په بایسکل دوه نیم ساعته مزل، د زده کړو ټولګي به یخ و او د محروقاتو پیسې به په اغلب ګمان د مدیر او نورو مسوولینو لخوا چنګ او بوزه کیدلې. مدیر او سرمعلم به هغه وخت دلیل دا وایه چې دوی د اداري کارونو او نورو مسایلو لپاره بودیجه نه لري، نو د دغه پیسو نه استفاده کوي او داسې نور.
د لیسې د استاذانو سویه هم د بلخ او کابل په تناسب ټیټه وه او درسي مواد، لکه کتابونه به مکمل نه و او د چا چې وسه کیدله، خپل کتابونه به یې د بازار نه په بیه اخستل. داسې معلومیږي چې هغه وخت هم فساد موجود و ځکه ولې درسي کتابونه په بازار کې وپلورل شي او ځینې کتابونه خو به بیخې نه پیدا کیدل.
په درسونو کې زما بله ستونځه دا وه چې په کابل او بلخ کې ما درسونه په دري ژبه لوستلې و. د پښتو درسي کتابونو سره مې هم ستونځه درلوده خو بیا هم مې وکړې شول چې په صنف کې اول نمره شم ځکه د کابل او مزار د ښوونځیود زده کوونکو او استاذانو سویه د کونړ نه لوړه وه.
په کونړ کې د خلکو ژوند ډیر غریب و. هرې کورنۍ چې کولې شول باید یوه غوا نیمه یې ساتلې وې چې شیدې او مستې یې تر لاسه کړې وې. په ټوله ولسوالۍ کې قصابي نه وه او یوازې د اونۍ دوه ورځې د کونړ د اراضی په کلي کې چې د لیسې سره نږدې کلی و، قصابي کیدله. د اراضې د کلي عبدالرحمن قصاب کورنۍ، د کونړ د پوځي کندک سره د غوښې قرارداد درلود. هغه به اونۍ کې دوه ورځې غوښه کندک ته ورکوله. که وختې به ورغلې نو یو کیلو دوه غوښه دې په بیه تر لاسه کولې شوله که نه غوښه به وختي خلاصیدله. د غوښې اخستل هم د ولسوالۍ د مطلق اکثریت ولس په وسه پوره نه و.
زه مجبور وم چې د مکتب د تګ نه د مخه، غواګانو ته شفتل وریبم او هغه کورته راوړلم ځکه مور مې نشو کولې او نور ورونه هم واړه و. ورونه مې د زده کړو لپاره د منګوال ابتداییه ښوونځي ته تلل . د منګوال متوسطه کور ته نږدې وه او پنځلس دقیقې د پښو مزل و خو هلته اتم صنف نه و جوړ شوې او نوې متوسطه شوې وه چې یوازې اوم صنف یې درلود نو ځکه زه د خاص کونړ لیسې ته تلم. ډیرې داسې نورې اقتصادي ستونځې په سیمه کې وې چې دلته یې نه غواړم تفصیل ورکړم ځکه د دغه ستونځو یو څه یادونه زما د کونړ ولایت په کتاب کې شته دی.
اتم او نهم صنف مې د خاص کونړ په لیسه کې خلاص کړ. د لیسې په دوره کې ځینې استاذان او زده کوونکي د خلق، پرچم، افغان ملت، شعله جاوید او جوانان مسلمان (اخوانیانو) د افکارو پلویان و. که څه هم د خاص کونړ په لیسه کې د اخوانیان ښکاره کسان نه و خو هغه استاذان چې اسلامي عقیده یې درلودله، د چپي احزابو د استاذانو او زده کوونکو سره مخالفت کاوه. دغه استاذانو به لیسه کې پارت او پارت بازي کوله او همیشه به د خاص کونړ په لیسه کې کشمکش د لیسې د مدیریت اومعاونیت د چوکیو په سر و. زما ماما، خداې د وبښي، محمد نعیم د لیسې معاون او زمونږ د فزیک استاذ و. هغه به دغه پارت او پارت بازې کې پوره برخه درلوده. زما د کاکا زوی، د عمه زامن او نور خپلوان هم په لیسه کې استاذان و. په هر صنف کې به په اول نمرګې او دویم نمرګې جنجالونه او رقابتونه و. زما په صنف کې زما رقابت د خالا زوی، جمال ناصر سره و چې هغه هم غوښته چې اول نمره شي.
کله چې د نهم صنف نه لسم صنف ته کامیاب شوم د داود خان لخوا د سرطان کودتاه وشوله.
پلار مې تازه د بلخ نه لغمان ولایت ته تبدیل شوې و. د اختر ورځې وې. د کودتاه د نوم سره اشنا نه وم او اول ځل مې د کودتاه نوم واورید. مونږ د پشد کلی ته تللي و چې هلته خپل خپلوان وګورو ځکه د پلار مشره خور او هم زما د مور مشره خور په پشد کلي کې واده وې. یادیږې مې چې بیرته په لارې کې خاص کونړ ته راتلو چې پلار مې په مخکې سیت کې ناست و. د خاص کونړ د میاګانو کلي سره په یوه دیره کې د خاص کونړ د اراضۍ د بانډې د کلي، محمد ظاهر منطق چې د پلار مې شاګرد و، هلته انتظار کاوه چې جلال اباد ته لاړ شي. هغه د لارې مخې ته راغی او پلار مې چې ولید نو ورته یې وویلې چې استاذه راښکته شه په کابل کې کودتاه شویده چې رادیو واورو.
هغه وخت بله وسیله نه وه فقط رادیو وه او هغه هم هرچا کره نه وه. د لارې ډریور ته یې وویلې چې منتظر شه چې دا خبرونه واورو نو بیا به ځو. په رادیو کې د کودتاه شعارونه ورکول کیدل او د داود خان په مشرې، د افغانستان شاهي نظام ته یې د پای ټکې کېښود. همدغه کودتاه د ثور اومې کودتاه او د اخلي جګړو ته لاره پرانیستله. دا هم د احتمال نه لرې نه وه که داود خان سپینه کودتاه نه وې کړي، شاید بل چا کومه خونړۍ کودتاه کړې وې ځکه حالات داسې و چې باید تحول رامنځته شوې وې. ظاهر منطق بیا روسته د سرحداتو او قبایلو چارو په وزارت کې سلاکار مقرر شو ځکه د پرچم د ډلې سره یې رابطه درلوده او صیب منصب و.
د لسم صنف لپاره د خاص کونړ د لیسې نه د لغمان روښان لیسې ته سه پارچه شولم. د یو ښوونځې او سیمې نه بلې سیمې ته تګ د زده کوونکو لپاره ګټه او تاوان لري. ګټه یې دا ده چې د نوي محیط، ملګرو، او سیمې سره اشنا کیږي او دا ګرځیدل د انسان په فکر او رشد کې رول لري. یو شاعر وایي:
په خالي ویلو څوک نه سړی کیږي
څو سیاح د هر بلاد نشي سړی
تاوان یې دا دی چې کله کله دغه تغیر په زده کوونکي منفي تاثیر هم کوي او درسونو کې وروسته پاتې کیږي. خوماته یې ګټه وکړله. د لغمان په روښان لیسه کې تعلیمي سطحه د خاص کونړ د لیسې نه ډیره اوچته وه. استاذان هم اکثره لسانس و او د انګلیسي او فزیک استاذان امریکایي پیسکوران و. د لغمان په ولایت کې هم یوازې د روښان لیسه وه او نورې لیسې هغه وخت په ټول ولایت کې نه وې. په روښان لیسه کې مې هم وکړې شول چې په خپل صنف کې دریم نمره شم. په ریاضي او کیمیا کې مو ډیر ښه استاذان درلودل. د ریاضي یو استاذ چې محمد اکرم نومیده او د ننګرهار دارالمعلمین د دولسم صنف نه فارغ و خو سویه یې د لسانس نه اوچته وه، ښه افهام او تفهیم یې درلود او ریاضي مسایل به یې ډیر ښه تشریح کول. استاذ اکرم د ریاضي کورس هم درلود نو د هغه په کورس مې کې هم یو څه وخت درس ووایه.
د یادونې وړده چې ما ریاضی، فزیک او مثلثات په ښه توګه د دوه استاذانو نه چې یو یې استاذ اکرم او بل عبدالعزیز نصيري چې هغه هم د لغمان و زده کړیدي. کله چې د دولس صنف نه فارغ شوم نو عبدالعزیز نصیري چې د کابل په مرکز ساینس کې استاد و، د ساینسې مضامینو لپاره د (نور) په نوم کورسونه د کابل ښار په جاده نادر پشتون سیمه کې درلودل. د کانکور لپاره مو د تیارې په کورسونو کې هلته داخله کړې وه او استاذ نصیري هلته د فزیک او الجبر استاذ و. استاذ اکرم بیا په اخرو کې ساینس فاکولتې ته لاړ او زه چې د پوهنتون په دویم صنف کې وم، هغه د ساینس د فاکولتې نه فارغ شو. استاذ عبدالعزیر نصیري سره بیا په پېښور کې کله چې زه د بلجیم کمیټې معاون وم، همکاران شولو. استاذ نصیري، فعلا د کلفورنیا ایالت په یوه کالج کې د ریاضي پروفیسر او هلته درس ورکوي.
د لغمان په ولایت کې د دوه مهمو پېښو یادونه غواړم چې دلته وکړم. کله چې د جوانان مسلمان یا اخوانیانو مشران او غړي لکه پروفیسر برهان الدین رباني، انجینرګلب الدین حکمتار، قاضي محمد امین وقاد، احمدشاه مسعود، حاجي دین محمد او نور، د داودخان د کودتاه نه روسته پېښور ته لاړول او هلته یې په ۱۳۵۴ کې د پاکستان په مرسته په داخل د افغانستان کې عملیات پلان کړل، هغوي دا عملیات په پنجشیر، لغمان، کونړ، ننګرهار او پکتیکا کې ولایتونو تر سره کړل. په دغه وخت کې زما د تره زوی، سید عبدالقهار نیازمن د قرغه یي ولسوالۍ، ولسوال او پلار مې د لغمان ولایت په مرکز کې د احصایي مدیر و. د جشن شپې وې او جشن ته تیارې هم نیول کیده. زمونږ کور د اوړي لپاره کابل ته تللې و. پلار او تره زوی مې کابل ته د اونۍ په اخره کې (جمعګي) تللي و. د لغمان والي، عبدالقادر قاضي زما تره زوی ته خبر ورکړې و چې بیرته ژر ولسوالۍ ته راشه ځکه د کابل نه امر دی چې ټول مامورین او ولسوالان باید په خپلو دندو کې حاضر وي او اوله درجه احضارات دي. داسې معلومیږي چې هغه وخت حکومت د اخوانیانو د حملو نه یو څه اطلاعات درلودل.
کله چې پلار او تره زوی مې بیرته لغمان ته تلل نو زه هم ورسره لاړوم. تره زوی مې قرغیو ولسوالۍ ته لاړو او مونږ لغمان مرکز سره نږدې شیخانو قلا کې خپل کور ته لاړو. د لغمان مرکز ګرم دی. د اخوانیانو د دغه حملې نه دوه شپې د مخه، پلار مې وویلې چې بدیع اباد سیمې ته به لاړ شو او هلته د پلار یو هم صنفي، معلم عبدالرحمن علینګاری چې نږدې ملګری یې و، وګورو او هم به ورسره شپه تیره کړو ځکه بدیع اباد د لغمان د مرکز نه یخ دی. کله چې هلته لاړو، معلم علینګاری راغی او ستړي مشې یې وکړه خو د ستړي مشي نه روسته بیا رانغې. د هغه یو بل تره زوی، ملک نصرالله راغی او وویلې چې د علینګاري څه مهم کار پیدا شو او چیرته لاړو نو زه به د تاسي سره یم. پلار مې خفه شو ځکه چې دی خو د علینګاري لیدو ته ورغلې و او د دارالمعلمین د وخت هم صنفي او ډیر ازاد ګپ شپ یې سره درلود، نو لا اقل باید راغلې وې او خدای په اماني یې اخستلې وې. مونږ څه خبر و چې د علینګاري وراره، مولوي حبیب الرحمن د لغمان په ولایت د حملې لپاره پلان درلود او دوی د حملې په پلان مصروفه و.
په سبا شپه مونږ د لغمان په تیرګړو سیمه کې د سیند په غاړه د پلار یو بل دوست کره چې فضل رباني نومیده، شپه وه. مولوی حبیب الرحمن او ملګرو یې د لغمان به ولایت په دریو ځایونو حمله کړې وه خو د سیند د شراري له امله مونږ ډرې نه وې اوریدلې. سهار وختي مو ولیدل چې پوځې موټرې د جلال اباد نه لغمان ته روانې دي او مونږ هم ولایت ته لاړو. پلار مې خپل دفتر لاړو او زه کور ته لاړوم. د لغمان د پولیسو سر مامور چې د ګزمې نه تازه راستون شوې او په لمانځه ولاړ و، د هغه په کور ېې حمله وکړله او هغه یې شهید کړ. د ولایت په بانک یې حمله کړې وه خو هلته یو عسکر سخت مقاومت کړې و او په بانک حمله یې ناکامه شوله. د والي په کور ورغلې و چې والي پخپله تښتیدلې و او د هغه د کور نه یې یو بادي ټوپک او یو ټیپ ریکاډر چې ۵۴۰ ماډل و، وړې و. قوماندان د امنیتي هم د شپې د علینګار په لور تښتیدلې و.
په هر حال سهار چې د ننګرهار د یولسمې فرقې قوماندان، جنرال یونس خان او د ننګرهار والي، عزیزالله واصفي د قواو سره لغمان ته رسیدلي و، نو وضعیت نورمال شوې و. قادر قاضي او قوماندان امنیه هم بیرته ولایت کې و. دوی د لغمان مشران راټول کړي و او ورته یې ویلې و چې دا کسان د بل ځای نه دي راغلي. د همدې سیمې کسان دي او خلکو ورته ځای ورکړې دی، باید پیدا شي. ( د دې قصې تفصیل زما په کتاب: د واقعیتونو په بهیر کې لوستلې شئ). باالاخره مولوی حبیب الرحمن د لغمان په چار دهي کلي کې د ملک حبیب لخوا او نور کسان چې تعداد تقریبا ۲۷ کسو ته رسیده، په بیلابیلو ځآیونو کې ونیول شول. یوازې د مولوی حبیب الرحمن دوه ورونه او یو بل کس ونه نیول شول.
په همدغه کال د داود خان د حکومت لخوا د جمهوري حکومت د تذکرو ویش لړې هم پیل شوله او دا چې ما د احصاییې په اداري کارونو کې بلدتیا درلوده نو د اوړي په رخصتیو کې مې د پلار سره کار کوه او د لغمان د خلکو او جغرافیې سره زیات بلد شوم ځکه پلار مې د تذکرو د ویش په بیلابیلو ټیمونو ګرځیده او د تذکرو د ویش نه یې نظارت کاوه.
د یولسم صنف په منځ کې مې د لغمان نه بیرته خاص کونړ لیسې ته ځان سه پارچه کړ ځکه پلار مې تخار ولایت ته تبدیل شو. نیمایي یولسم او دولسم مې د خاص کونړ په لیسه کې خلاص کړ او د لیسې نه عمومي اول نمره فارغ شوم. د طب سره مې علاقه نه درلوده ځکه زما یو ورور، شهید سردار محمود او مور مې مریضان و نو ډیر وخت مې په روغتون کې د دوی سره تیر کړې و او د روغتون ماحول سره مې یو ډول حساسیت درلود.
د زراعت د فاکولتې سره مې دلچسپي درلوده او د کانکور په امتحان کې د زراعت فاکولتې ته کامیاب شوم. ولې مې د زراعت سره دلچسپي پیدا شوله؟ په کابل کې زما د ترور زوی، ډاکتر روح الله عمر، چې ښه جراج و، د بهارستان سیمنا سره نږدې د خلمي په روغتون کې زما د مور عملیات وکړ. په روغتون کې د خوګیاڼو د کږې د سیمې، حفیظ الله خان سره بلد شوم. دهغه ترور هم عملیات کړې واو زما ترورزي د هغه د مریض په ښه کیدو کې ورسره مرسته وکړله. حفیظ الله خان د کونړ ولایت د ځنګلونو په ریاست کې کار کاوه او زمونږ د یو څو کسو خپلوانو سره چې هلته یې کار کوه، پیژندل. خبرې سره مو کولې نو تشویق یې کړم چې زراعت فاکولتې ته لاړ شم. هغه راته ویلې چې زراعت مخ په انکشاف دی او سمدستې چې د زراعت فاکولتې نه څوک فارغ شئ، عمومي مدیر مقرریږي چې په نورو برخو کې چې کله څوک مدیریت ته رسیږي، تقاعد کیږي. د یو کال کار نه روسته د ماسترې لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې لخوا بورسونه هم شته او څنګه چې بیرته د ماسترې دورې نه څوک وطن ته راشي، رئيس کیږي. یعنې د رشد زمینه د زراعت په برخه کې زیاته ده. د یادونې وړ ده چې ډاکتر روح الله عمر په ۱۹۹۰ل کال کې په پېښور کې د ای اس ای په مرسته د اسلامي حزب د غړو لخوا د خپلې معاینه خانې او کور تر منځ په یونیورستي ټاون کې لار درکه شو چې تر ننه یې هیڅ پته ونه لږیدله.
د زراعت فاکولتې په دویم صنف کې وم چې د ثور کودتاه وشوله. د ثور کودتاه تفصیل او ځینې پېښې چې زه یې شاهد وم، هغه ټولې په تفصیل سره زما په چاپ شوي کتاب: (د واقعیتونو په بهیر کې)، لیکل شوي دي. په دغه کتاب کې د مهاجرت قصې، په کمپونو کې په خیمو کې سخت ژوند چې نه سورې و او نه د یخو اوبو درک او نورې سختې لیکل شویدي. زما دویم زوی، ضیا او لور مې اب زم زم هم د کچه ګړې په کمپ کې په خیمو کې زیږیدلي دي. څنګه مې یو ورور او د ماما ځوی او ترورزی چې مخکې یادونه وکړله، په پېښور کې لا درکه او بل ورور مې شهید شو. د څه ډول اقتصادي، سیاسي او امنیتي ستونځو سره مخامخ شوي و، په تفصیل سره په دغه کتاب کې درج شویدي.
هر پلار د خپل زوی په پرمختګ خوشالیږي نو زما پلار هم زما د کاري ژوند په پرمختګ ډیر زیات خوشالیده خو په عین حال کې توقع یې هم اوچتیدله. کله به یې چې توقع زیاته شوله نو بیا به مې ورته خپل ټول د عاید حال ووایه. دا چې ډیر پوه انسان و نو مستدلل بحث یې خوښيده او قناعت به یې هم کاوه. هیڅکله یې زه دې ته نه وم تشویق کړې چې د غیر مشروع لارې عاید پیدا او د خپلې کورنۍ سره مرسته او یا د دوی خواهشات پوره کړم.
د یادونې وړ ده چې په پنځه څلویښتو کاري ژوند کې ما یوازې څلور کاله په حکومت کې دنده اجرا کړې ده دا چې زما دندې په حکومت کې یو څه مهمې وې نو ډیرې فکر کوي چې ما ټول عمر په حکومت کې کار کړیدی او یا فکر کوي چې زما ژوند یوازې په حکومت کې د کار کولو له امله په مخ تللې دی. داسې نه ده.
کله چې په ۲۰۰۳ز کال کې د کورنیو چارو وزارت معین شولم نو پلار مې دفتر ته راغی او راته یې وویلې راغلم چې وګورم چې ریښتیا معین شوې یې او که نه؟ دا چې اوس مې ولیدلې چې په ریښتیا معین شوې یې نو د دې دندې نه تګ هم په نظر کې ونیسه چې یوه ورځ به د دغه ځای نه ځي. څه چې اوس خورو، د دې نه به هم په کمه ګذاره وکړو خو ځان بدنام نه کړې. هیچا سره غیر قانوني مرسته مه کوه خو د خلکو سره بد چلند هم مه کوه ځکه په غیر قانوني کار نه کولو څوک نه خفه کیږي خو په بد چلند خلک خفه کیږي.
پلار به مې همیشه راته ویلې که یوه ډبره دې هم پیدا کوله، وطن ته یې راوړه. د یو چا خو به چیرته په درد وخوري. کله چې کونړ ولایت په ۱۹۹۰ کلونو کې روسانو او د کابل حکومت تخلیه کړ، نو پلار مې د خپلو میرمنو سره خاص کونړ ته بیرته لاړو او د مرګ تر اخره پورې په خاص کونړ کې اوسیدو تر څو چې د ۲۰۰۴ز کال د فرورې په میاشت کې وفات او د منګوال کلي په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د پلار په ژوند او هم روسته که په هره دنده وم، د خپل کلي او ولسوالې د خلکو سره رابطه قطع نه کړله او اوس هم رابطه لرم. د خاص کونړ مکاتب مې په ۱۹۹۳ل کال کې د مزدورې په شخصي پیسو، فعال کړل او په سل ګونو کسانو ته خیر ورسید چې اوس اکثره د هغه دورو زده کوونکي ډاکتران او انجینران او یا په نورو برخو کې زده کړې کړیدي. څه مې چې وسه وه د تعلیم او تربیې او نورو برخو کې مرسته کړې ده. د شاه محمود میاخیل ټولنیز او فرهنګي مرکز مې په همدې پار د خلکو د خدمت لپاره په خاص کونړ ولسوالۍ کې جوړ کړې چې اوس هم فعال دی. ځوانان، مشران او هره اداره چې هلته وي، د هغه مرکز نه استفاده کوي او د مرکز دروازې د ټولو هیوادوالو او محلي ولسونو په مخ بیرته دي.
دا د دې معنی نه درلوده چې ما ډیرې پیسې درلودې خو دا د خپل پلار د وصیت او د خپلو خلکو سره د مینې په پار دا مرکز په خاص کونړ کې جوړ کړ که نه د خاص کونړ ډیر کسان د ما نه زیات زمیندار او پیسه داره دي.
دا چې زه د پلار په ۲۳ اولادونو کې د ټولو نه مشر زوی وم، ګپ شپ به مو هم سره لګوه او ورته به مې ویلې چې پلارجانه! خارجي پالیسي دې ډیره ښه ده خو داخلي پالیسې کې ډیرې ستونځې لرې.
پلار مې ما لپاره په ډیرو برخو کې ښه الګو او ډیر څه مې ترې زده کړی و. اداري کارونه، سیاست، ټولنیز ژوند، مثبت فکر، دیني مسایل، لیک او لوست مې اکثره په ابتدا کې د خپل پلار نه زده کړي و. دا چې پلار مې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو او وزارتونو کې مختلفې دندې درلودې نو د هر قسمه کسانو سره یې ناسته ولاړه وه. اکثره به زه ورسره مجلسونو او یا حجره کې وم. همیشه به په ناستو ولاړه کې علمي، ټولنیز او سیاسي بحثونه و او ما به هم د دوی خبرو، مثالونو او د ژوند تجربو ته غوږ نیوه او ډیر څه د پلار او د هغه د دوستانو نه زده کړل.
په کورني ژوند یا د کور داخلي پالیسې کې هم، پلار مې راته ښه الګو و. ورته به مې ویلې چې پلارجانه ستا داخلي پالیسي او دریو ښځو ماته ته دا درس راکړ چې زه به هیڅکله د دویمې او یا درېیمې میرمنې سوچ هم ونه کړم.
لکه چې مخکې مې یادونه وکړله، د پوهنتون په دویم صنف کې وم چې د ثور کودتاه وشوله او شل کلن وم. د ثور کودتاه د ناخوالو او مهاجرتونو له امله د ژوند ستونځې نورې هم زیاتې شولې ځکه د یو نامعلوم سرنوشت په لورې روان شولو. سرمایه نه وه خو ښه مې یاد شي چې ۷۳ زره افغانۍ ما سره وې چې هغه مې د وړوکي تجارت په برکت سپما کړې وې.
زمونږ د کورنۍ غړي د هزاربزو عزیزانو په شان تجار پیشه نه و او د ماموریتونو عادي ژوند یې درلود. د پلار او مور لخوا زمونږ کولمه هم اوږده وه. د پلار لخوا د میاعلي صیب او د مور لخوا د کونړ د مشهورې کورنۍ میرزا محمدجان خان چې د هغه زوی، لعل محمد خان د لوی خان میرزمانخان زوم و، لمسی یم. یعنی زما د مور لخوا نیا، د میززمانخان مشره لور وه.
زما د ماموریتونو په وخت کې د خپلوانو او نږدې دوستانو نه په غیر ډیرې خلک نه پوهیدل چې زه څومره ورونه او خپلوان لرم ځکه ما د خپل کاري ژوند د ابتدا نه یو څه اصول ځانته ټاکلي و او په هغه اصولو روان وم.
دا څه چې لیکم ټول نږدې دوستان او خپلوان مې په دې اصولو خبر و او همدا علت دی چې دوی زما په کارونو کې مداخله نه کوله او نه ما د دوی په کارونو کې مداخله کوله. نه مې غوښتل چې په کورني او محیطي تاویلو ماویلو کې ځان مصروفه کړم. زما اصول ډیر ساده و:
- نه کار هلته څه کار. ډیرې کسان په خپل ژوند او کار دومره فوکس نه کوي لکه د نورو په ژوند او کار فکرونه او بحثونه کوي. که څوک رانه پوښتنه وکړي او یا مشوره وغواړي، د خپل پوهې او معلوماتو په اساس کورنۍ او دوستانو ته مشوره ورکوم خو د نورو په کارونو کې مداخله او یا فکر نه کوم. د نورو په عوض په خپل ژوند او کار فکر کوم چې څنګه ځان ورسوم چې زه او هم زما کورنۍ محتاجه نشي.
- د هیچا سره مې دومره مادي او معنوي مرسته نه کوله چې زه پرې خراب شم. دا ډیره مهمه مسله ده ځکه ما خپلو دوستانو او خپلوانو ته ویلې چې زه هغومره مرسته کوم چې زما د وسې پوره وي او په غیر مشروع مسایلو کې د هیچا سره مرسته نشم کولې. یعنې د خپلې شړۍ سره مې پښې غځولې.
- اولادونو او ورونو او خپلوانو ته مې ویلې چې زما د سورې لاندې رشد مه کوي بلکې پخپله ځانونه ورسوي او زحمت وکاږې.
- د هر چا سره چې مې مرسته کړې، بیرته مې ترې توقع نه ده درلودلې حتی د خپلو زامنو او ورونو نه هم. البته احترام همیشه متقابل موجود و. توقع چې نه وي نو خفګان هم نه وي. په دې خاطر خپل وخت مې په ګیلو او ګذاروعبث نه ضایع کوه.
- د هیچا په وړاندې مې دسیسه نه جوړوله او نه مې د انتقام اخستنې روحیه درلوده ځکه عفوه همیشه د انتقام نه ښه وي. که ښه مې نشو کولې نو بد مې هم د چا سره نه کول.
- د ماموریت په دوره کې هغه خبره چې ما بیرون کولې نشوله نو په خصوصي توګه مې هم د چا سره نه کوله ځکه ما نشو کولې چې هر څوک کنترول کړم. نن سبا ډیر تخنیکي وسایل د هرچا سره شته او هر چا کولې شول چې زما خبرې ثبت کړي. په دې خاطر مې ویره او تشویش نه درلود چې د فلاني شخص سره به ما په فلاني مجلس کې څه ویلې وې.
- کوښښ مې کاوه چې نور کسان زما په ماحول کې رشد وکړي او هیڅکله مې د خپل ځان د رشد په خاطر د نورو د رشد مخه نه ده نیولې.
- اضافي وخت مې په مطالعه او لیکلو تیر کړیدی او د خپل ځان او صحت فزیکي او روحي خیال مې همیشه ساتلې دی. که ځآن دې جوړ نه وي نو ناجوړه او ناچاره کس د بل چا سره مرسته نشي کولې. همدا علت دی چې ما وکولې شول چې په لس ګونو مقالې او کتابونه ولیکم او خپل ځان ورسوم.
- په ټولو برخو کې مې په خپل ژوند کې تعادل ساتلې دی یعنې خیر امور اوسطها. متوسط ژوند او اعتدال په ټولو مسایلو کې ښه دی.
- هر دنده ماته مهمه دنده وه که هغه مزدوري وه او که ولایت او وزارت. تر خپلې وسې مې په صدافت اجرا کړیده خو هیڅ دندې ما ته دا غرور نه راکوه چې زه دې ځان د نورو نه لوړ وبولم. ما ته خپل ډریور، اشپز او باډیګارډ لکه د ورونو په شان ښکاریدل او همیشه مو شریکه ډوډۍ ورسره خوړله اما په دنده کې بیا جدي وم او د هر چا نه مې که نږدې به و یا لرې، کار غوښته.
- د خپل ځان دسپلین ډیر مهم دی. که یو چا خپل ځان کنترول کړې شو نو بیا نور هم کنترول کولې شي. زه به همیشه دفتر ته د ټولو نه مخکې تلم او د ټولو نه وروسته د دفتر نه وتلم. نور همکاران که په دولتي ادارو کې و او یا غیر دولتي ادارو کې چې د ماسره یې کار کاوه، مجبور و چې په خپل وخت دفتر ته راشي او خپل کارونه په سمه توګه اجرا کړي.
- او اخري خبره چې د ځان او د نورو د توقعاتو مدیریت ډیر مهم و. هر انسان ډیر څه کولې شي خو هر څه نشي کولې ځکه که ځانته خیالي هدف وټاکې نو بیا هغه هدف ته نشي رسیدلې ځکه هر انسان د خپل ژوند او کار په ماحول کې ډیر محدودیتونه لري چې هغه د انسان په کنترول کې نه وي. د مدیریت د علم په اساس، ما یوازې د کنترول او نفوذ په ساحه کې فکر کوه او د تشویش په ساحه کې مې ډیر فکر نه کاوه. په کار او ژوند کې مې د نورو توقع هم نه لوړوله ځکه که څه دې وکړل نو پخپله یې خلک ګوري.
که څوک زما دغه لنډ ټولنیز ژوند د خپل ځان سره په تصور او تصویر کې راولي نو د اوسیدلو، پخولو، تعلیم، لباس، سیال سیالي، مړۍ او ژوندی، روابط ساتل، د ځان او د کورنۍ نورو غړو ته د تعلیم زمینه مساعدول، د نوو حالاتو اټکل او ځان رسول او همداسې نور د ژوند په ټولو برخو کې خورا زیات چیلنجونه تصور کیدلې شي هغه هم په داسې حال کې چې ثابته اقتصادي ملاتړ موجود نه وي او د هیواد د نامعلومه سرنوشت له امله ستا د ژوند بیړۍ د سمندر په منځ کې په نامعلومه خوا روانه وي.
د نیمایي افغانانو دا دنده ده چې هره ورځ څنګه د نورو په ژوند او کار کې مداخله وکړي او په نورو کې نیمګړتیا پیدا کړي. دا اسانه کار دی چې د یو چا په کار او ژوند کې نیمګړتیا پیدا کړې ځکه هیڅوک د هره اړخه مکمل نه دی. بیا نیمایي نور د خپل ځان نه په دفاع بوخت وي. یعنې مونږ هم خپل وخت ضایع کوو او هم د نورو.
همدا علت دی چې د افغانانو زیاته بشري او اقتصادي منابع او انرژي بیځایه مصرف او له منځه ځي او څه چې پاتې وي، هغه هم په غلطو رواجونو او بنډارونو نوش جان کیږي. که افغانان په نورو کې د عیبونو او نیمکړتیاو لټولو او د نورو د اصلاح په عوض د خپل ځان په اصلاح او ظرفیت جوړونې پانګونه وکړي، نو په اوږدمهال کې به یې هم د ځآن لپاره، هم به یې د خپلې کورنۍ لپاره او هم به یې خپل ولس او خلکو ته د خدمت ښه جوګه شوي وي. پدیتوګه د افغانانو بشري او اقتصادي منابع او انرژي به بیځایه نه ضایع کیږي.
د خپل ژوند د ۶۷مې کلیزې په پار مې دا لیکنه وکړله. البته د ژوند خاطرات ډیر زیات دي او زیاته برخه یې زما په چاپ شوو کتابونو او مقالو کې شته، خو دلته مې یو لنډیز د دوستانو سره شریک کړ.
دا د ژوند یو قسم ارزونه هم ده چې ما په خپل ژوند کې څه کړیدي. هر څوک باید د خپل ژوند ارزونه پخپله وکړي. که چا ښه کړي وي هم یې د خپل ځان سره کړیدي او که چا بد کړي وي، هم یې د خپل ځان سره کړیدي.
دا چې دا لیکنه زما د کلیزې په پار ده نو یو څو عکسونه هم د دوستانو سره شریکوم. زما وسله، سرمایه او واسطه زما زحمت، نه ناهیلیتوب، دوامداره کار، هلې ځلې، د چلینجونو سره مبارزه او مقابله، د فرصتونو نه ګټه اخستنه، ځانته معقول هدف ټاکل، قلم او کتابچه وه او ده.
د اباد، سوکاله او ولسواکه افغانستان په هیله چې ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې په هوساینې او ارامې سره ژوند وکړي.
[1] زما د کورنۍ او د منګوال کلي په هکله تفصیلي معلومات زما په چاپ شوي کتاب کې، د کونړ ولایت: سیاسي او قومي جوړښتونه، دودونه او تاریخي پېښې کې لوستلې شئ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.