عبدالرشید دوستم
درنو لوستونکو او په هېواد او ولس مینو هېوادوالو، کله، کله تاريخ عجیبې نوې پیښې وزیږوي چې د تېرو تراژېدي پیښو او د هغه وخت د جنایت کاراونو کړه وړه تر سیوری لاندې راولي او د ولس له ذهنه لری شي، نو ځکه خپل مسؤلیت مې وګڼه چې یو ځل بیا دغه تورې څېرې او کړنې یې د هېوادوالو او په خاص ډول ځوان نسل ته ورپه ګوته کړم، تر څو بیا د دوی او د دوی د لارو اولادونو باندې یې باور ونه کړي.او په ښه توګه یې وپیژني.
په خټه ازبک عبدالرشید دوستم په ( ۱۳۳۳) شمسي کال د جوزجان په ولایت کې په یوه بزګره کورنۍ کې زېږیدلی دی. پلار یې عبدالرحیم او د نیکه نوم یې ایلساري و.
نوموړي تر اوم ټولګي زده کړې تر سره کړي، مګر د پرله پسې ناکامیو او کبر سن له امله له د ښوونخي نه وسیتل شوي او له خپل پلار سره د دهقاني په چارو کې مصروف شوي او یو څه موده وروسته په شبرغان کې د پترولو او ګاز د تفحصاتو په شرکت کې د اجېر په توګه مقرر شوي، چې د همدې کار په دوره کې د کنجه کارګر له خوا د خلق دموکارتیک ګوند د پرچم برخې ته جذب شوی دی.
ویل کېږی چې د تفحصاتو په شرکت کې د روسي متخصیصینو سره په رابطه کې (کې ګې بې) سره همکار پاتې شوی، چې د شوروي یرغل او د ګوداګي ببرک کارمل د وخت په لومړیو کې د دولتي امنیت د ساتونکي او لنډه موده وروسته د ټولي قوماندان او ډېر ژر وروسته د کنډک د قوماندان په توګه مقررشوی دی.
په ۱۳۶۵شمسي کال کې د ډېرو استخباراتي فعالیتونو د اجراکولو په نتیجه کې د هغه ځای د ولایتي کمیټې د منشي سید اکرام پیګېر له خوا چې په خټه ازبک و، د روسي مشاورینو په تاکید د۵۳ پیاده کنډک په جوړولو سره د دغه کنډک د قومانان په توګه مقرر شو او د برید جنرالۍ رتبه یې تر لاسه کړه او دغه کندک ډېر ژر د ازبکو په زواکمنې قومي ملیشې بدل شو.
دوستم د یرغلګر شوروي د سره لښکر سره یو ځای د کارمل په حاکمیت کې د هېواد په بیلا، بیلو ولایتونو کې د ګیلم جم په نامه په زرګونو هېوادوال ووژل، کورونه یې چور کړل، داسې وخت راغي چې د روسانو تر ملاتړ لاندې یې ژر، ژر کنډک په لوا، فرقې او قول اردو بدل شو، چې د ( ۲۰۰۰۰) په شاو خوا کې د ازبک قوم ځواکمنه قووا یې تر لاسه کړه او په یوه ځواکمن جنګسالار بدل شو، چې د ډاکترنجیب الله په حاکمیت کې یې د مخالیفینو نه د هرې سیمې په نیولو د هر متر معین او ټاکلی قیمت له حکومت نه تر لاسه کاوه.
په پرچم ډله کې د ببرک کارمل پر ځای د نجیب الله له ګمارلو سره د کارمل د ډلې او نجیب تر مینځ د اختلاف د رامنينځته کیدو له امله دوستم هم د کارمل د ډلې خواته ودرید چې د دغې ډلې ستمي اړخ، نجم الدین کاویاني، فرید مزدک، عبد الحمید محتاط او یو شمېر نورو د نظار شورا سره په رابطه کې د ډاکتر نجیب د حکومت پر ضد ښکاره او پټې توطیې پیل کړي چې په دغه فعالیتونو کې دوستم، جنرال مومن اندرابي خپل بغاوت له حیرتان او مزار شریف نه پیل کړ، مزار شریف سقوط وکړ.
د ملګرو ملتونو د سولې په پروګرام د کارملي ستمیانو، شورای نظار او د نجیب په حکومت کې فاسدو هېواد پلورونکو څېرو د بهرنیو چارو وزېر عبدالوکیل، فریدمزدک، نبي عظیمي چې د کابل د ګارنیزون قوماندان و د دوستم ملیشو ته لار هواره کړه چې د کابل د هوایې ډګر ځینو برخو ته راننوزي، په نظام کې دننه کودتا، د فرید مزدک د ورور یارمحمد د امنیت د وزارت د مرستیال له لورې د امنیت د وزېر غلام فاروق یعقوبي، جنرال باقي په وژنې سره، ډاکتر نجیب غوښتل چې د بیننسیوان په مرسته له هېواده بهر شي، مګر د بینینسیوان له قوله چې د دوستم ملیشو ورته د هوایې ډګر د ننوتو اجازه ورنه کړه او هغه په کابل کې د ملل متحد دفتر ته پناه یوړه او په دې ترتیب د ډاکتر نجیب الله حاکمیت سقوط او پر ځای یې د تنظیمي ډلو غوبل پیل شو.
د تنظیمونو د غوبل په دوره کې، کله چې حضرت صبغت الله مجددي د یوې موقتې دورې له پاره د حکومت مشر وټاکل شو، هغه په لومړې سفر کې چې مزارشریف ته ولاړ هغه دوستم ته چې د روسانو او د هغو د ګوډاګي حکومت په پلوي یې د هغوي د مخالیفینو په زرګونو انسانان وژلي، کورونه او مالونه یې ورته چور او چپاول کړی و، د مجاهد کبېر او ستر جنرال لقب ورکړ او په دې ترتیب جنرال دوستم د مجددي او برهان الدین رباني له حاکمیت نه خپل ملاتړ اعلان کړ، چې د يو څه مودې وروسته د ربانی د حکومت پر ضد د اسلامی تنظیم له مشر ګلب الدین حکمتیار سره یو ځای شو، چې په دغه تنظیمی جګړو او غوبل کې یې بیا هم په زرګونو انسانان په بې رحمانه توګه ووژل، د کابل د ښاریانو کورونه او مالونه یې چور او حتی د جنسي تېریو کیسې یې د خلکو په ژبو را پاتې دي.
جنرال دوستم د تنظیمونو د غوبل په وخت کې د هېواد په شمال کې مستقل حکومت جوړ کړ، بانک نوټونه یې چاپ کړل او پلویانو یې د دوستم پاچا په نوم یادوه.
کله چې طالبانو د هېواد ډېرې برخې ونیولي او واک یې تر مزارشریف ټینګ شو، جنرال دوستم هېواد پریښود او ترکیې ته ولاړ.
دوستم د طالبانو د حاکمیت په ورستیو کې له ترکیې نه راستون، له احمد شاه مسعود سره یې وکتل او د یوه مطرح قوماندان په توګه د طالبانو پر ضد د شمالي ایتلاف سره یو ځای شو.
د احمد شاه مسعود د مرګ وروسته، چې د هغه د ډلې نږدي ملګری محمد قسیم فهیم د نظار شورا مشرتوب په لاس کې واخست او د طالبانو پر ضد د مقاومت د جبهې رهبري یې، د دوستم، محقق او نورو طالب ضد ګروپونه په ګډون په مخ وړله.
دوستم د امریکا په یرغل کې د یو شمېر تنظیمي ګروپونه سره یو ځای د طالبانو په ټکولو کې پوره برخه واخیسته او په زرګونه طالبان یې ووژل چې د لیلې د دښتې تراژېدي د ده د جنایتونو یوه بیلګه یادولی شو.
د نیویورک ټایمز له قوله:
«دوستم د (سې ای اېٍ) د جاسوس او همکارانو له جملې نه دي».
جاشواپارتلو د واشنګتن پست خبر نګار په یوه راپور کې وایې:
«دوستم په افغانستان کې د امریکا جاسوس یادېږي، دی د خپلو مخالیفینو په جنسی ازار، جنګي جنایت، جمعی وژنو محکوم ګڼل کېږي».
دوستم د امریکا د نیواک وروسته د کرزی په حکومت کې د دولت د عالي شورا د نظامي رئیس او په شمال کې د حامر کرزی د خاص استازي په توګه وګمارل شو، څه موده وروسته د دفاع وزارت د مرستیال په توګه مقرر شو.
د انتخاباتو نه وروسته د کرزی له خوا دوستم ته د لوی درستیز او اعلی قوماندانۍ د رئیس ارکان دنده ورکړل شوه، چې د لنډې مودې وروسته د دوستم د مخالف اکبر بای د تښتولو او زورولو په تور یې له دولت سره اړیکې مخ په خرابیدو شوي، د موضوع سپیناوي ته حاضر نه شو، ترکیې ته ولاړ او زیاته موده یې هلته تېره کړه.
دوستم د ۱۳۹۳ کال په انتخاباتو کې د اشرف غني د لومړي مرستیالۍ څوکي ترلاسه کړه، خو د ډبل عبدالله سره د جوړ جاري په نتیجه کې چې عبدالله د اجرائیه رئیس په توګه و ګمارل شو، د دوستم نقش او صلاحیتونه محدود کړای شول چې په نتیجه کې دوستم د اشرف غني د مخالیفینو او اپوزیشن په ډله کې ودرید، جوزجان ته ولاړ، هلته یې له طالبانو سره جګړه پیل کړه چې د فاریاب د غورماچ په ولسوالۍ کې د طالبانو سره په جګړه کې ټپي او ډېر نږدي ملګري یې له لاسه ورکړل.
دوستم خپل ټپي کیدل او د ملګرو وژنه یوه توطیه و بلله او د دغې توطیې پړه یې په حنیف اتمر او معصوم ستانیکزي واچوله.
د ۱۳۹۶ کال د قوس په میاشت کې د دوستم یو بل مخالف ایشچي ادعا وکړه چې د دوستم نږدي پلویانو تښتولی، وهلی او جنسي جمعی تېری یې پرې کړی دی، دغه موضوع جدي شوه، داخلی او خارجي بعد یې پیدا کړ، چې حتی امریکایانو هم غوښتنه وکړه چې دغه موضوع باید وڅیړل شي، سره له دې چې موضوع تر غور لاندې ونیول شوه، خو تر پایه یې نتیجه معلومه نه شوه.
د دغه تور وروسته دوستم د درملنې په نامه بیا ترکیې ته ولاړ او د ۱۳۹۷ کال د سرطان په میاشت کې بېرته هېواد ته راستون شو او د عطامحمد نور، محمد محقق او صلاح الدین رباني سره یو ځای د افغانستان د نجات په نامه یې د اشرف غني پر ضد ایتلاف جوړ کړ، چې وروسته ورسره، ظاهر قدېر، همایون همایون، د حامد کرزي ځنې طرفداران او رحمت الله نبیل هم یو ځای شوول.
په ۱۳۹۹ کال کې د اشرف غني او ډبل عبدالله د ننګین توافق په نتیجه کې دغه مشهور غله، افغان وژونکی او ستر جنایتکار ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه.
د طالبانو د دوهم ځل حاکمیت په درشل کې، دغه په نوم مارشالان، جنرالان، زورواکان په بې غیرتي او ټیټو سرونو خپل هېواد پریښود، په ټيټو سرونه و تښتیدل او اوس هم نه شرمېږي چې په بهرنیو هېوادو کې د مقاومت تر نامه لاندې د بیا قدرت ته د رسیدو په خاطر د بهرنیانو پښې او لاسونه ښکلوي.
دغه د بې شرمي هسي په نوم مارشال دوستم، د چور چپاول، غصب او خپل بادار امریکا له برکته چې پخوا یې یو ساده بزګري ژوند درلو، مګر همدا اوس جنرال دوستم ( ۸۱۰) میلونه ډالر لری، خارجی بانکونو کې سرمایه، زری موټر او د ډېرو غصب شووځمکو ملکیتونو او قصرونو خاوند دی، خو هغه څه یې چې کرلي دې ریبل به یې ورته ډېر ګران وي.
نوربیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.