ملت جوړونه او د ملت جوړونې اړتیا

غلام حضرت احساس

209

ملت جوړونه هغه پروسه ده چې یو هېواد کې د هغه وګړي د یو واحد ملت په توګه سره متحد کړي تر څو د ملي هویت، سیاسي او فرهنګي یووالي او اقتصادي انکشاف له لارې یو پیاوړی او باثباته دولت رامنځته رامنځته کړي . پدې پروسه کې ګډ ارزښتونه، تعلیمي برنامې، قانوني سیستم، او اقتصادي پرمختګونه مهم رول لري تر څو خلک د قوم، ژبې او مذهب له توپیرونو سره سره ځان د یوه ملت برخه احساس کړي او خپل هېواد ته ژمن پاتې شي.

افغانستان د آسیا په زړه کې پروت یو لرغونی او تاریخي هېواد دی چې د ډېرو قومونو، ژبو، کلتورونو او مذهبونو ګډ کور ګڼل کېږي. دا تنوع که سمه اداره او سره یوځای شي بیا نو یوه ښکلا ده . او که چیرې په ناوړه توګه استعمال شي بیا هغه مهال یو له بله وېشل کیږي او پاشل کیږي چې پایله کې دښمني او تباهي زېږوي چې له بده مرغه زمونږ د هیواد په تاریخ کې دا دواړه حالتونه تجربه شوې او تکرار شوي دي.

خاصتاء په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د بهرنیو زبرځواکو له خوا د مسلسل یرغل، نیواک، او سیاسي مداخلې ښکار شوی دی. دغو یرغلونو نه یوازې مونږ یې د یو ازاد او خپلواک هیواد او واکمنۍ څخه بې برخې کړو ، بلکې زمونږ د ملت وجود او هویت یې هم په نښه کړ.
استعمارګرو د خپلو موخو لپاره نه یوازې زموږ طبیعي شتمنۍ لوټ کړې، بلکې زموږ د خلکو ترمنځ یې وېش، نفاق او د بې‌باورۍ تخم هم وشیند.

د شرقي او غربي استعمار لخوا جبرا تپل شوو واکمنیو چې د ملت استازی نه، بلکې د بهرنیو مزدورې ادارې وې د خپلې بقا لپاره یې قومونه د یو بل پر وړاندې ودرول. د قدرت د انحصار لپاره یې قومي جګړې پیل کړې ، د هر قوم په نوم یې ځانګړي نظامي قطعات جوړ کړل، او بیا یې دا قطعات د نورو قومونو پر وړاندې وکارول. د دې پالیسۍ پایله دا شوه چې د افغانانو ترمنځ یو بل ته د دښمن په سترګه کتل پیل شول. قومونه یو پر بل ووژل شول، کلیو ته اور واچول شو، ښځې، ماشومان، زاړه او ځوانان یو له بله جلا او له مینو څخه محروم او وشړل شول، قومي او فرقه‌یي تعصب د سیاست یوې برخې باندې بدله او ملت هم په ډلو او قومونو باندې وویشل شو یانې دا چې دولتونه د مسلک ، تخصص ، پوهې ، استعداد ، ذکاوت او شایسته سالارۍ پر بنا نه ، بلکې د قومې ، ملیتي او ژبني ترکیب پر بنا منځه راغلل .
د وطن هره برخه یې په ویر ،دښمنۍ او وحشت باندې اوښتې او ګرځېدلې وه . له یوې سیمې څخه بلې ته د قومونو جبري کډې او قومي تصفیې وشوې ، خلک د خپل وطن له خاورې او مینې څخه بې‌برخې شول چې دا د بشریت په تاریخ کې یوه ستره انساني او ملي تراژیدي وه کوم چې پایله کې نه ملت پاتې شو، نه باور، نه یووالی، او نه هم د یو ګډ راتلونکي امید.

په همدې حساس او خطرناک حالت کې ملت جوړونه یوازې یو انتخاب نه، بلکې یوه ملي اړتیا ده. که افغانان غواړي چې خپل عزت، خپلواکۍ، او ثبات ته ور وګرځي، نو باید ملت جوړونه په واقعي او عملي مانا سره پیل کړي. ملت جوړونه هغه وخت عملي کېږي چې تعصب ختم شي، عدالت عام شي، تعلیم خپور شي، اقتصاد وده وکړي، او هر افغان د قانون له مخې ځان خوندي احساس کړي.

موږ باید له تېرو ترخو تجربو څخه یې زده‌کړو ، هغه تپل شوي نظامونه چې د بهرنیو په زور پر موږ واکمن شول، هېڅکله زمونږ دپاره نه جوړ شوي وو ، نه مو پخیر وو او نه هم هغو ته د هیواد ملي ګټې او ارزښتونه مهم وو . هغو زموږ وینې تویې کړې ، زموږ تر منځ یې کرکې او نفرتونه خپاره کړل او د افغان ملت واحد وجود یې ټوټې ټوټې کړ .
اوس باید دا زخمونه او ټپونه وتړو او درملنه یې وکړو . دا د ملت جوړونې وخت دی، دا د یووالي، بښنې او درناوي وخت دی.

افغانان باید یو بل ته د قوم، ژبې، یا مذهب له مخې ونه ګوري، بلکې د وطن د بچي، د یوې خاورې د ورور او د یوې راتلونکې د شریک په سترګه سره وګوري. ملت هغه وخت جوړېږي چې خلک د یو بل درد خپل وبولي، د بل قوم ویر ته ودرېږي، او د عدالت غږ د هر افغان لپاره پورته کړي.

دا باید ومنو چې ملت جوړونه یوازې په خبرو او ویناوو نکېږي. دا د هوډ، صداقت، زړورتیا او ګډ کار غوښتنه کوي. که موږ وغواړو چې راتلونکي نسل ته یو باثباته، یو موټی او باعزته افغانستان پرېږدو، نو باید نن له خپل ځان، له خپلو ذهنونو او له خپلو زړونو څخه یې پیل کړو .
اوسني واکمن نظام ته هم د یادونې وړ بولم چې ملت جوړونې بنسټ د خلکو په زړونو کې اېښودل کېږي نه د فرمانونو په صادرولو او زور زیاتي د لارې . د فرمانونو موخه باید د قانون وضاحت، د خلکو خدمت او د نظام پیاوړتیا وي. پداسې یو هیواد لکه افغانستان کې چې ملت یې په ټوټو ویشل شوی، د فرمانونو صادرول یوازې هغه وخت ګټور تمامېږي چې دا فرمانونه عادلانه، ټول‌شموله او د خلکو د اړتیاوو او مشورو پر بنسټ وي. که فرمان د زور او استبداد وسیله شي نه دا چې ستونزې به حل نشي ، بلکې ځینې فرمانونه به د ولس د بې‌باورۍ او نا رضایتونو سبب هم وګرځي. نو ځکه فرمان باید د ثبات، عدالت ، پرمختګ او یووالي د پیاوړتیا لپاره وکارول شي ، نه دا چې د ملت او نظام تر منځ دې د بې باورۍ او واټن سبب شي .
د یو با ثباته ، قانونمنده ، ځواکمن ، پیاوړی او ولسي نظام په درلودلو سره باید د هر افغان غږ واوريدل شي ، یو شان عدالت تامین ، میرمنو ته د ټولنې ټاکونکي قشر په توګه د کار او ټولنیز مشارکت زمینې برابرې ، د نجنو پر وړاندې ښوونځیو دروازې پرانستل شي او د ټول ملت دپاره د ګډ کار ، ګډ هویت، تعلیم، او اقتصادي فرصتونو زمینې او امکانات برابر شي . ځکه ملت جوړونه هغه مهال ممکنه ده چې د هیواد هر وګړی خپل ځان ازاد ، خپلواک ، د دې خاورې د عزت، راتلونکې او تصمیم خاوند او برخه وبولي .

په کینیا کې د ظاهر قدیر نیول کیدل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.