بریښنايي بانکداري کومې ګټې لري

لیک: استاد تاج محمد تمکین

142

د نړئ دا اوسنی پرمختیایي او پرمختللی حالت چې مونږ ګورو په دې پوهیږو چې هیڅ څیز په نړئ کې په ستاتیک حالت کې قرار نلري بلکه ډاینامیک یا متحرک دي، کوم وسایل، تکنالوژئ، عصري سهولتونه او نور د پام وړ پرمختللی شکل د وسایلو چې ګورو دا د نړئ د پیدایښت په وخت داسې نه وه بلکه انسان ددې ټولو لپاره هڅه کړې ده او د انسان د زیار، هڅو او هاندونو په پایله کې دا ټول وسایل رامنځته شوي، یعنې دا خبره نشو ردولای چې د ځینو انسانانو خوارئ، زحمتونو او کوششونو په ملیاردونو انسانانو ته د ژوند ښه او عصري وسایل چمتو کړي دي او د پرمختګ سلسله لا هم هماغسې دوام لري.د اقتصاد په ډګر کې هم همداسې ده نن سبا چې بريښنایي سوداګري، بریښنايي بانکداري او همدا شان د بریښنايي حکومتولئ کوم عصري وسایل او ډیجیټل نړئ مونږ ګورو دا هم د ځینو زحمت کشه انسانانو د زیار او کوشش نتیجه ده. د(E-Banking) یا بريښنایي بانکدارئ څخه مراد معامله دار ته دانټرنيټ په ذريعه د بانکداري د سهولت برابرول دي، د(E-Banking) په واسطه معامله دار ته د بانک سره د معاملي (Transaction) کولو سهولت هر وخت موجود وي،ځکه چي برقي بانکداري سيستم کي چي هروخت مشتري وغواړي نو لين دين کولاي شي. روايتي بانکي سيستم کي د کاروبار ټول ريکارډ او معاملات په ﻻس ليکل کيده او د يو کتاب په شکل محفوظ ساتل کيدلو. د انټرنيټ تکنالوژي د پرمختګ په وجه  بانکدارئ سکتور د خپل کار په طريقه کي بنيادي بدلون راوستی دی او خپلو مشتريانو ته د برقي  تکنالوژي یا بریښنایی تکنالوژ ئ د استعمال پواسطه چټک اومفيد خدمات تر سره کوي. د بريښنایي بانکدارئ تر ټولو ستره ګټه دا ده چې انسان خپل فرصتي مصرف کم کړی دی او د بریښنايي بانکدارئ په اساس یو څوک کولای شي په مراتبو او څوچنده زر وخت کې یا کم وخت د بانکدارئ اړونده ترانزکش ترسره کړي ځکه چې بريښنایی بانکدارئ د خدماتو څخه  د انترنیت په ذریعه په خپل کور کې هم ګټه اخستلای شي، او یا هم هر چیرته چې انترنیت موجود وي کولای شي چې د بریښنایی بانکدارئ څخه استفاده وکړي.

په بریښنایي بانکدارئ کې یا هم آن لاين بانکي سيستم کي مشتري يواځي دبانک دمربوطه شاخ پوري محدود نه وي چيرته چي هغه خپل حساب خلاص کړي وي بلکه هغه دبانک دهريوشاخ څخه چي وغواړي پيسي راويستلي اوياجمع کولي شي. یعنې داسې هم ویلی شو چې د بريښنایي بانکدارئ یوه ګټه دا ده چې ساحه یې د مشتري لپاره ډيره پراخه کړې ده او چیرته چیرته چې د انترنیت سهولت موجود وي دا معنی لري لکه په هغه ځای کې چې د بانکدارئ سیستم موجود دی، کولای شي د انترنیت په ذریعه د پیسو انتقال، خریداري او نور اړونده بانکي کارونه ترسره کړو لکه یو مشتري په ارزګان کې په یو خصوصي بانک کې اکاونټ جوړ کړی دی ولې کولای شي په جلال اباد کې په خپل کور کې د انترنیت په ذریعه د بانکدارئ د خدماتو څخه استفاده وکړي.دآن لاين بانکي سيستم په واسطه حساب لرونکي په هريوښار يا کلي کي چيرته چي آن لاين بانکي سيستم موجود وي په خپل حساب کي پيسي جمع کولي شي .

د بریښنایي بانکدارئ پواسطه مشتري ته هروخت کي د بانک سهولت موجود وي يعني هرکله چي پيسي پکارشي نو د(ATM) ماشین پواسطه يي ترلاسه کوي که شپه وي  که ورځ ځکه چې انلاین بانکداري د فزیکي بانکدارئ غوندې داسې رسمیات نلري چې اته بجو نه د ورځې تر مازیګر څلورو پورې رسمیات وي بلکه بریښنایي بانکدارئ څلیریشت ساعته خدمات لري . د(E-Banking) په واسطه چي کله مشتري وغواړي خپل بيلانس معلومولي شي .بریښنایی بانکدارئ له بلې نګاه څخه بانک ته هم ګټه لري او یواځې مشتري ته یې فایده نرسیږي بلکه فایده یې بانکی سازمونونو ته هم ده،  د(E-Banking) پواسطه چي کله کومه بانکي معامله کيږي نوبانک دهغي ريکارډ دکتاب په شکل نه محفوظ کوي ،بلکه په کمپيوټر کي دانټرنيټ پواسطه محفوظ کيږي چي پدي سره دبانک په مصارفو کي کموالي راځي . د(E-Banking) پواسطه بانک ددي جوګه کيږي چي خپل مشتري ته په چټک ډول خدمت ورکړي .                                                                                                                                                                                                                                                       مشتري ته د پيسو په تر لاسه کولو کي نه د انتظار ضرورت وي اونه د بانک د رسمي وخت لپاره د انتظار ضرورت وي، مشتري ته دا سهولت موجود وي چي په چټکه توګه د يو حساب څخه بل حساب ته پيسي انتقال کړي او یا هم کوم بل بانکي خدمت نه استفاده وکړي. د بریښنایي بانکدارئ  پواسطه بانک خپلو مشتريانو ته ډير ښه خدمات ورکوي . مشتري ته د بانک سره په کاروبار کولو کي سهولت وي په همدي وجه هغه خپل ټول کاروبا د بانک پواسطه کوي نو پدي وجه د بانک په کاروبار کي پراختيا راځي .

بریښنایي بانکدارئ یو   ډير پرمختللي سيستم ده او د فزیکي وسايلو په ذريعه دزياتو اسعارو دوړلو او راوړلو په برخه کي چي ځيني خطرات هم له ځانه سره لري مخنيوي کوي او ديو کارډ په شکل چي  کريدت کارډ ، دبيت کارډ او ATM  نوميږي  په ډير آساني سره په زياته  مقدار اسعار او پيسي انتقالوي او د ټولنې د خلکو دا ستره ستونزه یې حل کړې ده. لنډه دا چې بريښنایی بانکوالي د وخت سپما، د معاملاتو چټکه توګه باندې ترسره کول، د فزیکی بیروبار نه خلاصون، د پیسو اسانه انتقال، د اشتباهاتو کمښت، د مصارفو کموالی او همدا شان اسانتیا او سهولت له ځآنه سره لري چې د نړئ انسانانو ته یې له امله ستر سهولت رامنځته شوی دی.

له یاده دې پاتې نه وي چې افغانستان کې هم اوس اکثریت خصوصي بانکونو هم دې ته توجه کړې ده چې څنګه کولای شي بريښنايي بانکداري خدمات وړاندې کړي او زیاتره یې دا پروسه پیل کړې هم ده. ‌ډیری شمیر افغانان اوس د ماسترکارت، د صراف اتومات ماشین کارت، دبت کارد او نورو څخه  استفاده کوي او دا په هیواد کې د بانکدارئ د پرمختګ یوه ښه نمونه ده. دافغانستان بانک رهبرئ هم تل هڅه کړې ده چې بانکونه تشویق کړي چې هیوادوالو ته تر ټولو چټک، ښه او اسانه سهولتونه رامنځته کړي او دا کار د بانکدارئ د پرمختګ تر څنګ د مالي نظام د پیاوړتوب او د افغان ټولنې خلکو ته د سهولتونو د چمتوکولو یو ویاړ دی.

اخځلیکونه

  1. https://www.merrchant.com/blog/e-banking-meaning-advantages-and-disadvantages/
  2. https://www.gobankingrates.com/banking/banks/disadvantages-advantages-of-online-banking/
  3. https://www.investopedia.com/articles/pf/11/benefits-and-drawbacks-of-internet-banks.asp
  4. https://www.valuepenguin.com/banking/advantages-of-online-banking

د کوچنیو او متوسطو کاروبارونو تشویق د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.