ټرمپ د سويلي افريقا ولسمشر تر مخ د جعلي انځورونو له لارې د سپین پوستو د نسل‌وژنې ادعا وکړه

141

واشنګټن – د امریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویلي افریقا له ولسمشر سیریل رامافوسا سره د لیدنې پر مهال د سپین پوستو د نسل‌وژنې په اړه جعلي «ثبوتونه» وړاندې کړل.

ټرمپ د یوې ویډیو سکرین‌شاټ وښود، چې اصلاً د رویټرز خبري اژانس له خوا د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ګوما ښار کې اخیستل شوی وه.

دا انځور د سیمه‌ییزو وسله‌والو شخړو قربانیانو د ښخولو صحنه ښيي او هیڅ تړاو له سویلي افریقا سره نه لري.

د یاد انځور اخیستونکي ال کاتانتي د ټرمپ له لوري د خپل عکس کارونه یوه ښکاره فریب او ناسم تعبیر وباله.

سره له دې چې د سویلي افریقا ولسمشر رامافوسا هڅه وکړه چې د ټرمپ دا څرګندونې او انځورونه رد کړي، خو ټرمپ پر خپلو خبرو ټینګ پاتې شو او له بلې خوا یې د «American Thinker» بلاګ نه تأیید شوي مطالب هم ور زیات کړل.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.