د اقلیم او د چاپیریال ساتنی ماهرینو په خپلو ویناوو او څیړنو دا خبره په ډاګه کړی ده چی د لمر وړانګې انسانی او حیوانی ژوند په ګډون په سمندر کی کبان، په هوا کی مرغان، او په چاپیریال کی ونې او نور بوټی ټولو ته لمرخپلی زرینی وړانګی بدن ته ښکلا، ذهنیت او طبعیت ته قوت او انرژی ور په برخه کوی. دوی دا خبره هم را برسیره کړی ده چی د لمر وړانګی د طبیعي درملنې یوه پټه او هم ښکاره خزانه ده، د ځمکی پر سر څومره میوی دانی او نور فصلونه دی ټول د لمر د تیزو وړانګو په نتیجه کی پخیږی او د انسان بدن او ذهن دواړو لپاره ګټور تمام شوی دوی دا خبره هم را سپړلي چی هغه کسان ډیر ځواکمن دی او توپیر لری له هغه کسانو سره چی د لمر وړانګی هلته زیاتی وی د کم وړانګو هیوادونه او یا چیرته چی د لمر وړانګی نه وی، دوی له جسمی لحاظه نیولې بیا تر ذهنی قوت او چټکتیا پوری توپیر لری. همدا وجه ده چی بهرنیان اکثره لمر لرونکی هیوادونه ته هر وخت سفر کوی تر څو د لمر له وړانګو او ګرمۍ نه خوند واخلی او د خپل بدن هغه ویټامیونه چی دوی یی له کمښت سره مخامخ پوره کړی، په کوم هیوادونو کی چی د لمر وړانګی تیزی لږیږی لکه افغانستان چی په جګه کی پروت هیواد دی لمر یی سوزونکی دی خوتازه او وچی میوي، سابه او پروټینی مواد یی چی د حیواناتو محصولات دی ډیر خوندور او په زړه پوری دی. د طبی کارپوهانو په وینا چی د لمر وړانګی نه یوازی د ویټامین ډي غوره او طبیعی سرچینه ده، بلکې ډ ډیرو فزیکی او روانی ناروغیو، د عضلاتو او هډوکو دردونو پر وړاندی د انسانی ژوند او هم د چاپیریال ساتنه کوی، څیړنو دا هم ثابته کړی ده چی هر ورځ سهار لمر ته یو څه وخت تیرول انسانی روغتیا باندی په مختلفو لارو مثبتی اغیزی لری. که له یو اړخه د انسان له بدن نه خوله بهیږی له بل طرفه بیا د دوی له وجود نه مالګه، غوړ او نور فاضله مواد د خولې په شکل کی د انسان له بدن څخه وځی.
د لمر د وړانګو اصلی ګټې یی په لاندی ډول دی:
۱.د ویټامین ډی برابرول: اکثر وخت مونږ دا خبره اورو چی دا لمر وهلې یا هم د لمر د وړانګو له کبله د پیس په ناروغۍ Peace Disease)) اخته شوی ده اکثره مونږ دا هم اورو چی په سپین پوستو انسانانو په لاسونو او په پوستکی باندی تور ټکی را پیدا کوی خو دلته له دی خبرو سره د لمر وړانګې په بدن کې د ویټامین ډي تولید زیاتوي کوم چی هډوکی، غاښونه او په بدن کی عضلات قوی کوی کوم چی انسانی او حیوانی ژوندانه ته ډیر اړین دی، کله چی زمونږ عضلات، هډوکی او غاښونه خوږیږی مونږ ته بیا د ویټامین ډی درمل راکول کیږی او دا را ویل کیږی چی تاسو ته د ویټامین ډی کمی ده. غه خلک چې د لمر له رڼا سره ډېر مخامخېږي، د وینې ټيټ فشار لري او د زړه د اړوندو ناروغیو له امله یې د مړینو کچه کمه ده. که څه هم د لمر رڼا (او ماورای بنفش وړانګې یې) د پوستکي د سرطان خطر پېښوي، خو “د لمر له رڼا څخه ځان ساتل د ټولې روغتیا لپاره د ګټې په پرتله ډېر زیان لرلای شي”. یوې څیړنې موندلې ده چې هېڅ داسې شواهد نشته چې ماورای بنفش وړانګې د نورو خطري فکتورونو لکه سګرېټ څکولو، الکولو او د وینې د لوړ فشار په پرتله عمر کم کړي.
۲. د بدن معافیتی سیسټم ښه کول: د لمر وړانګې کولی شی چی د انسان د معافیت سیسټم پیاوړی کوي، بدن ته اجازه ورکوي چې د ناروغیو سره ښه مبارزه وکړي او پرینږدی چی سرطانی غدوات په جسم کی ځای ونیسی، په اوږدمهالي ډول د لمر له رڼا سره مخامخېدل د پوستکي له سرطان، د پوستکي له زړېدو، د معافیت له کمزورۍ او د سترګو له ناروغیو سره مرسته کوي. په لنډمهالي ډول د لمر له رڼا سره مخ کېدل د سترګو د سوځېدو، له واورې سره د حساسیت او د سولر ریټینوپیتي (solar retinopathy) لامل کېږي
۳. سکون یا مزاج ښه کیدل: تاسو ته به دا معلومه شی چی د لمر وړانګې په دماغ کې د سیروټونین اندازه لوړوی، کوم چې د خوښۍ او سکون احساس ورکوي، او خپګان کموی دا حالت به زه تاسو ته نور هم ښه در معلوم کړم کله چی وریځ وی سخت ساړه او ژمي وی د آسیجن رفتار په هوا کی کم وی نو مونږ احساس د نارامۍ او خپګان کوو خو کله چی وریځ لری شی او ساړه کم شی بیا مونږ د خوشحالۍ احساس کوو.
۴. خوب ښه کول: د لمر وړانګې زموږ د ژوند او د بدن بیولوژیکی هره ګړۍ چی تیریږی په مناسب او متوازن شکل ساتی چی دا زمونږ په ژوند کی د ښه خوب کولو سیسټم پر مخ بیایی که چیری زمونږ خوب ګډوډ شو په دی باید پوه شو چی په بدن کی کوم نامناسب کار ترسره شوی دی لکه خپګان، ربړه، ژوریدنه، وهل ټکول، سپکی سپوری او د ژوند ناسم چلند باعث شوی دی چی مونږ یی له روانی حالت سره مخ کړی یواو د خوب له کمښت سره مخ یو هغه کسان چی نشه یی یا مخدره مواد کاروی د خوب له خرابه سیسټم سره مخامخ وی.
۵. د وینې فشار کمول: څیړنو ښودلې ده چې د لمر وړانګې د وینې رګونو پراخولو کې مرسته کوي، له همدی کبله د وینی فشار را ټیټوی یوه وجه یی د اوبو اخراج له وجود څخه دی د خولې په شکل کی او له بل طرفه د وینی غوړوالي هم په کموی ځکه مونږ په ګرمۍ که لیمو او نور دویټامین سی لرونکی میوی کاروه چې د وینې فشار کمولو کی مرسته کوی.
۶. د پوستکي ناروغیو کې ښه والی: له دی وړاندی می یادونه کړی ده چی د لمر وړانګی انسانی بدن ته قوت او د ناروغیو په ښه کولو کی مرسته کوی خو دلته بیا پام مو وی چی د لمر محدوده رڼا کولی شي د پوستکي ناروغیو لکه Psoriasis، سورایسیس ایکزیما او د ځوانی دانو په ښه کولو کی مرسته کوي.
۷. د سرطان ناروغي نه ساتنه: ځینو څیړنو موندلې ده چې د لمر وړانګو ته کافي اندازه لاسرسی کولی شي د سرطان د ځینو ډولونو د را مینځ ته کیدو خطر کم کړي، لکه د پروستات، سینې او کولمو سرطان د دی ټولو ګټو سره سره د لمر تیزی وړانګی وژونکی هم وی خصوصا د کار پر وخت کله چی مونږ بوخت یا هم سفر کی یو لمر ډیر سوزونکی وړانګی لری، تر ډیره حده باید تیز لمر ته ناسته هم وژونکی وی باید ډیر احتیاط ترسره شی.
۸. انسانی ژوند ته رڼا برابرول: تر ټولو نه بیا ډیره مهمه وظیفه په دی تیارو کی چی هر خوا ته روښانه چراغونه بل دی دا د شمسی نظام برکت دی چی مونږ ته د سلور تختو په واسطه رڼا برابروی د افغانستان غوندی جنګ ځپلې هېواد چی د برق سیستم یی له مینځ نه تللی او دومره کار ورته نده شوی همدا سولری تختې دی چی هرې خوا ته لګیدلی دی د رڼا تر څنګ د ځمکی نه اوبه را ایستل، ژرنده کول، بیټری چارجول او نور ماشینونه پری چلول شامل دی چی دا د انسانی ژوند کی له ټولو نه ستر بدلون ګڼل کیږی.
۲۳/ ثور/۱۴۰۴
د هیواد د لویو لارو، سړکونو غاړو سمسورتیا او زرغونتیا ته یوه کتنه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.