«دا لیکنه د کارنیګي له هغې لړۍ څخه ده چې د ولسمشر ټرمپ د دویمې دورې د لومړیو ۱۰۰ ورځو ارزونه کوي»
د ۱۹۷۹ کال د ایران د انقلاب راهیسې د تهران او واشنګټن اړیکې پرې شوي دي. د اسلامي جمهوریت هویت د امریکا پر ضد ولاړ دی، چې تل یې امریکا “نړیوال تکبر” بللی. دا دښمني یوازې ایډیالوژیکه نه ده، بلکې د خپل نظام د بقا لپاره هم ده، ځکه چې د نورو انقلابي دیکتاتوریو په څېر، دا رژیم هم بهرني دښمن ته اړتیا لري ترڅو دننه یووالی وساتي او د خپل واک مشروعیت توجیه کړي.
د ستر مشر آیتالله علي خامنه يي تر څلوېښت کلنې واکمنۍ لاندې، ایران د دې هڅه کړې چې له امریکا سره نه مستقیمه جګړه وکړي، نه مستقیمه سوله. خو د ټرمپ دویمه دوره دا انتخابونه لا ډېر تیزوي. هغه څه چې د تهران لپاره د ټرمپ طرز العمل اندېښمنوونکی کوي، دا دي چې هغه غواړي له تهران سره مستقیمې خبرې وکړي او “یو تړون” وکړي ترڅو د ایران اټومي پروګرام محدود شي، او که تړون و نه شي، پوځي ګواښ کوي. دا چلند د ایران هغه پخوانۍ تګلاره له ننګونې سره مخ کوي چې نه جګړه غواړي، نه تفاهم.
د ایران د اټومي پروګرام پرمختګ د ټرمپ د فشار اړتیا لا جدي کړې ده. د هغه “اعظمي فشار” اقتصادي بندیزونه دي چې هڅه کوي څو د ایران د عوایدو عمده سرچینه، یعنې د تېلو صادرات، راکم کړي. تهران له اوږدې مودې راهیسې د عام ګواښ لاندې امتیاز ورکول نه غواړي، ځکه وېریږي که امتیاز ورکړي، نور ګواښونه به زیات شي، خو کم به نه شي.
د ۲۰۲۵ کال د پسرلي تر پايه، تهران او واشنګټن بېرته د اټومي خبرو مېز ته کیناستل. که څه هم د دواړو خواوو ترمنځ دښمني لا پر ځای ده او تخنیکي جزئیات ډېر پېچلي دي، خو دواړه لوري ظاهراً سیاسي اراده لري چې یو نوی توافق ته ورسېږي. د تهران لپاره دا یوه موقتي، تاکتیکي معامله ده، نه ستراتیژیک بدلون.
د ترمپ په لومړي دور کې، ایران د هغه د خبرو وړاندیزونه رد کړل، په ځانګړې توګه کله چې هغه د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون (JCPOA) څخه ووت او شدید اقتصادي بندیزونه یې ولګول. د جنورۍ ۲۰۲۰ کې د جنرال قاسم سلیماني وژل د ایران موقف لا سخت کړ او د مستقیمو خبرو امکانات یې نور هم له منځه یووړل.
څرګندیږي چې ټرمپ د ایران اسلامي جمهوریت لپاره هم ستر خطرونه او هم احتمالي فرصتونه لري. په داسي حال کې چې د ایران رژیم تر سختو بندیزونو لاندې دی، ټرمپ دا ظرفیت لري چې د اسرائیلو او خپلو جمهوریپالو لپاره د منلو وړ یوه نوې دیپلوماټیکه معامله ور وښيي، چې دواړو پخوا د JCPOA مخالفت کړی و. خو د داسې رژیم لپاره چې هویت یې د امریکا ضد دریځ باندې ولاړ دی، د ټرمپ اقدامات کولی شي ایران یا مستقیمو خبرو ته مجبور کړي یا ښکاره تقابل ته – دوه هغه انتخابونه دي چې ایران له پخوا رد کړي دی.
د اټومي مسلې هاخوا، ایران په ټرمپ کې یو فرصت هم ویني ترڅو خپل ستراتیژیک اهداف پراخ کړي. دا اهداف ساده دي: له منځني ختیځه د امریکا شړل، د اسرائیلو مشروعیت کمزوری کول، او له هغو هېوادونو او ناقانونه ډلو سره همکاري کول چې د امریکا په مشرۍ نړیوال نظم سره مخالف ښیې. ټرمپ په ناپییلي ډول له درېیو هدفونو څخه دوو ته ګټه رسولې، او ښايي دریم ته هم په ناڅاپي توګه خدمت وکړي.
ټرمپ هڅه کړې چې هغه سیاسي، اقتصادي او نظامي ائتلافونه ړنګ کړي چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د امریکا په مشرۍ نړیوال نظم ساتلی و – هغه نظم چې اوس یې ایران له منځه وړل غواړي. د هغه دا هڅه چې له منځني ختیځ په ځانګړې توګه له عراق او سوریې څخه د امریکا نظامي حضور کم کړي، د ایران له موخو سره سمون لري. که څه هم ټرمپ ځان د تاریخ تر ټولو اسرائیلي پلوه ولسمشر بولي، خو د اسرائیلي ښي اړخو له افراطي سیاستونو لکه ــ په زور له خپلو ځمکو د فلسطینیانو ایستلو ــ څخه نارسمي ملاتړ ، ښايي په نړیوالو افکارو کې د اسرائیلو مشروعیت ته تاوان ورسوي.
ایران، سره له دې چې ویل کېږي د سلیماني د مرګ غچ اخیستلو لپاره یې د ټرمپ د وژلو پلان جوړ کړی و، لا هم د ټرمپ له واکمنۍ څخه د امریکا دننه د قطبي کېدو، د نرم ځواک کمزوري کېدو، او نړیوال نفوذ د راټیټېدو لپاره کار اخلي. تهران د امریکا د فارسۍ ژبې د خپرونو بندېدل، د بهرنیو مرستو کمېدل، او د دیموکراسۍ د ترویج پروګرامونه پرېښودل ستايي، او غواړي چې ټرمپ خپل ځواکونه له سیمې وباسي.
د ۲۰۰۳ کال د عراق له جګړې څخه تر ۲۰۲۳ کې د حماس تر بریدونو پورې، ایران په منځني ختیځ کې پر مختګ وکړ، ځکه چې د صدام حسین او د ۲۰۱۱ عربي پاڅونونو له امله د رامنځته شویو تشو څخه یې ګټه واخیسته. د ایران د “مقاومت محور” د سوریې، لبنان، عراق، یمن او غزې په بېثباته حالت کې غوړېدلی و – چېرته چې ایران د بېثباتۍ له لارې نفوذ زیات کړی و.
خو د حماس له لوري د اکتوبر ۷ برید ایران ته ناورین جوړ کړ. د اسرائیلو شدید غبرګون د ایران ستر متحد، بشار اسد، سقوط ته ورسوه. د ایران متحدین په عراق او یمن کې هم اوس کمزوري شوي دي. سره له دې چې ټرمپ د منځني ختیځ جګړو ته زیات زړه نه ښه کوي، خو بیا یې هم د حوثیانو پر ضد بریدونه کړي دي، ځکه هغوی سیمه ییز ثبات او نړیوال تجارت ته ګواښ پېښوي.
خو ایران به په اسانه د خپل سیمه ییز نفوذ له لاسه ورکول و نه مني. رژیم او متحدین به یې د هرې ممکنې وسیلې – حتا سیاسي وژنو – څخه کار واخلي، ترڅو په سوریه او لبنان کې د ایران وروسته د نوي نظم رامنځته کېدل ګډوډ کړي. همداراز د اردن د بېثباته کولو هڅې به دوام ولري.
که څه هم د ایران سیمه ییزه ظرفیت کم شوی، خو اراده یې لا هم پیاوړې ده. تهران هیله لري چې د ټرمپ سیاستونه د امریکا په مشرۍ د نړیوال نظم سقوط ته لاره هواره کړي، او ایران ته دا چانس ورکړي چې خپل ستراتیژیک هدفونه تعقیب کړي.
پاي
لیکنه: کرېم سجادپور
د ۲۰۲۵ اپرېل ۳۰ مه
له انګریزې څخه ژباړه: نوروهاب څپاند
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.