محمد امیر توسولي، چې د پخواني افغان حکومت د پوځي پیلوټانو څخه یو و، د ایران څخه د شړلو امر ترلاسه کولو وروسته په مشهد کې ځان ته اور واچاوه.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې یوه ۴۰ کلن سړي په مشهد کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې ځان ته اور واچاوه او مړ شو.
د مشهد د اور وژنې څانګې مشر حمید رضا رسنیو ته وویل چې دا پیښه د یکشنبې په ماسپښین د مشهد په ګلشهر سیمه کې رامنځته شوه او قرباني د ژغورنې ځواکونو له رسیدو د مخه د سختې سوځیدنې له امله مړ شو.
افغان رسنیو دا سړی د محمد امیر توسولي په نوم پیژندلی دی، چې د هیواد د پخواني حکومت یو له پیلوټانو څخه و. تواسولي د پخواني افغان حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته ایران ته وتښتېد او پناه یې واخیسته.
د راپورونو له مخې، هغه د خپل استوګنې د مودې د غځولو لپاره د سپانسرشپ دفتر ته غوښتنلیک ورکړی و، خو د هغه د استوګنې کارت نوی نه شو او د شړلو امر یې ترلاسه کړ.
د پخواني افغان حکومت له ړنګېدو او په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته، یو شمېر افغان سرتېري وتښتېدل او په ایران او پاکستان کې یې پناه واخیسته، خو په دې وروستیو کې په دواړو هېوادونو کې د جبري شړلو له خطر سره مخ شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.