ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا-(۲۳مه برخه)

محمد داؤد مومند

147

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا

(درویشتمه برخه)

د پیاوړی لیکوال او ادیب، خلیل الله قتیل زوی کره لیکنه:

د شلمی پیړۍ د لمړۍ او دریمی لسیزی له پوځی او اداری هلوځلو وروسته، د ملی مبارزی د ستر اداری شخصیت وزیر محمد ګل مومند بابا، سیاسی، هڅوبی (فرهنګی)، وټه ییزی او ټولنیزی هڅی، پوښتنی او غوښتنی په داسی حال کی چټکی شوی، چی هیوادوالو مو د اعلیحضرت شاه زمان ړندول، د امیردوست محمد خان او امیرعبدالرحمن خان د اوږد مهاله بهرنی همکارۍ له ګډ جوړخت څخه د لمړی سقاوی دینی جوړخت ته د جنګونی، لوټونی، بیا ودانولو او بیا ځپلو پر لوری، پړاو په پړاو د خیر، ښګیڼی او رغونی د سترو سترو ګامونو په پورته کولو بشپړ ډاډ ترلاسه کړی و.

دغه مهال پښتون/ افغان، ملی مفکر او مبتکر مومند بابا د پښتنو / افغانانو په دی ګډ تاریخی ټاټوبی کی د پښتو ژبی او هڅوب (فرهنګ) د حق خوندی کولو لپاره یو لړغوښتنی او پوښتنی په پوره میړانه راپورته کړی، چی هر یو یی اوس د هیواد په ژبنی، ادبی، هڅوبی (فرهنګی)، تاریخی، وټه ییزو سیاسی ډګرونو کی د بشپړی پاملرنی وده او پراختیا څرګنده کړه.

محمد ګل مومند بابا د پښتنو/ افغانانو د سیاسی ټولنی د هڅوبی (فرهنګی) بی نظمی وروسته پاتی کیدو، ټوټی ټوټی کیدو او ځانځانۍ وړاندوینه (پیشګویی) وکړه او جوړونی، ساتنی او ودی لپاره یی ورته اساسی او بنسټیزانځورونه وړاندی کړل او په هیواد کی یی د منور استبداد سیاسی، وټه ییز، پوځی او هڅوبی رنځ (بی پښتوګۍ) وڅیړله او هغه درباری سیاسی مربیان یی هم پښتو کولو ته اړ کړی، چی دا رنګه ورته هلو ځلو ته یی تل د تعصب نوم ورکولو.

بابا په پوره میړانه پښتون / افغان ولس ته څرګنده کړه چی:«حکومت د بی پښتوګۍ له امله حیران دی او لاره یی ورکه کړی، ولس د بی پختوګی له لاسه، بی پته، خوار زار او ورک دی، ټول دبی پختوګۍ په اور سوی یو، د بی پختوګۍ په اور سوځو، دبی پختوګۍ په اور کړیږو، د بی پختوګۍ په اور ورتیږو … ښایی د بی پختوګۍ له لاسه وژاړو او د بی پختوګۍ د لاسه کوکی او سوری ووهو..»

همدا رنګه حکومت پوه محمد ګل مومند بابا په پښتون / افغان ټولنه کی د ویری، شرم او خفګان د سیاسی چترستنی ونړولی او په پوځی، سیاسی، ادبی، هڅوبی، چلندی او ورته ییزو ډګرونو کی یی د غوښتلو سمولو ته ورودانګل، چی له ستونزیو یی هم پاک او څپیڅلی راوتلی دی.

همدا شان د حکومت ببوسی، حیرانۍ او نا پوهۍ، هڅولی چی په ولسی ملاتړ پښتو او پښتانه ته پاملرنه وکړی او د یوه اخلاقی حکم له مخی ورته نورهم راوبولی.

مطلب دا چی ټولو ته یی د ټولو د ژبی غږ اورولی دی، دا یی په پوره ډاډ څرګنده کړی چی پښتون / افغان ولس په تاریخی لحاظ د ملی ژوندانه د مقدساتو په ساتلو او پاللو کی یی بشپړه سرښندنه منلی او ترسره کړی، چی په دی بهیرکی پښتونولی هم ژغورلی شوی ده.

پښتون او افغان یی د هغه ګډ اصل د ارزښت مننونکی په توګه څرګند کړ، چی قومونه یی منلو ته، تل راټول پاتی شوی او ددی ګډ اصل، ګد ارزښتونه یی ګام په ګام عملی کړی او د دشمنانو دسیسی یی په همدی اصل، تل شندی ساتلی دی.

مومند بابا ددی ساتنی او پالنی اصل پښتو او پښتونولی بولی او وایی:

«پښتو غواړی، چی ټول پښتو زده کړی، ویښ زلمی ته، د یوه  پوه او حساس پښتون په صفت، په کار ده چی د تللی پښتو د ساتنی، ستاینی، راګرځونی، را څرګندونی، ارتونی لوړوالی او خپرونی په لیار (تعمیم) خپله ټوله مادی او معنوی قوا په کار واچوی او د خپلی وسی (وسعی) او ځواک سره سم هاند وکړی»

د بابا همدی بلنی پښتون / افغان د ښوونی او روزنی کړونو ته وهڅولو او د پوهنی اوعلم خاوندان یی دی ته اړکړل چی د ښوونځیو د جوړولو تر څنګ، د پښتو د ښوونیز (تعلیمی) نصاب په جوړونی سره هم راټول شی. پښتو په ادب، هڅوب، سیاست، تخنیک او ورته ییز، پرمختیایی اړیکوکی وکاروی.

وزیر بابا پښتون / افغان ولس ته د خپل هڅوب (کلتور) د شتوالی تر څنګ د سیاسی او وټه ییزی ودی او شتوالی پوره ډاډ هم وربخښلو.

پښتون / افغان بابا، محمد ګل مومند د پښتون / افغان کاراو د پښتون / افغان زیار د پښتو او پښتونولۍ سره وتړل، په کار او زیار یی ورته ټینګار وکړ او په لوړ غږ یی ورته وویل، چی:

پښتو پښتانه ته امر کوی چی کار وکړی، زیار وګالی.

پښتو پښتانه ته اجازه نه وکوی، چی بی ځایه او بی دوده لګښتونه (مصارف) وکړی، یعنی پښتو نه پریږدی، چی پښتانه په ناروا او ناجایزو لارو کی، چی دین، اخلاقو او پښتو روا کړی نه وی، څه ولګوی (ان المبذرین کانوا اخوان الشیاطن).

پښتو پښتانه سړی (شخصیت) ته اجازه نه ورکوی، چی د ځان د ګټی لپاره بل چاته تاوان ورسوی، لیا خیانت وکړی، بلکی پښتو غواړی، چی پښتون سړی (شخص) د نورو پښتنو او مسلمانانو د ګټی دپاره د ځان تاوان وکړی او پری خوښ هم وی.

حکومت پوه محمد ګل مومند بابا د پښتون / افغان قناعت او امیدواری د پښتنو ایمان پر واحد رب بولی او دا د پښتنو / افغانانو د سر ښیندنی د سمبول په توګه د نورو منلو ته وړاندی کوی او پښتون افغان ته د نه یو ویرودونکی انسان په توګه د ډاډ من اوسیدلو زیری ورکوی.

پښتانه په دی خبره ایمان لری، چی ګټه او تاوان، عزت او ذلت د خدای په اوامرو او نواهی کی نغښتی دی، نو ځکه پښتانه غیر له خدایه ویره او ډار نه پیژنی.

ستر پښتون بابا، محمد ګل مومند، پښتو ته نه یواځی د وګړیو د پوهولو او راپوهولو د وسیلی په توګه درنښت ورکړی، بلکی د ټولنیزو اړیکو قانون یا پښتونواله یی هم بولی.

… پښتانه د پښتو اطلاق یواځی پر هغه څرګنده ژبی، چی دوی پری ګړیږی نه کوی، بلکه د پښتنو په وړاندی د پښتو معنا او مفهوم د ژبی، دود او دستور او ددوی پر سمو ولسی خصایلو، خصایصو، صفاتو او مزایاوو شامل دی …

همدا وجه ده، چی محمد ګل مومند بابا د پښتو، پښتونولی او پښتون بیلول، له یو بل سره، د پښتون نیمګړتیا او حتی د پښتون په نښت (عدم موجودیت) حسابول بولی او وایی چی:

پښتو د پښتنو تفکرات، تخیلات، ذوق او هرڅه سره یو شانته او یو کوی، ورورې، خواخوږې، مهربانې او ښیګنه پښتو ده، روغه، ننواتې، درنښت، ښه نیت، څپیڅلتوب، پوهه او خدمت له پښتون سره راټول شوی دی، صبر، حوصله، زغم او تدبرهم ورته پښتو ده.

لوټ، غلا، خیانت، ټګی، ظلم او مظلومیت، پښتو، پشتونواله او پښتون، نشی ګڼل کیدلی.

په پای کی بابا په پوره ټینګار، پښتون د ملت د نظام او اداری، خپلولو ته رابولی، په جرګې، مشرۍ، خپلوۍ او د ګاونډیتوب د حق پر پیږندلو، ورته ټینګار کوی او خپل ژور فکر په لاندی ډول څرګندوی.

د مشرانو او سپین ږیرو احترام، د کشرانو قدر او عزت، په وړو مهربانی او شفقت، د هغوی روزنه، پرهغوی د هر پښتانه پاملرنه، دا ټول په پښتو سره کیږی.

بابا، ملت، حکومت او دولت جوړونی ته لاندی سیاسی اصل، غوره بولی او ټینګار پری کوی.

….« پښتو کی کشران د مشرانو لپاره او ولس د حکومت دپاره ندی، بلکی مشران د کشرانو لپاره او حکومت د ولس دپاره دی.»

د دوی موقعیت او احترام د پښتنو په سترګو کی، د دوی د خدمت په تناسب دی، ځکه چی، پښتانه په پښتو سره یو د بل باباګان، داداګان، کاکاګان، ماماګان، لالاګان، ناناګان، ورونه، زامن، چوچی او بچی دی، او پښتنی میرمنی هم په پښتو سره، د هر پښتانه، بی بی، ببۍ، اناوې، ادې ګانې، تریندې، توړۍ، خویندې، خورکۍ، لوڼې، لورکۍ، چوچۍ او بچۍ دی»

د بابا د ملی پیدایښت د نظریی بنسټونه: پښتو، هیواد، او پښتونواله ګڼل کیږی او دا هرڅه د حکومت او دولت په ساتنه او د مشرتابه په غوره کولو کی وینی.

د مومند بابا حکمونه دی:

پښتو د سمو مشرانو مننه ده.

پښتو د خاینو مشرانو رټنه ده.

خلاصی او نجات په پښتو تر سره کیږی.

د بابا د پښتون / افغان د ټولنی جوړیدنی غوښتنه او پوښتنه د کومی خیالی هڅی هنداره نده، بلکی دا د بابا د زړه، فکر او حق، عقلی غوښتنه او پالنه ده، چی په تاریخی اساس یی د افغان / پښتون ټولنه کی د خپلی ملی پوښتنی او غوښتنی، خڼډونه پری لیری کیږی او د ملی جوړښت غوښتنی او پښتنی یی نورو ته د پالنی لپاره، سپارلی دی.

د لیکنو کړۍ دوام لری

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- ( ۲۲ برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.