افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې که خپل جغرافیوي موقعیت ته ځير شي، له بحران څخه فرصت جوړولای شي، او که یې ستراتیژي ناسمه وي، له فرصت څخه بحران راپورته کيږي. چابهار او ګوادر دوه ستر بندرونه دي چې افغانستان ته د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د اقتصادي راتلونکې، سیمهییزو اړیکو لپاره ارزښت لري. دا دواړه بندرونه د افغانستان لپاره فرصتونه دي خو اړينه ده چې د چين او هند ايران او پاکستان ترمنځ له رقابتونو څخه لرې وساتل شي.
که مسلکي انډوليز او د بې پرېتوب تګلاره ګډه وډه شي نو خطر شته چې افغانستان د سيمه ييزو او نړيوالو رقابتونو قرباني شي. خو که موږ خپله پالیسي د ملي ګټو پر بنسټ، د انډوليز سياست اصل ته په کتو ، او د خپلو کورنیو وړتیا د لوړولو په معيارونو جوړ کړو، نو دا بندرونه به زموږ لپاره د منزوي کيدو نه، بلکې د اتصال وسیلې شي.
چابهار موږ ته د ایران له لارې هند، منځنۍ آسیا، او د فارس خلیج بازارونو ته لاره برابروي. دغه بندر د زرنج-دلارام سړک له لارې له افغانستان سره نښلول شوی، او د افغان صادراتو لپاره یوه بله لاره ده چې په پاکستان باندې له تکيه کولو پرته فعالیت کوي. له بل پلوه، ګوادر د پاکستان-چین اقتصادي دهلېز یوه مهمه برخه ده، چې د بلوچستان له لارې افغانستان ته ترانزیتي فرصتونه برابروي. دواړه بندرونه کولای شي افغانستان ته د وارداتو او صادراتو متبادلې، ارزانه او خوندي لارې برابرې کړي.
انډوليز سیاست دا نه دی چې موږ د یوه بندر په ملاتړ د بل مخالفت وکړو، بلکې دا دی چې دواړه د خپلو ملي اهدافو لپاره وکاروو. افغانستان باید چابهار د ایران او هند سره د همکاري یوه لاره وګڼي، او ګوادر د پاکستان او چین سره د متوازن تعامل یوه وسیله. د احساساتو پر ځای، اقتصادي تحلیل ته اړتیا ده: کوم بندر موږ ته په پرتله ييز ډول ارزانه، دوامداره، او له نړیوالو بازارونو سره نښلوونکې لاره برابروي؟
زموږ لپاره د بهرني سیاست له سمولو سره سره په کور د ننه د چمتووالي موضوع هم مهمه ده. که موږ بندرونه ولرو، خو لارې، سړکونه، ګمرکي سیستمونه، صادراتي ظرفیت، او امنیت ونه لرو، نو دا ټول فرصتونه به زموږ له لاسه ووځي. داخلي زیربناوې، لکه د رېل پټلیو پروژې ، سړکونه، د سوداګري تګلارې او سیمهییز بازار ته د افغانستان صادراتو په برخه کې ځانګړې پاملرنه. د بندر اهمیت یوازې هغه وخت موږ ته ګټه کوي چې موږ یې د استفادې وړتیا ولرو.
افغانستان په تيرو څو لسيزو کې د متوازن، باور پر بنسټ ولاړ، او د واضحو ملي ګټو ته د تعريف نه درلودلو له امله د سيمه ييزو او نړيوالو رقابتونو او پرديو حساسيتونو په محراق کې وسوځېده. موږ نه باید د ایران، پاکستان، هند یا چین د ګټو د تحقق وسیله شو، بلکې د خپلې جغرافیې د مؤثر استعمال خاوندان واوسو.
چابهار او ګوادر دواړه زموږ لپاره فرصتونه دي، خو که مو ستراتیژي سمه وي. موږ باید دغو بندرونو ته د سیالۍ پر ځای د همکارۍ په سترګه وګورو، او د سیمهییز اقتصاد، سیمهییز سیاست، د همکاریو پراخېدو، او د افغانستان داخلي پیاوړتیا لپاره ورڅخه ګټه پورته کړو. زموږ سیاست باید د ځيرک په حساسيتونو او رقابتونو ته په کتو د متوازن، اقتصادي محاسبې، او د خپلواکې پالیسي منعکس کوونکى وي، نه د نورو د رقابت تقلید. افغانستان د تقابل نه، بلکې د توازن له لارې ځانته راتلونکی جوړولای شي. چابهار او ګوادر دې زموږ په هېواد کې د سیالۍ ډګر نه، بلکې د وصل وسیلې وي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.