افغانستان له سیپک سره اتصال ته هیڅ اړتیا نلري

مولوي عبدالرحمن هوتک

187
د چین له غونډې وروسته ګنګوسې دي چې ګواکې افغانستان د چین او پاکستان له اقتصادي دهلیز؛ سیپک سره یوځاي کیږي او له غونډې لږ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دا اعلان هم وکړ چې: غواړي د چین، بنګله دیش، پاکستان او افغانستان په ګډون یو ائتلاف جوړ کړي.
اوسنیو خنډونو او داخلي او خارجي محدودیتونو ته په کتو ویلی شو چې د بهرنیو چارو وزارت، د سیمې او نړۍ په کچه نسبتا ښه، مستقل، متوازن او د افغانستان تاريخي بې پرې سیاست روان کړی او که یولړ مهم داخلي اصلاحات هم ورسره مله شي، ډېره شونې ده چې په لږ وخت کې له ټولې نړۍ سره رغنده اړیکې جوړې او هیواد يوځل بيا د نړۍ په کچه خپل وياړلی مقام او منزلت تر لاسه کړي.
پدغسي حالاتو کې له دغسي سستو، بې اعتباره، نا امنو او د سیمه ایزو او نړیوالو رقابتونو له امله فلج شوو پروژو سره یوځاي کېدل او آن ددغسي اتصال یو تش اعلان هم افغانستان ته په ډېر لوړ قیمت تمامېدلی شي او که رښتیا خبره کوو، زمونږ دوه چالاک ګاونډیان؛ پاکستان او چین اصلا دغو اعلانونو ته باد ددې لپاره ورکوي چې لومړی له خپل ازلي حریف؛ هند سره زمونږ د تازه راټوکېدلو اړیکو خلاف او دویم د خپل اقتصادي حریف؛ امریکا حساسیتونه زمونږ پرخلاف را وپاروي.
حقیقت دا دی چې مونږ د خپل هیواد جيوپوليتيک او جیو اکانومیک موقعیت ته په پام، نه یواځې پدغه ډول پروژو یا د تربورګلوۍ په سیمه ایزو ایتلافونو کې ګډون ته، یوه ذره اړتیا نلرو، بلکې په هغو کې ګډون د هیواد پر هسکه او ستراتېژيکه مرۍ د تېرې چړې راکاږل هم دي، ځکه افغانستان د اسیا زړه او د سیمې ښارګ دی، په شمال، جنوب، شرق او غرب کې یې هیڅ یوه سیمه ایزه یا نړیواله اقتصادي پروژه، د افغانستان له شراکت پرته نشي کامیابېدلی، پدې اساس افغانستان په هیڅ برخه کې هم د طویل المدت لپاره پر خپل کوم ګاونډي دومره ندی متکي؛ څومره چې ټول ګاونډیان او هریو ځانله پر افغانستان متکي او ورته اړ دی؛ د مرکزي اسیا او د هغو شاته هیوادونو لپاره له سويلي اسيا او منځني ختيځ سره د راکړې ورکړې تر ټولو لنډه او اقتصادي لاره افغانستان دی، پاکستان تر ده شتمنو ایران، خلیجي هيوادو او هند له هرې خوا را محاصره کړی؛ د یوې ستنې په کچه يې هم هیڅ شئ ته اړتیا نلري، فقط یوه سوړه یې د چین خوا ته موندلې، نوره ټوله اتکاء او بزنس یې پر افغانستان او د هغه له لارې پر مرکزي اسیا دی.
له سيپک سره اتصال، له ګوادر سره له اتصال پرته، مونږ ته څه راکولی شي؟
پداسي حال کې چې له یوې خوا د ټول سیپک لنډ او ګټور بدیل؛ واخان، د ګوادر په څو کیلومیټري کې، تر هغه ښه، ګټور او آبرومندانه بدیل؛ چابهار او هم پخپله له همدې پاکستان سره د کراچۍ بندر شپېته کلن او د واګه بندر څو کلن ترانزېټي تړونونه په واک کې لرو؟
که مونږ له دغې پروژې سره یوځاي نشو، هیڅ تاوان نکوو، ځکه چابهار، اسلام کلا، تور غونډۍ، آقینه، حیرتان او شیرخان بندر مو بالفعله په واک کې یا پرمخ پرانیستي او د واخان کورېډور افتتاح ته بې صبرانه شیبې شمارو، مګر که یوځاي کېږو، د واخان او د هغه له لارې له مرکزي اسیا، ایران او چابهار سره، تر سیپک د مهمې، اقتصادي او د افغانستان لپاره حیاتي او آبرومندانه پروژې خدای راکړی فرصت، پخپله د تل لپاره په لغته وهو، له هند، ایران، خلیج او له همدې لارې له ټول منځني ختيځ او آن اروپا سره، د خپلواکې راکړې ورکړې فرصتونه له لاسه ورکوو، له دغو هیوادونو سره په نوو را ټوکېدلو اړیکو مو منحوس سیوری غوړېږي او په لويه کې د هند+ ایران او پاکستان او د امریکا+ لوېديځې نړۍ او د غڼې پشان جال غوړونکي چین د منحوس او مزمن رقابت یا بزکشۍ په ډګر بدلیږو.
که تمه لرو چې له دغې پروژې سره په اتصال به مو تجارت نړیوال او وطن ګلګزار شي، کاملا اشتباه کوو؛ ایا د کراچۍ له شپېته کلن او د واګه له شل کلن تړون او اتصال نه مو یوه ورځ ګټه کړې، یا داسي ورځ راغلې چې ناځوانه ګاونډي دې زمونږ په خلکو ډرۍ نه وي وهلې، هر ممکن زیان دې نه وي را اړولی او پر هره حساسه مرحله دې تر مرۍ نه یو نیولي؟
مونږ باید دا درک کړو چې له دغې پروژې سره زمونږ اتصال، زمونږ نه، بلکې د هغوئ اړتیا، شاته يې لسګونه نور اقتصادي، سیاسي او استعماري اهداف هم ورسره غوټه کړي او دا يې لومړی ځل هم ندی چې له افغانستان څخه له هغې سره د اتصال غوښتنه کوي، بلکې لسګونه ځله نور یې هم غوښتي مګر افغانستان هرځل منفي یا داسي ځواب ورکړی چې د افغانستان مرکزي او ستراتېژيک حیثیت ته جدي پاملرنه پکې شوې او ټېنګار شوی چې: چین باید لومړی له افغانستان سره د واخان کورېډور جوړ، افتتاح، له همدې لارې له مرکزي اسیا، ایران او نورې نړۍ سره لارې، پټلۍ وغيره جوړ، منظمه راکړه ورکړه پیل او له هغه وروسته به افغانستان د شمال او جنوب د راکړې ورکړې لپاره؛ د یوه واکمن او با اعتباره شریک په توګه د سیپک له دهلیز سره یوځاي شي.
اوس هم زمونږ لپاره همدا بهترین آپشن دی؛ چین دې لومړی له مونږ سره واخان کورېډور افتتاح، له هغې لارې دې د بین الدولي، سیمه ایزې او نړیوالې راکړې ورکړې ټولې چارې او آسانتياوې په ګډه راسره پیل کړي، له هغه وروسته که اړتیا وه، د واخان کورېډور منتهي لاره به جنوب ته له سیپک او شمال ته له مرکزي اسیا سره هم وصل کړو، له دې پرته له دغې پروژې سره د اتصال غوښتنه، له دې پرته بله هیڅ مانا او ګټه نشي درلودلی چې مونږ خپل هرڅه ددې لپاره د چین او پاکستان په واک کې ورکړو، چې مونږ يوځل بيا په هغه غار لاسونه چخ کړو له کومه چې زر ځله چيچل شوي یو او دا ځل مو نو 5اب بېخي تر قیامته پورې تر خوږ ګوته ونیسي؛ مونږ یواځې د دوئ د کتارونو، ګټو او بزنسونو سیل وکړو، خو زمونږ خلک چې د دوئ خواته ورشي، دوه زره ذلالتونه ورسره وشي، په مالونه بار زرګونه کانټینر یې د کراچۍ پرځای په ګوادر کې، په میوو او سبزیو بار زرګونه لارۍ یې پر چمن او تورخم کې وراسته، خو نمک حرام لا هم مونږ او ددغسي نامرد او بې عهده ګاونډي د قرضونو د اداء لپاره، د هند، ایران، امریکا او آن ټولې نړۍ بدي لا هم پر غاړه واخلو؟.
بناء یوځل بیا ټېنګار کوم چې سیپک نه زمونږ اړتیا ده، نه ګټه او نه اولویت، زمونږ اولویت په هره برخه کې ځانبسیاینه، پر نورو د اتکاء ختمېدل او له خپلو خدای راکړو منابعو او ظرفیتونو څخه اعظمي ګټه اخیستل دي، زمونږ خلک زمونږ د جنوبي ګاونډي له بېځایه او مسلسلو نخرو، استعماري لاسوهنو او پر تشه ګېډه د خانۍ له پېښو بېخي پوزې ته راغلي، په هیڅ قیمت نور نه غواړي چې بیا یې قسمت د هغوئ منحوسو منګولو ته ولوېږي، اوسني امنیت، له سیمې او اکثرې نړۍ سره ډیفکټو خو مستقلو او متوازنو اړیکو ددې بهترین فرصتونه رامنځته کړي چې هیواد نه یواځې پر دغه بې باوره او بې عهده شریک باندې له اتکاء څخه د تل لپاره خلاص شي، بلکې د هغوئ له مرموزو او مکروه لوبو څخه په اجتناب، د سیمې او نړۍ له مکروه او استعماري رقابتونو څخه هم د تل لپاره نجات ومومي او د سالم رقابت له لارې ټولې نړۍ ته هغه فرصتونه پخپله په افغانستان کې دننه برابر او په واک کې ورکړل شي؛ کوم چې هغوئ تر پرونه پورې زمونږ په ګاونډ کې راته لټول.
دعاء کوم چې الله تعالی دې بيا هیڅکله هم زمونږ پر هیواد داسي حالات نه راولي چې زمونږ خلک بیا د 5اب نخرو او رذالتونو ته پر تش ډاګ یواځې او په خالي لاسونو پاتې وي.
آمین
وما علینا إلا البلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.