د فاحشو موادو خپرول بېشکه يوه خطرناکه، اندېښمنوونکې او د زړه دردونکې پديده ده، په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره چې د غيرت، ايمان او مروت احساس لري. دغه پديده اوس د ډيرو مسلمانانو په لاس د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرېږي.
داسې ځوانان شته چې د ټولنيزو رسنيو له لارې یې په مسلمانانو کې د ناوړه فاحشو فلمونو او تصويرونو خپرول خپله دنده بللې ده، په اسلامي ټولنه کې فاحشې کړنې ترویجوي، خلګ ورته رابولي، له شيطان سره د ګناهونو په خپراوي کې ښه مرسته کوي او دا کار له دې لاري کوي چې په ټولنیزو رسنیو لکه(فیسبوک، ایکس، يوټيوب، انسټاګرام، ټلیګرام او واټ ساف) کې په فاحشو نومونو داسې ادرسونه جوړوي، چې په ځوان نسل کې د غیرت او اسلاميت روحيه وژني او په بدل کې د حرامو مينه راژوندۍ کوي، چې په پایله کې اسلامي ټولنه له همداسې خلکو تباه کیږي.
الله تعالی فرمایي: ژباړه:
له شک پرته كوم كسان چي په مؤمنانو کې د (فحشا)بد لمنۍ خپرول خوښوي، هغوى په دُنيا او آخرت کښي د دردناك عذاب وړ دي. الله پوهیږي او تاسي نه پوهېږئ. [سُوۡرَةُ النُّور : 19]
د فحشا خپرونکي منکراتو ته وده ورکوي، ځوان نسل جهنم ته ور بولي، په فتنو، فسادونو او لویدلو اخلاقو کې يې ښکېلوي او هغوی ته داسې څه په میراث پریږدي، چې پایله یې د دنیا او آخرت ناکامي او بدمرغي وي، دوی د لنډ مهاله لذت په مينه کې ډوب دي او هغه تلپاتي دردناک عذابونه یې هېر کړي دي چې د کائناتو خالق د فحشا خپرونکو ته چمتو کړي دي.
ای مسلمانانو! د اسلام دښمنان په دوو برخو کې ډېرې هڅې کوي:
لومړی: د خلکو په منځ کې د اسلام په اړه شبهات خپرول، د دوی د اولادونو ذهنونه له باور څخه لرې کول، او په دوی کې الحاد(بې دیني)خپرول.
دوهم: د اخلاقو ورانول، د عفت او حيا سره جګړه کول، فحشاء ته وده ورکول او له پاکوالي سره دښمني کول.
چې بدبختانه په دوهمه برخه کې نن ډير مسلمانان هم بوخت دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د فحشا خپرولو بڼې:
١_د بېحجابه یا ناوړه جامو اغوستو ښځو تصویرونه، ویډیوګانې او ژوندۍ خپرونې (لایفونه) شریکول.
٢_د ښځو په غږ کې ناروا سندرې، عشقي کلمات یا مینه ناک پیغامونه خپرول.
٣_د ناروا مینې، حرامو اړیکو او نامشروع عشق کیسې، ناولونه او افسانې خپرول.
٤_ د جنسي تحریك، بېحیایۍ یا ناوړه معنا لرونکو ټوکو، جملو، شعرونو یا پوسټونو شریکول.
٥_د فاحشو یا شهوت پارونکو اکاونټونو تبلیغ یا ملاتړ کول.
٦_د شرم ځایونو ښکاره تصویرونه(حتی که په کارتون بڼه وي) خپرول.
٧_ د جنسي اړیکو، شهواني مسایلو یا همجنسبازۍ ترویج کوونکي مطالب، بحثونه یا ویډیوګانې خپرول.
٨_ د مشهور فلمي ستورو یا موډلانو نازونه، ناوړه حرکات او حرکتي کلیپونه شریکول.
٩_ په مختلفو نومونو فحشا ته زمینه برابرول لکه نڅاوې، ناوړه حرکتونه یا د بدن ښکاره کول.
١٠_ په ناز او عشقي لهجه د نارینهوو او ښځو ترمنځ پیغامونه، تبصرې یا محاوری کول.
چې دا ټول د اسلامي امت د بې لاريتوب لپاره یو لوی سبب جوړيږي او ددې امکان شته چې په هیڅ یوه مسلمانه کورنۍ کې دي څوک د سترګو له زنا، د غوږونو له زنا، د پښو او لاسونو له زنا، د زړه له زنا آن تردې چې ځيني کسان له عملي زنا څخه خوندي پاتې نه شي.
په ټولنیزو رسنیو کې د فحشا خپرول ځکه ستر جرم دی، چې دا کار په داسې بې شرمۍ سره کېږي چې نور خلک هم دې کار ته هڅوي، او دا ګناه په تدريجي توګه د ټولنې یوه عادي کړنه ګرځي. رسول اللهﷺ فرمايي:
زما ټول امت به بښل کېږي پرته له هغو کسانو چې ګناه په ښکاره کوي.”[بخاري او مسلم]
بله دا چې یو څوک ناوړه عکس یا فلم خپور کړي، نو ډېر وخت يې په زرګونو، لکونو حتا په میلیونونو کسان وګوري او کله چې هغوی ددې کار له امله د عذاب وړ وګرځي نو د ټولو کسانو په ګناه کې همدغه خپرونکی شریک دی.
اسلام د فحشا کول او د فحشا خپرول په ګناه کې دواړه یو برابر ګڼلي، ځکه د دواړو زيان ډېر ستر دی.
امام بخاري په “الادب المفرد” کې د علي بن ابي طالب (کرم الله وجهه) نه روايت کوي:
“هغه څوک چې فاحش عمل کوي او هغه څوک چې فاحش عمل خپروي، دواړه په ګناه کې یو برابر دي.”
ای د فحشا خپرونکو!
فکر وکړئ تر تاسو وړاندې د شهوتونو پيرووان نن چيرته دي؟! د فحشاء خپروونکي چيرته دي؟! هغه څوک چې خپل مال، مقام، ځواک او رسنۍ يې د فاحشو کړنو لپاره کارولې، چيرته دي؟! هغوی چې اسلامي ټولنې ته یې بې شرمي راوړه، او ټولنه یې اخلاقي فساد ته هڅوله، نن چيرته دي؟! له خپل دغه ناوړه کاره لاس په سر شئ، خپل رب ته ور وګرځئ، او داسې څه مه نشروئ چې له مرګه وروسته یې دوه برابره سزا درته ليکله کېږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.