انځر هم خواړه، هم درمل

188

دانسان د بدن د سلامتيا لپاره له يوناني روغتياپوهانو رانیولې د نن ورځې تر ډاکټرانو پورې هريو کوښښ کوي چې په پرلپسې څېړنو د مرضونو درملنې وکړې او په ښو درملو د انسان بدن ته روغتيا ور په برخه کړي.

خو ځینې وختونه له ناروغیو د ځان ساتنې له کوښښونو سره سره انسان په ناروغيو اخته شي، چې که په درملنه کې یې په خپل وخت قدم پورته نه کړل شي، په وروسته والي سره یې درملنه ستونزمنه شي او مرض د وخت په تېرېدو سره په بدن کې ځاى نيسي.

نن ورځ به د داسې الله راکړي نعمت يادونه کوو چې موږ خو یې په درمل کې نه شمېرو، اما کومه درملنه چې د انځر په استعمال سره کېږي په ډېرو ماشيني ګوليو او ماشيني خوراکونو نه کیږي.

انسان چې د څومره ناروغيو سره مخ کيږي هومره یې روغتياپوهانو د درملنو لپاره درمل هم تيار کړي دي.

هره وچه – تازه مېوه درملنه ده، خو انځر د ډېرو ناروغيو ټټر وهلی، چې په خوراک یې بشپړه درملنه کيږي.
يوناني روغتیاپوهانو به ويل چې د انځر خوراک نه يوازې دا چې خواړه او درملنه ده بلکې دا دومره مبارکه مېوه ده چې په خوراک یې په رزق کې پراخوالى رامنځته کيږي. د رزق پراخوالی يوه عقيدوي مسئله ده. په کومه برخه کې چې عقيدې ته باور ورکول کيږي هومره ورته د خپلې عقيدې له مخې ګټه هم رسيږي.

انځر که وچ اويا تازه وخوړل شي، په دواړو صورتونو کې د انسان بدن ته ګټه رسوي او د انسان په بدن کې د مرض د ورکېدا / کمېدا سبب ګرځي.

په افغانستان او ګاونډيو هېوادونو کې انځر د وخت او موسم خواړه دي. هغه چا چې انځر وچ او يا تازه استعمال کړي وي بدن یې تر ډېره وخته د مرضونو مقابله کولاى شي.

روغتياپوهان انځر د بواسيرو، پيچس، د هاضمې د نظام د ښه والي او د معدې د تيزابي ناروغیو لپاره ګټور بولي.

که د انځر ميوه تازه وخوړل شي بدن ته زياته ګټه رسوي، خو که کوم انسان د زړه ناروغي ولري وچ انځر ورته ګټور دى. وچ انځر د زړه د مرضونو په درملنه کې مرسته کوي.

په روغتيايي څېړنو کې څرګنده شوې چې انځر فينول، مېګا تري، مېګا شپږ، فيټي ايسډز په خپل ځان کې لري، او د وينې په جريان کې ګټور ثابتيږي.

روغتيا پوهان وايي، په انځر کې هغه ويټامينونه شته چې له دماغي سیسټم سره ډېره مرسته کوي، لکه ويټامين بي، چې د انسان دماغو ته وده ورکوي او هم دماغي قوت پر خپل ځای ساتي. روغتياپوهان وايي چې انځر د انسان لپاره تر ١١ زياتې ګټې لري ځکه انځر په خوراک او استعمال سره د روغتيا ټټر وهي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.