د امریکا د مطلق تسلط دوره پای ته رسېدلې ده

ژباړه: نصيراحمد څپاند

199

اوس  چین او روسیه کولای شي جلا-جلا زموږ پر وړاندې ودرېږي
د مې په ۲۳مه، د امریکا د سمندري ځواک اکاډمۍ د ۲۰۲۵ کال د فراغت مراسمو پر مهال، د ولسمشر مرستیال “جې. دي. ونس” یوه ژوره جیوپولیټیکه وینا وکړه. نوموړي وویل، امریکا چې پخوا یې بې‌ساری نړیوال قدرت درلود، اوس د چین او روسیې په څېر سیالو هېوادونو له جدي ګواښونو سره مخ ده.
ونس د امریکا پر پخوانۍ بهرنۍ تګلارې، په ځانګړي ډول د «ملت جوړونې» او د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې پر پالیسۍ سختې نیوکې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې امریکا باید خپل بهرنی سیاست د “اساسي ملي ګټو” پر بنسټ جوړ کړي.
ونس د یمن د حوثي وسله‌والو پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو یادونه وکړه او ویې ویل، د امریکا پوځ به نور په اوږدمهالو جګړو کې ښکېل نه وي.
د امریکايي رسنیو په باور، دا څرګندونې د ټرمپ د ادارې د نوې بهرنۍ تګلارې یو مهم بیان دی، چې ښايي د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ پر راتلونکي ژور او اوږدمهاله اغېز ولري.
د امریکا د دفاع وزارت د وېب‌پاڼې له مخې، ونس وویل:
«د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، امریکا بې‌سیاله ستر قدرت و، او رهبرانو باور درلود چې دا موقعیت به تلپاتې وي. خو اوسنی نړیوال نظم بدل شوی، او موږ له نوو واقعیتونو سره مخ یو.»
ونس زیاته کړه:
«د امریکا د مطلق تسلط دوره پای ته رسېدلې. له چین او روسیې نیولې، تر فضا، سایبري جګړو، مخابراتي شبکو او اکمالاتي زنځیرونو پورې، دا هېوادونه غواړي په هر ډګر کې موږ ته ماتې راکړي.»
د بهرني سیاست بدلون
ونس نه یوازې سیاسي شعارونه ورکړل، بلکې د امریکا د بهرنۍ تګلارې د اساسي بدلون اعلان یې هم وکړ. هغه وویل، پخوانیو مشرانو د اساسي ملي ګټو پر ځای په غیر واقعي موخو تمرکز کړی و.
ونس د ولسمشر ټرمپ وروستي سفر ته چې منځني ختیځ ته شوی و، اشاره وکړه او ویې ویل:
«دا سفر د تېرو لسیزو د ناکامې پالیسۍ د پای ټکی و. ملت جوړونه، مداخله، او نورو ته د ژوند طرز ښوول، زموږ د ستراتیژیکو تېروتنو نمونې وې.»
ونس زیاته کړه:
«زموږ مشران د چین غوندې د ستر سیال پر ځای، له منځني ختیځه د ډموکراسۍ د جوړولو په څېر پېچلو، مصرفي او بې‌نتیجې موخو پسې تللي و.»
«زموږ بهرنی سیاست د کلونو لپاره له خپل اصلي مسیر منحرف شوی و، او هڅه یې کوله له نظامي ځواک، اتحادونو او مداخلې څخه د ملت جوړونې وسیله جوړه کړي – آن که دا هېوادونه زموږ له ملي ګټو سره اړیکه نه لري.»
د پوځ نوی ماموریت
ونس فارغ شویو افسرانو ته وویل:
«سیاست بدلېږي، او له هغه سره د پوځ مأموریت هم بدل شوی. ولسمشر ټرمپ غواړي یو واقع‌ګرا سیاست رامنځته کړي، چې د اساسي ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي.»
هغه د یمن جګړې ته په اشارې وویل:
«زموږ هدف اوږدمهاله جګړه نه وه، بلکې د سمندري لارو خوندیتوب او د حوثیانو د بریدونو مخنیوی و – او موږ دا هدف ترلاسه کړ.»
ونس ټینګار وکړ چې د امریکا پوځ به د “تخنیکي برلاسۍ” له لارې خپل پوځي برتري نوره هم پراخه کړي.
«موږ باید دا ګومان ونه‌کړو چې جګړه نوره ختمه ده. موږ باید د پرمختللو وسایلو، غوره سرتېرو او واضح اهدافو سره جګړې ته چمتو واوسو.»
«جګړه اوس بله بڼه غوره کړې ده. امریکا نور د سمندر، فضا او هوا مطلق تسلط نه لري. نو پوځ باید دې بدلون ته ځان برابر کړي.»
ونس وویل، د نویو ګواښونو لکه ارزانه ډرونونو، کروزي توغندیو او سایبري بریدونو پر وړاندې باید پوځ نوې ټکنالوژي نه یوازې وکاروي، بلکې خپله یې هم رامنځته کړي.
سیاسي او ستراتیژیک تحلیلونه
د “نیوزویک” مجله لیکي چې دا وینا ښايي د ټرمپ د ادارې د بهرنۍ تګلارې تر ټولو روښانه بیان وي.
جاوېد علي، د میشیګن پوهنتون استاد او د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار وایي، دا څرګندونې د ټرمپ د دویمې دورې د ستراتیژیک بدلون نښه ده.
علي زیاتوي، که څه هم «د ملي ګټو پر بنسټ امنیت» یوه پخوانۍ مفکوره ده، خو ټرمپ دا بدلون په بې‌ساري چټکۍ سره عملي کړی.
نوموړي د پولو د سخت سیاست، له متحدینو د پوځي بودجې د لوړولو غوښتنه، د ځواکونو احتمالي ایستل، او د دفاعي سیسټمونو پراخونه، د ټرمپ د نوې تګلارې برخې وبللې.
نایجل ګولډ-دیویس، د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت څېړونکی، پر ایکس (پخوانی ټویټر) لیکلي:
«ښکاري چې ونس د جګړې واقعي ماهیت درک کړی – دا موضوع باید له نږدې تعقیب شي.»
جرالد بیکر، د “وال‌سټریټ ژورنال” مشر لیکوال لیکلي:
«د ټرمپپالۍ تعریفول اسانه نه دي، ځکه چې د ولسمشر خبرې او کړنې متغیرې دي، او بدلون پکې یو عادي حالت ګڼل کېږي.»
سرچینه: لیوبای، ترجمه: مجله جنوب جهانی

مې۲۴کال۲۰۲۵

د پاکستان سره تعامل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.