!هغوی چې د ژبې په نوم سودا کوي

عبدالواحد تابع

190
له پیداېښت د انسان څخه سلګونه ژبې ورکې شوې او سلګونه نورې به  ورکې شي.
امپراتوریانې له منځه ولاړې چې تر شا یې نظامي ځواک شتون درلود او په همدې ډول ادیانو ته خلکو شا کړله خو اوس نړۍ یو کلی ګرځېدلی او هر کس د خپلې خوښۍ سره پکې ژوند کوي.پوه او هوښیار خلک د خپلې ژبې د پیاوړتیا او ژوندي ساتلو لپاره ورته مارکیټ کې ځای جوړوي خو پوچ او ناپوه بیا کرکه زېږوي.
د کرکې زېږېدا  له ماتې سره مخ کېږي. هېڅکله هم په زور  او جبر سره پر چا نشی کولې د ژبۍ زده کړه تحمیل کړۍ د زور خبره چې راشي انسان کرکې سره مخ کوي او همدا کرکه په کینه بدله او واټن زېږوي.
هېڅ یوه ژبه مالک نه لري، او د ژبې مالکین هغه خلک دي چې د ځانګړو شرایطو له امله په یوه سیمه کې سره ژوند کوي.
په انګلیسي ژبه کې، لسګونه قومي ډلې، قبیلې او هیوادونه مدغم شوي دي، او همداسې عربي، روسي، اسپانیایي، هندي او فرانسوي ژبې هم  یادولی شو.
فارسي ژبه هم لرغونې ژبه نه ده، او دا د جغرافیایي، قومي او کلتوري بدلونونو له امله رامینځته شوې، او ډیري قومي ډلې پر یاده ژبه خبرې کوي.له بده مرغه تاجیکانو خپله ژبه ابزار کرزولۍ او ورځ تر بلې پرې نور کنځي او  نور د ځان سیالان نه بولي .کله پښتانه او کله نور اقوام ریټي او ځانونه پرې اوچت څرګندوي. نن سبا یې هزاره وو ته د ځان پام اړولی او دوی حقدار د فارسي ژبۍ نه بولي. اوس که تاجیکان ځواک ومومئ او هزاره ګان د فارسي خبرې کولو څخه منع کړئ، هزاره ګان به بې غږه پاتې نشي او نورې ژبې به ووایی، لکه څنګه چې ډیری تاجیکانو خپله فارسي ژبه په هغو ځایونو کې له لاسه ورکړې چیرې چې تاجیکان نشته یا په نورو هیوادونو کې،  چې پښتانه مېشت شوي خو هلته نن پښتو نه وايي او په نوي ژوند کې د همهغه ځای پر ژبه غږېږي.
په داسې حال کې چې انسانان چپ نه پاتې کېږي او په یوه ډول ځان ته د ژوندانه چاپېریال ګوري او پکې ځان عیاروي.د افغانستان تاجېکانو نن سبا غلطه لوبه پیل کړې چې پکې ماته دوی ته مخ ده. دوی کرکه زۍږوي ، د ژبې په نوم فخر پر نورو خرڅوي او د نورو ژبو ویونکو ته سپکاوی کوي. د دوی دا کار کرکه موندلې او یاده کرکه په کینه بدله شوۍ ده.
تر پرونه نورو اقوامو په فارسي ژبه خبرې، لیکل، سندرې ، زده کړه او د مارکیټ کار او بار پرې مخ ته وړ. خو د دوی کرکې خلک اړ کړي تر څو د بدیل لاره ومومي او نور د ځان لپاره نوی مارکېټ غوره کړي.
یاددښت: دل تنګ اید به جنګ اید.
https://dawatmedia24.com/?p=174370#
(تابع)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.