“ګرانو لوستونکو! دا لیکنه چې د لوژستیک اړوند مهمو او باارزښته موضوعاتو په اړه ده، د دولتي ادارو او خصوصي مؤسسو ټولو کارکوونکو لپاره ګټوره او معلوماتي ده. زه خپله نږدې دوه نیم کاله د لوژستیک په برخه کې عملي تجربه لرم، او د همدې تجربې له مخې مې دا لیکنه چمتو کړې ده.”
سريزه
په معاصر کاروباري چاپېریال کې، لوژستیکي ځنځیر هغه وخت ستراتیژیک ارزښت خپلوي چې د سوداګرۍ له ټولیزې ستراتیژۍ سره یوځای شي. لوژستیک د ۲۱مې پېړۍ د بریالۍ سوداګرۍ یو حیاتي بنسټ ګڼل کېږي، ځکه چې دا سیستم د سرچینو، پروسو او فعالیتونو ترمنځ دقیق تنظیم، همغږي او اجرا تضمینوي. دا بهیر د تولید، مصرف او توزیع ترمنځ ټولې لارې — لکه انتقال، زېرمې، ذخیره، بار وړنه او تحویلي — تر چتر لاندې راولي.
لوژستیک څه شی دی؟
تعریف:
لوژستیک یوه اداري، تخنیکي او ستراتیژیکه پروسه ده چې هدف یې د توکو، خدماتو، معلوماتو او بشري منابعو مؤثر پلان، تنظیم، ترانسپورت، ذخیره او د وروستي مصرفوونکي تر دروازې رسونه ده. دا پروسه د عرضې د ځنځیر (Supply Chain) یوه حیاتي برخه جوړوي او د ادارو د فعالیتونو بنسټیز ملاتړ کوي.
د لوژستیک کلیدي برخې
لوژستیک لاندې مهم عناصر تر خپل چتر لاندې راولي:
1. نقل او انتقال (Transportation): د توکو فزیکي حرکت له سرچینې څخه تر مصرفنقطې.
2. زېرمهکول (Warehousing): د توکو موقتي او خوندي ساتنه.
3. عرضه او توزیع (Distribution): د توکو د رسونې شبکه.
4. خریداري او تدارکات (Procurement): د اړینو موادو او خدماتو اخیستل.
5. معلوماتي همغږي (Information Flow): د امرونو، توکو، مشتریانو او خدماتو اړوند معلوماتو مدیریت.
لوژستیک او د ادارو اهمیت
لوژستیک نه یوازې فزیکي حرکت، بلکې د ارزښتونو د تولید یوه مهمه ستراتیژي ده:
1. د منابعو مؤثر استعمال: د وخت، پیسو او بشري منابعو موثریت یقیني کوي.
2. د پیرودونکو رضایت: د پر وخت، دقیق او باکیفیته سپارنو له امله.
3. رقابتپذیري: قوي لوژستیکي سیستم ادارې له سیالانو مخکې کوي.
4. لګښتکمونه او ګټهزیاتونه: د ضایعاتو او غیر ضروري لګښتونو مخنیوی.
5. بحرانمدیریت: د بیړنیو حالاتو پر مهال چټک او منظم غبرګون.
6. پلان جوړونه او همغږي: د عرضهکوونکو، تولیدوونکو او مشتریانو ترمنځ مؤثر ارتباط.
لوژستیک: له ژور لیدلوري
لوژستیک یوازې د توکو حرکت نه دی، بلکې د عرضې د شبکو، نړیوال تجارت، ټکنالوژۍ، او د پیرودونکو د غوښتنو په اړه ژوره پوهه غواړي. عصري ادارې اړتیا لري چې د لوژستیک په اصولو او امکاناتو سم پوه شي، تر څو کولای شي انساني پانګه، زېربناوې، او تخنیکي منابع په مؤثر ډول وکاروي. همداراز، د فعالیتونو د ساده کولو او موثریت د زیاتولو لپاره باید “لیان اصول” (Lean Principles) پلی شي.
د لوژستیک ۷ اصول (The 7 Rights of Logistics)
د لوژستیک بریالی مدیریت دا یقیني کوي چې:
> “سم محصول، په سمه اندازه، په سم حالت، په سم ځای، په سم وخت، سم مشتری ته، او په سم قیمت” ورسیږي.
۱. سم محصول:
د توکو بستهبندي، وزن، حساسیت، او د انتقال وړتیا باید له پامه ونه غورځول شي. معیاري او مطلوب محصول د زېرمې، انتقال او توزیع بهیر اسانه کوي.
۲. سمه اندازه:
نه زیات تولید او نه هم کم تولید. بازار ته د اړتیا وړ اندازه برابرول، د مؤثر مدیریت یو مهم اصل دی.
۳. سم حالت:
محصول باید سالم، بې له زیانه، او د اصلي کیفیت سره برابر وسپارل شي.
۴. سم ځای:
د توکو د موقعیت معلومولو سیستمونه باید دقیق، شفاف او چټک وي تر څو د تحویلي وخت او ځای سمون یقیني شي.
۵. سم وخت:
وخت کلیدي رول لري. هر ډول ځنډ د مشتری نارضایتي او د بازار له لاسه ورکولو سبب ګرځي.
۶. سم مشتری:
د هدفمند بازار او مشتریانو دقیق پېژندل، د پلور زیاتوالي او د بازارموندنې مؤثریت تضمینوي.
۷. سم قیمت:
سیالتي نرخونه، مصارفو کنټرول، او د ګټې اعظميکول د لوژستیکي مدیریت ستر اهداف دي.
د لوژستیک د اصولو ارزښتونه
لوژستیکي اصول لاندې ارزښتونه ټینګاروي:
د مشتری لومړیتوب
د منابعو هوښیار استعمال
پیاوړې همکاري او همغږي
چټک غبرګون او انعطاف
د چاپېریال ساتنه او پایښت
دوامداره ښهوالی او نوښت
پایله
لوژستیک یوازې یو عملیاتي فعالیت نه دی، بلکې د ادارې د ژوند شریان دی. که یو سازمان د عصري لوژستیکي سیستم خاوند وي، نو نه یوازې د بازار غوښتنو ته ژر ځواب ورکولی شي، بلکې خپله عواید، وده، او د بازار ونډه هم پراخولی شي. بریالۍ اداره هغه ده چې د لوژستیک اصول نه یوازې ومني، بلکې په مؤثره توګه یې پلی کړي.
ماخذ:
Jones Elite Logistics
د لوژستیک تخصصي ویبپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.