هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي – (اتمه برخه)

بشیر دودیال

175

تر څو کلونو مخکې په اقتصاد کی په څلورو عواملو ډېر حساب کېد: زمکه، کار، پانګه او مُدیریت. ریښتیا ده چې دا مهم دي، خو نوې نظریه وایی چې: (نوي شغلونه جوړول لا مهم دي)!

شغلونه ایجادول د نوښتګرو فکرونو محصول وي. د نویو شغلونو د جوړولو شعار د لویو سیاستوالو بریالیتوب ډاډمن کړی دی. زموږ او تاسو په یاد دي چې اوباما داسې وخت ولسمشرۍ ته کاندید شو، چې د متحده ایالاتو اقتصاد کې ژور بحران پېښ شوی و. ده ټاکنیزو کمپاینو کې خلکو ته د زرونویو شغلونو د ایجاد وعده ورکړه. همدغې خبرې او ژمنې د ده  دبریالیتوب چانس لوړکړ. څوورځې مخکې ښاغلی ټرمپ عربی هیوادو ته سفر وکړ، څو قراردادونه یې لاسلیک کړل. امریکا ته تر ستنېدو سره سم یې وویل چې د دغو قراردادونو په لاسلیک به میلیون نوي شغلونه جوړ کړای شو!

خلکو د ده د دې کار زښته ډېره ستاینه وکړه. اقتصاد ښه کول یعنې شغلونه جوړول. هغه څه چې افغانستان یې تر نورو ټولو هېوادو زیات امکان لري، خو زموږ ستونزه داده چې نوښتګر نه یاستو او ژور فکر نه کوو. دغې خبره کې لویه فلسفه ده چې قرآن عظیم الشان یو ساعت فکر کول له ساعتونو عبادت څخه غوره بللي دی. زیات شمیر ایات شته چې فکر کولو باندې یې ټینګار کړی دی.

 پرمختللو هیوادو ( Think tank) یعنی د فکراتاقونه جوړ کړي دي. په دغو اتاقونو کې نوې حللارې او نوښتونه رامنځته او د اقتصاد دښه کولو په نویو طریقو فکرکیږي.

 نوښتونه (innovation)، ابداعات، نوي فرمولنه، اختراع ( په تېره اقتصادی اوعلمي ابداعات) د پرمختيا کليدي ضرورت دى. په اقتصاد کې اختراع او ابداع بازار ته د نويو شغلونو، اجناسو او خدماتو وړاندې کول اويا د هغو طرز دى، چې د هغو لپاره فکر، نوښت اوڅېړنه ضروري ده. اختراعات د اقتصادي پرمختيا او د ودې مهمه سرچينه او د مولديت د اوچتولو وسيله ده. په اختراعاتو سره بازارونه پراخېږي او د يوه اقتصاد دننني امکانات پرکار لوېږي. اختراع، نوښت او ابداعي فکر کتابونو کې ده، نوې تکنالوژۍ راسره مرسته کوي، پریمانه پیسې، هوساینه او راحت یې پایله ده.

افغانستان تر بل هر هېواد د نویو شغلونو او نوښتونو زیات امکانات لري. موږ سلګونه داسې منابع لرو چې لاس مو لا ندی وروړی. نورهېوادونه ډېرو برخو کې د (اشباع) حد ته رسیدلي دي، حال دا چې موږ هر ګام کې (بکرو) منابعو، نویو ساحو او امکاناتو سره مخ کیږو. نو دا چې نورو هیوادو کې د زرګونو او میلیون نویو شغلونو خبره کیږي، موږ خو سلګونه شغلونه په منډه ایجادولای شو، خو فکر او اختراع (innovation ) ته اړتیا ده.

دیپورت کول او په مهاجر او افغانستان یې اغیزې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.