د سپرلي سهار

سرلوڅ مرادزی

148
ریښتیا چې ښکلي وي سهار د ورځې
بیا چې سهار وي د بهار د ورځې
کاشکې اوږده وای د سهار وختونه
لنډې شېبې لري په شمار د ورځې
یوخوا سپرلی بل د وطن درې وی
د درو ښکلي وي سینګار د ورځې
ننداره وکړې د ښایسته منظرو
ماښام ته وساتي بنډار د ورځې
د ورځې هر ساعت نعمت وګڼه
ساعتونه درومي په تلوار د ورځې
ژوند لنډ سفر دی چې بېغوره نه شې
په عمر نشته اعتبار د ورځې
کاشکې ترسره شي هغه غوښتنې
چې ورته يي په انتظار د ورځې
د ښو یارانو سره ناسته مدام
ناسته ساقي سره یو وار د ورځې
جیګې پیالې کړې څو ترخې سر په سر
چې در نه پورته شي غبار د ورځې
د مرادزي پوښتنه هېره نه کړې
کله تېرېږي چې په لار د ورځې
د ۲۰۲۵ کال د مۍ ۲۹ مه
سرلوڅ مرادزی
https://dawatmedia24.com/?p=175155

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.