چې څه کری، هغه به ریبې (یولسمه برخه)

شاه ولي ارین

262

عبد الرب رسول سیاف

عبدالرب رسول سياف د فقير محمد زوی دی او د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د گلمیر په کلي کې زېږېدلي دي. پلار يې د ظاهرشاه پاچا په وخت کې پوځي منصبدار و. په قام چاول خېل دی .د اووه کالو و چې زده کړې يې پیل کړي. لمړنۍ زده کړې ېې د پغمان په نمونه ښوونځي کې تر سره کړي، منځنۍ يا د دوهمې دورې زده کړې یې په ابن سينا لېسې کې تر اتم ټولگي تر سره کړي، له هغې لیسې څخه وروسته یې د پغمان په ولسوالۍ کې دعلوم شرعيه په مدرسې کې چې وروسته دغه مدرسه د بگرامیو ولسوالۍ ته ولېږدول شوه او د امام ابو حنیفه نوم ورته ورکړ شو، د نهم څخه یې تر دولسم ټولکي پورې اسلامي علوم تر سره کړل. نوموړی د همدغې پوهنځي څخه د شرعياتو پوهنتون ته کاندید شو .

لوړې زده کړې یې څلور کاله د مافوق لسانس تر کچې د شرعياتو په پوهنځي کې بشپړې کړې، وروسته يې پوځي دنده تر سره کړه، ورپسې يې د قضايي ستاژ له پاره څو مياشتينی کورس تر سره کړ چې ورپسې یې د کابل پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې د حديث په ديپارتمنت کې د استاد په توگه وگمارل شو.

د دوه کلونو څخه وروسته يې په همدې څانگه کې د ماسټري زده کړو له پاره د مصر الازهر پوهنتون ته د زده کړې بورس تر لاسه کړ، ماسټري يې د حديث او علوم حدیث تر نامه لاندې بشپړ کړل.

په دغه وخت کې نوموړي ته یو تصیلي بورس د څېړندويي له پاره د جورج واشنگټن پوهنتون له خوا راوتلي و، خو د سياسي ستونزې له کبله د هوايي ډگره راوګرځول شو او جېل ته ولېږدول شو.

په ۱۳۴۳لمريز کال کې کله چې د کابل پوهنتون په شرعياتو پوهنځي کې نوی شامل شوي و، د سیاست سره اشنا شو او سیاسي خوځښت يې د دعوت او مبارزې په نوم پیل کړ.

په ۱۳۴۷ لمریز کال کې ېې شپږ مياشتې د احتياط دوره د څرخي پله سره پوځي دنده تر سره کړه او بيا پنځه مياشتې نور د ننگرهار ولايت په يولسمه فرقه کې ضابط و، تر دې وروسته يې قضايي ستاژ تر سره کړ بيا پوهنتون کې د استاد په توگه وگومارل شو، وروسته بيا د دوه کلونو له پاره د ماسټرۍ زده کړو په نيت د مصر هېواد الازهر پوهنتون ته ولاړ د فراغت وروسته کابل پوهنتون ته بېرته راستون شو او د شرعياتو او ادبياتو پوهنځيو کې د استاد په توگه مقررشو.

سیاف د ثور د نظامي پاڅون وروسته د څرخي پله په زندان کې زنداني شو، چې د یوې لنډې مودې زندان وروسته له هغه ځایه را خلاص او پاکستان ته مهاجر شو، هلته یې د (آی اس اې).( سی آی اې) او سعودي عرب د استخباراتي شبکو سره په رابطه کې خورا ډیرې مالي او نظامي مرستې د جهاد تر نامه لاندې د خپل هیواد د ورانونې او هیوادولو د وژنې په خاطر تر لاسه کړي. سیاف ته پاکستاني استخباراتي شبکو په پښتونخوا سیمه کې د ببو غونډ یا کمپ په نامه خورا ډیره سیمه ورکړه چې بیا نوموړي او تنظیم یې له هغه ځایه فعالیت پیل او ډیر بیګناه افغانان، روڼ اندې او پوځیان یې د کفر او الحاد په نامه وژلي او د ثور د اتمې نیټې نه وروسته یې په کابل او ځینو ولایتونو کې د مجاهدینو د خپلمنځېو جګړو له امله خورا زیات هزاره ورونه ووژل او د وحدت اسلامي او د ده د پلویانو د جګرو بوګنونکی تاریخ د ټولو کابلیانو په روح او ذهن کې په افسانوي ډول موجود دي. دی هم د څلویښت غلو له جملې نه یو دی، چې په سلګونوجریبه دولتي ځمګې او د خلکو شخصي ملکیتونه یې غصب کړي دي، دغه لوی غاصب او د دین دښمن له اووه سوه ملیونه ډالرو نه زیاته سرمایه لري.

عبدالرب رسول سياف د ۱۹۹۲ میلادي کلونو په دوران کې د نورو اووه ، اتو جهادي ډلو ټپلو او ډلگيو سره يو ځای د کابل په ولایت کې د کورنيو جگړو پر مهال فعال جنگسالار و، چې تر ډېره د نړېوالو حقوقي بنسټونو له خوا پرې نیوکې شوي دي.

پخوانی طالب اوسنی لیکوال او شنونکی نظرمحمد مطمئین د قیصر زرمتي طنزي لیکنه  چې د عبدالرب رسول سیاف په هکله یې کړې، د نن ټکی اسیا په فیسبوک پاڼه کې یې چې خپره کړي، کټ مټ یې دلته کتلاي شئ:

«استاد سیاف پخپله دنده کی واقعا استاد دی هیڅ بل څوک نشی کولای د ده په شان شرایطو او حالاتو ته په کتو ډول، ډول کړنی تر سره کړی، زه غواړم د استاد فضایلو ته ستاسو پام راواړوم:

استاد د شوروي په وړاندې په لوڅ سر او لوڅو پښو په اصطلاح جهاد پیل کړ استاد بهرني پوځیان پخپل هیواد کی نسو زغملای ځکه یی د بهرنی پوځیانو تر شړلو د جهاد سنګر ګرم وساتۍ ، کوم بهرنی پوځیان چی نن زموږ په هیواد کی شتون لری استاد دا بیله خبره بولی، دا پوځیان خو د اسلامپالو او بنسټ پالو د ټکولو له پاره راغلی دی او دوستان یې دي .استاد تر بل هر رهبر وتوانید د عربو نقدی مرستی تر لاسه کړی چی د الهی استعداد نماینده ګی کوی دا چی عرب پخوا مجاهد و اوس القاعده شول دا د شرایطو او حالاتو بدلون دۍ صرف استاد د حالاتو سره ځان عیار کړ زما په آند که استاد ته ووایی چی هغه ایت شریف ( د یوه مومن قتلول د ټولنی د وژلو په شان ده) څه تعبیر لری هغه به ووایی چی دا زموږ د شرایطو سره مطابقت نه کوی. استاد له دی کبله چی د امریکایانو د شتون دوام غواړی هیواد او ولس ته کوم بد نیت نه لری د ځان د ساتنی او بقا په هیله دا کار کوی.

د استاد، ګلبدین تر هغه خوښ ؤ چی د روس سره یی جهاد کاوه خو د امریکی په وړاندی جهاد د دوستانو سره جګړه ده نه جهاد.

استاد په غرب کی د کابل د شیعه مسلمانانو په وژنه ډیرستړی شو خو هیڅ چا مننه ځنی ونکړه ځکه خو استاد ډیر ګیله مند دی.

استاد د ولس د مینی له کبله پر ځان ګناه ومنله د چمتلی دښته او لسګونه نوری سیمی یې په کابل او ولایاتو کې غصب کړی مګر دی وائی چې ولس یی د کورونو خاوندان کړل.

استاد افغان ولس د معلم ، کافر، لوڅ سری او کمونست په نامه وژل خو اوس د دوستم سره په حاکمیت کی ځکه شریک دی چی دوستم فیور کمونست دی دا نیمچه کمونستان د استاد نه خوښیږی.

استاد د ښار ګوټو جوړول د ولس سره جفا بولی ځکه دی دا کار نه کوی هغه وایی مرګ نیږدی دۍ غصب او ډالرونه په درد نه خوری د اخرت له پاره خواری پکار ده.

زه نه یم خبر د استاد د وینا سره سم هغه به په جنت کی د احمدشاه مسعود، دوستم،ربانی او نورو مجاهدینو سره وینی، چې په جنت کی هم غصب ،وژل او پانګه شته که یه ؟ خو استاد ورته خوشاله دۍ شاید وی به.

د استاد په آند بهرنی دوستان (امریکا،جرمنی،فرانسه ، استرلیا، ایتالیا ،انګلینډ، او نور) زموږ په هیواد کی د دین ساتنه کوی او پر مسلمانانو لورینه لری له یوه اړخه ولس د تروریزم یا اسلام پالو څخه ساتی او له بله طرفه استاد یی په زهری لندکروزانو، بی شماره باډیګاردانو نازولۍ او د بنسټ پالو څخه یی ساتلۍ دی.

استاد کینه دله ندی د محقق، دوستم او خلیلی سره یی پخوانۍ دښمنی خاورو ته وسپارله، استاد وایې زما دښمنی خو د محقق او خلیلی او دوستم سره نه وه، بلکه زما دښمنی د کوته سنګی ، افشار د خلګو سره او ازبکو سره وه هغه چی له منځه ولاړل نور خیر او خیریت دی هیڅ مشکل پاته ندی.

استاد د خدای د دښمن ابلیس سره دومره دښمنی لری چی اوس یی د هغه څوکۍ په خطر کی اچولی ده نږدی چی شکست ورکړی او د ویاړ او غرور څوکۍ تری نه خپله کړی.

استاد ډیر حلیم دی کله چی یی امریکایانو کور تلاشی کړ ده په ډیره حوصله مندی وویل خیر دی دوستان څه په میلمستیا را وغوښتل شی او څه بی خبره کور ته راشې د پیغمر حدیث ته په کتو سره میلمانه دی.

استاد د خپل خط څخه د سر په بیه نه تیریږی صرف دوستم یی پخوا کمونست او کافر ګڼه جهاد یی ورسره کاوه کله چی امریکایانو پوه کړ چی هغه ډیر زورور دۍ بیا یی د ستر مجاهد په نامه وپیژندۍ او په نظام کی ورسره شریک سو.

استاد چی پس له اوږدی مسافرۍ څخه کابل ته راغۍ د حاکمیت د لمړی سړی په هکله ډول، ډول نظریات موجود و کله، کله هم د ظاهرشاه و قدرت ته د راګرځیدو خبره کیدله استاد خپل دریځ داسی بیان کړ:

« که ظاهر شاه کابل ته راسی زه به بیا سترګی توری کړم او له سره به جهاد پیل کړم» خو کله چی امریکایانو نصیحت ورته وکړ نو بیایی د ظاهرشاه هرکلی وکړ او چی ویی لیدل چی ناټو او امریکا هغه ته ډیر اهمیت ورکوی نو ژر تر ژره یی په کاریزمیر کی د ظاهر بابا په ویاړ میلمستیا وکړه او د احترام د څرګندولو په موخه یی لاسونه ورمچ کړل.»

عبدالرب سیاف هم په خپل ژوند کې ډېر هغه څه کرلی دي چې د ریبلو توان به یې هیڅکله ونه لري.

نوربیا

چې څه کری، هغه به ریبې (لسمه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.