يو وه او يو نه و، په کلي کې يو بیوزله بزګر اوسیده، چې دغه کلي ته له کومې وړاندې سيمې راکډه شوی و، بزګر څلور زامن درلودل، چې نومونه يې وو، نيم بولا، تيم بولا شډل او ترینګلی، خو تر ټولو ماشوم زوي د زیږون پر مهال يې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړ، په دې توګه دغه ماشومان بې موره خپل پلار ته پاتې شول.
بزګر ته په يوازي سر د خپلو ماشومانو پالنه ورترغاړه شوه، چې په ډيرو ستونزو او خواريو د خپلو زامنو پالنه کوله او د خپل تر ټولو وړوکي زوي ترينګلي د ويده کولو پر مهال به يې ورته، د هغه د مور للو للو یې، اوس خپل ځانته جوړه کړې او داسې یې ویله:
للو للو للو
سترګې پټې کړه بچو
کړم به یې تورې په رنجو
چې زه لاړ شم کروندې ته
يووه وکړم پر غوایو
تاته وکرم غنم
بيا یې درمند کې راټول کړم
هم په ژرنده کې اوړه کړم
او ډوډۍ پسته پخه کړم
ټول به يې وخورئ په مزو
اي للو للو للو
تتو راغی د بانډو
توره جرګه يې خطا کړه
زما د زوي بلایې ويوړه له کوڅو
د خپلو زامنو د سمې روزنې له پاره هيڅ وخت ورسره نه و، مدام به یې مشرانو زامنو ته همدا خبره کوله، چې پام کله هم چاته درواغ ونه وایې، تل صادق اوسي او د چا حرام مال ونه خوري، که د ولږې مړه هم شی خو غلا ونه وکړي. د څلورو هلکانو پلار، ډير ژر مرګوني ناروغۍ ونيوه او دی هم د خپلې ميرمن په توګه ومړ.اوس یې تر ټولو مشر زوي دولس کلن او وړوکې يې څلور کلن وو.
دا بيوزله هلکان د کلیوالو په مرسته پایدل او ډير کله به ګاونډيانو ورته خواړه ورکول، خو داسې څوک يې نه درلود، چې په ژوند کې اړينې لارښوونې ورته وکړې. يوازي د پلار دا خبرې يې په ياد وې چې د ناروغۍ پر مهال يې ورته وويل:
پام چې په ناسمو لارو لاړ نه شئ، خلکو ته خير ورسوئ او له چا غلا ونه وکړئ. حلاله روزي کې برکت وي.
خو نورو خبرو ته دا خوار بزګر وزګار نه و، مدام به، د دوي له پاره د حلالې روزې ګټلو پسې و.
په دې توګه دا يتيمان هلکان بې پلار او بې موره را لوي شو، خو ډير ساده ګان وو او په ډير څه نه پوهيدل.
زلميتوب ته ورسیدل، د کلي خلکو پرې باوساري هلکان، نوم کښيښود.
کله به هم، کوم کس پرې د مزدورۍ کار وکړ، خو هغه کار به يې داسې خراب کړ، چې په ټول کلی کې به د دوي د بې عقلۍ او ساده توب په هکله بیا ډنډوره خپره شوه.
کرار، کرار دا څلور ورونه د باوسارو په نوم خلکو وپيژندل، چې هر کار کې يوه ستره تیروتنه کوله او څوک چې پرې کار وکړي، هغه سړي ته به يې زيان رسوو..
په دي کلی کې يو سپين ږيرې له خپلې سپين سرې بوډۍ ښځې سره اوسيده، چې دواړو کوم اولاد نه درلود. دا هلکان يې په جومات کې وليدل، چې لمونځونه يې کول او کومه ځآنګړې تيروتنه يې په دوي کې ونه ليدله. کله چې بوډا کور ته راغی نو يې خپلې ښځې ته وویل:
پوهیږې چې دا څلور تنه هلکان دومره باوساري هم نه دي، لکه کليوال چې ورپسې خبرې کوې.
که دي خوښه وي، دوي به خپل کور ته راولو، موږ ته خو خداي(ج) هسې هم ډير شته راکړي، که دوي راسره اوسې، نو زه او ته به له يوازيتوب څخه خلاص شو او ډوډۍ مو هسې هم ډيره ده، پريږده، چې دا خواران پر نس ماړه شي.
سپين سرې ښځه چې له يوازيتوبه په تنګ راغلې وه، سمدستې يې ځواب ورکړ:
سړیه! دا خو ډيره ښه خبره ده، زموږ به هم ورسره ساعت تیر وی او په بڼ کی د میوه لرونکو ونو، څارویو النه پالنه به هم کوي.
بوډا وويل:
همدا خبره خو زه هم کوم، چې دوي موږ او موږ دوي لپاره ښه يوو او تر ټولو ښه خبره دا ده، چې دا هلکان به نس ماړه شی.
همدا و، چې دا سپين ږيرې لاړ، څلور واړه يې کور ته راوستل او داسې يې ورته وویل:
له دې وروسته تاسې زموږ زامن یاست، هر څه چې زه او دا ستاسې مور يا ابۍ درته وایې منئ به يې او پرته زموږ له اجازې به هيچرې هم نه ځئ.
څو ورځې تيرې شوې او هلکانو سم کارونه کول، یوه ورځ چې د سپين ږيرې پر زمکه يې بزګر د پونبې بوټې کرلې وو او اوس يې ترينه پونبه ټوله کړې وه، خو د پونبې بوټو ګيډۍ يې، بايد کور ته يې راليږدولې وايې، چې دوي بيا د ډوډۍ پخولو له پاره، دا بوټې په تنور کې سيزل. سپين ږيرې تيم بولا دوی ته وويل:
شابه ژر کوئ! د پونبو بوټو ګيډۍ درنې دی، کور ته چې مو راوړې، ابۍ به تاسې ته ټاکلی ځای وښايې، چې هلته يې واچوئ.
څلور واړو ورونو ګيډۍ په شا کولې او په چټکۍ يې کورته راوړلې. لومړی ورور چې راغی نو يې له سپين سرې ابۍ پوښتنه وکړه:
ابۍ دا ګيډۍ چيرته واچوم؟
ابۍ چې په خپل کټ کې ناسته وه، ځواب يې ورکړ:
د انګړ په دې خوا کې واچوه! پام کوه، دا کوړکه چرګه چې پر هګيو ناسته ده، د هغې پر سر يا نږدي خواته يې وانه چوئ.
دویم ورور يا نيم بولا راغی، له ابۍ يې پوښتنه وکړه او په ټآکلي ځاي کې يې ګيډۍ واچوله، هغه چې ستون شو، نو هغه بل راغی هغه پوښتنه وکړه، چې ګيډۍ چيرې واچوم. بوډۍ ځواب ورکړ:
پام چې د چرګې پر سر يې وا نه چوې، هغه بل خواته يې واچوه!
شډل هم، راغی ابۍ ته یې وويل:
ابۍ دا ګيډۍ کوم خوا واچوم؟ ابې کړه:
تر مخه مې ستا ورور ته وویل، چې له چرګې وړاندې دا بل خوا يې واچوئ.
په همدې ډول څلورم ورور راغی او بيا بيا يې ورته لار ښوونه وکړه او، هغه هم دا پوښتنه وکړه، چې ګيډۍ له چرګې څومره وړاندې واچوي.
دلته مشر تيم بولا بيا راغی او هماغه پوښتنه یې وکړه:
ابۍ دا ګيډۍ له چرګې کوم خوا واچوم؟ ابۍ له دومره ډيرو پوښتنو په تنګ شوې وه،له ډير قار او غضې نه يې ځواب يې ورکړ:
شل ځل مې درته وويل، چې دې خوا يې واچوئ، تاسې په خبره نه پوهيږئ، د چرګې پر سريې واچوئ.
نیم بولا سمدستي د چرګې پر سر ګيډې راګوزار کړه، چرګې ټغ او پغ وکړ، لاړه وتښتيده او هګۍ يې ټولې ماتې شوې. نيم بولا چې بیرته ستنيده، تیم بولا رارسیدلی و، هغه ته یې کړه:
ابۍ وايې، ګيډۍ د چرګې پر سر واچوه!
هغه هم د چرګې پر ځاي چې اوس يوازي ماتې هګۍ په کې پرتې وی واچوله او ورپسې دوه نورو ورونو دا کار وکړ.
ابۍ لا خبره نه وه، چې هلکانو خپل د ګيډو راچلولو کار پاي ته ورسوو او مازديګر مهال، بوډۍ د خپلې چرګې د خبر اخیستو له پاره لاړه، ګورې چې په ريښتيا يې د چرګې ځاي د پونبه دانو له ګيډيو ډک دی.
ډيره په غصه شوه او تر څو چې سپين ږيرې له څلور واړو باو سارو هلکانو سره راغی. بوډۍ کړه:
دا څلور واړه خو ريښتيا باو ساري دي. زما ټولې دیرش دانې هګۍ راته ماتې کړې او چرګه مې اوتره د ګاونډي کره تښتيدلې ده.
بوډا هم ورته زورلې وکړې، خو بیا خپلې ميرمن ته يې وويل:
ځه خير ده، دا خواران په څه خبر دي، خو چې تا ورته ويلې هغوي هم منلي دي.
بوډۍ ډيره وګوريده، وې ويل:
خو تروره يې کړم، هر يو راځنې همدا يوه پوښتنه بيا بيا کوله. سپين ږیرې خپله میرمن دلاسه کړه او داسې يې ورته وويل:
هیڅ خبره نه ده، بس یو څو هګۍ ماتې شوي، الله پاک څلور زامن راکړي، بايد شکر یې ادا کړو.
- تر څو چې نیم بولا، تیم بولا، شډل او ترينګلي، ترینه تاو راتاو شول، لوخي يې ومينځل، بيا يې د بابا او ابې پښې چاپې کړي او ویده شول.
څو موده لا نه وه تيره، چې دا بوډۍ ښځه ناروغه شوه، بوډا ډيرو طبيبانو ته بوتله، خو هيڅ ګټه يې ونه کړه. دا څلور ورونه يې سهار ماښام په چوپړ کې وو. په پاې کې يې ژوند له لاسه ورکړ.
بوډا ډير خفه و، خو دغه هلکانو به يې ټول خدمت کوو، چې هديرې ته يې د مړي لیږدولو وخت راغی. سپين ږيرې تیم بولا دوي ته وویل، چې اوس د ابۍ جنازې ليږدول ستاسی پر غاړه دی، زه به په هديره کې له خلکو سره د قبر په ایستلو کې ودريږم.
کله چې د کلي ښځو ابۍ په کفن کې تاوه کړه، دوي ته يې داسی وويل:
دا دی اوس مو مړی په کفن کې تاو کړی او پر کټ کې مو کښيښود، تاسې به يې ليږدوئ.
ښځې ترينه روانې شوې، دوي پرته له دې چې مړی پر کټ پورې وتړی همداسې يې پورته کړ او په منډو يې روان کړ.
د هدیرې پر لور لار د شنو پولو تر منځ تيره شوې وه، دوي په ځغاسته روان وو، چې کله یې په هدیره کې د جنازې کټ کښيښود نو خالي و او مړی ترينه پر لاره لويدلې و. ټول خلک په هديره کې حیران شول، چې دا څومره باو ساري هلکان دي. يو تن کليوال را وړاندې شو او سپين ږيري ته يې وويل:
ګوره بابا! موږ درته ویل، چې دغه باوسارو ته په خپل کور کې ځای مه ورکوه، خو تا نه منل!
په دغه شيبه کې تیم بولا او نيم بولا چې د ابۍ په لټه کې وو، هلته د شنې پولې پر سر يو سپين ږيرې ناست و، د چا انتظار يې کوو. تیم بولا په لوړ اواز ورونو ته غږ کړ:
راځئ هلکو! دا دی ابۍ پيدا شوه.
تر ټولو کشر ترینګلي پرته له دې چې د ورونو خبرو ته پام وکړې، ژر يې خپله لینده راواخيسته او پر پوله ناست سړی يې پر تندي په نښه کړ او په کاڼې يې وويشت. چې سړی ولويد او ترينګلي ناري کړې:
هلۍ هلۍ ابۍ بوڅه کاټۍ نسکوره شوه.
تیم بولا او نیم بولا وارخطا په منډو شو او د سپينو جامو سړي خواته چې ورغلل، ګوري چې یو سپین ږیرې سړی پروت دی. دوی لا وارخطا شول، هغه يې پورته کړاو خپل بابا ته يې دا ډول نارې کړې:
اي بابا، بابا! د ابۍ ږیره وه؟
بابا لا ځواب نه و ورکړی،
ټول په هديره کې د دغه غږ په اوريدلو سره په خندا شو، بابا خوار حيران و، چې څه ووايې، خو ډير ژر د کلي نور ځوانان ورسيدل او د ابۍ مړی يې چې، په همدغه لار کې د شنو پولو په منځ کې پروت و، پيدا کړ او پر کټ يې کيښود، هديرې ته يې وليږداوه.
په پاي کې ابۍ خاورو ته وسپارل شوه او ماښام چې بابا کورته ستون شو، نوريې نه غوښتل چې دا باوساري هلکان په خپل کور کې پريږدي.
بابا ورته وویل:
همدا يوه شپه مو په خپل کور کې پريږدم، سبا سهار وختي زما له کوره رخصت یاست!
هلکان ډير خواشينې وو، خو چاره يې نه درلوده. سبا سهار وختي کله چې تيم بولا دوي له کوره ويستل هماغه سپين ږيرې د بابا دوي په دروازه کې ولاړ و. د سر ټپ يې ښکاريده، خو بيا هم د دغه هلکانو غم ورسره و.
بابا ته يې وويل:
ما د دغه هلکانو په هکله اوريدلې وو او د دوي له پاره زه دغه کلي ته راغلی وم. ته پوهيږې چې دا هلکان هيڅ ګرم نه دي، دوی داسې رالوي شوي، لکه وحشی بوټي، چې زه به يې درسره له سره وروزم، ځکه ما کلونه کلونه ځوانان روزلې دي.
بابا څلورو ساده هلکانو ته وکتل، چې په بیوزلۍ سره يې د بابا خولې ته کتل. بېایې کړه او که سم نه شول نو بیا. سپين ږیرې کړه، بيا به ټوله ملامتي زما وي. بابا کړه:
سمه ده.
.لږه موده وروسته دا څلور ورونه ډير هوښياران شول، ډول ډول کارونه، ترکاڼي، نښه ویشتل یا ښکار، د اوسپنې ویلې کولو پښ یا اهنګري، د بڼونو پالنه یا مالیار په توګه کار کول يې زده کړل او هم په لوست او ليک کې مخکې شول، داسې چې د کلي ماشومانو ته يې زده کړه ورکول پيل کړل. په دې توګه باوساري هلکانو نوم په هوښيارو هلکانو واوښت.
پاې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.