مطالعه یا لوستنه عموماً له فکر او شعور سره تړلې هغه پروسه او عمل دی، چې نه کول یې په خاصه توګه یوه ټولنه او فرهنګ پر ټولنیزو، علمي او سیاسي بدمرغیو څه چې ان پر بشري بربادیو او نابودیو اړوي، دا ثابته او سل په سلو کې منلې خبره ده، چې د کومو ملتونو او ولسونو د مطالعې یا د لوستنې تمایل او شعور عام وي؛ د هغو په پرتله چې مطالعې ته چندان اهمیت نه ورکوي، بحرانونه او چلنجونه یې یوه سلنه هم نه وي.
موږ چې له ټولنیزه پلوه د خپل تېر لنډ تاریخ په اوږدو کې وینو، د مطالعې یا لوستنې چندان بېګراونډ نه لرو او برعکس سیاسي او نظامي غورځې، پرځې مو زیاتې دي، د څو نسلونو څه چې ان د پرلپسې پيړیو په روایت کې د مطالعې یا لوستنې برعکس روایت تکراره وو. یو لنډ مثال یې همدا د تېرو دوه پېړیو له اروپايي هېوداونو سره زموږ د فکري او علمي مراکزو او پوهنتونونو موازنه او فعالیتونه دي، د کمترۍ احساس یې مه بولئ؛ خو په نولسمه او شلمه پيړۍ کې چې موږ د جنګ و جغرافیو په جګړو کې مصروف وو او د تاریخ ویاړونه مو ثبتول، همغه وخت هم لکه د نن دوی اروپایانو له فیزیکي پلوه له جګړو نسبتاً لرې او د نن په څېر د خورا لوړو او عالي پوهنتونونو او علمي مرکزونو خاوندان وو. د تاریخ دا باب خورا زورونکی او زړه خوړونکی دی، چې موږ له خپل پخواني مسیره د تاریخ په یو بل داسې رخ اوړېدلي وو او یو، چې نن یې هم احساس نه راته کېږي.
احساس دا دی، چې موږ د تاریخ په دغه روایت کې تصحیح کول غواړو، موږ له ویاړونو منکر یا له افتخاراتو کرکه نه کوو؛ اما علم و عرفان، ښوونه او روزنه، عالي فکر و فرهنګ د معاصرې نړۍ د سیالۍ هغه احساس او شعور دی، چې اساس یې مطالعه او لوستنه ده. لوستنه یوازې د څو محدودو او بېلا بېلو برخو ذوق و شوق نه دی؛ بلکې د ژوند او ملت د یو حیاتي ارزښت په توګه یو بشري، ملي او جدي ضرورت هم دی. د همدغه مهم ضرورت له مخې هره ټولنه او عالمان مکلف دي، چې خپلو خلکو ته د شته وړتیا پر بنسټ علمي، فکري او تخلیقي مواد تهیه، ترتیب او ایجاد
کړي.
د لوستنې د تمایل یا عامونې پروسه نهایتاً درنه او اوږده ده، خو سخته بېخي نه ده، یوازې دقت او جدیت غواړي، یو څو کلیشيي لارښوونې او اصول نشي کولای، چې د مطالعې عمومي مزاج او رخ ته بدلون ورکړي، څومره چې خلک ډېر دي، همدومره یې علمي او ذوقي کیفیتونه هم ډېر او بېل دي، ځینې عمومي او افاقي اصول یې داسې هم دي، چې په خپلونې یې لوستنه عامه او عمومي کېدای شي؛ مثلاً زموږ هر مور و پلار د اولادونو په روزنه او پالنه کې په فردي او اجتماعي تربیت زیات تمرکز کوي؛ خو داسې پلارونه او میندې کمې لرو، چې د همدې تربیت ترڅنګ یې د مطالعې یا لوستنې فکر ورسره وي، ابتدايي ښوونځي او د نصاب کتابونه له مطالعې یا لوستنې ور اخوا یو بل شی یا ضرورت دی، په نوره نړۍ کې د ماشوم د ادبیاتو او یا د ماشومانو لپاره د کیسو او کتابونو چاپ او خپرول د همداسې یوې مطالعې د تمایل اخستنې لپاره کېږي.
موږ که د ماشومانو لپاره دا ډول فعالیتونه بې ګټې نه بلل؛ یو څو سلنه خپرول خو به یې عام او دود و؛ خو ښکاري داسې چې موږ د نن ماشوم د صبا لپاره هم ماشوم لویوو او دا مو په سخته زړه ته لوېږي، چې د نن ماشوم د صبا د همدې ټولنې لوی او ستر سړی، عالم، استاد او سیاستوال دی، ښايي همدا علت وي، چې په همدې اړوندو برخو کې خو خلک وي؛ مګر کچه یې د خپلې ټولنې او نالوستی په اندازه بېخي کمزوري وي، ځکه له ماشوموالي له مطالعې سره اړیکه په لویني کې هم سړي ته لاس ورکوي، دا شکایت ممکن تاسې له ډېرو خلک اورېدلی وي، چې مطالعه یا لوستنې ته یې زړه تنګ ګېږي، دوی شاید نور مشکل هم ولري؛ خو د مطالعې په برخه کې یې دوه عامله ډېر بارز دي، یو یې همدا له کوچني والي د مطالعې یا لوستنې له عمل لرې والی دی او دویم یې د هدف نلرل یا کم احساس او مایوسي ده. موږ که غواړو چې خپل اینده نسل د مطالعې له عمل سره وصل او معتاد کړو، د همدې دواړو برخو درک او فهم مو هم په دې برخه کې مرسته کولای شي، مثلاً موږ له ماشوم والي باید خپلو اولادونو ته د مطالعې زمینه برابره کړو او په دې يې وپوهو، چې مطالعه د ژوند او د ژوند د شرایطو لپاره داسې یو مهم عمل دی، چې که دا نه وي، حتی ژوند ممکن نه دی. له دې پرته د لویانو لپاره هم باید مطالعه پر یو هدفمند هدف او مرام واوړي؛ یعنې زه که سیال ژوند کول عواړم، پر سیاست کار لرم، علمي او مدني فعلایتونو سره علاقه او دلچسپي لرم، درسونه او زدکړې مې د ژوند مهم ارمان وي؛ نو دا مې باید په ذهن کې وي، چې له مطالعې بغیر دا هیڅ ممکن نه دي، د دې ټولو فعالیتونو اساس او بنسټ همدا مطالعه یا لوستنه ده؛ یعنې مطالعه دا هم، چې باید د همداسې مقصدونو او اهدافو لپاره وشي، بې له مقصد او بې هدفه مطالعه رښتیا هم زړه تنګوي، یوازې مطالعه نه؛ بلکې د ژوند نور اکثریت موارد هم چې مقصد او هدف ونلري، کول یې سخت او بې ګټې دي؛ بلکې بېخي کول یې مناسب نه دي.
زموږ دا خبرې یوازې دا مانا هم نه لري، چې مطالعه د ژوند، خلکو یا د کومو خاصو برخو لپاره یو ماشیني غوندې ضرورت دی، ضرورت حتماً دی؛ خو ځينې نورې خواوې یې هم شته، چې د انسان وجداني، روحي او عاطفي سکون او ارام ورسره تړلی دی، همدا ځای دی، چې باید ووایم، مطالعه یا لوستنه له لویه سره په دوه مهمو برخو ویشل کېدای شي، چې یو یې علمي، زدکړیزه او تخصصي یا څانګیزه مطالعه ده او بله هغه یې تخلیقي یا تخیلي او ذوقي ده، دا دواړه برخې مطالعات هیڅ کله د تړاوونو له مخې له یو بله بېګانه نه دي؛ بلکې ژور اجتماعي بصیرت او منطق هم همدا دواړه ډولونه مطالعه سره رغوي.
لومړۍ ډول مطالعه زموږ د زدکړو، نصاب، پوهنتون او څانګیزې برخې لازمي او په عین حال کې یو مهم ضرورت دی، که یې ونه کړو، شاید ناکام او بې ګټې نتایج یې ومومو. خو دویم ډوله مطالعه چې تر ډېره حده زموږ د ذوق، تخیل او عواطفو سره اړیکه لري، د هغه لومړي ډول د ضرورت هومره یې باید مهم او حیاتي وبولو. ځېنې خلک شته چې دا دواړه ډوله مطالعه په یو طرفه ډول سره مهمه بولي او پر یو بل امتیاز ورکوي؛ خو دا چندان چلن نه دی، ځکه په ژوند کې چې څومره تخصص او څانګیزې زدکړې مهمې دي، په همدومره کچه زموږ ټولنیز او ذوقي فعالیتونه هم مهم دي، ځکه عاطفي او تخیلي سرګرمۍ زموږ د روحي او اروايي ژوند مهمه برخه ده.
تاسې به ډېر متخصص لوستونکي لېدلي وي، چې د خپل اړوند مسلک ترڅنګ په ځینو نور برخو کې هم کافي معلومات او پوه لري، د ولې ځواب یې دا دی، چې دوی د خپل مسلک ترڅنګ اجتماعي او ذوقي مطالعات لري، زموږ په ټولنه کې د همدې ډول خلکو قدر او درنښت ځکه زیات دی، چې دوی د پوهې او لیاقت په صحي مانا لوستي او پوه خلک دي. زموږ متخصص عالمان یا په اصطلاح لوستی قشر دا باید هېر نه کړي، چې یوازې د خپل مسلک یا څانګوالۍ مطالعه له اجتماعي یا ټولنیزو هغو مطالعاتو سره فرق کوي، یوازې د خپل مسلک اړوند مطالعه کټ مټ لکه ریبوټ چې څه پکې ثبت شوي وي، همغه کوي، حال دا چې انسان همدا د نورو اجتماعي او ټولنیزو فعالیتونو مسولیتونه هم لري؛ بلکې د خپلې ټولنې د خلکو ورته سترګې وي، هغوی کله هم یوازې له دوی د خپل مسلک او تخصص په حساب تمه نه لري؛ بلکې په ټولیزه توګه یې لوستی، عالم او پوه بولي؛ نو ځکه پکار ده، چې متخصص عالمان او پوهان د خپلو څانګیزو او تخصصي مطالعاتو ترڅنګ خپلو ټولنیزو شرایطو سره سم هر اړخیزه ټولنپوهنیز، سیاسي، فکري او فرهنګي مطالعه او پوه هم ولري.
ځينې خلک له خپل فکر او موافقو نظریاتو پرته مخالف کتابونه او نظریات نه لولي، دا د مطالعې د محدودیت ترڅنګ د وسعت او پراخ نظرۍ مخه هم نیسي، زه که د بل نظریات ونه لولم، د خپلو هغو پر حقانیت به څه پوه شم، د متنوعو افکارو او مختلفو کتابونو لوستنه یا مطالعه د خپلو نظریاتو او افکارو د لا وسعت سبب کېږي، دا یو افراطي احتیاط دی، چې د بل لوستل د خپل ځان او مطالعې پر نقصان بولو. دا د مکالمې او مطالعي نهایتاً سطحي او ټيټ چلن دی. هیڅوک د چا پر شک او انتقاد ملامت نه دی؛ بلکې دا د هر چا خپل مسلم حق دی. هغه مطالعه چې له انتقادي فکر سره نه وي، د سوال او ځواب د مکالمې امکانات یې کم وي، د مطالعې په اصل یې منل سخت دي، کومه مطالعه چې له متونو سره مکالمه نه شي کولای، هغه ړنده یا طوطي ډوله مطالعه ده، شک، مکالمه او انتقادي طرز د مطالعې هغه مهم اصل دی، چې پرته له دې هیڅ مطالعه پر مطالعې نه ده حساب.
معاصره مطالعه چې له فلسفي او ادبي پلوه هم لوستنه یا مطالعه مرکز بولي، لوستونکی پکې د یوه مهم فکټور په توګه د مانا او مفهوم اساس دی، سیاق او تناظر د مطالعاتو دوه هغه اساسي اصطلاحات دي، چې د یوه متن په لوست او مطالعه کې د لیکوال یا پنځګر ترڅنګ د لوستونکي نقش او طرز په ګوته کوي او د پاشلې او منتشرې مطالعې مخه نیسي. سیاق د یوه لیکوال یا پنځګر د متن هغه خواوشا ثقافتي او فکري شتون وي، چې ترڅنګ یې همدا متن پکې ایجاد شوی وي. تناظر بیا د لیکوال برعکس د لوستونکي خواوشا ثقافتي او فکري شتوالی دی، چې د یوه متن د مانا او مفهوم په اخیستلو کې نقش لري. دا دواړه اصطلاحات د معاصرو تخلیقي متونو د لوست یا مطالعې هغه طرزونه دي، چې د یوې معقولې مطالعې په ایجاد کې مرسته کولای شي؛ یعنې په یوه متن کې د لیکوال نظریات او فکري لیدلوری یو شی دی او د لوستونکي نظریات او فکر بل شی دی، دا دواړه لوري پر یو او بل متحجم نه دي؛ بلکې د هر یو یې خپل خپل برداشت او مفهوم اخیستنه ده، غوږ نېونه ده، تامل ده، برداشت ده، مکالمه ده. هیڅ کله دا مطالعه یا لوستنه علمي، اخلاقي او فکري انحراف نه رامنځته کوي. دا دواړ لوري د یو او بل د احترام او متقابل درنښت په طرز مطالعه او لوستنه رایجوي.
دا هغه طرز او چلن دی، چې موږ یې د پرانیستې مطالعې په نامه هم نومولی شو؛ یعنې هغه مطالعه چې که لیکوال او لوستونکی دواړه لوري فکري او نظري مخالفتونه هم سره ولري، بیا یې هم لوستنه اصولي او منطقي توجیه لري، د مخالفو نظریاتو په منځ کې یو طرز او ګوزاره همدا ده، چې یو بل د همداسې تامل له مخې په سړه سینه وزغمو او خبره یې واورو او لولو.
موږ په خپله ټولنه کې درې ډوله مطالعه یا لوستي خلک لرو، چې دا هر یو یې په خپله برخه کې ځينې نیمګړتیاو او ښېګړې هم لري؛ مثلاً یو هغه مطالعه کوونکي دي، چې مطالعه د ضروت له مخې کوي، ضرورت یې بیا دوه ډوله دی، یو تحصلي او تخصصي دی او بل هغه یې موږ پورته یاد کړ چې ذوقي او وجداني خواوې لري، دا دواړه ضرورتونه بد نه دي، خو له افراطیت یې امتزاج مهم دی، دویم ډول یې فیشني هغه مطالعه ده، چې یو څوک یې یوازې د دې لپاره کوي، چې ګواکې نور خلک پرې اغېزمن او متاثر کړي، دا فیشني مطالعات خو همدا چاره کولای شي، چې خلک اغېزمن کړي؛ مګر ټولنې ته یې خیر کم رسېږي، ځکه مقصد یې د ګټې او خیر نه دی. درېیم ډول مطالعه کوونکي هغه دي، چې مطالعه د عادت له مخي کوي، دوی بېشکه چې ډېر لوستي خلک هم دي؛ خو نیمګړتیا یې دا ده، چې دقت نه لري، د پرانیستې مطالعې په لوست کې دقت اولین هغه شرط دی، چې که فکر پرې ونشي، همدا دقت یې په عادت یا اعتیاد اوړي او عادتونه تقریباً ټول سره غېر شعوري یا غېر ارادي وي، نو ځکه باید د پرانیستې مطالعې له مخې عادت کم او دقت یې زیات پکار دی، زه که د ورځې سل مخه مطالعه کوم او په ذهني توګه بل چيرې مشغول وم، دا دقت نه دی؛ خو که د همدې سل مخه پر ځای لس مخه هغه مطالعه وکړم، چې په ذهني توګه له متن او مطالعې سره بوخت وم، زه فکر کوم تر سل هغه مخونو مې په همدې لس مخه مطالعه زیاته ګټه کړې.
ژوند چې د شمارلیو ورځو او شپو نوم دی، دا ممکن نه ده، چې موږ دې په یوه ژوندون کې ټول علوم او ذوقي کتابونه ولولو، هغه ټولنې او خلک بختور دي، چې د مطالعې لپاره د کتابونو پر انتخاب پوهېږي او یا یې زمینه ورته برابرېږي، په نوره نړۍ کې د کتابونو غورچاڼونه او خلاصې په همدې ترتیب خپرېږي، چې خلک د مطالعې په نامه وخت ضایع نه کړي، ځکه د وخت ضایع اصلاً د مطالعې ضایع ده. په ځېنو هېوادونو کې چې د لوستیو خلکو له خوا د مهمو کتابونو فهرستونه اعلانېږي، یو ډېر مهم هدف یې د ناقصو او وخت ضایع کېدونکیو مطالعاتو نه لوستل دي. کاش زموږ لوستیو خلکو هم پرته له کومې ملاحظې د کتابونو پر تعارف، پېژندنه او تبصرو د خپل ځان قصر شان نه بللی، ښاغلی فېروز خان صادق، چې د وحدت اخبار لپاره پر همدې نیت په زرګونو کتابونه معرفي کړي، د رزګونو ترحده د کتابونو او لیکوالو پېژندنې او معرفۍ یې خوندي کړي دي، کاش کوم نهاد یا خپرنیز ارګان یې د ادبیاتو او عامو کتابونو دا معاصر تاریخ او د مطالعاتو د لارښود په توګه چاپ او خوندي کړي.
ورستۍ خبره دې همدا وي، چې د ژوند د ټولو شرایطو د ښه والي لپاره انسان باید تېز دماغ، متحرک یا خوځنده تخیل، ذهني او عقلي روښانتیا او فکري ویښتیا، ټولنیز، سیاسي او تاریخي شعور، علمي بصیرت او تهذیبي بصارت، د زړه او نظر پاکوالۍ ولري او دا هر څه هاله ممکن دي، چې یو څوک په پرانیستو سترګو او به خلاص فکر د مطالعې او شعور د زدکړې او تمرین هڅه او هاند کوي. که نه بغیر له دې هیڅ ممکن نه دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.