غور کې یوې مېرمنې او خاوند د تېرو شپږو کلونو پرمهال د قرانالکریم ۳۰ جزه په پنځو جلدو کې په لاس لیکلی او خامک دوزي کړی یې دی
غور کې یوې مېرمنې او خاوند د تېرو شپږو کلونو پرمهال د قرانالکریم ۳۰ جزه په پنځو جلدو کې په لاس لیکلی او خامک دوزي کړی یې دی.
دوی د قلم رنګ، پاڼې، رخت او خامک دوزي په مرسته دغه قرانالکریم لیکلی دی.
۵۹کلن محمدنبي د غور د تولک ولسوالي اوسېدونکی دی. «۱۳۹۶کال کې هغه مهال چې امریکایانو بګرام کې قرانالکریم وسوځاوه او سویس کې قرانالکریم ته سپکاوی وشو، دا انګېزه پیدا شوه. بازار ته لاړم او وسایل، قلم او نور اړین توکي مې واخیستل او له مېرمنې سره یوځای مې د دې قرانالکریم په لیکلو پیل وکړ. شپږ کاله وخت یې ونیوه چې قرانالکریم خامک دوزي کړو او پنځه جلده دي چې هر جلد یې، شپږ جزه لري.»
دې جوړې همداراز نور لسګونه دیني اثار هم په لاس لیکلي او خامک دوزي کړي یې دي. دوی له مسوولانو غواړي چې هنري کارونو ته ارزښت ورکړي او اثار یې، ملي او نړیوالو نندارتونونو ته وړاندې کړي.»
دغه مېرمن او خاوند همداراز وايي چې د دوی له لوري خامک او په لاس لیکل شوی قرانالکریم، ۷۰ سانټي مټر اوږدوالی، ۵۰ سانټي مټر پلنوالی او ۵۰ کیلوګرامه وزن لري.
د یادې جوړې د معلوماتو له مخې، د قرانالکریم په لیکلو شاوخوا ۱۰۰زره افغانۍ لګښت هم راغلی دی.
سلاموطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.