د لنډیو اصلي منابع خلک دي – څوارلسمه برخه

آصف بهاند

184

د لنډیو اصلي منابع خلک دي 

څوارلسمه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

 ۳۲۸مه‌برخه

زه چې په هرځای کې اوسم، مخامخ له خلکو او له میډیا څخه لنډۍ راټولوم او خوندي کوم یې. په ټولنیزه میډیا کې ډېرځلې ښې او نوې لنډۍ ترلاسه کېـږي. په دې لړ کې مې یوځل د فیسبوک په لوی‌بڼ کې داسې څو لنډۍ ترسترگو شوې چې پخوا مې نه‌وې لیدلې. د تنها جان په نامه فیسبوک‌پاڼه کې اېښودل شوې وې. کله یې چې فیسبوکی‌پاڼې ته ور ملیمه شوم،

https://www.facebook.com/profile.php?id=61550652644973

هلته مې د تنها جان څوښکلې ویدیوگانې ولیدلې چې دی د هلکانو په منځ کې ولاړ دی او له هغو نه پوښتنې کوي او کله کله له هغوی نه د لنډیو ویلو غوښتنه هم کوي.

ما ته هرڅه ښکلي و، نو مې وغوښتل چې له تنها جان سره د ده د فعالیتونو او په تېره د لنډیو د پرلیکه کولو په باب اړیکه ونیسم. تنها جان ته مې د ۲۰۲۵ ام کال د مارچ په ۲۱مه نېټه په مسنجر کې داسې ولیکل:

«سلامونه! هیله ده هرڅه ښه وي. ستاسو په ویدیو گانو کې لڼډۍ ما ته ډېرې نوې او ښکلې دي او زه یې پرله‌پسې ټولوم. غواړم د لنډیو په باب له تاسو نه څو پوښتنې وکړم چې بیا به وروسته د دې پوښتنو ځوابونه په یوې مقاله کې ځای پرځای کړم. که تاسو چمتو یاست راته وې‌لیکئ چې هو، نو زه به خپلې پوښتنې په همدې مسنجر کې تاسو ته درولېـږم چې راته ځواب یې کړئ.

له مرستې نه مو همدا اوس مننه! تربیا!»

خو ده ځواب رانه‌کړ.

د لته به یې څو هغه لنډۍ د بېلگې په ډول کېـږدم چې ما راخوندي کړې دي:

لالی مې سخت په خوب ویده دی

پیشمنی تېرشو، ملا وکړل ازانونه

 

په روزه‌ماتي زړه ته راغلې

ډوډۍ مې پرېښوده، سلگیو ونیومه

 

د نازولي یار روژه ده

ورپسې گرځم چمنونه لټومه

 

روژه چې دېرشو ته رسېـږي

د لالي رنگ به داسې زېـړ اوښتی‌وینه

 

ډېر مینان به غېږې واخلي

عید ته د گوتو په شمار ورځې پاتې‌دینه

 

په پشلمي سپوږمۍ ته ناست یم

روزې رنځورې ورته ستا بیانومه

 

اختر ته ټول مسافر راغلل

په نصیب‌کم جانان مې ولې نه‌راځینه

 نوربیا

د لنډیو اصلي منابع خلک دي /دیارلسمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.