د نکریزو، اختر او لنډیو ګلشن

ګل آغا احمدي وردګ

321

نکریزې، اختر او لنډۍ د پښتو ژبې په فولکلوریکه حوزه کې له یو بل سره نږدې تړاو لري او په ټوله کې نکرېزې د یو شمېر لنډیو په ملتیا اختریزې ښکلاوې له ځان سره لېږدوي او د مینه والو د خیالونو مخې ته یې ږدي.

اختر ته څو ورځې لا پاتې

نجونو تالا کړل د نکریزو دکانونه

همدارنګه د ښکلاوو تر څنګ ځینې لنډۍ د نکریزو د کلمې له الفاظو سره یو ځای په اختریز کلتور کې د کنایې، بېلتون یا هجران په ژبه هم د انساني زړونو د درد انعکاس ته ځای ورکړی دی. دغه راز کنایې د ګیلې یا خپګان په تصویرونو پوښلي وي او د لوستونکو په روح او روان ډول ډول اغېزې شیندي.

نه مې اختر شته نه نکریزې

زه د تورتم په جېلخانه کې بنده یمه

نکریزوالې لنډۍ زیاتره د ښکلا انځورونه لېږدوي او کله چې اختر ورسره مل شي نو ادبي ښایست یې یو په دوه کېږي. په دې لیکنه کې د پښتو ادب د ښکلاوو د دې جادویي مثلث په هکله لنډ معلومات وړاندې  شوی دی، په دې توګه چې لومړی د نکریزو، دوهم د اختر او دریم د لنډۍ په باب خبرې شاملې دي. د دې لیکنې په وروستۍ برخه کې د یو شمېر داسې لنډیو د راټولولو هڅه شوې ده چې د نکریزو کلمه یې بېلابېل ډول په ترکیب کې وودل شوې ده. د نکریزو د کلمې تر څنګ په یو شمېر لنډیو کې د اختر یادونه شوې او اختر یې د نکریزو په الواني رنګونو کې ستایلی دی.

ته د اختر په سبا راشه

زه به درووزم تورې سترګې سره لاسونه

لومړی: د نکریزو تعریف

نکریزه چې جمع یې نکریزې دي، د پښتو کلمه ده چې په دري، عربي، فارسي اردو ژبو کې ورته (حنا) ویل کېږي. نکریزو ته په انګلېسي ژبه کې Henna ویل کېږي او علمي نوم یې   Lawsonia inermis  دی. نکریزه له یو داسې بوټي یا ونې څخه عبارت ده چې ډېره لوړه نه وي، پاڼې او ګلونه کوي او د پاڼو په داخلي برخه کې الواني رنګ خپل ځان پټ کړی وي. د نکریزو پاڼې که هم چې شنې وي خو چې کله لمدې شي، په لاسونو، وېښتانو، پښو یا د بدن په نورو برخو وموښل شي له وچېدو څخه وروسته په زړه پورې سور رنګ تولیدوي. له نکریزو څخه انسانان د تاریخ په اوږدو کې د لاسونو د ښکلا، خال وهلو، وېښتانو د رنګولو او درملو په موخه استفاده کوي او بېلابېل کېمیاوی او غیر کېمیاوي خاصیتونه لري. دغه بوټی په افریقا، آسیا، آسترالیا او یو شمېر نورو سیمو کې زرغون کېږي.[1] له نکریزو څخه په افغانستان او پښتني ټولنه کې د خوښیو، ودونو او اخترونو مناسبت استفاده کېږي او غالبا یې نجونې او پېغلې په خپلو لاسونو د ښایست په موخه ږدي او لاسونه پرې سره کوي. همدارنګه په وردګي ټولنه کې د نکریزو په وسیله د زوم د چپ لاس ګوته د نکریزو په شپه ورسره کوي او هغه ته د نوي رخت له ټوټې څخه په زړه پوري پوښ جوړوي او دغه رواج په نورو پښتني ټولنو کې هم شتون لري.

تن مې د شنې نکریزې پاڼه

بهر تازه د ننه رنګ په وینو یمه

دوهم: د اختر تعریف

اختر د پښتو ژبې لفظ دی، اختر په لغت کې عید، د خوشحالۍ ورځ، بېرته راګرځېدو، مختاره ورځ او ستوري  ته ویل کېږي.[2]

اختر په اصطلاح کې د مسلمانانو هغه کلني مشهور جشن ته ویل کېږي چې نمانځنه یې په یو کال کې دوه ځلې د خوښیو په ملتیا صورت مومي او د عید سعید فطر (کوچنی اختر) او عید سعید اضحی (لوی اختر) په نومونو یادېږي. د اختر فقهي تعریف په دې ډول دی: «عید له داسې شرعي مراسمو څخه عبارت دی چې په ځانګړو عبادتونو، خوشحالۍ، شکر ویستلو، د فطر د صدقې په ادا کولو، قرباني کولو، خطبې اورېدلو او یو بل ته د مبارکۍ په ویلو ترسره کېږي.»[3]

په ټوله کې اختر د مسلمانانو مهم مذهبي جشن دی چې په کال کې دوه ځل صورت مومي. لومړی کوچنی اختر د رمضان د میاشتې په تېرېدو او د شوال د میاشتې په لومړۍ ورځ نمانځل کېږي. دوهم لوی اختر چې د ذالحجې د میاشتې په لسمه نېټه نمانځل کېږي. باید وویل شي چې د ذالحجې په میاشت کې د حج مناسک هم د سعودي عربستان د مکې په ښار کې تدویر مومي او حاجیان په کعبه شریفه، مینا او عرفات کې ځانګړی عبادت ترسره کوي. د لوی او کوچني اختر تر منځ د نمانځلو په تړاو زیات توپير نشته خو په لوی اختر کې مسلمانان د څارویو قرباني هم کوي او حاجیان د حج مناسک ادا کوي. دواړه اخترونه چې د واجب دوه رکعته لمونځ په ادا کولو سره پيل کېږي، د یو شمېر عمومي مشترکاتو سره یو ځای په انساني ټولنو کې په بېلابېل ډول نمانځل کېږي. اختر له خوښیو سره مل وي او په ځینو ټولنو کې د اختر په مناسبت ډول ډول کلتوري مېلې، خوښۍ او  اتڼونه جوړېږي او تر دریو ورځو پورې دوام کوي. همدارنګه د مسلمانانو اختریز کلتور او مناسبتونه په یو شمېر شعري او نثري ویناوو کې هم ستایل کېږي.[4]

نکریزې نشته اختر ژاړي

نجونې بندي شوې د ناتار په زندانونه

دریم: د لنډۍ تعریف

لنډۍ چې مصرۍ، ټپه، ټکۍ، ټوټه، غړنګه، غرنۍ او داسې نور هم ورته ویل کېږي، پښتو شعري فورم دی چې لومړی مصرع یې نهه او دوهمه مصرع یې څوارلس سېلابه وي. د لنډۍ شعري فورم چې لږ تر لږه ۲۵۰۰ کاله لرغونتوب لري، شاعر یې معلوم نه دی او زیاتره په افغاني ټولنه کې د ښځینه وو له خوا ویل  کېږي او وروسته پښتو ادب ته لار مومي.[5]  د پښتو ادب په فولکلور کې د اختر او نکریزو د موضوعاتو په اړوند ګڼ شمېر لنډۍ په پښتني ټولنه کې موندل کېږي چې یو شمېر یې په کتابي او ډیجیټلي آثارو کې لیکلې بڼه غوره کوي او په میلیونونو لنډۍ د ټولنې په شفاهي ادبیاتو کې موجودې دي.

څلورم: نکریزوالې لنډۍ

اختر پرون وو، پرون تېر شو            جانان نکریزې راته نن راوړې دینه

اختر په ټوکو، ټوکو راغی                اوس به نکریزې د کابل له ښاره وړمه

اختر ته څو ورځې لا پاتې               نجونو تالا کړل د نکریزو دکانونه

اختر ته ښې نکریزې راوړه              چې درته سره کړم د پستو ګوتو سرونه

اختر دې تا ته مبارک وي                چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوینه

بوی د لمدو نکریزو راغی                  د کومې پېغلې د کوزدې دسمال به وړینه

پاس په کابل ملاشاهي ده               نجونې نکریزې په لاس نه پورې کوینه

په لاس نکریزې راته مه ږدئ             مکتب مې بند دی اختر خوند نه راکوینه

په لوی اختر نکریزې راوړه                  په کوچني اختر کې سپین لاسونه ومه

په ما دې سپین لاسونه سره کړل        دا د نغري ایرې به څوک جارو کوینه

پېغلې نکریزې په لاس کېږدي            اختر بانه کړي چې د یار کورته ورځینه

تن مې د شنې نکریزې پاڼه                بهر تازه د ننه سره په وینو یمه

ته د اختر په سبا راشه                        زه به درووزم تورې سترګې، سره لاسونه

چې د نکریزو شپه دې راغله                زما د زړه په وینو رنګ کړه سره لاسونه

چې ستا واده وي، ستا نکریزې            زه به د ځان په وینو رنګ کړمه لاسونه

خدای دې نکریزو په شپه مړ کړه         چې درنه پاتې شي د ناوې سره لاسونه

د جینکو نه ګیله مه کړئ                     د لایک په ګوته یې نکریزې اېښې دینه

د ښاره ښې نکریزې راوړه                     سبا اختر دی، ستا نامه په لاس لیکمه

د لوی اختر نکریزې راوړه                   زه په نکریزو خپل لاسونه سره کومه

رنګ د نکریزو جنتي دی                   په سرو لاسونو تور وربل شانه کوینه

زه به نکریزې په لاس کېږدم             جانان په خوب کې راته ووې چې راځمه

زه یې په سرو لاسونو وسوم                خاونده وران کړې د نکریزو دکانونه

لاس مې ایله کړه، خوله مې واخله     لاس مې نکریزو، شونډې ما سرې کړې دینه

ما په نکریزو ګوتې سرې کړې             د تور نغري لوښي به ته وینځې مئینه

مور دې د کور کارونه غواړي               ته رانه غواړې په نکریزو سره لاسونه

ناوې نکریزې په لاس کېښوې              سبا یې بل کلي ته وړي، ژړا کوینه

نکریزو بدې چارې وکړې                     په الواني رنګ کې د زړو سودا کوینه

نکریزو شپه، شمعې بلېږي                  نجلۍ یې ګوتې سرې کوي ما یادوینه

نکریزې ته درسره یوسه                       لاسونه سره کړه، بیا یې واړوه مئینه

نکریزې ډېرې ورته راوړئ                  ناوې، همزولې پرې لاسونه سره کوینه

نکریزې ډېرې ورته کېږدئ                 د ناوېتوب جامو کې خوند کړي سره لاسونه

نکریزې رنګ د محبت دی                  څوک چې لاسونه سره کوي، یار به لرینه

نکریزې ښې ډېرې لمدې کړئ           د کلي نجونې په واده راسره ځینه

نکریزې لېرې کړئ له مانه                  یار مسافر دی، ماته خوند نه راکوینه

نکریزې مه ورکوئ خلکو                     د یار په وینو یې سره شوي دي لاسونه

نکریزې نجونو سره خوند کا               ملا چې ږیره سره کوي تباه دې شینه

نکریزې نشته اختر ژاړي                  نجونې بندي شوې د ظلمت په زندانونه

نکریزې نه وهم همزولو                     د یار په وینو مې سره کړي دي لاسونه

یار مې په سرو لاسو مین دی            زه به نکریزې په خپل کور کې شنې کومه[6]

[1]  ذکری، مریم، حنا چیست، https://nargil.ir/Plant.aspx?Name=Lawsonia-inermis&cid=7053

[2] پښتو، پښتو قاموس، المنجد الصحاح في اللغه، لسان العرب، فرهنګ عمید، قاموس ابادیس، قاموس المعاني، قاموس معین او داسې نور قاموسونه.

[3]  الموسوعه الفقهیه، کویت، وزارت الحج والارشاد.

[4] احمدي وردګ، ګل آغا، د وردګو کوچنی اختر لومړۍ برخه د اختر تعریف، تاند ویب پاڼه ۲۰۱۸ زېږدیز کال، www.taan.com

[5] مشواڼی، عبدالقیوم زاهد، پښتو پښتو قاموس د لنډۍ تعریف، د افغانستان د علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۸۵ هجري لمریز کال.

[6]  نکریزوالې لنډۍ د ډیجل ټولینزو صفحاتو او یو شمېر کتابونو او آثارو په مرسته ټولې شوې دي. ۲۰۲۵ زیږدیز کال.

په آسترالیا کې د افغانانو اخترونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.