په دین کې برتري څه مانا؟

عبدالواحد تابع

178
سوره مبارکه الحجرات آیه ۱۳
يا أَيُّهَا النّاسُ إِنّا خَلَقناكُم مِن ذَكَرٍ وَأُنثىٰ وَجَعَلناكُم شُعوبًا وَقَبائِلَ لِتَعارَفوا ۚ إِنَّ أَكرَمَكُم عِندَ اللَّهِ أَتقاكُم ۚ إِنَّ اللَّهَ عَليمٌ خَبيرٌ﴿۱۳﴾
ژباړه:  اى خلقو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى .
کله چې ایمان او باور پر یوه  او رالېږلي کتاب یې لرو او ادعا مو دا وي چې مونږ  د یوه حقیقي دین پیروان یو نو بیا ولې فخر خرڅونه ؟
ولې پر نورو مسلمانانو چې پر یوه باور سره د دیني او ورورولې په نوم د ژوند چارې مخ ته وړو نو بیا   د ساداتو،پیرانو،میاګانو،خواجه ګانو،پاچاګانو،قریشو،هاشمیانو،فاطمینیو،علویانو او ورته قومونو په نوم  لاسونه ښکل او تر نورو یې اوچت وبولو.
ایا مونږ  خپله ازادي د ورتو کړنو له وجې تر پوښتنۍ لاندۍ نه راولو؟
ایا مونږ خپله مسلماني او بنده ګي د نورو په اشاره مخ ته نه وړو؟
ایا مونږ په خپله د دوزخ لاره نه ټاکو؟
په تېر کې چې یادو قومونو  د لوړې مرتبې پر نوم خپل لاسونه پر مسلمانانو ښکل کړي او د عجم په نوم یې د ژوندانه برخلیک او واک یې  خپل میراث باله دا د ناپوهۍ او  د پردیو استخباراتي لوبو یوه برخه وه.
نن د نړۍ ، او د ژوندانه د هرې برخۍ  پر مختګ ته په کتو سره ویلی شو چې نور بس ده.
نن په نړېواله کچه د دین،تاریخ او نورو اړتیاوو په برخه کې کولی شو هر څه په ((ښاغلي ګوګل))کې په خپله ژبه ووینو.
که چېرته غواړو یوه سالمه،پر دین او ټولنیزو اخلاقو پرمختللې ټولنه ولرو  تر ټولو دمخه له یادو  دروغجنو ،استخباراتي،او فرصت طلبو کورنیو څخه ځان،کورنې او ټولنه وژغورې.
دا قومونه چې تل یې د پردیو ګټو لپاره د دروغجنو تعریفونو له مخې ځانونه د برکت ټوټې بللي او د مسلمانانو منځ کې د بې اتفاقيو لامل ګرزېدلي دي.دوی له دین څخه ناوړه ګټه یواځې د خپل ځان،کورنې او بادارانو په خوښه او ګټه تر سره کړې ده.
نن که چېرته سمه څېړنه تر سره شي نو تاسو به وموندې چې یوارینی لامل د مسلمانانو د وروسته پاتې کېدلو او له انساني کاراون څخه د شاتګ لامل همدا کورنې دي چې مسلمانان یې ویده ساتلي دي.
یاد قومونه هېڅ داسې ثبوت نشي وړاندې کولی چې دوی د تر نورو قومونو لوړه مرتبه ولري.
قران او احادیث دوه د اعتماد او باور هغه ستر مکتبونه دي چې مسلمانان د خپل ژوند لاره پرې مخ ته وړي او  له همدۍ مکتب څخه په ګټه اخیستۍ سره د بریالیتوب  په لټه کې دي.
بل لوري ته که ځیر شو حضرت محمد(ص) یوه لور درلودله او لور یې دوه زامن د حسن او حسین په نوم راوړي ول.
د اسلام د دین له پیداېښت څخه تر ننه نشي کېدلی چې هر څوک خپل نسب پر دوی وتړي او له یاد نوم څخه د خپلو ګټو لپاره پر خلکو خپل تعریف شوی باور ومني.
کله چې رب خپله وايي ما ته هغه کسان غوره او رانږدې دي چې پرهېزګاره  وي نو بیا دوی څوک دي چې د دوزخ او جنت واکداران ځانونه بولي.
نن چې چېرته ګورو د همدغو کورنیو له وجې مسلمانان په بېلابېلو مذاهېبو سره وېشل شوی او یو د بل د وینو تږي دي.همدا کورنې وې او دي چې له ایاتونو او احادیثو غلط باور جوړوي .
وخت او تاریخ ثابته کړه چې همدا کورنې نن په کوم ډول ژوند تر سره کوي.
د دوی د کورنې غړي په هغو جامو او اخلاقو سمبال دي چې له دین سره په ټکر کې دي.
څنګه کېدلی شي چې د دوی په وینا عجم د یو ډول او دوی د بل ډول له دین څخه ګټه پورته کړي.
د یادو اقوامو  د غلطو کړنو او هغو غلطو دودونو له وجې چې دوی د خپلې بقاء لپاره رامنځ ته کړي نور باید ورسره خدای په اماني وشي.
که چېرته اوس هم مسلمانان د دوی ګروګان وي باید ځانونه ،بچي   او ټولنه له دوی څخه وژغوری.
اسلام د ټولو مسلمانانو ګډ دین دی ،په اسلام کې د غوره قوم او نسب په نوم هېڅ نشی پیدا کولی.
غوره مسلمان  تاسو   کې هغه دي چې رب ته عزتمند وي او بس
مونږ باید خرافاتو ته شا کړو.
مونږ مکتبي دین غواړو نه حرثي چې  د یادو اقوامو په ګرو کې وي.
زړه د سور سېلاب وحشت ټکر ټکر کړ
استعمار ته پایلوچي کړم په کږه ځم

!هغوی چې د ژبې په نوم سودا کوي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.