د پیرودونکی او مصرفوونکی ترمنځ توپير: علمي او مسلکي تحلیل

ژباړه او نچوړ: نصيراحمد څپاند

256

د پیرودونکیCustomer او مصرفوونکیConsumer ترمنځ توپير: علمي او مسلکي تحلیل

لیکوال: روز مک‌میلن
ژباړه او نچوړ: نصيراحمد څپاند
په سوداګرۍ، بازارموندنه، او خدماتو کې زیاتره خلک د پیرودونکي (Customer) او مصرفوونکي (Consumer) اصطلاحات یو له بله سره ګډوي. ډېری کسان داسې انګیري چې هر څوک چې یو محصول یا خدمت تر لاسه کوي، هم پیرودونکی دی او هم مصرفوونکی. خو په واقعیت کې دا دوه مفاهیم له یو بل سره جلا دي، او د یوه بریالي بازارموندیز یا سوداګریز ستراتیژي لپاره د دوی ترمنځ توپیر پېژندل خورا مهم دی.
په دې تحلیلي لیکنه کې به دا موضوعات روښانه کړو:
پیرودونکی څوک دی؟
مصرفوونکی څوک دی؟
د دوی ترمنځ اصلي توپیرونه څه دي؟
دا توپیرونه ولې مهم دي؟
او د دې توپیرونو پر سوداګرۍ څه اغېز واقع کېږي؟
پیرودونکی او مصرفوونکی – تعریفونه
پیرودونکی: هغه شخص یا اداره ده چې یو محصول یا خدمت د پیسو په بدل کې اخلي – دا که یو ځل وي یا پرله‌پسې.
مصرفوونکی: هغه څوک دی چې یو محصول یا خدمت عملاً کاروي، ترې استفاده کوي یا ترې ګټه اخلي – دا که محصول یې پخپله اخیستی وي یا نه.
مثال: که یو پلار خپل ماشوم ته لوبتکه واخلي، پلار یې پیرودونکی دی، او ماشوم چې له لوبتکې استفاده کوي، هغه مصرفوونکی بلل کېږي.
ځینې وختونه دواړه رولونه یو کس لري، خو ډېر ځله دا دوه جلا کسان یا بنسټونه وي.
د پیرودونکي او مصرفوونکي ترمنځ اساسي توپیرونه
بنسټ پیرودونکی مصرفوونکی
تعریف هغه څوک چې محصول یا خدمت اخلي هغه څوک چې محصول یا خدمت کاروي
مثال مور یا پلار چې د ماشوم لپاره لوبتکه اخلي ماشوم چې له لوبتکې استفاده کوي
موخه د اړتیا پوره کول یا د بل لپاره اخیستل عملي کارونه یا استفاده له محصول
تادیه تادیه مستقیم ترسره کوي تل تادیه نه کوي؛ ممکن بل چا اخیستی وي.
ولې دا توپیر مهم دی؟
ستیف لیجرووډ، د Capsule شرکت اجرائیوي مشر، وايي:
“پیرودونکی او مصرفوونکی دواړه جلا جلا بازارموندیز تمرکز ته اړتیا لري.
پیرودونکی د خدماتو کیفیت، ارزښت او وړاندیزونو ته ګوري،
خو مصرفوونکی د محصول پر کیفیت، کارونې اسانتیا، او پایښت تمرکز کوي.”
کله چې یو شرکت د دواړو اړخونو اړتیاوې وپېژني، کولی شي پیاوړې اړیکې رامنځته کړي، د بازار باور خپل کړي، او وفادار مشتریان پیدا کړي.
د پیرودونکو ډولونه
1. دوامداره پیرودونکي: په تکراري ډول له یوه شرکت یا برانډ څخه اخلي.
2. ارزانه‌پسند پیرودونکي: تل د ارزانه محصولاتو لټون کوي.
3. سوداګریز پیرودونکي: توکي د بیا خرڅلاو یا تجارتي استفادې لپاره اخلي.
4. ضرورتمند پیرودونکي: یواځې د اړتیا پر مهال خریداري کوي.
5. پایني پیرودونکي: هم محصول اخلي، هم ترې استفاده کوي – دواړه رولونه لري.
د مصرفوونکو ډولونه
1. یو ځل مصرفوونکي: یوازې یو ځل له محصول ګټه اخلي.
2. نفوذ لرونکي مصرفوونکي: بلاګ‌ران، مشهوره څېرې، یا د عامه نظر جوړونکي چې د نورو مصرفوونکو پرېکړې اغېزمنوي.
3. سوداګریز مصرفوونکي: هغه ادارې یا شرکتونه چې توکي یا خدمات عملي ډول کاروي.
د پیرودونکي او مصرفوونکي پر سوداګرۍ اغېز
پیرودونکی مصرفوونکی
عایدات راټولوي د محصول کیفیت ارزوي
د سودا دوام تضمینوي د نورو مصرفوونکو پرېکړو باندې اغېز کوي
بازار ته وفاداري ښيي د بازار اړتیاوې او تمایلات تعریفوي
یوه هوښیاره سوداګري باید دواړه لوري وپېژني، هغوی ته مناسب خدمت برابر کړي، او د هغوی رضایت یقیني کړي.
د دواړو ګډې او جلا ستونزې
د پیرودونکو ستونزې د مصرفوونکو ستونزې ګډې ستونزې
د تادیاتو، قیمت یا خدماتو ستونزې د کیفیت خرابوالی یا بد تجربه ناسم، مبالغه‌امېز یا غولوونکی اعلان
د لاسرسي نشتوالی د کارونې اسانتیا نه شتون د محصول د ارزښت کموالی
سوداګر باید دغه ستونزې تشخیص کړي، او د حل‌لارو پر بنسټ عمل وکړي، څو د دواړو لوریو رضایت ترلاسه کړي.
کله چې پیرودونکی مصرفوونکی شي – او برعکس
پیرودونکی → مصرفوونکی: یو څوک چې د بل لپاره محصول اخلي، خو وروسته خپله هم ورڅخه استفاده کوي.
مصرفوونکی → پیرودونکی: یو کس چې وړیا نمونه ازمويي، خو وروسته د پیسو په بدل کې محصول اخلي.
دا ډول تعاملات شرکت ته دا فرصت ورکوي چې خپل بازار پراخ کړي او له “مصرفوونکي” څخه “پیرودونکی” جوړ کړي یا برعکس.
پایله
پیرودونکی هغه دی چې محصول یا خدمت اخلي، خو مصرفوونکی هغه دی چې ورڅخه استفاده کوي. دا رولونه تل سره یو شان نه وي.
د دوی ترمنځ توپیر پېژندل د سوداګرۍ، بازارموندنې، او د مشتریانو د خدمت ستراتیژیو لپاره حیاتي ارزښت لري. که شرکتونه دا توپیرونه په سمه توګه وپېژني او د دواړو اړخونو اړتیاوې درک کړي، کولی شي اوږدمهاله بریاوې، وفادار مشتریان، او یو بااعتباره برانډ ولري.
ماخذ:
Capsulecrm.com

د دولتي چوکۍ تعریف، ډولونه، لارې، مسؤلیتونه او اصول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.