( د افغانستان د ځپلواکۍ او نجات تاریخ ) هغو د ګوتو په شمیر ارزښتناکه تاریخي آثارو د جملې څځه دئ چی زموږ د تاریځ ډیر ناویل سوی ګونګ مسائل یې روښانه کړی دي .
دغه کتاب د دانش خپرویی ټولنی له خوا د دوهم ځل لپاره په پيښورکی په ۲۰۰۷ کال کی چاپ او ځپور سوی دئ .
د ا کتاب چی د د جرنیل یارمحد خان د روی فدامحمد تنظیم کړی او استاد حبیبالله رفیع په مرسته چا پ سوی دی ، استاد رفیع د (سرخبرو) تر عنوان لاندی داسي لیکی :
« … دا کتاب دومره ارزښتمن کتاب دی څوک چې د خپلواکی او نجات د جگړو تاريخ ليکي، نو که له دي کتاب نه استفاده پکې ونه کړي، کار يي یقینا چې نيمگړی وی .
د خپلواکۍ او نجات د جگړو پر تاریخ ډېر لږ کار شوی، ځکه خانداني حکومت اجازه نه ورکوله چې د نږدې پېښو ملي تاريخ وليکل شي، شاه ولي خان چې کوم يادښتونه ليکلي د قدرت له مسند نه يې ليكلي او هغه وخت يې هېر کړي ، چې په جنوبي کي يې شپې او ورځې د ا جرنیل یار محمد خان وزیري د څلور نیم زر کسیز لښکر په رحم او کرم وې او د دوی په وینو او مېړانه یی ارگ تاج او تخت ترلاسه کړل، خو دومره بې انصافي يې کړي، چې په خپلو يادښتونو کې يې ددې قهرمان یوه تشه یادونه هم نه ده کړې او د شاه محمود خان کوم يادښتونه، چې ما اته دېرش (۳۸) کاله وړاندې په عرفان مجله کې لوستي وو، هغه هم دده د مېړانې له یاد څخه تش دي .».
د کتاب په پیل کی ډاکتر ببری ګل وزیري هم د جرنیل یار محمد خاو وزیري د کتاب څوپه زړه پوری ټکو ته په اشاره کولو سره لیکی :
« … جرنیل یار محمد خان وزيري دا چې د وزیرستان او جنوبي نور خلک د اعليحضرت امان الله خان غازي کلک پلویان طرفداران وو او غوښتل یې، چې له غلو او داړه اچوونکیو څخه دده لپاره د کابل تاج او تخت و گټي، دې لښکر والو په علي خپلو کې جنرال سردار محمد نادر خان مجبور کړ، چې له دوی سره په قرآن لاسلیک وکړي چې د غلو او داړه اچوونکيو له شړلو څخه وروسته به اعلیحضرت غازي امان الله خان بیا سلطنت کولو ته راغوښتل کېږي او يا دده د خېلخانې يو بل کس ته سلطنت سپارل کېږي. ( د جرنيل يار محمد خان وزيري له کتاب څخه »).
دغه راز د د یار محمد وزیری زوی ( فدامحمد نومیر) همپه دغه هکله چی زموږ د تاریخ څنی برخي یا په قصدی توګه او یاهم د یو لړعواملو په بنسټ پټی پاته سوی او یاهم په غلط ډول تعبیر او تفصیل سوی دی نو دی په دغه هکله د کتاب د سریزی په ترځ کی لیکی :
« … دا پېښي ځکه پټي ساتل سوی دی :
الف: یا خو یو شمېر با احساسه كورني افغاني تاريخ ليکونکیو په خپل خالي لاس کې پوره مالي وسایل نه درلودل، چې د خپلو پلرونو او نیکونو د تاریخ هغه پاڼې چې د وخت او زمان په تېرېدو سره په ورانو او ويجاړو کنډوالو کې محوه او نابود کېدې رابرسېره کړي.
ب :یا خو ځينو كورني (افغاني) تاريخ ليکونکيو د وخت او زمان د حکمرانانو په سر ښورونه او هدایت سره زموږ د نيکونو او پلرونو په وينو لړلې د تاريخ پاڼې او د پېښو واقعیت او حقیقت داسی تحریف او مسخ کړی دی چې د زرگونو جرنیلانو او کرنيلانو د جهاد او ملي پاڅونونو ټولي اتلولۍ او قهرمانۍ يې په یوه حاکمه کورنۍ او حاکم قشر پورې تړلی دی او د خپل دې ناروا او ناجایز کار په عوض کې يې فنا كېدونكي مالي او مقامي مزد ترلاسه کړی دی.
ج: بیا خو ځينو په گوته کورني (افغاني) تاريخ ليكونكيو د تاريخ د څېړنې او پلټنې د سرلیک تر چتر او سيوري لاندې خپلې ځانگړې عقدي او اجانبو ته خدمت ترسره کړی دی او په هر لور يې زهر پاشي کړې ده.
د : او یا خو بهرنیو تاریخ لیکونکیو د خپل ذاتي متعصب خصلت او عادت پر بنیاد زموږ د نیکونو او پلرونو په وینو لژندې د تاريخ پاڼې د خپلو هیوادونو د سياسي نظامي فرهنگي، اقتصادي او عقدوي ښكيلاكي اهدافو او اغراضو د ترسره کولو پورې څېړلې او سپړلې دي. د ښکېلاک تجاوز مرگ، ژوبلې او ورانۍ ته يې رنگارنگ پلمې او بهانې لټولې دي او د هر څه پره او ملامتي يې زموږ په مېړنو نيکونو او پلرونو باندې اړولې ده. »
د کتاب په پیل کی جرنیل یارمحمد خان د ضروری خبرو تر عنوان لاندي د قدرت د تر لاسه کولو وروسته د چارواکو د سلوک څخه شکایت کوی او وائي :
« … له جرنيل شاه ولي خان سره مې لیدنه او کتنه وشوه، ولې ددې ليدنې او کتنې په خبرو او اترو کې هغه خوند نه و، چې موږ د ۱۳۰۸ کال د میزان په مياشت کې د لوگر په دوبندي کې کړې وې. له شاه ولي خان سره زما په دې لیدنه او کتنه کې هغه نن زموږ د ځانونو او مالونو
په برکت د افغانستان د ټولو پوځونو او لښکرو سردار، د کابل فاتح او مارشال و او زه دده په وره کې د ملت د افرادو نه یو بوډا او ژوند خوړلی لکړه په لاس عادي فرد وم.
ولې پرون زه په دوبندي خوښی، تنگي زرغون ښار، محمد آغه چهار آسیاب، هيندكيو او په حبيب الله باندې د ارگ په محاصره کې د وزیرستان د ننگياليو پوځونو قاید او سرلښکروم او دی د بهر نه راغلی په جنوبي کې د جرنيل محمد عمر خان، عبد الغیاث خان او سپه سالار پردل خان دلاسه نارامه او سرگردانه، ناامیده او نهیلی زموږ مجاهدينو د مرستې اړ او محتاج جرنیل و.
پرون زه او زما ننگيالي ملگري د هېواد د خپلواکۍ او د وطن د نجات قهرمانان وو، ولې نن ده شاه ولي خان زموږ هغه ټولې قهرمانی هېرې کړې وې پرون ما دده د پت او عزت د خوندي ساتلو او د وطن د تجات لپاره خپل جنگیالي پر کابل را خېژولي وو، نن جرنيل صاحب هغه ټوله د ياد نه اېستلي وو. پرون ما لره دده مشر ورور اعلیحضرت محمد تا در شاه په خپل لاسليک د کابل د نیولو د اصلي ركن او مصدر عنوان اکړی و، ولې نن هغه فرمان د سردار صاحب د سترگو نه پټ و، په خبارونو او راډيو کې يې د خپل قدرت او زور په کارولو سره ځانته د کابل د فاتح لقب ورکړى و. »
په کتاب کی د فرنګیانو سره د امیر عبدالرحمن خان د تړون په اړوند د ږوب او وزیریستان د خلک سخت خواشینی او غبرګون په تفصیل سره بیان سوی دی . په دغه هکله د ملاپونده آخند د امیر سره په ډیر مشکل سره د ملاقات چانس پیدا کوی . لکه چی وایي :
« … امیر عبد الرحمن خان، ملا صاحب پونده اخند ته د ملاقات وخت ورکړ. په دې ملاقات کی امیر عبد الرحمن خان د ملا صاحب کوم بل ملگري ته بلنه نه وه ورکړي. که څه هم ملا صاحب پونده آخند امیر عبد الرحمن خان ته د یوولس مشرانو او علما و نومونه د ملاقات ترلاسه کولو لپاره لېږلي وو.
زموږ د کاروان قاید او د وزیرستان د بهادر او جنگيالي ولس مجاهد مشر په تنهایی سره د امیر عبد الرحمن خان سره لیدنه او کتنه وکړه او دا ملاقات د هغه څه په برخه کې و، د کوم مطلب لپاره چې موږ دا اوږد سفر پیل کړی و او هغه دا چې د هېواد په پولو او په هغه سيمو کې چې پېرنگيانو خېټه اچولې وه،
امیر عبد الرحمن خان د فرنگیانو او گورکه په وړاندې جهاد او د مجاهدينو مرستې او لاس نیونې ته و پاروي. ولې افسوس، چې امیر عبد الرحمن خان د فرنگیانو په لومه او د مکر او فریب په جال کې سخت را ښکېل شوی و. د امارت تاج او تخت د غرور او تکبر پر نيلي باندې سپور کړی و او له خپل مجاهد او ننگيالي ولس څخه يې پرېکړې وه او ځان یې فرنگیانو ته سپارلی و.
د خپل رعيت تېرې اتلولۍ او د فرنگیانو شرمنده گی یې له یاد او خاطر څخه وتلې وې، نو ځکه يې د وزیرستان د خلکو لوی مجاهد ملا صاحب پونده آخند ته په خپل ملاقات کې په ډاگ او زغرده سره وویل ::
« د ږوب او وزیرستان ټوله سیمه له فرنگيانو سره د جنگ د مخنيوي په خاطر په هغوی پورې اړه لري او ما دا مصلحت وليد ، چې د افغانستان دا يوه ټوټه خاوره دې د نور افغانستان د موجودیت په صورت کې، ترڅو چې فرنگیان په هندوستان او بنگال کې وي، په همدوی پورې تړلې وي. له فرنگيانو سره نن ورځ جهاد کول مشکل دی.
دوه ځله جگرې افغانستان وران کړ ولی فرنگیان تر هغه هم لا په قوت کي دي. تاسو ولاړ شئ او څنگه چې مو خوښه وي په هم هغه خبر له فرنگیانو سره معامله وکړئ او که ستاسو د ولس دا خوښه نه وي چې په کاکرستان او وزیرستان کی ژوند وکړی افغانستان د دوی کور دلته به موږ ورته د ژوند کولو لاره او چاره برابره کرو . »
لوى مجاهد او د فرنگیانو سرسخت سیال او دښمن ملا صاحب پونده آخند و یه کابل کې موږ ورسره یوه جهادی قافله ملگری دامیر عبد الرحمن خان د ستوغ ځواب حاصلولو او د هغه د شوم او ناولي نيت څرگند بدنی نه وروسته بې له کوم چند څخه د خپلو سیمو په لور له کابل څخه ستانه شوو.
وزیرستان ته زموږ د جهادي قافلې په رسېدو سره ملا صاحب پونده آخند د درست وزیرستان او ږوب ننگياليو ته د پلورل شوي امير عبد الرحمن خان او له فرنگيانو سره د تړون او لاسليک په برخه کې اگاهی ورکړله .
او د ټولو قومونو په مشوره یې له فرنگيانو سره د جهاد په اړه دا پرېکړه او فیصله وکړه، چې ټول به د ملا صاحب پونده آخند تر قیادت او هدایت لاندې د فرنگيانو په وړاندې جهاد او مجاهده جاري ساتي، څو فرنگیان له خپلې خاورې نه بهر کړي او هم داسې وشوه، چې د هر قوم او قبيلې مشر خان او ملا پخپله سیمه او علاقه کې د ملا صاحب پونده اخند تر قیادت او هدایت لاندې د فرنگیانو او گورکه د پوځونو په وړاندې جهاد جاري وساته. لوى مجاهد او غازي ملا صاحب پونده آخند د فرنگیانو په ولکه کې ننگيالي افغان ولس ته د جهاد او مجاهدې فتوا ورکوله او د جهادي کارونو په اړوند ملا صاحب د ټول ولس امیر او اولي الامر و نور نو زموږ ولسونه د امير عبد الرحمن خان په اطاعت او فرمانبرداری باندې اړ نه وو. د شریعت محمدی هم دا حکم و، ځکه امیر عبد الرحمن خان په خپل لاس باندې موږ د خپل اطاعت څخه ازاد کړي وو.
دغه راز د د ۱۹۱۹ کال د خپلواکی د تر لاسه کولو په برخه کی د کندر ، ږوب ،ګومل ، وزیرستان او نورو جنګیالو سرښند نی او لاسته راوړنی بیانوی خو د امان الله خان څخه د ګیلی او شکایت په توګه لیکی :
« …افسوس، چې د افغانستان د حکومت ناخبره اراکین، چې د مملکت اداره او سياست يې په لاس کې وو، ډېر ژر د فرنگيانو د مکر او فریب په لومه کې راښکېل شوه او د فرنگيانو د متارکې او اور بند غوښتندار پیشنهاد یې بې له دې چې زموږ مشرانو سره پکې سلا او مشوره
وکړي او یا د خپل تورزن ولس د جهاد او مجاهدي روحيه د فرنگيانو انو په وړاندې وگوري په ورينه ټنډه او خلاصه غېږه سره ومنل .
نود خپلواکۍ د جگړې نه وروسته زموږ برخلیک بیا هغه برخلیک شو چې د د اعلیحضرت امان الله خان د نیکه او د فرنگيانو د استازي ډيورنډ په ناولي تړون کې ټاکل شوی و او يو ځل بیا د رودونو وینو تویولو نه وروسته دښمنانو ته لاس تړلي وسپارل شوو .
زمور مجاهدینو دا هیله او امید و، چې د فرنگيانو په ماتې او شکست سره به یو ځل بیا هغه لوی احمد شاهي کور جوړېږي، چې د ابدالی احمد شاه او وزير فتح خان د زوزات د خپلمنځي اختلاف اوبې اتفاقۍ په اثر سکهانو او فرنگیانو ټوټه ټوټه کړی و.
زموږ هاند او کوښښ هم دا و مجاهدینو خپل مالونه او ځانونه هم ددې هدف او مقصد لپاره قربانۍ ته سپارلي وو.
اعلیحضرت امان الله خان چې د فرنگيانو په وړاندې د خپلواکی او جهاد اعلان کړی و او د افغان ولس نارینه او ښځينه د هغه (اعلیحضرت امان الله خان په فرمان د جهاد په سنگر کې ولاړ وو، هغه په یوه ډېر نازک او حساس وخت کې د خپلو جرنيالانو او کرنیلانو په مشوره
له فرنگیانو سره د جنگ متارکه وکړه .
او دا هغه وخت او گېنتې وې، چې موږ د سيمو قهرمانو مجاهدينو د فرنگي او گورکه پوځونو ټولې نظامي چونی او مرکزونه په خپل لاس کې نیولي وو.
د ډېره غازي خان او ډېره اسماعیل خان په لور د ننگیالیو مجاهدینو د سرتېرو او جان فدا لښکرو حرکت پیل شوی و، د بنو کوهاټ او پېښور سوبه او فتحه هم قریب وه فرنگیان هومره وارخطا او تلولي شوي وو، چې خپل ماتې خوړلي، خواره واره پوځيان يې نشو راغونډ ولی، ملېشايي پوځ يې رخصت او جواب کړی و ، ځکه چې نور نو د فرنگيانو په ملېشايي افراد و باندې ویسا او اعتماد نه و.
د غازي اجمیر خان شهید ، غازي مشو خان شهید غازي پت خان غازي ترين خان او غازي عصمت خان ملېشا فرنگیانو ته پوره درس ورکړی و. په پنجاب، لاهور، ملتان، سند ، اد او بنگال او درست هندوستان کې د فرنگیانو په وړاندې د مسلمانانو او هندوانو که تحریکات پیل شوي وو.
هلته په بازارونو کې خلکو مظاهرې کولې او کله کله به یې د فرنگيانو د اور گاډو پټلۍ پرېکولې. هر کس د افغان مجاهدینو د ورتگ په انتظار و، هندو او مسلمان د خپلواکۍ د د هدف د ترلاسه کولو لپاره د فرنگيانو په وړاندې د اتحاد او يووالي لاس سره ورکړی و او دا يې فیصله کړې وه ، چې د اعليحضرت امان الله خان تر قیادت لاندې به فرنگیان له هند او بنگال نه مغلوب شړي، نو ځکه به يې ويل چې هندو او مسلمان دوه وروڼه دي ..
افسوس، چې ددې ټولو تحريکا تو سربیره اعلیحضرت امان الله خان ، د فرنگيانو، چې په جنگ کې مغلوب شوي وو، د متارکې پېشنهاد او غوښتنه سمدستی ومنله .
جرنیل یارمحمد خان زیاتوی چی …. اعلیحضرت امان الله خان په داسی حل کی له فرهنګینانو سره متارکه او اوربند ټړون وکړ چی په هغو شېبو کی موږ د وزیرستان ، کندر ، ږوب او کومل مجاهدینو د فرهنګیانو ټوله پوځي چوڼۍ او مرکزونه نیولی او د هغوی نیبمایی پوځ مو تباّ کړی ؤ .
سره له دې چی موږ برلاسی درلودی خو بیا هم د مغلوب دښمن سره د اوربند پيشنهاد قبول سو او په نتیجه کی په ۱۲۲۸ ه ش کال د خپلواکۍ په جهاد کی زموږ سیمی بیا د افغاني او فرهنګی هیآتونو له خوا په فرنګیانو پوری وتړل سوې . نو زموږ د نظره دا دریم ناوړه تړون ؤ .
په کتاب کی د فرنګیانو سره د آزاد ۍ او استقلال د جګړی جریان په تفصل سره بیان سوی دی او به ورستی برخه کی یې د سقاو دزوی په مقابل کی د خلکو د مقاومت او د غازی امان الله خان د حاکمیت د ټینګولو په لاره کی په تیره بیا د ږوب ، زیرستان اوکندر د خلکو د مبارزی د بیلابیلو سنګرونو جریان په تفصیل سره بیان کړی دی چی د لنډیز په دې تنګ چوکاټ کی یې یادونه نه سی کیدای
به یې د یو څو عنوانو یادونه وکړم ( د کابل په لور زما ( وزیرې ) د لښکرو حرکت ). د ګل غونډۍ څخه د علی خیلو په لور حرکت ،. د دوبندي په لور حرکت ، د شاولی خان سره زموږ لومړۍ غنډه او د خوشي په لور حرکت ، د تنکي او اغجان فتحه او د حبیب الله د پلویانو ماتې ، د کابل فتح اود وېن د نجات اخرې ګنټې ….
په پای کی په دغه هکله چی نادرخان د دوی سره پر کړلو وعدو باندي وفا ونه کړل داسي لیکي :
محمد نادر خان ته د هغه د عهد شکنۍ یادونه :
« کله، چې د ارگ په سالامخانه نومي محل کې د محمد نادر خان د راتگ په ویاړ او مناسبت غونډه پای ته ورسېده او یو شمېر افراو د اینده مقامونو د گټلو په اسره له محمد نادر خان سره بیعت وکړ، موږ د وزیرو او مسودو د جنگيالي قومونو مشران بې له تم کېدو څخه له ارگ څخه راوو تو، خپلو سنگرونو او مورچو ته راغلو. د کابل ښار او د دولتي ځایونو پيرې او گزمې مو په مینه او اخلاص سره کولې.
په سبا ورځ، چې موږ د لښکر مشران سره جرگه وو او په دې جرگه کې فقیر محمد خان مومند د ځنگلونو رئيس ما لره مخ کړ: یار محمد خانه ما په گل غونډۍ کې ستا تر غوږ رسولې وه چې محمد نادر خان دې تېر نه باسي، د تېرې ورځې بيعت ښه سياسي لوبه وه.
د فقیر محمد خان وینا ټولو قومي مشرانو په غوږو واورېدله، ما په همهغه گینته رئیس فقیر محمد خان ته یادونه وکړه اوس هم د کابل اداره زما په لاس کې ده او د کابل په ټولو کوڅو او محلو کې زما جنگيالي پېره او گزمه دي، هغه شخص چې تاسو د سلطنت د معين په توگه په گل غونډۍ کې راته په گوته کړی و، تا ولیدل چې هغه ډارن لومړنی فرد و، چې له محمد نادر خان سره يې بيعت وکړ. ما د هغه د خاندان او د هغه د ورور په خاطر دا ټولې وينې وبهولې اوس به هم د وينو ويالې جاري کړم، ولې کاشکې د خپلواکی محصل رالره نژدې وای.
زموږ د همهغه ورځې د خبرو راپور کوم کس سپاه سالار محمد نادر خان ته رسولی و په سبا چې د ميزان د میاشتې پینځه ویشتمه نېټه وه، شاه محمود خان او محمد گل خان مومند زموږ د وزیرو او مسودو مشرانو احوال پرسی ته راغلل او راته یې یادونه وکړه ، چې محمد نادر خان زیاته هیله او ارزو لري چې نن ورځ په ځانگړې توگه له تاسو سره وگوري.
ما د نادر خان دعوت و مانه د شاه محمود خان او محمد گل خان مومند په ملتیا د فتح خان سردار کور ته چې سپاه سالار دېره و ولاړو.
د فتح خان سردار په کور او لارو کې د گرد بزیانو، ځاځيو او موسی خپلو د سړو پيرې او گزمې وې، منزل ته په ننوتو سره سپاه سالار صاحب زموږ هر کلي ته راوتلی و محمد نادر خان زموږ ټولو مشرانوسره ستری مشی او روغبر وكر، وروسته یی یادونه وکړه د افغانستان ملت اوزه شخصاً ستاسو قهرمانانو مديونيم، د وطن د نجات به لاره ستاسو هر يو خدمت به ان شاء الله بـ کې سن الله په دنيا او اخرت کې ضایع نه شی ما هم تاسو عزیزانو ته د همدی لپاره بلنه در کره که چېرې زموږ او ستاسو په لیدنه کی چند راته چې تاسو گیله من نه شئ زه نن هم په هغه عهد او پيمان ،ولاریم چی موږ او تاسو په ځاځيو كي ورباندي دعا کړې وه .))
د سپاه سالار محمد نادر خان د خبرو د اتمام وروسته الله نواز خان زلمي خان منگل، عبد الغني خان گردیزی او محمد گل خان هم څه يادونې وکړې. د هغوی نه وروسته ما د وزيرو او مسودو د ټولو مشرانو په نماینده گی۔ څو کليمې د مجلس حاضرینو ته په گوته کړې او اشارتاً مې د اعلیحضرت غازي امان الله خان د بيا راوستو یادونه وکړه:
سپاه سالار صاحب! د الله په نصرت او د قومي مشرانو په همت او مېړانه کابل فتح شو د حبيب الله شر او فساد د هېواد له يوې برخې څخه ټول شوی دی، په کندهار، مشرقي او شمالي کې اوس هم د هغه پلویان فعال دي او بهاني لټوي.
اوس موږ ټولو ته په کار ده چې د علي خېلو په پیمان باندې عمل وکړو، چې د نورو وینو تویولو جلوگيري په همدې کار سره وشي .
سپاه سالار محمد نادر خان چې پوره هوښیار او زموږ د هر یوه قومي مشر طبیعت او مزاج یې درک کړی و او زموږ په مېنځ کې د هغه سړیو د بېلابېل مشر مالي مقامي او فردي تمايلات په ښه توگه بيان کړي وو، په مجلس کې زما د خبرو په اړوند ، زموږ د وزيرو او مسودو مشرانو ته وویل: (عزیزانو ستاسو خدمتونه په دین او دنيا کې نه ضایع كېدونكي دي ستاسو د خدمتونو دین پر موږ ټولو باندې واجب دی.
دا هم تاسو د قوم مشران واست چې له یو څو رهزنانو څخه مو وطن ته نجات ورکړ. خدای د اعظیم دنيوي او اخروي افتخار ستاسو په برخه او نصيب کړ. نن زه د علي خېلو پر هغه عهد او پیمان ولاړ یم، تاسو د غبر مسوولو افراد و خبرو ته غوږ مه ږدئ او مه د هغوی احساساتي حركاتو ته خپلې سترگې اړوئ، په وطن کې د ارامۍ او امنیت راوستلو وروسته ستاسو عزیزانو هره فیصله زموږ د وروڼو فیصله ده.
د ماسخوتن مړۍ مو له سپاه سالار محمد نادر خان سره د فتح خان سردار په منزل کې وخوړه او د خدای په امانۍ په حالت کې، چې محمد نادر خان په یوه لاس کې زما لاس نیولی و او په بل لاس کې يې د انگور خان لاس و ، زموږ د ډاډ لپاره يادونه وکړه ( یار محمد خانه! ان شاء الله و تعالی چې ټول کارونه به قدم په قدم درست شي، له اعليحضرت امان الله خان سره به موږ په تماس کې شو، چې خپل وطن ته راستون شي او دا کار څه وخت غواړي .»
د سپاه سالار محمد نادر خان وروستنيو خبرو موږ لره اطمینان راکړ، چې هغه پر خپل عهد او پیمان باندې ولاړ دی، چې يې زموږ سره د ځاځیو په علي خېلو کې کړی وو ..
په پای کی مرحوم یار محمد وزیری د نارخان څخه په ګلیله او نارضایت سره وایي :
«سر دار محمد هاشم خان مالره د تنظیمه ریاست دنده پیشنهاد کړل ولي ما هغه قبوله نه کړه او د قومی مشر تابه باندی می اکتفآ وکړل .
د افغانستان د نجات له پاره د وزیرستان د قومونو او قبيلو مشرانو په لکونو روپی و ښندلې، د حبيب الله او د هغه د ملگرو د شرارت د لـه مېنځه وړلو لپاره موږ خپلې ټوپکې او کارتوس په لگښت ورسول، خو د سپاه سالار محمد نادر خان په لاس کې موږ د وزیر او مسود و مشرانو یوه روپی هم ونه لیدله په استثنا د ځاځیو په عليخېلو کې د یوه وخت له ښوروا څخه دا چې د نجات څخه وروسته محمد نادر خان زما د لښکر ځينو مشرانو ته د غونډ مشرۍ د رتبې پر ځای د فرقه مشرۍ رتبه ورکړه دا دومره مکافات نه وو چې پر هغه باندې حساب وشي.
او د بل لوري څخه د وخت او حالا تو همدا تقاضا وه چې، په عسكري نظام کې هغه افراد و ته دنده وسپارل شي، چې د وطن د نجات لپاره يې مالونه او ځانونه وقف کړي وو او همدې کسانو کولای شول چې وطن د نوروفتنو څخه په امان کړي.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.